جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د تیوري علمي تنوع / نعمت الله صدیقي

د تیوري علمي تنوع / نعمت الله صدیقي

په دې لیکنه کې د تېرې لیکنې په تسلسل یوازې دغومره وضاحت کوو، چې د نقد د ډولونو د نشتون یا د ادبي نقد او چوکاټ د ځانګړي تاکید خبره باید له نورو علومو د انکار په مانا وانخیستی شي؛ بلکې همدا علوم دي، چې د یو او بل مټ او مرسته ګرځي؛ خو دا چې ادبي نقد ادبي وي؛ نو دې اساس یې موږ د خپل ادبي اصولو ځانګړنو او میتودونه خبره کوو.

 

که یې تکرار نه بولئ په واضحه او څرګنده مانا یې داسې هم ویلی شو، چې که نور علوم او یا یې همدا نقدي ډولونه د ادب برخه هم ګرځي؛ نو دا به د ادبي چوکاټ او حدودو په دننه کې راننوځي؛ داسې نه لکه یوه متن ته چې لومړی د یوه بل علم اصول او ځانګړنې قطار کړای شي او بیا هغه متن پرې ولېدای شي او په اخره کې فتوا صادره شي، چې دا متن په همدې علمي او فلاني اساس هغسې او دغسې سم او ناسم دی؛ یعنې که داسې کوم تحلیل وکړای شي، نو دا به د یوه ادبي نقد او ادبي تیوری برعکس، اصولو او ځانګړنو بهر پر یوه بل علمي اساس قضاوت او د یوه ادبي متن سره زیاتی شوی وي؛ نه په کومه ادبي تله او تیوری، همدا ځای دی، چې دلته باید اول د ادبي متن یا پنځونې خپل لومړی هویت او پېژندنه په پام کې وساتل شي او هغه داسې چې که یوه متن له همغه موضوعي یا اړوند علمي ساحې سره هم لږ و ډېر نسبت لري؛ نو د یوه ادبي ارزښت له مخې به دا حتماً د کوم ادبي روایت برخه هم وي؛ نو ځکه زموږ مدعا دا ده چې ادبي متون لومړی باید په ادبي ارزښتونو تحلیل کړای شي او که په کوم متن کې د بل علم، مضمون او منځپانګې څرک هم و؛ بې شکه چې وي به هم؛ خو د ادبي نقد اصول او غوښتنه دا دی، چې دغه مانیزه سپړنه به د ادبي اصولو او ځانګړنو په اساس کولای شي؛ لکه موږ چې په تېره لیکنه کې هم د همدې ادبي نقد او تیوری ځینو اساساتو او میتودونو ته اشاره کړې.

د نقد ډولونه ولې نشته؟ | نعمت الله صدیقي

اوس د دې مانا کله هم دا نشي کېدای چې ګنې موږ ادبي ارزښتونه، نقد او متون له نورو علومو نه جلا او بې برخې کړل او یا ترې انکاري شوو، که داسې تعبیر کړای شي او یا رښتیا همداسې کوو؛ نو بیا خو په لوی لاس د نقد د علمي تنوع مخه نیسو او ادبي حدود محدودوو او ارزښتونه یې له پوښتنې سره مخ کوو، چې دا هیڅ عقلي او منطقي نشي کېدای؛ بلکې د ادبیاتو لوی او ستر اعجاز خو یې همدا علمي او بشري تنوع ده؛ خو لکه څنګه چې موږ د بین العلومیت خبره هم کړې وه او دا عصر د بشري او طبیعي علومو ترڅنګ د ګډوډیو اندیښنې هم لري؛ نو مانا دا وه، چې بې شکه ادبي ساحې ته دې ګڼ علوم راننوځي؛ خو له خپل ارزښت، هویت او پېژندنې سره دې راننوځي؛ داسې نه وي، چې د نورو ارزښتوته یې ورسره مسخه شي. دا خبره حتی په تخلیقي ادبیاتو هم مطرح ده، چې ګنې یوه مضمونه باید چې شعار یا پروپاګنډه نه کړای لکه څنګه چې په تخلیقي مواردو کې موږ د یوې خبرې، مضمون او منځپانګې لپاره د یوه ژانر د هیئت اصول لازم بولو او د ادبي ماهیت د پیرایې ځانګړنې یې راته مهمې وي؛ د ادبي نقد په ساحه کې هم که یوه متن په بهرنيو موضوعاتي اوصولو تحلیلېږي؛ ولې دې په ادبي ارزښتونو، اوصولو او تیوریو تحلیل نکړای شي؟ یعنې که تخلیقي ادبیات د خبرې، مضمون او منځپانګې لپاره د ادبي پیرایې خپلې ځانګړنې او اصول لري؛ نو ادبي نقد خو یې باید چې ولري او فکر نه کوم چې دا کوم غېر منطقي توجیه یا خبره ده.

 

د تېرې لیکنې مقصد هم دا و، چې که د نقد ساحې ته د نورو علومو مبحثونه او ډولونه راځي؛ نو ادبي تیوري یې بهترینه لار او دروازه ده؛ بغیر له دې په بله لار او دروازې راتګ د غلو او د بین العلومیت د یوه ډېر اهم او مهم تقدس ارزښت سپکاوی کول ځکه دي، چې دا په نورو علومو په بې سره او بې بندوباره ډول ورتګ دی او دا د تهجم یا د یرغل په مانا او مصدق هم توجیه کېدای شي؛ هغوی چې د ادبي تیورۍ له اوصولو او یا یې له میتود سره بلد نه دي؛ ممکن دا د علومو مخالفت تعبیر کړي او نقد له علومو بې زاره او لرې وګڼي او حتی دا اندیښنه به هم ورسره وي، چې ګنې په ادبي تیوري لار او د علومو مخه نېول څنګه ممکن دي؟ خو اصلاً دا د علومو مخه نېول نه دي او نه یې لاره بندول او ډولونه ختمول دي؛ بلکې د تیوری میتود، تګلاره او اصول دومره جالب، وسیع او پرمانا او دومره پراخ دي، چې حتی همدا علوم به پکې خوښ او خوندور ښکاري، زه یې د همدې معاصرې تیوری د یوه مانیز میتود مثال راوړم او ممکن زموږ د همدې ټولې معاضلې حل پکې ومومو.

د نقد یو نوی هویت!؟ | نعمت الله صدیقي

ادبي تیوري د متونو د ازاد لوست خبره کوي؛ مانا یې دا ده، چې یوه ادبي پنځونه یا متن دې په یوه مخصوصه او ځانګړې نظریه کې تحلیل شي؛ نه هغسې چې یو څوک نقاد، لیکوال او عالم یې د خپلې کومې ځانګړې نظریې او علمې برخې په اساس د همغې برخې مطلق او مربوط وګڼي، بلکې که یې و هم ګڼي نو ادبي تیوري به د ازادې لوستنې په اساس دا یوازې یوه لوستنه یا د یوه لوستونکي برداشت وبولي او مطلقیت به یې رد کړي، چې ګنې بس همدا یوه مانا او مطلقاً همدا مانا یې وه او بس؛ بلکې د دې لپاره ادبي تیوري د خپلو ارزښتونو له مخې خپل موډولونه او میتودونه لري یا که په خاص ډول یې ووایم د ادبي نقد خپل یا ذاتي ډولونه یې شته لکه ساختیاتي او پس ساختیاتي «رغښتواله او پسرغښتواله»، فورمالېزم او نوې کره کتنه او یو شمیر نوره لوی او وړه کره کتنیز ډولونه یې، چې په ادبي او تخلیقي متونو کې د خپلو ادبي او ماهیتي تمایلاتو په اساس د مانا مرکزونه او رغښتونه په نښه کوي او د یوه پراخ او ازاد مانیز لوست زمینه برابره وي، د لا ښه وضاحت لپاره یې د همدې رغښتولې یو ادبي میتود رااخلو؛ مثلاً رغښتواله یوه ادبي متن ته د کوډ او رسمیاتو یا د قرادادي نښو په اساس د ورننوتلو او بیا ترې د مانا راویستلو خبره کوي؛ خو نه دغه کوډ یا نښې مطلقې ګڼې او نه یې وروستۍ بولي؛ بلکې هر څوک کولای شي، د همداسې نامطلقو کوډونو په اساس مانا استخراج او راوباسي، اوس په دې میتود کې بنسټي خبره همدا د نه مطلق والي ده، چې زما او ستا خبره ورستۍ نه ده؛ بلکې که یو څوک د یو بل کوډ په اساس خبره هم کوي هغه هم د تامل وړ ده؛ نو په دې اساس یو متن په ګڼو متونو اوړي او د یوې مانا، علم او برخې پر ځای متن د ګڼو علومو او ماناوو برخه ګرځي.

 

خلاصه دا شوه، چې نه ادبي نقد یا ادبي تیوري د نورو علومو مخه نیسي او نه دا ممکن ده او نه یې خپل ډولونه کم دي؛ البته که نور علوم پر متونو تطبیقېږي؛ نو اول به د ادبي تیوري په اساساتو فلټر کېږي او د تیوری پر بنسټ به د نقد برخه ګرځي، د علومو یا بین العلومیت اساسي ادعا د همدې ادبي تیوری ده، چې بغیر له دې هیڅ نقد پوره نه ده او نه ممکن دی. دویم دا چې د خپلو ادبي ډولونو خبره یې تضاد نه ده؛ بلکې دا اصلاً د ادبي تیوری موډلونه او ډولونه دي، چې راساً له ادبي ماهیت او متونو رغېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب