یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+فیمینیزم او ایمل پسرلی / صفیه وردګ

فیمینیزم او ایمل پسرلی / صفیه وردګ

ښځې ته د دوهم جنس په سترګه کتلو د پېړیو په اوږدو کې پر ادبیاتو ژور اغېز کړی دی. په ادبیاتو کې ښځه شیطانه، مضره، نحیفه، شر اندازه، جادوګره، ښامار… په نومونه یاده شوې او که احترام ورته شوی نو د تورسرې، عاجزې، ضعیفې په نوم یاده شوې او لا هم یادېږي خو زه دلته غواړم دا په ډاګه کړم چې د ایمل پسرلي د کیسو ښځه څوک ده؟ ژوند یې څرنګه دی؟ نور ورته په کومه سترګه ګوري؟ خپلواکه ده که بېواکه؟ برابره ده که نه ده؟ او لیکوال په کومه سترګه ورته کتلي؟!

د بېلګې لپاره د ایمل پسرلي د «له دایرې وتلي خواله» کیسې یوه یوه برخه را واخلم:

«وايي پښې در ټولې کړه.غځېدلې پښې مې داسې سره راټولې شوې لکه د ماشین بټن چې یې وهلې وي.د کمیس غاړه مې لویه وه.د برنیو دوو پوښتیو د یو ځای کېدو برخه ترې ښکارېده.دوه واړه هډونه مې نېغ راوتلي وو.راته ویې ویل غاړه پټه کړه.پړونی مې پرې راواړاوه.پوندې مې چاودلې وې،مور مې نکریزې پرې کېښودې…»

ددې کیسې ښځه لیدلوری راته وايي چې د ژوند تار یې د بل لاس کې دی.دوی یې چې هرې لور ته وړي وړلی یې شي.واک نه شته .هر څه ان پښې،ژبه،حرکات او بدن د بل په واسطه کنترولېږي:

«ماشومان مې زېږول.نه راباندې یې زېږول .پالل یې زما کار و…»

د فیمینزم مکتب د هغه سیستم خلاف دی چې ښځه او هویت یې یوازې فزیکي رادیکال او مور اوسېدل ګڼي، په دې خبره هم ټینګار کوي چې د مورولۍ غریزه په ښځه کې نه شته، بلکې له شرایطو سره سم منځته راځي. هغه برخلیک چې سنتي ټولنې یې په ښځه تحمیلوي واده دی. ډېرو ښځو واده کړی، کوي یې او یا ورته تیارې دي.خو د مثل تولید د برده ګۍ تر ټولو ستره ځانګړنه ده. په واده کې دواړه جنسه یو بل ته ضرورت لري لیکن دا ضرورت هېڅکله سره برابر نه و. ښځو هېڅکله هغه ځای نه دی خپل کړی چې له نرو سره یو شان، یو ځای په یوه سطحه واقع شي. فرانسوۍ فېمېنسټه او فیلسوفه سیمون دیبووار وايي واده په دوو دلیلونو پر ښځو تحمیلېږي، ۱:باید ماشومان وزېږوي.۲:دولت له هغې بله وظیفه نه غواړي…

نوموړې پخپله یوه مقاله کې چې د «ښځې پیدا کېږي نه، جوړېږي» په نامه ده ویلي چې ښځې له هماغې اولې ورځې د «مورولۍ» په روحیه روزلې کېږي. یا د نجلۍ زېږېدل یوازې د مور کېدو په مانا وو. د دې له پاره چې نسل ادامه ولري ښځې زېږېدلې وې! لکه مور کېدل چې د ټولو ښځو په قسمت کې وي.ایا له دغه قانون او چوکاټ چې نجلۍ ته ټاکل شوی و، وتل ممکن وو؟!

دې به ویل «ښځې مجبوره نه دی چې د مور کېدا مسیر وټاکي.» او پر دې ټینګار کوي چې ښځه باید د نارینه رعیت نه شي.

په «له دایرې وتلي خواله» کیسه کې ښځه تر انحصار لاندې ده. ماشوم پرې زېږول کېږي، پالل کېږي، ساتل کېږي، روزل کېږي، پر هغه قدمونو به یې قدمونه ورسموي چې دې دا دایره پرې طی کړي:«اوس مې چې وېښته سپین شوي د ویلو واک لرم.ټول ګومان کوي چې سپین سرې په زړه پاکې دي سپینې خبرې کوي.»

په نکلونواو ګڼو ادبي اثارو کې ښځه یوازې هغه وخت مهمه وي چې ځوانه او ښکلې وي.په ګڼو نکلونو کې ښځې شیطانې،چغلګرې او مضرې دي،حال دا چې اساطیر او نکلونه له هغه سپین ږیرو ډک دي چې ګټوره تجربه او حکمت لري.

په سنتي ټولنو کې ښځې تر هغه وخته مکارې،ستمګرې،ظالمې او بې وفا ګڼل چې سر یې وړۍ نه شي.کله چې سر سپین شو بیا د ویلو،اغوستلو،کتلو… واک لري:«لور مې په هغه لار سموله چې زه پرې راغلې وم.پښې یې باید نه وای غځولې.ټټر یې باید نه وای ښکاره شوی،په نکریزو سرې پنجې یې باید نه وای ښکاره شوې…»

د فیمینزم مکتب وايي د ښځې په واسطه د نجلۍ روزنه د هغې د ځواک وژل دي، ځکه ښځه یې د ځان په څېر روزي. مور لور ته هغه کالب ور اغوندي چې په دې تپل شوی، هغه خټې پرې تپي چې دا ترې جوړه ده .لور د مور حرکاتو ته ګوري څه چې یې مور کوي،ورو ورو یې پېښې کوي.مور یې داسې روزي لکه ځان مثلآ ورته وايي زه چې ستا په عمر وم،داسې مې نه کول.دا ښه کار نه دی.څه چې زه وایم هغه کوه او نور…خو برعکس هلک ته د نارینتوب، ځواک او پیاوړتیا احساس ورکول کېږي مثلآ ورته وايي نارینه په اینه کې نه ګوري.نر نه ژاړي.نر پخپله خبره ولاړ وي…سیمون لیکلي:تر کومه وخته چې ښځې په پلار سرې ټولنه کې غټېږي ،د ښځینتوب د مفهوم په انحصار کې راګیرې وي او د ښځو تر لاس لاندې وروزلې شي چې واده کول یې اصلي موخه وګڼي هېڅکله نه شي کولی خپل حق تر لاسه کړي.همدغه عادي برخلیک چې«واده» دی ،دوی د نرو تابع کوي.

دغه حس نجلۍ ته له هماغه وخته ورکول کېږي چې ګواکې د ژوند مزی دې ستا واک کې نه دی.څه چې ویل کېږي باید وشي. ترکۍ فېمېنسټه لیکواله ایلیف شفق وايي:موږ له دې څرخ سره روږدې شوې یوو.له پلرونو مو زده کړي او همداسې مو خپلو اولادونو ته هم ورښودلي،له فکر او نیوکې پرته مو منلي.

خو ایمل پسرلي یوازې د ښځې ژوند ایسار نه دی ګڼلی. له څرنګه چې ښځه د بېواکۍ ښکار شوې دغسې نر هم دی.: «ماته یې بیا نه دي ویلي چې غاړه دې لوڅه ده که سر دې لوڅ دی.ویل یې غلی اوسه.د مشرانو مخته خبرې مه کوه.پاس مه ګوره.په خور او کور پام کوه.که یې برګ ږرکتل سترګې یې وکاږه.چې لږ لوی شوم ویل یې برېت ونه خرېیې،خولۍ پر سر کړه.جومات ته ځه.یوه ورځ یې راته وویل کوژده مو درته وکړه.باید کار مې موندلی وای.بیا مې واده و.کور و،لوڼه وې،زامن وو.جرګې وې،مرکې وې،په هغه څرخ کې وم چې پلار مې و.زوی مې په همدې کړۍ کې دی.لمسی به مې هم ورګډېږي…»

ددې کیسې نارینه لیدلوری د ساه حق لري خو د خپلې ږیرې،سر،تګ او واده  حق ورسره نه شته،دی به هغه دایره وهي چې پلار او نیکه یې وهلې او بیا به خپل زامن همدې لارې ته رابولي.دا دایره به همداسې غځېږي او نور نسلونه به ادامه ورکوي.

په «جنجالونه» نومي کیسه هم کې لیکوال د نر او ښځې ستونزې نه سره بېلوي:

«دقیق وخت مې نه دی په یاد چې جنجال څه وخت پیل شو.کوژده مو لا نه وه کړې.لیده مې چې مړاوې به وه،خبرې به یې لږ کولې،ځواب به یې هو یا نه و.ګومان مې وکړ چې د ناڅرګند برخلیک خبره ده چې ځورېږي.شاید پر حقه هم وه.له کوژدې وروسته ژوند بوخت شو…څو میاشتې په عذابوونکې وې.ګرمه نه وه،مېندواره وه.ټوله هیله مې په هغه ورځ پورې غوټه وه چې مور به شي.زوی مو ناجوړغاړی و،شپه یې خوب نه لاره او د ورځې به یې کله په نس درد و کله به یې تبه وه.دې شیدې نه لرلې ملامته نه وه ذهنآ،جسمآ او روحآ وځپل شوه…دې حالت تمام نه لاره دویم ماشوم هم وزېږېد.د کور کار،د ماشومانو پالل،په جنجال پسې جنجال و.»

 دلته وینو چې لیکوال نارینه لیدلوری د ښځې ژوند جنجال ګڼي د ماشوم پالل ،کار او مسوولیت یو مجبوریت ګڼي او دا مني چې ددې مسوولیتونو بار په مالیخولیايي او رواني ناروغۍ اخته کړې.د نر لپاره هم واده بحراني ښکاري دلیل یې د کوژدې او واده د لومړیو وختونو رواني بې نظمۍ دي.نر چې کله واده وکړي له ټولنې سره یې اړیکې تتېږي،ځکه د غټوالي او مسوولیت احساس ورته پیدا کېږي له دغه حالته ناراضه وي:

«جنجال هغه وخت پیل شو چې کوژده مو وکړه.ده شاید داسې احساس وکړ چې زه دده په نامه شوم.جایداد یې شوم.هر څه به هغسې کېږي چې دی یې غواړي.یعنې زه یوه متاع وم.هغسې لکه کور چې دده په نامه و.هغسې چې کوچونه ده انتخابول.هغسې چې موټر باید دده تر پښو لاندې وای…»

د فیمیزم مکتب د دې مخالف دی چې ښځه د نر هویت وګڼل شي.ښځه باید د هر څه هغسې حق ولري چې نر یې لري.دا باید د مېړه د امر تابعیت ته نه وي چمتو.د موټر،کور،یا سامان په څېر نه ترې حفاظت وشي نه ګټه ترې واخیستل شي. واده باید د دې هویت ته بدلون ور نه کړي یا یې په مېړه پورې ونه تړي.په کیسه ښځه همدغه وايي چې واک ترې پردۍ دی او د وسیلې په څېر ترې ګټه اخیستل کېږي.

په دې کیسه کې نر او ښځه دواړه له ګډ ژونده ناراضه دي،ډېر کله په رښتیني ژوند کې هم همداسې پېښېږي، نامتو لیکوال اوسکار وایلډ وايي:نارینه چې ستړي شي واده کوي او ښځې یې د کنجکاوۍ له امله خو په اخر کې د دواړو خوبونه اوبه وړي.

د وایلډ د خبرې په غبرګون کې ایلیف شفق لیکلي:دا خبره تر یوه حده ناحقه ده.زما په نظر یوازې زه خسته شوې یم زه!ستړې یم او غواړم واده وکړم:

د ځان له ستړي کولو،له دې ټولو سفرونو چې لیک په لاس له  یو ښار نه بل، له یوه هېواده بل ته ځم، له دې چې د واده مخالفه وم، ستړې یم!

خو سیمون دیبووار داسې وايي: نارینه په واده کولو سره د ځان غټول او تاکید(منل) ویني، نه د شتوالي حق… لیکن ښځه په واده کې د نر رعیت ګرځي.

د ایمل پسرلي د دوو کیسو مفکوره د سیمون دیبووار له فیمنستي عقیدې سره په ټکر کې ده.جنجالونه او دایره نومې کیسه کې نر د ښځې پر وړاندې د رالټېدو اصلي لامل نه دی، بلکې یو بل ځواک دی! یوه دایره چې جنجال، سلب، انحصار، تشدد ،ظلم او جنسیتي توپیر خلقوي.عربه فیمینسټه لیکواله ،شاعره او ژورنالیسته غادة السمان په همدې عقیده ده:یوه غلطي چې ډېریو انجمونونو او ښځو لیکوالانو کړې دا ده چې فکر کوي د دوی مبارزه د نارینه وو په ضد ده،نه د ټولنیز پس پاتې والی.

خو سیمون وايي:د ټولنې د کلتوري تاریخ اغېز د ښځې پر ژوند تر بیالوژیکي تاریخه ډېر دی، خو د کلتور تولید د نارینه وو له خوا حمایه کېږي.

د سیمون له دې عقیدې سره غادة السمان نه ده جوړه، ښځې ګرمې ګڼي او د ایمل پسرلي عقیده تاییدوي:

اې د دنیا ښځو! در ګران یې کړئ.نر ښکلی موجود دی او زموږ په څېر مسکین دی.د تقلید او پیروۍ پر ځای له هغه سره مرسته وکړئ.نر پر ښځه د ظلم یوازینی لامل نه دی بلکې! دا پس پاتې والی،استعمار او…دی چې په دواړو ظلم کوي.ضروري ده چې په ګډه ښځه او نر ددې واقعي مشترک دوښمن پر وړاندې راولټېږي:«صبر مې وکړ،فکر مې دا و چې له واده وروسته به هر څه عادي شي.خو نه،زه یوازې او یوازې د کور ساتونکې وم.په یوه تش کور کې بې له دې چې جارو وکړم او صفايي وکړم بل څه نه وو.ده اصلآ څه ته لاس نه وړووړ.که یې وروړی هم وای خرابول یې.ژوند تریخ شو لکه زندان ته چې ولوېږم…»

فیمینزم د ښځې د حقارت د قید د خلاصون لپاره واده،مینه او مورولي کاملا نفي کوي،ځکه ښځه په دې غریزو ضعیفېږي.سیمون واده د ښځې رکود او بدمرغي ګڼي.« د واده غمجنه پېښه دا نه ده چې د ښځې نېمکرغي نه تامینوي، بلکې تر دې خواشینوونکې دا ده چې واده د ښځې ژوند ته مانا نه بخښي.هغې ته اختیار او ستروالی نه ور کوي.بلکې د مېړه او اولادونو سره یې توجیه کېږي.درېیمګړې ترې جوړېږي.واده په عادي شرایطو کې هم ښځه د نر تابع ګرځوي.»

په ودني ژوند کې ښځې ته دا وظیفه ورسپاري چې ماشوم وزېږوه، ويې پاله او کور وساته.په مقابل کې یې ځای،جامې او خوراک خپلوي! په دې مانا چې له دې ورهاخوا هر څه د نر دي.د ښځې ،کور او ماشوم مالک نر دی.ښځه باید هغه څه وکړي چې مېړه یې ترې تقاضا لري،هغه څه واغوندي چې مېړه یې غواړي،هغه خوراک وخوري چې مېړه یې خوري،هغه ځای ته لاړه  شي چې مېړه یې مناسب بولي.دلته تر ټولو مزخرف څه چې په ښځه بوج کېږي دا ده چې د وجود او ژبې واقعي مانا یې له لاسه ورکوي.

په «ګډ ژوند» کیسه کې سړی هم په ودني ژوند کې ایسار ګڼل شوی:« هر څه مې ومنل خو دې ته بس نه وو،بیا یې نوی فرمان ورکاوه…راته ویې ویل کور نه جارو کوې،جارو مې کړ.راته ویې ویل لوښي نه مینځې ومې مینځل.ویې ویل د باندې فلم لیدو ته ورسره نه ځې،ورسره لاړم،هغه فلمونه مې ولیدل چې اصلآ د لیدو نه دي.ویې ویل رسټورانت کې خواړه نه کوو،رستورانت ته لاړو.»

ایا داسې پېښېږي؟

 ښايي ډېر لږ داسې وشی.نارینه د ښځو تابعیت ته نه چمتو دي او نه یې مني.دلته نر د ښځې تر تسلط لاندې دی،ناراضه دی او پر اوږو بار وړي.داسې حال کې چې د هر څه واک د نارینه وو لاس کې دی.په دې مانا چې انحصار پر ښځو ډېر اسانه او ارزانه دی،نو په نارینه وو که ناممکن نه دی سخت خو حتما دی.

ایمل پسرلی «له ما سره مرکه » کیسه کې ښځه او نر مساوي انسانان ګڼي.ښځه له جنسیته نه قرباني کوي او ټولنه پر ښځو د ناسمو دودونو مسووله ګڼي:

«…دغه زموږ مشکل دی تل مو دا هېر وي چې دا هم شته،تل وایوو لیکوال،خبریال،سیاستوال،ډاکټر،شاعر خو دا هېروو چې لیکواله،سیاستواله،ډاکټره او شاعره هم شته.

–    تاسو تل د ښځو یادونه کوئ،ځینې مو فیمینسټ بولي نو دا ټاپه یې پر ځای ده؟

–    ولې یې باید یاده نه کړو،ایا د ښځو له شته والي انکار پکار دی؟تاسو د ښځو له شتوالي منکره یاست؟

–    طبعآ شته.

–    نو چې شته طبعآ باید یاده هم شي…»

د ایمل پسرلي د کیسو ښځه مینه کوي،احساسات لري،ژبه لري،خبرې لري،ځور لري.باسواده ده. د انسانه ده! ګیله کولی شي،غږېدلی شي.غوسه کېدلی شي. له نر سره سم ،د هر څه حق لري.د جنسیت قرباني نه ده.د ده د کیسو ښځه د ښامار له جنسه نه ده.ستمګره،دروغجنه،مکاره ،ساحره ،خوارځواکې او بې زړه نه ده. دی مني چې د ښځې ژوند ډېر کله عذاب دی، خو نارینه هم له دغه بېواکۍ او ځوره ماورا نه ګڼي.ټولنیز دودونه،کورنۍ چاپېریال او ښوونه روزنه د نرو او ښځو دواړو د شخصیت او ذهنیت جوړوونکي بولي.

په فېمېنسټي کره کتنه کې اثر له دوو زاویو څېړل کېږي د اثر د خلقوونکي/ې څېره او د اثر خلق شوې څېره ،دلته نه غواړم د لیکوال په لیدلوري وغږېږم،بلکې تمرکز مې د کیسو په خلق شویو څېرو دی.ایمل پسرلي یو سلو اووه لنډې (فلش فېشن) کیسې لیکلې،دغه کیسې ځينې یې په اینټرنیټ او ګاټي فېسبوک پاڼې خپرې دي د کتاب په بڼه تر اوسه نه دي چاپ شوې. د دې کیسو لیدلوری تقریبآ ټولې ښځې دي.ښځه څرنګه فکر کوي؟ځان ته په کومه سترګه ګوري؟بل ورته په څه نظر ګوري؟…لومړی به بشپړې کیسې راواخلم:

وفا

د سمندر اوبه تودې وې. په غاړو کې یې پر سپينو شګو څوکۍ پرته وه. دی پړ مخې پروت و. د سرو انارو ساړه جوس مې ورکړل. راته ویې کتل. غړوپ یې تر ستونې تېر کړ. لاړ اوبو ته ورګډ شو. تر لیرې لاړ. له سترګو مې پناه شو. وډاره شوم. بې سېکه شوم. پر څوکۍ پرېوتم. چې سترګې مې پرانیستې  له ټټره ، له تندي او له وېښتو یې د سمندر تروې اوبه زما پر مخ څاڅکې څاڅکې لوېدې. راته ویل یې:

-څومره بې طاقته یې؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زمانه

د مکرویانو د دوو ودانیو ترمنځ د لمر رڼا په پارک داسې خپره وه لکه لاسي څراغ چې یو ځای روڼ کړی وي. په نور پارک سیوری و. زه لمر ته ولاړه وم. کیڼ لاس ته مې دوې سپين سارې ناستې وې. غږ مې یې اورېده

. – ټوله ورځ په هلکانو غږیږي

. – حیا نه لري، زمانه خرابه سوې.

ښي لاس ته وښورېدم. دوو نجونو د موبایل ښیښې ته سترګې نیولې وې. یوې یې ګوته لکه د قلم څوکه پر موبایل کېښوده: –

 دا اپ ډاونلوډ کړه له ریاضي سره مرسته کوي

. – د فون میموري به ډومره وي؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اعتبار
تروږمۍ وه. د کړکۍ تر خوا مو پوسڼی درلود. تا راته وویل:
– ته مشکل نه لرې خو زه په اعتبار نه یم، سبا به مې نظر بدل شوی وي.
زما مخ دې ونه لید. تیاره وه. سبا دې خبر هېره وه.ورځې واوښتې. غرمه وه. د پارک پر څوکۍ ناست وې. مخامخ دې زما سترګو ته کتل. ټوله مینه وې. ودې پوښتلم.
– بې له تا ساه نه شم اخیستی، ژمنه دې غواړم.
– زه خو درسره یم که ته په ځان اعتبار ولرې.
مخ دې سور شو. پورته شوې. اوس وایې لمر تود و، په عذاب کړې یې وې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نظر

لور یې شنو وښو ته نیولی و. پاس یې ماته کتل. شپيلی یې واهه. وشرمېدم. سترګې مې کښته کړې. لمر وهلی پنډ لاس یې خولو لوند کړی و. نوکان یې تور شوي وو. لور یې چابک چابک په وښو تېراوه. وډاره شوم:

-اې ګوتو ته دې پام کوه.

موسکی شو. غرور یې په رګ رګ کې غځونې وکړې.  لاس ته مې یې وکتل. ګوته یې وینې شوه. د پړوني په پيڅکه مې ورتړله. ویل یې:

-سترګې دې نظر لري.

مه راته ګوره

داسې یې راته کتل لکه په ژوبڼ کې چې نوی نادره حیوان ویني.ځان مې پوه نه کړ. لورې مې بدل کړ. سړی هغه خوا راغی. ورته ومې کتل. وږې سترګې یې نیغې راته نیولې وې. مخ مې ترې واړوه. پسې راغی. په یوه دوکان ننوتم.  سودا مې نه وه پکار. وخت مې ضایع کاوه. دوکاندار راته موسک شو. موسکا یې مطلبي راښکاره شوه. دباندې ووتم. ولاړ و. کور ته لاړم. هینداره مې ولیده. ماته مې کړه. ما ویل مه راته ګوره.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زړه

عينکې يې په جېب کې کېښودې. د کيڼ لاس په دوو گوتو يې شونډې وچې کړې. له کړکۍ يې دباندې وکتل. مچ مړ  يې ورواخيست. زه يې لا ځواب ته په تمه وم. مچ يې مړ کړ. پر مچمړ يې ورپورته کړ توکدانۍ ته يې واچاوه. راته ویې کتل.

 ښه نو ته يې څه کوې؟ –

– زړه مې غواړي، ټول يې لري، ورور مې هم.

د شنو چايو غوړپ يې تر ستونې تېر کړ. پياله تشه شوه. پورته شو. په کړوپه ملا له خونې ووت. په وره کې ودرې. –

 زړه به هر څه غواړي.

ورور مې راغى. په اى پډ يې د بابا عکسونه راوښودل. ويل يې د بابا له زړه سره سم عکسونه يې اخيستي

په ياد دې دي؟
يوه ورځ پرې تېره شوې وه. لا وچ نه و. خو تا غوښتل. انا مې په اوسپنيزه پنجره کې اېښي وو. پنجره دباندې لوړ په دېوال پورې لمر ته ځړېده. لاس مې نه ور رسېده. غرمه چې ټول ويده شول لرگي مې کېښودل. پرې ودرېدم. لاس مې وتپاوه. لرگي وښورېدل. وډاره شوم. لاندې مې وکتل. پنجره وښورېده، تر شا يې د سرو موچيو ځاله وه. په ځالې مې گوتې ولگېدې. موچۍ وبوټېدې. ويې چېچلم. چيغې مې کړې. ټول له خوبه راوېښ شول. د کورتو غله يې وبللم، ملنډې يې راپسې وهلې. تا راته ويل:
– اې مخ دې پړسېدلى، څرنگه بده ښکارې؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چای

چای یې وغوښت.وچو پاڼو ته مو پو کړل. سترګو مې اوښکې وکړې. پوزه مې ترخه شوه.په سختۍ اور بل شو. را غږ یې کړ:

-دا چای دی که د غوايي غوښه!

کوچني وژړل. انا یې ورپورته کړ. وزغونځېده. پوهېدم چې وروسته به غوسه له ما باسي. اوبه واېشېدې. چای مې دم کړ. چاینکه مې ورته کېښوده. موریې چیغه کړه:

-ماشوم درواخله.

 ورمنډه مې کړه. خو چای مې په پیاله کې نه و وراچولی. ساعت وروسته چې ماشوم ویده شو، چای سوړ شوی و، وچو پاڼو ته مې بیا باید پوکلي وای. ده چای په پیاله کې غوښت.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوب

په اوږده خونه کې میز پروت و. دواړو غاړو ته یې څوکۍ وې. هلکان او نجونې یې شاوخوا ناست وو. زه یې ښوونکې وم.  ته مې ولیدې چې په زده کوونکو کې ناست یې. ما ځان ناګاره کړ. خو ستا مخامخ کښېناستم. ټولو ته مې وویل ځانونه معرفي کړي. تا وویل:

-اې راباندې ګرانه یې.

زړه مې موسک شو. خو تندي مې خولې وکړې. ژر ژر مې نورو ته وکتل، کتاب مې پرانیست. نه مې درته کتل.

مور مې رانارې کړې:

-تر قیامته به ویده یې، پورته شه.

سپيده چاود و. سترګې مې بیرته پټې کړې خو نه خوب راغی او نه مې ته ولیدې. زموږ د کلي د هلکانو ښوونځي هم تړلی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ژوند

–  مورې ورته گوره.

مور مې په ټوکر گل اوبده. عينکې يې د پوزې په سر پرتې وې . تار يې په غاښ پرې کړ.د عينکو په شيشو کې يې راته ونه کتل. په خپلو زهيرو سترگو يې وليدم. ورور ته مې يې هيڅ ونه ويل، زه يې مخاطبه وم: – دلته راسه يو څه زده کړه. ورور مې وخندل. لا يې په عذاب کړم. تندى مې تريو شو. پېغور يې راکړ:

 – ښه وايي ورشه. سبا به واده يې.

ومې ژړل. پلار مې راغى، غوسه شو: –

-غلې شه، مېلمانه دي غږ به دې واوري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

انتظار

عکس مې وليد. د ونو ترمنځ کږه وږه بياله له اوبو ډکه وه.په ونو کې دوه مرغان ناست و. د ونو ترمنځ ځاى په شنو وښو پوښلى و. ومې يادېدې. ما ويل که راسره واى، دغلته به مې له ويالې اوبه په لپه را اخيستې او درشيندلې به مې. تا به په غېږ کې نيولم. گرمي مې وشوه. مور دې رانارې کړې: –

 – ورشه حويلۍ جارو کړه ، مازديگر شو.

جارو مې راواخيست. هوا توده وه. له څاه مې اوبه را وايستلې، په وچ پوټي مې ورو ورو وپاشلې. بوى يې خوند راکړ. جارو ستړې کړم. نه ته وې، نه د عکس هغه ښکلى ځاى. شپه شوه ، بله ورځ واوښته.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځنډ

 سترگه مې پروني سوک پړسولې وه. پړونى مې په تودو اوبو لوند کړ، ټکور مې کړه. ستړې وم. کور کې څوک نه و. تلويزيون مې روښانه کړ. خبرونه و. مظاهره وه. د ښځو حقونه يې غوښتل. ته مې هم وليدې. په لاسونو کې دې سپينه دړه وه. لوړ دې نيولې وه چې ټول يې وويني. –

 له ښځو سره تاوتريخوالى ختم کړئ.

سترگه مې وخوږېده. تلويزيون مې مړ کړ. پخلنځي ته لاړم چې ډوډۍ دې بيا ونه ځنډېږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځواب

ټنډه دې تروه وه. چای مې درته راووړ. ما ویل که تږی یې. هیڅ دې ونه ویل. غږ مې درباندې وکړ، ځواب دې هو او نه و. پوهېدم یو څه دې ځوروي خو نه دې ویل. پورته شوې. پيتاوې ته کښېناستې. درغلم. په اوږو مې دې لاس کېښود. ومې کېکاږلې. لکه هیڅ چې مې نه احساسوې. سړه ساه دې وایسته. پورته شوې. له کوره ووتې. ماښام چې راغلې تندی دې ورین و. ومې پوښتې ځواب دې « هېڅ » و.

سبا دې په حویلۍ کې تر ډېره په تیلې فون خبرې کولې، چې خونې ته راغلې راته ودې ویل:

-کار مې بالاخر وشو ځم اروپا ته، درس وایم.

غلې کښېناستم. د یوازیتوب فکر پسې واخیستم.  پيتاوې ته پرېوتم. تا موسیقي اورېده.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یخ

سمه ناوه بهېده. تا  د کوټه شویو بوټو ترمنځ ځای جوړ کړ. په سر دې پلاستیک واچاوه. راته ودې ویل دا مو خونه ده. دواړه په کې کښېناستو. باران نه لندولو. مخامخ په ونه کې خړه مرغۍ کښېناسته. ومې پوښتې:

-د مرغیو یخ نه کېږي؟

یو لاس دې په بل وواهه. ټک شو. مرغۍ والوته.

-وبال لري ولې دې وډاره کړه.

-چې والوزي تودېږي.

یخ مې وشو. پورته شوم. بیا دې تر څو ساعته خبرې نه راسره کولې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ډارنه

پل واوره پرته وه.ټول په کور ننوتي وو. تا راته وویل ښکار ته مې بیايې. په اوږده پړي دې لرګی وتاړه. د ونې لاندې یوه لوېشت ځای دې له واورې پاک کړ. وریجې دې واچولې. خښته دې کږه په لرګي تکیه کړه. زه او ته لیرې ورته پټ شو. وږې مرغۍ دانې ته راغلې. لا به یې نه وې خوړلې تا پړی کش کړ. ودې خندل. خښته په وینو سره شوې وه. ما وژړل. تا ویل، ډارنه یم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کورنۍ

-کورنۍ یې نامي ده. نیکه یې له پاچا سره ګرځېده. پلار یې قومي مشر و. تر دوی به نو ښه لا څوک راته پيدا شي.

پلار مې په یوه ساه خبرې کولې. مور مې یې مخاطبه وه خو زه یې په غوږ وهلم. مور مې هیڅ نه ویل. د ویلو یې څه نه په کې لیدل. زه له خونې ووتم. دوی یوه شېبه غلي شول. وروسته مې مور ولیده. خوشاله وه. ومې پوښتله:

-هلک څه کوي؟

-له هغه خو نه یو خبر.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کړکۍ

هوا توده وه. کړکۍ مې خلاصه کړه. د سپوږمۍ رڼا خونه رڼه کړه. ته ويده وې. په يوۀ اړخ اوښتى وې. مينه مې درباندې راغله. شونډې دې بوڅې راوتلې وې. لکه ماشوم چې ناز کوي. زه کړکۍ ته نژدې کښېناستم. تا ته مې کتل. دباندې سپي وغپل. ته راوېښ شوې. وارخطا. ما ته دې وکتل. راولاړ شوې. کړکۍ سره ودرېدې. دباندې دې وکتل. غږ کې دې غوسه وه-

–  دلته څه کوې؟

ځواب مې درنه کړ. کټ ته ستنه شوم. خوب رانه غى. ته هم بيا وېښ وېده وې. څو وارې کړکۍ ته ودرېدې، دباندې دې وکتل. سبا دې خټگر راوست. کړکۍ دې په پخو خښتو بنده کړه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کار

پیازو مې سترګې راترخې کړې. غوړو ته مې واچول. مور دې رانارې کړې:

-راشه چې لور دې په شرمو وشرمولو.

ورمنډه مې کړه. نجلۍ پر مخ سرخي وهلې وه. په خونه کې یې نوره پاشلې وه. تکه سره ښکارېده. خندا راغله خو ستا د مور لپاره مې ونه خندل. نجلۍ مې له لاسه ونیوله. په تشناب کې مې مخ ورپرېوای. مچه مې کړه. مور دې جارو اخیستی و. زغونځېدله. جارو مې ترې واخیست. دا لاړه. لا هم غصه وه. جارو مې لا نه و خلاص مور دې نارې کړې:

-میرات مړي پياز وسوځېدل. په تا یې هم ولور اخیست.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکل

 دستکول يې وغورځاوه. پړونى يې ليرې کړ. له گرمۍ په عذاب وه. مور ته يې ويل: – ټولو مفته وخوړه. ډوډۍ مې ورته راوړه. شونډې يې بوڅې کړې: – ټوله ورځ تللې وم اخر هم بېنډۍ؟ مور يې ورته وخندل. دې قاب پورې واهه. خپه کښېناسته. له خونې ووتم. غږ مې يې واورېد: – بې سواده غوا. د خوب خونې ته لاړم. د ياداشتونو کتابچه مې له کولپ شوي بکسه را وايسته. ما ويل ليکم به يې خو لور مې له خوبه راوېښه شوه. کتابچه مې بيرته کولپ کړه چې ته يې ونه وينې، بيا به وايې عاشقانه شعرونه ليکم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

جميله نه جميل

له ښوونځي ستړې راغلم. مور مې له مېلمنو سره بوخته وه، راته ويې ويل:

–  ورشه لالا ته ډوډۍ ورکړه، له مکتبه ستړى راغى.

–  زه هم ستړې راغلم.

پلار مې برگ برگ راته وکتل. لالا ته مې ډوډۍ کېښوده. مازديگر يې معلم راغى. ما ويل زه به هم ورسره درس ووايم. ده وويل:

–  ځه ورکه شه،  په تا لا چا مکتب ويلى.

د کانکور نتيجه مې پلار نه منله. ويل يې غلط شوي د جميل پر ځاى يې جميله کاميابه کړې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ارزښت

د شپې مې خوب ښه و. ته هم ارام ویده وې. لاس دې داسې راباندې چاپېره کړی و لکه ګران بیه لوښی چې تکیه کوې. ما ځان خوندي احساساوه. سهار مې بیړه وکړه. ستا جامې مې ماښام نه وې تیارې کړې. سهارنۍ ته مې هیڅ نه درلودل. چې راپورته کېدم تا ناز وکړ:

-مه ځه.

خو ما ویل ستا تر راوېښېدو باید هر څه تیار کړم چې درباندې ناوخته نه شي. کار ته چې تلې مخه ښه دې سمه نه وه. په وره کې دې وویل:

-زما خبرې دلته ارزښت نه لري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

يوازې

خورلڼه مې له خپلې خور خپه ده. راته وايي په ما ناز کوي.  ورته ومې ويل:

–         په چا يې وکړي؟

چورتي شوه. ويل يې:

–        په خپل مېړه.

–        په خپله خوښه يې کړى؟

–        نه بابا

–        پرې گران دى؟

–        نه نو هغه د گرانښت نه دى.

ترې لاړم. لکه د دې خور چې ځان يوازې احساسوي هغسې زه هم يوازې رهي شوم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زموږ خبره

مور مې کتاب لوست. زه ورته منتظره پاتې شوم. دې مې خبره اورېدلې وه خو نه يې غوښتل وار له واره ځواب راکړي. پوه وم چې زما خبره پرې ښه نه ده لگېدلې. دا په کوچ ناسته وه. زه يې پښو ته کښېناستم. لکه چې مجبوره شوه. عينکې يې له سترگو ليرې کړې، کتاب يې پر مېز کېښود ، زما په سر يې لاس کېښود په مهربانه غږ يې وويل:

– ته ترې وړه يې.

– له ده سره واده کوم، له عمر سره يې نه.

پلار مې وټوخېده. مور مې ورغله. خبره پاتې شوه. پسې ورغلم. پلار مې ويده شو. مور مې په مينه مينه ورته کتل. زما له سوال ډکو سترکو مور په خبرو راوسته:

– زموږ خبره بېله ده.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټولنه

نصحيت يې راته وکړ:

– گوره ته نجلۍ يې، ښه خبره نه ده، خلک به څه وايي؟

موبايل مې بند کړ. له خپل زړۀ او ذهن سره په جنگ شوم. صفيې ښه راته ويل. هلک که هر څومره هم سم و، پردى و. ولې بايد ورسره خبرې وکړم. خلک به څه وايي. مخ مې سور شو. غلې شوم. غوښتل مې پورته شم. صفيې ته زنگ راغى، ځواب يې ورکړ:

– سلام گرانه

ما ته يې وکتل. مخ يې واړاوه. له ټولگي ووته.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

منطق

خبرو یې هکه حیرانه کړم. باور مې نه راته چې دا به اوس داسې خبرې کوي. دلیل یې وایه:

  • سړي له څو څو ښځو سره پالي که موږ یې وپالو نو څه؟-

-په هغو سړو کله چا ښه ويلي؟

د سترګو تور یې پورته کړل چې باڼه پرې وګوري په تور قلم يې رنګول. سپين یې راښکارېدل. مخ یې ورسره کش کړی و لکه په زحمت چې وه. قلم یې کېښود. راته ویې کتل، سترګې یې غټې ښکارېدې. په شونډو کې موسکه شوه:

-چا له کور کلي نه دې ایستلي.

له خونې ووته. لکه نور بحث چې پکار نه و.  زه یې له خپل فکر سره پرېښودم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پېغلې

انا د تور پړونې په پيڅکه سترګه پاکه کړه. د پوزې نسوار یې کش کړل. یوه سترګه یې پټه کړه. د پخوانو پيغلو صفت یې بیا شروع کړ:

-ښار اور واخیست پېغلو غږ ونه کړ.

-نو انا دا خو یې ساده ګي وه، غږ به یې کړی و ، اور به چا مړ کړی و او دوی به هم روغې پاتې وې.

ټول په خندا شول. خو انا لا غصه وکړه. ښکنځل یې وکړل. بې حیا یې وبللم. په زنګنونو یې لاسونه کېښودل په مشکل له ځایه ولټېده. چې ودرېده ویې ویل:

-دغه دی چې وطن نه جوړیږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کارډ

نیکټايي یې سمه کړه. کورتۍ یې لاندې کش کړه. د لمر لپاره په سترګو کړې عینکې یې د کورتۍ په پاسني جیب کې کېښودې.مخامخ راته ودرېد. د پتلانه له جېبه یې کارډ راویوست. ماته یې ونيوه:

-دا مې کارډ دی، د تیلې فون شمېره او ایمیل مې په کې شته.

کارډ مې واخیست. دی رهي شو. لږ لیرې ودرېد. بل چا سره یې خبرې شروع کړې. خو ماته یې کتل. داسې یې کتل لکه مرغۍ چې یې ښکار کړې او پنجره کې بنده کړې وي. کارډ مې له لاسه ولوید. له پارټۍ چې وتلم د بوټ تلی مې په کارډ له قصده تېر کړ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کشره

ښځې تر ډېرو کښېناستې. دا ځل مې مور ورسره خوږه راښکاره شوه. تير دوه وارې یې رډ ځواب ورکړی و. کوچنۍ خور مې غوسه نه وه. چای چې یې ور ووړ ښه په سینګار ورغلې وه. جامې یې هم نوې اغوستې وې. څه مې نه ویل. د مخه ښې پر وخت هم ورنه غلم. لاړم داسې ځای کښېناستم چې څوک مې ونه ګوري. مېلمنې چې لاړې پلار مې دهلیز ته راووت. مور وویل:

–        ورته ومې ویل نور د سړو کار دی.

–        مشره که کشره؟

–        کشره.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لیدل

ناست وې. پام دې ما ته نه و. یو لاس دې تر زنې لاندې نیولی و. نه پوهیږم په کوم سوچ کې ډوب وې. ښه راته ښکاره شوې. مخامخ مې درته کتل. غوښتل مې کاملآ خاموشي وي. هیڅ غږ او غوږ نه وي. ما ویل سترګې مې دې باید جذب کړي. ستا د ښکلا روح راکش کړي.

راپام دې شول.ودې پوښتلم:

-خیر خو دی چې داسې راته ګورې؟

ځواب ته مې ټکي نه لرل. سترګې مې واړولې. ‌ذهن کې مې ستا هغه تصویر شته خو نه یې شم لیدلی. اه ، کاشکې کامره راسره وای.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ساعت تيري

د بورډينگ کارډ زلمي ته مې وويل داسې څوکۍ راکړي چې يا کومه مېرمن راسره ناسته وي او يا هم کوم سپين ږيرى. هغه مې خبره ومنله.
مونډۍ سپينه ږيره يې درلوده. ترڅنگ مې کښېناست. زهير راښکاره شو. سترگې يې له خوبه ډکې وې. د ډوډۍ پر وخت راوېښ شو. تر ما يې ډېره وخوړه. په اول وار يې داسې راته وکتل لکه د ژوبڼ نادره مرغۍ چې ويني. ويې پوښتلم:
– دوبۍ ته ځې؟
ومې نه غوښتل ځواب ورکړم. ده هم ټينگار ونه کړ. الوتکه چې ودرېده. سړي مخ رانژدې کړ، په ټيټ غږ يې راته وويل:
– هوټل کې يوازې کوټه لرم، که راسره ځې ساعت به دې تېر شي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

عشق

له ليرې پوه شوم چې سم هلکان نه دي. داسې يې راته کتل لکه کامره چې عکاسي کوي. سترگې مې کښته کړې موبايل مې غوږ ته ونيوه ما ويل ځان بوخت وښيم. تر څنگ يې چې تېرېدم يوه يې بل ته وويل؛

 ـ په فون عشق کوي

. اوونۍ وروسته مې مور ته گاونډۍ ويلي و چې لور دې چا سره جوړه ده هلکانو په خبرو ليدلې. اوس ښوونځي ته نه ځم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پوښتنه

مور مې راته وویل مېلمنه ده پام پرې کوه. له ښاره راغلې د کلي هر څه بل ډول ورته ښکاري. کالي یې کلیوال واغوستل. غټې سترګې، سپین بشر یې ځلېده. ویل یې شنه پټي او د سنځلو ونې غواړي. د مازدیګر د لمانځه وخت و. ما ویل سړي به په جومات کې وي. ورسره ولاړم. په پټو کې یې څپلې وایستې. پړونی یې راوغورځاوه. وېښته یې خلاص کړل. په ټوپو شوه. شمال یې ويښته خواره واره کړل. زړه مې په دربا شو. نه پوهېدم څه ورته ووایم. مېلمنه وه. ډارېدم سړي یې ونه ویني. له پلاره ډارېدم. له وروره ډارېدم. دې ته یې والله که څه ویلي وای. زه به یې ملامتولم. پسې ورغلم. ټینګه مې ونیوله. ومې ډاره کړه. اوښکې یې په سترګو کې ډنډ شوې:

-ښار لکه زندان داسې دی، دلته هم ازادي نشته؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تېر وخت

لمر لا نه و لوېدلى چې نيکه مې راغى. په کڅوړه کې يې مغز داره گوړه راوړې وه. خوله مې ورته اوبه اوبه کېده. انا مې کڅوړه واخيسته ويل يې دا به مېلمنو ته کېږدو. ما وغوښته. نه يې راکوله. ومې ژړل، چيغې مې کړې، رايې نه کړه. هغه شپه وږې ويده سوم. سهار مې گوړه هېره وه. مور مې يوه چکۍ پټه کړې وه. رايې کړه. سخت خوند يې وکړ. خو لږ وه. نوره مې غوښته، نوره نه وه. په هغه مينه مې اوس مغزداره گوړه واخيسته. خاورين خوند يې و. بادام يې ترخه و. تو مې کړه.له ماشومانو مې پټه کړه چې ستونى يې ورخوږ نه کړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مخ

موټر چټک تېر شو. دوړې يې باد کړې. په چادرۍ کې مې سا بنده شوه. شاته مې وکتل. څوک نه و. مخته مې هم پردي ونه ليدل. مخ مې لوڅ کړ. سا مې واخيسته. ستوني کې مې دوړه کېناسته. ټوخى راپيدا شو. راته ويې کتل. غوسه شو.

– مخ پټ که، بې شرمې.

پټ مې کړ. سر راباندې وگرځېد. کېناستم. د ده نه و راپام شوي. مخته تللى و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

عمر
چې وړه وم راته ويل يې لويه ښځه شوم بايد د کور کار وکړم. چې پېغله شوم راته ويل يې زړېږم بايد واده وکړم. چې واده شوم راته ويل يې اولادونه بايد وزېږوم. چې ومې زېږول ويل يې بايد لوى يې کړم. چې ستر مې کړل راته ويل يې بايد ويې پالم او ودونه ورته وکړم. چې واده مې کړل راته ويې ويل زړه ښځه يم ځوانانو ته بايد موقع ورکړم. اوس مې نږور لمسۍ ته وايي لويه شوې ده د کور کار بايد وکړې. زوى مې راته وايي د مېرمن په کار کې يې بايد کار ونه لرم. مېړه مې راته وايي ټول عمر دې په دعوو تېر کړ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خبرې

 څوکۍ يې په يوه لاس پورته کړه. ماته يې مخامخ کېښوده. کښېناست. په پېړو برېتونو کې يې شونډې راښکارېدې چې موسکې دي. گردۍ خړبخونې سترگې يې  خندانې وې. راته ويې ويل:

–  ته مستعده يې، د ټولنې په خبرو پسې به غوږ نه گروې. رامخته شه، ستا غوندې نجونو ته دا ټولنه اړتيا لري.

مهربان راښکاره شو. په خبرو مې يې جدي فکر کاوه چې د تيلې فون زنگ يې وشرنگېده. غږ يې لوړ و مقابل لور مې هم اورېده. د ښځې غږ و، ويل يې:

–  نورې نجونې هم شته خير دى غواړې يې، اجازه ورکړه.

–  بيا دې غږ وانه ورم، بې شرمي هم حد لري.

پورته شوم. د استاد په خبرو مې نور فکر ونه کړ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماشوم

د پارک سينما مخامخ يې موټر د سړک په غاړه ودراوه. د دوکان څښتن يې په اشاره پوه کړ چې د کېلې دوه گيلاسه جوس غواړي. خپله په موټر کې پاتې شو. د راديو غږ مې جگ کړ. خبرونه وو. ويل يې ډېر خلک په ماشومانو کار کوي. غوسه شو. راديو يې مړه کړه. ما ته يې وويل:

–  نو په ماشوم کار ونه کړي په پلار يې وکړي؟

غلې پاتې شوم.  د موټر شيشه وټکول شوه. يو ماشوم و ژاولې يې راته نيولې وې. ژاولې مې ترې واخيستې.  د کيلې جوس راغى. ده لوى غوړپ تر ستونې تېر کړ. شونډې يې د جوسو په ځگ ککړې شوې. راته ويې کتل:

–  له دې ماشومانو ژاولې مه اخله ، سبق دې ووايي چې دا نيمه شپه کار کوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تصويري

ښوونکي راته ويلي و چې په پسرلي څه وليکم. ومې ليکل:

ونې غوټۍ کوي، پاڼې شنې کېږي، چمن زرغونيږي او د مرغيو له هگيو بچوڼې راپيدا کيږي.

 معلم مې سر وښوراوه. ويې ويل:

–        تصويري يې کړه.

پاڼه يې بيرته راکړه، پوه يې نه کړم. پلار ته مې وويل. هغه خپله پخوانۍ د مکتب د وخت ليکنه راکړه.  اوږده وه.

واورې اوبه شوې وې، له غره چينې بهيدې ، سيند له اوبو او کبانو ډک وو. فضا ښکلې وه. د ونو په غوټيو کې مرغيو ځالې کړې وې…….

ښوونکي افرين راکړ. زما پلار ته د ده ښوونکي هم شاباس ورکړى و. زه به يې هم خپلې لور ته وساتم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ونه

 تل دې ويل ښکلا درته مانا نه لري. سينگار ځان غلطول دي. بيا دې دنگه ونه وستايله. ويل دې د هغې نجلۍ ونې خوند درکړ. زه لاړم له بازاره مې د جگو پوندو بوټ واخيستل. په پښو کولو يې په عذاب وم. تگ په کې اسانه نه و. ستا نه و راپام، ما نه غوښتل خپله يې دروښيم. هغه ورځ چې راغلې تر څنگ دې ودرېدم. اوږو ته دې وکتل دنگه درښکاره شوم. خبرې دې وروسته وژړولم. تا ويل د دنگو عقل په پونده کې وي. بوټ مې ليرې کړل اوس مې لنډۍ بولې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مينه او کرکه

کمپيوټر مې روښانه کړ. په فيسبوک کې مې ښه ليکنه وليده. خوښه مې کړه. د زړه خبره مې هم پرې وليکله. په سبا مې بيا يوه ليکنه خوښه کړه. ليکونکي يې بلنه راکړه.ملگرتيا مې يې ومنله. روغبړ يې ډير دروند و. لا ډېره خوشاله شوم. سړي خبرې پسې وغځولې. خبرې يې بل لور لاړې. نا ليدلى مين شو. هڅه مې وکړه ځواب ورنه کړم. له فيسبوکه ووتلم.
اوس يې زما ملگرو ته ليکلي دي چې زه پرې مينه يم. ليکنې چې مې خوښې کړې وې اوس مې هم خوښې دي. خو د ليکوال له ذهن او زړه څخه يې کرکه کوم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هدیره

 له لیرې یې راته کتل. لکه سوداګر چې خپل مشتري په نخښه کړی وي.  ورپام مې شول خو  نه مې ورکتل.  د هدیرې په پوټي شوې لار ورو ورو تلم. سوځنده لمر په عذابونکی و. د مور قبر مې وموند. دا ډېر وخت نه وم ورته راغلې. ورته ودرېدم. لمر ځورولم. سیوری نه و. د توت ونې ته مې وکتل. ده ورته ډډه وهلې وه. لا یې هم راته کتل. بیرته مې مخ واړاوه. که ګورم پسې راغی. پلاستیکې سلواغه ورسره وه. زما د مور پر قبر یې اوبه وپاشلې. د خاورو بوی ولټېده. مور مې رایاده شوه چې کله تلم دې په وره کې اوبه راپسې شیندلې . سړي ته مې پیسې ورکړې. وایې خیستې. ترې رهي شوم. په موټر کې چې سپرېدم. ورته ومې کتل. د توت سیوري ته غځېدلی و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستړیا

ته کار ته، لورکۍ ښوونځي ته ولاړه. يوازې شوم. د سهارنۍ لوښې مې پخلنځي کې کېښودل. ما ویل وروسته به یې مینځم. هوا توده وه. کړکۍ مې خلاصې کړې. دوړې شوې. کړکۍ مې وتړلې، ما ویل وروسته به خونې جارو کوم. پرېوتم. ما ویل ستړې یم یوه سترګه به پټه کړم. لور مې له مکتبه راغله. کیسې یې نه خلاصېدې. غرمه وه. له لاسه مې نه کېدل څه پاخه کړم. د ماښام پاتې ډوډۍ مې ورته توده کړه. غرمه دواړه ویده شو. مازدیګر دې په راتلو وېښه شوم. هیڅ مې نه درلودل. تا له ځان سره مېلمانه راوستي وو. دومره ستړې شوم چې په کړي ارام پوه نه شوم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بابا

له دوو درو کراچي والو تېره شوم. لاره یې راته نیولې وه. غوسه راغله. ما ویل خپله مې بکس اخلم.  بابا شاته ولاړ و. په ټيټ غږ یې وویل چې دی مې بکسونه راسره وړی شي. زړه مې پرې وخوږېد. هوکړه مې وکړه. بکسونه یې داسې پورته کړل لکه شل کلن زلمی چې وي. له هوايي ډګره چې یې بکسونه راسره وایستل، زهیر زهیر کېده. لکه نو چې یې وتلی وي. خوا مې ورته بده شوه. له هغو مې ډيرې پیسې ورکړې چې له زړه مې ورته ایستلې وې. پیسې یې واخیستې. منډه یې کړه. نه زهیر و نه ستړی. پوه نه شوم چې پیسو انرژي ورکړه که د بل مشتري د موندلو هیله زوروره وه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سپک درانه

له ښوونځي را روانې وو. ته مو ولیدې. له موټره کوز شوې. ودرېدې. موږ ته دې لار پرېښوده. د نورو سړو غوندې دې لاندې باندې نه راته کتل. خوی مې دې خوښ شو. له تا چې تېر شو، ومې ستایلې. دې ته غوسه ورغله. ویل یې هسې مغروره سړی دی. په اسمانو کې ګرځي. نه مې منله خو شک یې زړه ته راواچاوه. ورو ورو مې بد درڅخه راغلل.موږ ته دې نه کتل. مغرور راښکاره شوې.

کلونه تېر شول. له دې سره دې واده کړی. دا دې په صفت نه مړیږي. وایي دروند سړی یې. نور خلک دې هم ستايي. زه نه پوهېږم، کله ځان ساده راته ښکاري کله دا سپکه چې د خپلولو لپاره یې ماته سپک کړی وې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پام

ویل یې اوبه باید په اور واېشي. په برق اېشېدلې اوبه پخې نه وي. ګاز خلاص شوی و. لرګو ژر اور وانه خیست. سړی غوسه شو. له کوره ووت. هغه ورځ تر ماخوستنه راستون نه شو. زه ورته منتظره وم. چې راغی ډوډۍ مې راوړه. سخته وږې وم. ده خبرې نه کولې. ډوډۍ یې هم نه خوړه. وروسته پوه شوم چې دباندې یې خوړلې وه. ما هم دسترخوان ټول کړ. وږې وېده شوم. څو ورځې وروسته یې نصیحت راته کاوه. لکه د یوه کوچني غوږ چې خلاصوي. ویل یې زه پرې پام نه کوم. له ښځې سره نه ښايي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ارمان

شهزاده مې باله. هسکه غاړه به روان و. اتامونه چې به مې ورته اچول نور به وډار شول. دی به مخته مخته کېده. غرور یې درلور او ډار یې نه پېژاند. د ورور د واده په ورځ یې شهزاده د ناوې پښو ته حلال کړ. ډيرې نارې مې ووهلې خو چا راسره ونه منله. خوښي وه. سندرې وې، اتڼونه وو. زه غلې شوم. له ورېندارې مې کرکه وشوه. له وروره هم لیرې شوم. ډيرو به ویل ورېندارانې چې راشي ایندرندې ورسره بخیلانې شي. فکر کوي ورور یې ورڅخه جلا کړی. خو دوی نه پوهیږي شهزاده مې ارمان دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یخ

اور مړ شوی و. سکروټې سړې وې. خو په تناره کې لا دومره ګرمي وه چې لاس مې پرې تودېده. ورته ومې ونیو. خوښي مې احساسوله. له کلونو وروسته راغلی و. منتظره وم. په مېلمستون کې یې لیدو ته ډير راغلي وو. حیرانه شوم. بیخي رانه غی. شپه یې هم له مېلمنو سره وکړه. سهار مې هم ونه لید. غرمنۍ یې له هغو سره وخوړه. مازدیګر په چکر ورسره ونو ته لاړ. ماخوستن مې ولید. خوله مې له خندا نه سره ټولېده. روغبړ یې وکړ. پرېووت. لکه د تناره مړ شوی اور. زما یخ وشو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ګټه

په کتار کې ودرېدم. ګڼه ګوڼه وه. تر مخ مې سپين سارې ولاړه وه. مخ یې راواړاوه. کښته پورته یې راته وکتل.

-لورې سبق دې ویلی؟

سر مې وښوراوه. ځواب مې هو و. مخ یې واړاوه. تر ځان مخته ښځې ته یې په غوږ کې څه وویل. هغې هم راته وکتل. بیا یې له ځانه مخته ښځې ته څه وویل. هغې هم راته وکتل. ونه پوهېدم څه خبره ده. شاته مې وکتل. شاته مې پيغله ولاړه وه. هغې وپوښتلم:

-سبق دې ویلی؟

-هو خو ولې یې ټول پوښتنه کوئ؟

د کتار له سره مېرمن راغله. ما ته یې وویل:

-زویه هغه سم سړی یې کوم یو دی چې رایه ورکړو؟

هغه نورې هم راټولې شوې. کارډ کې مې د خپلې خوښې کاندید وروښود.  د تعلیم ګټه رامعلومه شوه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سړی

ورپام مې شو. هلک د خځلو په منځ کې ولاړ و. دې بوجۍ نیولې وه. په پړوني یې پوزه پټه کړې وه. بوی به په عذابوله. مخامخ د تړلي دوکان مخته ناست سړي ورته کتل. په دوو پښو ناست و. سېګرېټ یې څکاوه.  ورپورته شو. نجلۍ ته ن‌ژدې ودرېد. څه یې ورته وویل. ما نه اورېدل. د خځلو له منځه هلک سر پورته کړ. دوی ته یې وکتل. سړی په شونډو کې موسک شو. یوه پایڅه یې پورته کړه. ماشومان رهي شول. ده ورپسې کتل. لاره لکه چې خلاصه شوه زموږ موټر وخوځېد.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

همکار

د دفتر مشر راته وویل زه باید ورسره خبرې وکړم. سخته وه. څه ډول مې ورته ويلي وای. راومې غوښته. سترګې یې خندانې وې. پړونی یې سم کړ، مخامخ راته کښېناسته، نه مې شوای ورته کتلی، خو خبره مې کړه:

-وبخښه دفتر پرېکړه کړې چې له تا سره بل قرارداد ونه کړي.

-نو زه به بې قرارداده کار کوم؟

-نه نور به کار نه کوې؟

په سترګو کې یې اوښکه ورغړېده. پورته شوه. دلیل یې ونه پوښت. څو میاشتې وروسته د دفتر مشر راته وویل:

-په هغې پسې یې هسې تور پورې کړی و، ملامت یې همکار و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کوم یو

لکه یو څوک چې راپسې وي. نه پوهېدم څوک او ولې؟ وډاره شوم. زړه مې ویل ودرېږم. شاته وګورم. خو عقل راته ویل چټک ګامونه واخلم. پښې مې بې سېکه شوې. لکه په خوب کې چې څوک تښتي او پښې ورسره ملګرتیا نه کوي. شاته مې وکتل. یوه هلک راته کتل. زما په لور راغی. زه ودرېدم. مخامخ مې ورته کتل. هلک رانژدې شو. څنګ ته مې ودرېد. یو کاغذ یې راته ونیوه. ترې وامې خیست. په منډه لاړ. په کاغذ کې یې لیکلي و:

-که ملالۍ راسره خبرې ونه کړې زه ځان وژنم.

هلک خپل نوم نه و لیکلی. ملالۍ مې ټولګيواله وه. هغه چې مې خبره کړه ویل یې کوم یو و؟

سیرت او صورت

وراره ته مې د واده خبرې کېدې. له ما سره یې تر نورو ازادې خبرې کولې، راته ویې ویل:

-ترورې! په خپلو خپلوانو کې یې نه غواړم.

د ګاونډۍ لوڼې یې نه وې خوښې، پخوانۍ ټولګيوالې یې ښې نه بللې. سړی په چا مین نه و. شرایط مې وپوښتل، شروع یې وکړه:

-چې په سیرت او صورت ښکلې وي، د مور و پلار درناوی وکړي، تا سره ښه وي ….

د واده په پنځمه میاشت یې کور جلا کړ. دوه کاله وروسته یې د بل واده غوښتنه لرله، راته ویل یې:

-چې په سیرت او صورت ښکلې وي ….

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوښي

معاش یې زیات شوی، کار یې ستایل شوی، خورا خوښ دی. راته ویې ویل چې رستورانت ته مې بیايي. په نوي ښار کې یې رستورانت وموند. له نورو خلکو بېل ځای و. مخامخ راته کښېناست. یوه لور ته دېوال و بل لور ته لاره ګۍ وه. پړونی مې لږ له سره وښوېد. تندی یې تریو شو:

-پټ کړه، سر پټ کړه.

پړونی مې په سیخ په وبښتو پورې بند کړ. د یوه ماشوم غږ مې واورېد. هغه لور مې سترګې واړولې، غوسه شو:

-مه ګوره پردو سړو ته مه ګوره.

لاندې مې وکتل. ډوډۍ راغله. مړه غوندې شوم. لږ مې وخوړه. کور ته چې لاړو په قهر و. ویل یې زه یې په خوښۍ نه خوشالېږم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مرکه

خبریال د مرکې بلنه راکړه. تر ده پورې مې د هو او نه ځواب وځنډاوه. دی راغی. ورته ومې ویل. خوشاله شو. ویل یې څه به وایم. ما ویل خبرې ډيرې شته، یوازې ستا اجازه غواړم. ویې منله. په مخ مې ښکل کړ. مینه مې پرې لا زیاته شوه. مرکه مې وکړه. خبرې مې د خلکو خوښې شوې. زنګونه راغلل. پردو په فیسبوک وستایلم. د نورو مرکو بلنې راغلې. خپلوانو وهڅولم چې ویې کړم. ده زما په ځای ځواب ورکړ:

-زه یې هڅوم چې ورشي، خو دا د دې خبرو شوقي نه ده، او یا به منتظره یې چې بیا یې زه سر ورخلاص کړم او دا خبرې وکړي.

ټولو وخندل. زه هم موسکۍ شوم. د مرکو بلنې مې رد کړې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

احتیاط

په چايو پسې تللې وم. دې په همدې موده کې له دستکوله د سینګار سامان را ایستلی و. زه چې په خونه ورننوتم دې هینداره مخ ته نیولې وه. وروځې یې کتلې. پیاله مې ورته ډکه کړه. ومې پوښتله:

-ښه نو، څه چې ته وویل داسې ښکاري چې ستا هم خوښه وه.

د سینګار شیان یې ټول کړل، د دستکول زنځیر یې وتاړه. په ځای کې وښورېده. پياله یې ورپورته کړه، په ناز ناز یې ځواب راکړ:

-زه خو نو وړه وم، دغه شل کلنه به وم، دی خو نو هوښیار سړی و، احتیاط به یې کړی و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

انصاف

-درته وایم مه یې را یادوه، فاحشه ده.

تندي کې یې نورې ګونځې هم پيدا شوې. پوه شوم خبرې ورسره مانا نه لري.موبایل ته مې وکتل. پيغام یې راغلی و:

-ستړې یم، ذهنآ او روحآ ستړې یم، دا خلک مې نه پرېږدي.

خدای مې یاد کړ. جرئت مې نه پوهیږم له کومه کړ. ورته ومې ویل:

-له چا سره دې سر په سر لیدلې ده؟

سړي داسې راته وکتل لکه اپلته چې مې ویلې وي. غلی شو. لکه چې زما پوښتنه د ځواب وړ نه وه. پورته شو. ما دې ته زنګ وواهه. زنګ ورته خو تیلې فون یې نه اخیست.

یوه میاشت وروسته ده چای څښه، له ماشومانو سره یې لوبې کولې، وریاده مې کړه. لکه تېر هېر یادونه. یوه شېبه یې فکر وکړ، بیا یې ورو ووویل:

-خدای دې خلکو ته انصاف ورکړي، هر هر څه وايي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اورېدل

غرمه وه چې د کور له پاکولو خلاصه شوم. دا څو ورځې مو  د کړکۍ شیشه ماته شوې وه. ولاړم نوې شیشه مې ورته راوړه. خپله مې کېښوده. خوند یې راکړ. فکر مې وکړ لويه توره مې کړې ده. ده ته مې زنګ وواهه. د سلام ځواب یې سوړ و. فکر مې وکړ بوخت دی. ټینګار مې وکړ چې که بوخت وي بیا به خبرې وکړو. ویل یې نه خبرې کولی شي. د شیشې مې ورته وویل. لکه هیڅ چې نه وي شوي. یا یې خبره نه وي اورېدلې. ویل یې نور څه حال دی. زړه مې وخوږېد. بیا مې ورته وویل. دا ځل یې غږ لوړ شو. د ټیلې فون تر اېښودو وړاندې یې وویل:

-وامې ورېدې، یوه خبره شل وارې ولې کوې؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 تړاو

فیسبوک مې په خپل نوم نه دی. باوري وم چې نه مې پېژني. بلنه یې راولېږله. ومې نه منله. څو وخته وروسته یې بیا راولیږله. ځان مې ناګاره کړ. پيغام یې راته ولیکه. ستایلې یې وم. لیکنه یې درنه وه. خوښ مې شو. خو بیا مې هم نه ځواب ورکړ او نه مې یې د ملګرتیا بلنه ومنله. دویم او دریم پیغام مې یې هم ځواب نه کړ. په څلورم پيغام کې یې ښکنځلې راته وکړې. خندا راغله. په سبا یې زموږ کور ته راغی. سپين کالي یې اغوستي و. کتابونه هم ورسره وو. په بحثونو کې یې د فیسبوک شکایت وکړ. ویل یې:

-نور خلک له فیسبوکه ښه ګټه اخلي، زه په کې له نجونو په عذاب یم، پرله پسې د ملګرتیا بلنې راکوي، اوس په دې نه پوهیږي چې زما یې ورسره څه؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوب

پشلمي ته تر نورو مخته راوېښه شوم. خوب زنګولم. نور ویده وو. ډوډۍ مې تیاره کړه، چای مې دم کړ ټول مې ورته راوېښ کړل. په پټه خوله ټولو پشلمی وکړ. د سهار لمونځ وشو. ټول بیرته ویده شول. ما لوښې پرېولل. ماشومانو ته مې د سهار چای جوړ کړ. مازدیګر مې روژه ماتی جوړاوه. سر راباندې ګرځېده. دی له کاره وخته راغلی و. ویده و. د ماشومانو په شور یې سترګې خلاصې شوې. روژه ماتې ته لږ وخت پاتې و. غوسه شو. ماشومانو منډې کړې.

ډوډۍ کې مالګه کمه وه. قاب یې پورې واهه. له ځایه پورته شو. ماخوستن یې په راتلو راوېښه شوم. راته ویل یې:

-خوب ته یې پيدا کړې یې؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کیسه

د ماسپښین لمونځ یې خلاص کړ. کړکۍ ته نژدې کښېناسته. ویل یې ګرمي ده. دباندې مې اوبه وپاشلې ما ویل هوا ماته کړي. کیسه یې بیا شروع کړه:

-ټول یې وایي، که څه خبره نه وي نو ولې به یې هر څوک وايي.

زړه ته مې نه لوېده. د اب او عزت سړی و، نجلۍ هم داسې نه وه چې په سړو پسې دې مړه وي. دې نه منله. راته غوسه شوه چې ولې یې دفاع کوم. غلې شوم. دا هم چوپ شوه. یوه شېبه وروسته یې وویل:

-رښتیا درواغ یې څه کوې، په دې کیسه یې روژه ښه لنډيږي.

په کټ کټ یې وخندل. ورته موسکۍ شوم. هغه نجلۍ او هلک مې سترګو ته ودرېدل.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مور

د الوتکې له پورته کېدا سره سم د غوټۍ چیغې شوې. څنګلورې ښځې راته وویل غوږونه یې دپ شوي دي. ژاولې ورکړئ. غوټۍ ژاوله نه غوښته. بیا یې وویل اوبه ورکړئ. هغه تږې نه وه. غېږ یې غوښته. د الوتکې مېلمه پالې نه پرېښودم پورته شم. ویل یې صبر چې الوتکه یو څه پورته شي او د کمربند نخښه مړه شي.  د غوټۍ پلار غوسه شو:

-غلې یې کړه که نه نو له تا سره به یې له ستوني ونیسم.

لږ وروسته غوټۍ غلې شوه. خوب ورغی. مېلمه پاله ورته ودرېده. مینه یې پرې راغلې وه. خواږه یې ورته کتل. د غوټۍ پلار ورته وویل:

-ته به ښه مور یې.

د هغې سرې کړې شونډې موسکې شوې، سینګار شوې وریځې یې پورته کش کړې. ده ورته وخندل.

خوښي

په حسرت یې زما سترګو ته کتل. ټول مینه مینه و. په ټيټ او ډاډه غږ یې راته وویل:

-راباندې ګرانه یې.

-ولې؟

-ښکلې یې.

-که تر ما دې هم ښکلې ولیده بیا.

-نشته ، نشته بس ته یې.

ومې نه منله. شپږ میاشتې وروسته یې واده وکړ. په ایمیل کې یې راته ولیکل:

-دومره ښکلې ناوې مې ده چې ته یې ګرد ته نه ور رسیږې.

خپله خوښي مې په ځواب کې ورته ولیکله. خو ګومان نه کوم دی مې د خوښي په راز پوه شوی وي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

باور

راته ویلي یې و باور پرې وکړم. ټکنۍ شوم. نه پوهېدم ولې پرې باور وکړم. خو ومې نه پوښت. خپله یې راته وویل:

-په هر څه چې ایمان لرم قسم خورم چې خبرې به مو ترمنځ پاتې کېږي.

ډاډه غوندې شوم. زړه مې ورته وسپاړه. خواخوږی مې شو. لارښود مې شو. نور مې په ژوند کې داسې څه نه و چې دی دې پرې خبر نه وي. د کوږدې مې ورته وویل. هلک مې وروښود. هغه چې په ده هم ګران و. خو نظر یې بدل شو. بد یې پسې وویل. په خبرو کې یې منطق نه و. دوه زړې شوم. هلک له ما مخ واړاوه. کوږده مو پاتې شوه. یوې خورلڼې راته وویل هلک مې د ژوند له هرې خبرې خبر شوی. ومې پوښتله څرنګه؟ ویل یې خواخوږي دې هر څه سپړلي ان هغه چې په ټوکو مې ورته ویلي و. قسم یې رایاد شو. ایمان یې رایاد شو. باور راپاتې نه شو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مطلب

زما لاس یې ټینګ کړ. په مینه یې راته وکتل. د ږیرې سپینو تارونو ته مې یې په ځیر ځیر وکتل. لغړه شوې ککرۍ یې راته وبرېښېده. ډاډه شوم. مهربانه و. خړې بې سیکه شوې سترګې یې زما لېمو ته نیولې وې. خبرې یې بیا شروع کړې:

-هر سړی د باور وړ نه دی. ډېر یې مطبي دي.

غلې وم. ده ته زنګ راغی. زما لاس یې پرېښود. په خبرو بوخت شو. انا مې رایاده شوه. ویل یې په ځوانۍ کې ډيرې پيغلې پرې مینې وې. دا یې هم په مینه کړې وه. مور مې اشاره راته وکړه، ورپورته شوم. په غوږ کې یې راته وویل:

-له نیکه سره دې پام کوه ، مطلبي دی، خپل وراره ته دې غواړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ملگرې

په تندي راپرېوتى پېکى يې د سر په يوې جټکې ليرې کړ. خوله يې خلاصه کړه په هينداره کې يې غاښونه وليدل. په وروځو يې گوتې ووهلې. هينداره چې يې بکس کې کېښوده ويې ويل:
– په درد نه خوړ. کار موندلو کې مې مرسته ترې واخيسته نور نو تر ده هغه مشر لا ښه و.
کړکۍ ته يې مخ واړاوه. دباندې يې شنه چمن ته وکتل.غوږ والۍ يې ښورېده. زنگ ورته راغى. سر يې ورته ښوراوه. خبرې يې نه کولې، ام ام يې درلود. فون چې خلاص شو، تندى يې تريو شو. شونډې يې بوڅې شوې. راته ويې ويل:
– موسسه مو تړل کېږي. هغه لا مشر سړى خارج ته ځي، له هغه بل سره نو اوس کار نه کېږي.
پورته شوه. بيړه يې وه. په اوږه يې لاس راکېښود. اوږه يې راټينگه کړه. چې تله ويې ويل:
– اې ته خو مې ملگرې يې کار راته پيدا کړه ، يوازې مې پرېنږدې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خبرې

خبره  يې ښه راباندې ونه لګېده. غلې شوم. دوام یې پسې ورکړ:

-څوک پام کوي، په هر چا باور نه دی په کار.

پوهېدم چې په هر چا باور نه دی په کار خو ده بیا بیا راته ویل. په خپلې خبرې پښېمانه شوم چې ولې مې ورته ویلي و. ده لکه د زندان امر چې وي خپل زنداني ته یې خبرې کولې. د ځواب هیله یې شاید نه درلوده. ما یې درناوی کاوه. ده پسې وویل:

-تر کله به یې درته وایم.

پورته شوم. غوسه شو. په لوړ غږ یې کنځل وکړه. له خونې ووتم. هیندواڼه مې ورته راوړه. موسک شو پوه نه شوم چې په تودې هوا کې سړې هیندواڼې خوند ورکړ که زما چلند یې خپل بری وباله. زه له کړکۍ سره کښېناستم چې سوړ شمال احساس کړم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خپګان

موبایل ته دې وکتل. ځان دې بوخت کړ. ارږمي دې وایستل، سترګې دې پټې پټې کړې. پوهېدم راته وایې خوب درځي. خو لکه زما اجازه چې دې غوښته. پوهېدم خوب نه دی درغلی. خو درته ومې ويل:

-لکه چې خوب درغی؟

-هو سخت ستړی یم.

پورته شوې. بل ست دې ونه غوښت. پوهيږم له ما خپه یې خو لورېينه دې دومره ده چې په خوله یې نه راته وایې. تندی دې نه دی تریو شوی. غږ دې نه دی پورته کړی. اوس چې په ځای کې هم پروت یې خبره یم چې خوب نه دی درغلی. هسې اوړې را اوړې او یا به هم چت ته ګورې. کاش راته ووایې چې ولې خپه شوی یې، کومه خبره بده درباندې لګېدلې ده؟ نه پوهېږم، پر حافظې زور راوړم خو څه نه رایادېږي. اه له دې درناوي دې تېره یم، مخامخ یې راته ووایه، یوه شېبه خپګان تر دې ناڅرګند حالت ډير ښه دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ازموينه

 سترگې يې سرې وې. ژړلي يې و. له خونې ووته. ورپسې ورغلم. په زينو کې کښېناسته. دواړه لاسونه يې تر زنې لاندې کړل. لاندينۍ شونډه يې په غاښونو چيچله. چمن ته يې کتل. ورسره کښېناستم. په اوږه مې په لاس ورو ورو وتپوله. هيڅ يې نه ويل. بيا يې يوناڅاپه اوښکې وبهېدې. سگلۍ يې شوې. زما پر اوږې يې سر کېښود. په وېښتو کې مې گوتې ورننويستې. ورو ورو مې د دې سر وگراوه. په سر مې ښکل کړه. دې وويل:

– ما ته يې ويلي و له هغې سره بيا خبرې نه کوي، خو بيا يې وکړې.

يوه شېبه يې اوښکې تم شوې. په دواړو لاسونو يې مخ پټ کړ. سړه ساه يې وکښله. راته ويې کتل. موسکه شوه. لکه په خپله ژړا چې پښېمانه شوې وه. ورته ومې خندل. ويې پوښتلم:

–  بخيله يم؟

– نه مينه يې.

سترگې يې زما په سترگو کې ښخې کړې. لکه زما د خبرو صداقت چې معلوموي. ټينگه غېږ يې راکړه. لکه په ازموينه کې چې بريالۍ شوې وي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوب

پشلمي ته تر نورو مخته راوېښه شوم. خوب زنګولم. نور ویده وو. ډوډۍ مې تیاره کړه، چای مې دم کړ ټول مې ورته راوېښ کړل. په پټه خوله ټولو پشلمی وکړ. د سهار لمونځ وشو. ټول بیرته ویده شول. ما لوښې پرېولل. ماشومانو ته مې د سهار چای جوړ کړ. مازدیګر مې روژه ماتی جوړاوه. سر راباندې ګرځېده. دی له کاره وخته راغلی و. ویده و. د ماشومانو په شور یې سترګې خلاصې شوې. روژه ماتې ته لږ وخت پاتې و. غوسه شو. ماشومانو منډې کړې.
ډوډۍ کې مالګه کمه وه. قاب یې پورې واهه. له ځایه پورته شو. ماخوستن یې په راتلو راوېښه شوم. راته ویل یې:
– خوب ته یې پيدا کړې یې؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پوهه

په تندي يې خولې راماتې وې. سپين پړونى يې له سره ليرې کړ. بکس يې ليرې وغورځاوه. په لوړ، له غوسې ډک غږ يې وويل:
– دا نو مکتب شو؟ معلم په خبره نه پوهيږي.
خوب خونې ته ولاړه، مور يې بکس او پړونى پورته کړ. ډوډۍ يې تياره کړه. نجلۍ راغله. جامې يې بدلې کړې وې. په کوربچې ( توشک) کښېناسته. وېښته يې له تندي ليرې کړل. بيا يې غږ جگ شو:
– بينډۍ، بيا بينډۍ؟
شونډې يې بوڅې شوې، شاته شوه. نيکه يې ورته کتل. عينکې يې له سترگو ليرې کړې.
– زويه! معلم تر تا ډير پوهېږي ځکه دې معلم دى او چې کله دې خپله پيسې وگټلې بيا چرگان خوره.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راز

په کت کټ يې وخندل. سترگو کې يې اوښکې راغلې. دواړه لاسونه يې غوږو ته يوړول ، توبې يې واېستې. پورته شوه. څاه ته نژدې يې د وچې ډوډۍ ټوټه وليده. ورپورته يې کړه. په دواړو سترگو يې وموښله ، ښکل يې کړه، لاړه د دېواله په څنډه کې چاک و، هلته يې کېښوده. له څاه يې اوبه راوايستې. مخ لاس يې پرېواى. د گلابو بوټو ته نژدې يې په چمن لمونځ وکړ. لا مې هم ورته کتل ، د خندا په راز يې نه وم پوه.
لږ وروسته يې په توره چاينکه کې شنې چاى راوړې. د څادر په پيڅکه يې غوټه کړې گوړه راوايسته. په خوله کې يې اړوله را اړوله. ومې پوښتله:
– څه ته دې خندل؟
غلې شوه. مخامخ يې داسې راته وکتل لکه نادوده چې مې پوښتلې وي. لږ وروسته يې تندى ورين شو. ويې خندل.
– اې بچو که دومره حافظه واى دلته به ناسته واى؟
خوند يې راکړ. ورسره ومې خندل. د بې غمه ژوند راز يې لکه چې همدا و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اوښکې

نانځکه يې تر تخرگ لاندې کړه. شونډې يې بوڅې شوې. مور ته يې نارې کړې:
– اه مورررررررررې دې ته گوره!
دې ورته وخندل. ورمخته شوه چې له تخرگه يې نانځکه کش کړي. خو ونه شو. ويې ژړل. چيغې يې کړې. مور يې راغله. شور يې جوړ کړ. دواړه يې سپکې کړې. پلار يې په خوبولو سترگو له خونې راووت، چيغه يې کړه:
– دا څه دي، خوب ته مې ولې نه پرېږدئ.
نجونې دواړه په ژړا شوې. مور يې ورنژدې شوه چې کرارې يې کړي. پلار يې په مور گوزار وکړ. ماشومانې غلې شوې. دواړه په خونې ننوتې. څو څاڅکې اوښکې په پوټي پرېوتې وې. څه د نجونو څه يې د مور.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دعا

ور یې ورو ورو وټکاوه. د راتګ مې ورته وویل. سړی راغی. مخامخ کښېناست. دا درې ورځې رخصت و. ږیرې یې په دغو ورځو کې چاړه نه وه لیدلې. د ږیرې ډير وېښته یې سپين شوي وو. زهیر راښکاره شو. یو کاغذي ډبلی یې راته ونیو. سر یې پرانیستی و. کولچې او کېک يې راوړي وو.یو کېک مې ترې واخیست ومې پوښت:

-خیر خو به وي؟

-هو ریس صاحب، د لور مې دي.

-لور دې کوږده شوې؟

-نه وړمه ورځ وزېږېده.

په خبره پښېمانه شوم. په ده خولې راغلې. مبارک مې ورته وویل، دی پورته شو، خبرو یې په غوږ کې انګازې راوکړې:

-دا پنځمه لور شوه، خیرات مو کړی ما ویل ریس صاحبې ته یې راوړم چې دعا وکړي او بل وار له ښه خبر سره راشم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وړې خبرې

له دباندې راغله، مخ یې له ګرمۍ تک سور ښکارېده. سلام یې ونه کړ. غلې وه. ما ویل که ستړې ده. غږ مې پرې ونه کړ. لاړم یو ګیلاس سړې اوبه مې ورته راوړې. داسې یې په سر واړولې لکه تندي په سر اخیستی بنیادم چې د روژه ماتې په وخت اوبه ومومي. په یوه ساه یې تر ستونې تيرې کړې. پښې یې وغځولې. ارامه شوه. راته ویې ویل:

-که مې امتحان کې ښې نمبرې وانه خیستې، کمپيوټر ماتوم، موبایل ورکوم او په کوټه کې ځان بندوم.

سترګې یې داسې خلاصې کړې لکه غوسه چې وي. زه غلې وم. دې خبرو ته دوام ورکړ:

-اخر پیسې مې په دې کورسونو ورکړي، وخت مې ضایع شوی.

نجلۍ په امتحان کې په ښو نمبرو کامیابه شوې وه. خو نور درس یې ونه وایه. موبایلونه یې اوس درې دي او کمپیوټر یې هم نوی اخیستی. وايي ژوند باید په وړو خبرو خراب نه شي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زوروره

-د نکریزو بوی مې نه دی خوښ خو غواړم یې چې په لاس مې ګلان راجوړ کړې.

-که نکریزې ږدې بوی خو به یې وي.

-نه نه، بوی به یې نه غواړم..

په رغوي او د لاس په شا مې ګلان ورجوړ کړل. لاس مې په ټوکر وروتاړه. غږ یې ونه کړ چې بوی په عذاب کړې وه که نه. وروسته ګلانو ته خوشاله وه. راته ویې ویل:

-اختر ته سره کالي غواړم. څه په کې وایې؟

-سره خو د ناویو وي، ته یې څه کوې؟

-ستا یې څه خپل مې زړه خپل مې کار.

غلې شوم. پلار یې وروسته راته وویل:

-له زړه ښه ده، هسې په خوله لږ زوروره ده.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

منطق

هګۍ یې تېره شپه اېشولې وې. سهار وخته راوېښه شوه مور یې ورنګولې وې. وچه مېوه یې له انا اخیستې وه.  وېښته یې ږمنځ و، سترګې یې په رنجو تورې وې. د زرغونه نوي کمیس لمن یې له وچې میوې ډ‌که کړه. په یوه کڅوړه کې یې اېشولې هګۍ واچولې.

د اختر لمونځ خلاص شوی و. دباندې ورووته. چا چې اختری ورکاوه، وچه مېوه یې ورکوله، هګۍ یې ورکولې. چا چې ځوروله تندی به یې ورته تریو کړ، قسم به یې وخوړ چې څکه به ترې ونه کړي.

لس بجې وې چې کور ته راغله. رنجو یې رڼې اوښکې تورې کړې وې. مور غېږ پرې راوګرځوله، ویې پوښتله څه شوي دي. دې ځواب ورکړ:

-لالا وايي لویه ښځه یم. دباندې ګرځم.

انا یې وویل:

-خدای مې دې غاړې نه بندوي دې کې نه لوی اختر کې به پوره د اتو کالو شې.

مور یې سر وښوراوه لکه چې د لالا خبره ټولو ته په ځای ښکاره شوې وه. نجلۍ غلې شوه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ناپاک

ايميل يې راغى. سلام يې کړى و، مودبه پوښتنه يې کړې وه. ځواب مې ورنه کړ. ما ويل مخامخ که يې وليدم مننه به ورته ووايم. په موبايل يې پيغام راته وليکه. بيا هم مودبه و، سلام يې کړى و. ځواب مې بيا هم مناسب ونه باله. په کار کې مې وليد. غوښتل مې مننه يې وکړم. خو ده ځان تېراوه داسې يې ښووله لکه اصلآ چې مې نه پېژني. ونه پوهېدم خبره څه ده. درې ورځې وروسته مې همکارې راته وويل:
– فکر مې نه کاوه چې ته دې داسې يې.
هغه همکارانو ته ويلي و چې زه ورپسې وم خو ده نه غوښتل چې له ناپاکو نجونو سره وگرځي نو اوس نه سلام پرې کوم نه خبرې ورسره لرم.
زه په ډکشنري کې د ناپاک تورى پلټم چې نوى تعريف يې پيدا کړم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پېژندل

مور مې دباندې وتلې وه. ورور مې راغی ویل یې مېلمنې راغلي دي. ورغلم. یوه ځوانه بله د پاخه عمر ښځه وه. نه مې پېژندې. ناست خونې ته مې راوستې. چای مې ورته راووړ. خبرې یې یوه له غره یوه له سمې وې. نه پوهیدم څوک دي او څه وايي. زما د درس او راتلونکي پوښتنې یې وکړې. مور یې وپوښتله. ښه ساعت ناستې وې. ځوانې یې تیلې فون را یوست، غوښتل یې عکس مې واخلي. مخ ته مې لاس ونیو. ویې خندل، هغې بلې یې لاس ونیو. چې ولاړېدلې تر دروازې ورسره ولاړم. ومې پوښتلې:
– وبخښئ، ومې نه پېژندئ.
ځوانې وخندل. هغې بلې په مټ وسکونډلم. موسکه شوه. ویې ویل:
– ډېر به مو ووینې او وپېژنې.
یو کال وروسته یې د زوی واده و خو موږ یې نه و خبر کړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

احتیاط

موټر کې کېناستو،انا ويل صبر. يو خوا بل خوا يې وکتل سر يې وښوراوه، موټر رهي شو. انا مې مور ته وويل:

 – د هلک سر پټ کړه لمر به يې په عذاب کړي.

ما ته يې وويل:

-پړونى دې ونه ښويږي.

 لالا ته يې وويل:

-ﻻرې ته گوره خلک په سر نه دي.

پلار مې ورته وويل :

-له مزله خوند واخله.

 انا په قهر شوه ويل يې تاسو په خپل خير او شر نه پوهېږئ، مازديگر چې راستانه شو انا وويل:

-احتياط نه کوئ.

 پلار مې پټ راته وويل:

-انا مو گرومجنه ده ټوله عمر يې دغه حال و

انا وويل:

-ټول عمر مو پوس پوس وي په خبره مو پوه نه شوم د غوږو مېرات مړي ډاکټر ته مې ولې نه بياياست؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځان

ګرمي یې شوې وه. ساه ساه کېده. په کوچ کښېناسته. په پړوني یې د تندي خولې وچې کړې. کړوپه خوله یې وښوروله. په اشاره یې اوبه وغوښتې.ګیلاس یې په سر واړاوه. راته ویې ويل:

-ټکه لوېدلې، هر څه اسمان ته ختلي.

پلاستیکي کڅوړې ته مې وکتل. ټوکر یې اخیستی و. دې کڅوړه پرانیسته. راته ویې ويل:

-خیاط به څو روپۍ اخلي؟

زوی مې ورته وویل:

-انا ته خیاط څه کوې، خپله یې وګنډه.

-زویه ما چې فېشن پېژانده پلار دې لا نه و پيدا.

ټولو وخندل انا په زګیروي پورته شوه، په وره کې ودرېده تر شا یې وکتل:

-زویه، که ځان خپله ونه نازوئ نور مو نه نازوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بخت

مېلمانه ولاړل. لوښي ټول شول. کراري شوه. لکه له یوه توپانه وروسته چې خاموشي راشي. یو یو بیرته خونې ته راغی. ټولو غوښتل په یادې شوې خبرې څه ووايي خو پيل یې چا نه کاوه. انا وویل:

-یو ورور یې لندن کې دی، بل یې په امریکا کې.

مور مې خبره پسې بشپړه کړه:

-پلار یې دلته د موسسې ریس دی.

ټول غلي شو. لکه خبره چې خلاصه شوې وي. خور مې پوښتنه وکړه:

-خپله دا هلک څه کوي؟

انا سر وښوراوه لکه خواخوږې یې چې وي:

-د هغه بېچاره بخت تړلی دی.

مور مې پسې وویل:

-ځکه خو واده ورته کوي چې بخت یې خلاص شي.

خور مې موسکۍ شوه. زه له غوسې پورته شوم. په خونه کې خندا شوه دوی فکر کاوه چې زه وشرمېدم. خو ودرېدم. په ژړغونې غږ مې ورته وویل:

-زما خپل بخت نور ټاکي زه به د نورو څه خلاص کړم.؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

رښتیا

زوی مې راته ویل که ښکلې نجلۍ دې ولیده ما هېر نه کړې. ومې لیده. شنې معصومې سترګې یې برېښېدې. په سر کړی پړونی یې ماشي و.یوې ونې ته یې تکیه کړې وه. په تیلې فون یې خبرې کولې. ورته ودرېدم. اول یې نه و راپام چې راته ویې کتل سترګې یې برګې کړې، لکه غوسه چې ورغلې وي. ورته ومې خندل. تیلې فون یې بند کړ. رهي شوه.ورپسې کتل مې. شاته یې راوکتل. ودرېده. ورغلم. ومې ویل:

-وبخښه ډېره ښه راښکاره شوې، بله خبره مې نه درلوده.

-مننه ترورې، خو داسې لیدل مې نه دې خوښ.

-ترور دې تر جار شي، یوازې راغلې یې؟

-نه مېړه مې راسره دی.

تر رهي شوم.  دې بیا فون غوږ ته ونیو. سړی مې شاوخوا ونه لید. زوی ته مې کیسه وکړه، هغه هم په فون بوخت و، راته ویې ویل، هسې یې غلطه کړې یې. پوه نه شوم چې څوک به رښتیا وايي؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 زور

مور غوسه وه. شونډې یې بوڅې وې. سر یې ښوراوه. خور مې له خونې ووته. مور ته مې وویل:

-خیر ده لا وړه ده، ښه به شي.

-تر قیامته وړه ده، نورې نجونې په دې عمر ودیږي.

پلار مې راغی. موږ غلي شو. هغه ما ته وکتل. زه غلې پاتې شوم. خور مې خونې ته راغله. په ژړغونې غږ یې پلار ته وویل:

-مور مې وايي پخلی باید وکړم، جامې ومېنځم او کور جارو کړم.

پلار مې په غېږ کې ونیوله. په سر یې مچه کړه. مور مې له خونې ووته. پلار ته مې وویل:

-مور مې ښه وايي، دا کارونه باید زده کړي.

خور مې برګ برګ راته وکتل. له خونې ووته. پلار مې وویل:

-په زور کلي نه کیږي، ورو ورو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بدام ګل

ادې  د تور پړوني په پيڅکه پوزه پاکه کړه. د چایو غوړپ یې سور کړ. سر یې وګراوه. ګوړه یې په غاښ ماته کړه. د زوی خبرې ته یې دوام ورکړ:

-نو بدام ګل زوی مې وايي نجلۍ دې سپينه یې، په غوښو دې ښه پټه یې، په ونه دې دنګه یې، شونډې دې یې د لم غوندې پستې یې، وېښته دې تر نامه اوږده یې

دروازه وټکېده، ادې وویل دغه به بدام ګل ورپسې راغلی وي. زوی مې ورغی په راستنېدا یې وویل:

-مورې، یو تور مخی ، ټیټیکی سړی راغلی، یوه سترګه یې کږه ده.

ادې پورته شوه:

-عمر یې ډېر دی، درته ویل مې بدام ګل مې راغی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستړيا

ستړې يم، وږې يم، سر راباندې گرځي. تنور لا نه دى تود شوى. مېلمانه راغلي چاى ته اوبه نه دې اېشېدلي. زوى مې ژاړي، د لور مې په نس درد دي. خواښې مې زغونځېږي. سخر مې دوه وارې د مېلمنو له خونې راووت. تريو تريو يې راته وکتل.
ماخوستن چې ویدېدم، خوب وتښتېد. له کړکۍ سره کښېناستم. سپوږمۍ رڼه وه. دباندې خاموشي وه. د مېلمنو له خونې مې د سړو د خندا غږ اورېده.
ماشومانو ته مې وکتل دواړه ويده وو. ته راياد شوې. ما ويل کله به راځې؟ د عربو مزدوري دې ورکه شي، ته هلته ستړى يې زه دلته ستا په گټه مړو مېلمنو ستړې کړې يم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سکايپ

ور مې پرانيست. کوچونه يوې خوا ته شوي و، د دېوال د عکسونو ځاى هم بدل شوى و. وچه او لنده مېوه پر مېز اېښې وه. د اوبو بوتلونه هم له شيشه يي گيلاسونه سره داسې اېښي وو لکه مېلمانه چې راځي. د تلويزيون ځاى بدل شوى و. مور ته مې ورغږ کړل. په منډو راغله. ښېرې يې وکړې. خبره معلومه شوه. ليلا دا هر څه کړي وو. مور راوغوښته. داسې راغله لکه هيڅ چې يې نه وي کړي. مور په تروه تندي وپوښتله: –

-دا ولې؟

-د سکايپ لپاره؟

– ولې سکايپ يې څه کوي؟

– د خارج خپلوان بايد پوه شي چې موږ لوکس يوو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

انتخاب

خوشاله وم مېلمانه مو درلودل ما ویل څوک به راسره د پوهنځي د انتخاب خبره نه کوي. د پلار تربور مو له اروپا راغلی و، درې لوڼه یې درلودې. د ډوډۍ پر وخت مې پلار مېلمه ته وویل:

-ښه ډاکټر صاحب نو دا وریرې مې څه درس وايي؟

-درې سره طب وايي.

پلار مې ماته وکتل. مور مې هم تروه شوه. د ډاکټر صاحب له کشرۍ لور مې وپوښتل:

-طب ډير سخت نه دی؟

-بیخي سخت دی خو پلار سړی خپل انتخاب ته نه پریږدي.

مېلمه وخندل. پلار او مور مې هم په خندا شول. پوهېدم له زړه نه خاندي، ما وویل:

-بیا وطن ته راشه دلته هسې هم له طبه فارغ شوي نور کارونه کوي.

-هو په زور کلي نه کیږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تېره زمانه

ترور مې زما له مور سره د خپلې ځوانۍ کیسې کولې. ویل یې درې شپې یې زوم ونه لید. ښځو کوټې ته نه ورپرېښود. ویل هغه وخت به نجونو تر ډېره نه منله چې له واده وروسته له خپل میړه سره ویده شوې دي. د دوی په جدي خبرو کې مې کشرۍ خور ورولوېده:

-نو دا اولادونه یې له کومه کول؟

مور مې خور ته تروه شوه:

-هغه زمانه ستاسو غوندې عشقي نه وه.

-که مو عشق کولی لا به مو څو پيدا کول؟

انا مې وویل:

-سره دې په یاد نه ده چې میینه شوې وه؟

ټولو وخندل، مور مې انا ته وویل:

د ښادۍ شې، خو نجونې دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مزاحمت

ټولګيوالې مې نه له درس سره جوړه وه او نه له کتاب سره، تل به یې ویل پلار یې په وچ زور رالیږي.له ما سره خوږه وه. په امتحانونو کې به ما او یوې بلې خورلڼې ورسره مرسته کوله. دې به ایله دومره نمبرې اخیستې چې کامیابه شي. د خدای کارونه و پلار یې تری تم شو. دې ښوونځی پرېښود او په یوې رادیو کې ویانده شوه. موږ لا ۱۲ نه و خلاص چې د نجلۍ بخت بیداره شو. له راډیو بلې ته او له بلې پسې تلویزیون ته ورسېده. دنیا پرې مینه شوه.  تیلې فون یې بدل شو، ادرس یې بدل شو.یوه ورځ مې په فیسبوک کې د دې پاڼه ولیده. لایک مې کړه او پيِام مې ورولېږه. ځواب یې رانه کړ، دویم او دریم پيغام یې بې ځوابه پرېښود. په څلورم پيغام کې مې ورته غوسه راغله ما ویل، هغه بې سواده یې چې دلته وې. نجلۍ ځواب راکړ:

-وبخښئ، تاسو بې ځایه مداخلت کوئ.

دې به په مکتب کې هم مزاحمت، مداخلت باله.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

امکان

پر مېز يې خپلې تورې عينکې کېښودې.له سره ښويدلى ټيکرى يې سم کړ. د رستورانت پياده ته يې اشاره وکړه، د کبابو قاب يې ورپورې واهه چې له مېزه يې يوسي. د امونو جوس يې وغوښت. ما ته يې وويل:
– د ښځو د حقونو غم که ښځې ونه خوري چاره نشته. سړي ظلم کوي. ساعت ته مې وکتل. راباندې ناوخته کېده. خو دا يې په کيسه کې نه وه. خپلې خبرې ته يې دوام ورکړ:
– په اروپا کې هم سړي له ښځو سره ظلم کوي، هلته د ښځو معاشونه د سړو برابر نه دي.
په موبايل مې خاوند ته وليکل چې له ريسې سره بنده يم. ريسې موضوع بدله کړه:
– زوى ته مې د کانادا بورس پيدا کړى دى، لور مې پيغله ده، هغه نو ممکنه نه وه.
مېړه مې په تيلې فون ليکلى پيغام راولېږه:
– خير دى، ارامه اوسه، له ماشومانو سره زه يم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

درواغ

پلار یې زما د پلار د پوهنتون د زمانې ملګری و. دا ډېر کلونه په امریکا کې اوسېدل. خو چې په اینټرنیټ مو پيدا کړل له ما سره یې ملګرتیا پخه شوه. ما ورته ویل وطن ته راشي. زړه یې نه کاوه. فکر یې کاوه دلته هر څه خراب شوي، امنیت نشته او خلک په رڼا ورځ شکوي. پلار مې هم ډېر ورته وویل. نجلۍ په ګرانه حاضره شوه چې د څو ورځو په مخه راشي. دلته یې په لوړ معاش کار پيدا کړ. مخته شوه. له موږ سره یې پالل ورو ورو کم شول. ویل به یې وخت نه لري. یوه ورځ مې په رادیو کې د دې مرکه واورېده. ژورنالیست ترې وپوښتل چې د امریکا هوسا ژوند پرېښودل ورته سخت نه و؟ دې ورته وویل:

– نه بابا، اصلآ یوه شېبه مې هم فکر نه دی کړی، د وطن له خلکو، ژوند او فضا سره مې ژوره مینه نوره په لینوتب بدلېدله ، مجبوره شوم چې ورته راغلم.

 راډيو مې مړه کړه. ایمیلونه او چټونه مې یې پاک کړل، ما ویل له ځینو خبرو نا خبره ښه یم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نينې

د غنمو لو شوى و، پنډه پنډه غنم يې په پټي پراېښي و. په پټي تگ سخت و، پښې يې خوږولې خو تربره مې ويل داخوند دبيا نشته. صبر و کړه چې سړي د مازديگر لمانځه ته ولاړ شي.
هغوى چې په جومات ننوتل موږ پټو ته ورغلو. ده غنم راواخيستل. کوټه يې کړل. ما اورلگېد ورته کړ. اور بل شو. بيړه مو وه چې له جوماته خلک راونه وځي. ژر ژر مو په لپه کې نينې شوي غنم پوکول او پاکول. يوه خټينه کاسه مې را اخيستې وه نينې مې په هغې کې اچولې. لاسونه مو تک تور شول. جلگې ته ولاړو هلته د اوبو له غاړې د ونو ډډ ته کښېناستو. نينې مو وخوړې. ده راته وويل:
– اې پاس وگوره.
ما پاس وکتل ده مې په گوتو د پوزې سر راتور کړ. منډه يې کړه پسې ورغلم. په کور ننوت. انا مې راته وويل:
– تور مخې زوى ته به مې څه نه وايې.
د نينو کاسه له ونو سره پاتې شوه. تياره وه، له ډاره پسې نه شواى ورتلى. سبا يې غنم ټول کړي و، بيا مې نينې ونه ليدې، په ښار کې د غنمو لو نه و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چاپېريال

ريس صاحب زموږ کور ته راغلى و، مېلمستيا ته يې خبرولو. برېښنا چې ولاړه لالټين مو ولگاوه. خور مې په دېوال راوځړاوه. لږ وروسته برېښنا راغله. په دېوال د لالټين لوگي توره ليکه جوړه کړې وه. ريس صاحب سپين دستمال پوزې ته نيولى و. دېوال ته يې کتل. ويې ويل:
– هوا خرابوي، بوى يې بد دى، چاپېريال ته پام پکار دى.
د دوى په کور کې جرناتور چالانه و. مېرمن يې ويل:
– بې جرناتوره گوزاره نه کيږي، برق په اعتبار نه دى.
شور يې په غوږ بد لگېده. د لوگي بوى يې په سر رادرد کړ. خپله ريس صاحب عطر وهلي و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوند

په مني چې یې مږان لاندې ته حلال کړل لمان یې جلا کېښودل. انا مې یو مازدیګر سپينکي راته پاخه کړل.له تناره راوتلی تازه پاستی کړپنده وه، هغه خوند مې نه هیريږي. ورور مې بیا د لاندې په وچه شوې اوومه غوښه میین و. له تناوه به یې وشکوله په غاښو به یې داسې کشوله لکه تازي. موږ به دی تازي باله. اوس چې دواړه غټ یوو د ده غاښونه نسته او زما فشار لوړ دی. په زیارتو او ډاکټرانو یې وګرځولو. یوه حکیم راته وویل اوږه خوره. ورور ته مې یې ویل مصنوعي غاښ به درته کېږدو. زما اوږه بده ایسي او د تازي کنډاسه خوله. منی دی په کلي کې به لاندي ته مږان تیار وي. په ښار کې د لوی اختر قربانۍ شوي دي. ډاکټر وايي لم ونه خورې. د ژوند خوند ورو ورو راڅخه ولاړ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بل څوک

قهروړې راغله، په کوچ کښېناسته ، مور و پلار ته يې وويل:
– د پاچا گل لور وينئ، داسې يې ټوله يادوي.
پلار يې عينکې له سترگو ليرې کړې، مور يې په ځاى کې تاو راتاو شوه، دې خپله خبره پسې اوږده کړه:
– تر پرونه يې الف بې دلته زده کوله اوس يې وزيران او ريسان صفتونه کوي.
پلار عينکې په سترگو کړې، د کتاب پاڼې يې واړولې. مور يې وزغونځېده، پورته شوه په لمانځه ودرېده. دې تلويزون روښانه کړ، د پاچا گل له لور سره مرکه وه. کانال يې بدل کړ. د پاچا گل د لور په باب رپوټ و. تلويزيون يې مړ کړ. غلې کښېناسته. پلار يې وويل:
– ځه خير تر پردو ښه ده، اخر موږ خو يې پېژنو.
– نه بابا اوس مو والله که وپېژني، کاش بل څوک واى غوسه خو به نه راتله.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ګېډۍ

په هدیره کې د مور قبر ته ولاړه وم. د موټرو شور شو. تورې شیشې یې درلودې. دوړې یې باد کړې. یو سړی ترې کوز شو. شاوخوا یې وکتل. بیا یې ورو د شا یوه دروازه پرانیسته. یوه نجلۍ ترې کښته شوه. په لاس کې یې د سرو ګلانو غټه ګېډۍ وه. سر یې لوڅ و. د اوږدو پوندو بوټ یې په پښو کړي و. داسې رهي وه لکه په خټو کې چې پښه ږدي ، ډاریږي کالي یې خیرن نه شي. یوه قبر ته نژدې ودرېده. د ګلانو ګېډۍ یې پرې کېښوده. ماشومان پرې راټول شول. هغوی ته یې پیسې ورکړې. دا موټر ته ستنه شوه. موټر رهي شو. ماشومانو پسې منډې کړې. ماشومانو ما ته وکتل. موټر ترې تللی و، ما ته راغلل. پيسې غوښتې. خو پر هغه بل قبر د نورو ماشومانو جنګ شو. د ګلانو ګېډۍ یې سره کشوله. دا ماشومان هم پسې ورغلل. ګلان مات مات شول.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

گلاب

 د مور و پلار جنگ مې تل ځوروي، ژړا وي، کنځلې وې، چيغې وې. زړه مې اور اخلي. نه پوهېږم چيرې ولاړه شم. دا چيغې دا شور هغه وخت غلى کېږي چې مېلمانه راشي. د مېلمنو مخته به داسې کراري وي لکه هيڅ چې نه وي شوي. مېلمنو به له کور دباندې پل نه وي ايښى چې بيا شور شي. په حويلۍ کې د گلابو يو بوټى لرو. زه يې پالم. گلان کړي . نن ورغلم، پناه مې وروړه چې د دوى له شوره ليرې شم. فکر مې کاوه دغلته به ارامه يم. خو خور مې راغله راته ويې ويل:

-پلار مور ته وايي دا نجلۍ ولې تل د گلاب بوټي سره ناسته وي

خندا راغله، خور مې خپله خبر پسې بشپړه کړه:

-هغې وويل څه خبر، ميينه شوې به وي ، د يار گلاب به ورياديږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شرافت

 مخامخ را روان و. پوه شوم اوس به بيا راته دريږي او خبرې به کوي. رډ رډ به راته خمار خمار گوري. د سېگرېټو لوگى به کړۍ کړۍ لکه د فلمونو بدمعاش له خولې باسي. تيلې فون مې راويوست ، غوږ ته مې ونيو چې بوخته ښکاره شم. دى راته نژدې ودرېد. مخ مې واړاوه. غوسه راغله. تيلې فون مې بيرته په دستکول کې کېښود. رهي شوم. راپسې شو

– ودرېږه مهمه خبره لرم.

ودرېدم. خو مخ مې وروانه ړاوه. دى رامخته شو. مخامخ يې راته کتل. په ورو او زنگېدلي غږ يې وويل

– په شرافت قسم خورم، واده درسره کوم، څه ياري خو نه کوم.

-ما کوږده کړې ده.

-خير ياري هم بده خبره نه ده، خوشاله به دې ساتم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خبرې

په برېتو کې موسکی شو. اوږې یې سره خلاصې شوې، ټټر یې راووت، له غروره ډک راښکاره شو. د چپ لاس څلور ګوتې یې په وېښتو تېرې کړې. یو ګام یې مخته واخیست، ورو خو په پوره ډاډ یې راته وویل:

-زه د خلکو په کیسه کې نه یم، وايي دي هر څه چې وايي.

رانه لاړ. زړه مې تکیه شو، خپل ډار بې ځایه راښکاره شو، فکر مې وکړ چې د ده په جرئت مې شک کړی و. خوشاله شوم. ماخوستن چې ويده کېدم، فېسبوک مې وکووت. د ده پيغام و راته:

-لطفآ زه چې څه لیکم، ته پرې تبصره مه کوه، خلکو شکونه کړي دي.

دی نه و، زما ټولې خبرې یې له خپل فیسبوکه پاکې کړې وې. خوب لاړ، شپه اوږده شوه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خاموشي

پلار یې د ټولو مخته ورته وویل:

-لورې ښه کورنۍ ده، څه په کې وایې؟

دا غلې شوه. هېڅ یې ونه ویل. کشرۍ خور یې پورې وخندل. مور یې هغې ته غوسه شوه. دا پورته شوه. کشرۍ خور یې وویل:

-پټه خوله رضا ده.

ټولو وخندل. دا خپلې خونې ته ولاړه. کتاب یې راوخیست. په درس یې سر نه خلاصېده. میین ته یې په تیلې فون پيغام واستاوه. د هغه ځواب ژر راغی:

-مور مې یې نه مني، څه وکړم.

دې تیلې فون بند کړ. کتاب یې وتاړه. د خونې څراغ یې مړ کړ، له کړکۍ یې د سپوږمۍ رڼا ته کتل. دباندې خاموشي وه. څه د ویلو نه و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ناپاک

سترگې يې ټيټې شوې په شا يې گامونه واخيستل له خونې ووت. لکه بوت ولاړه وم، ماته شوې دومره چې نور مې د خپلې ماتې درد نه شواى احساسولى لکه د غاښو ډاکټر چې مې ژامه را بې حسه کړې وي او له ويلو يې غورځولې يم.

تره مې راغى خپل ملگرى يې پسې غوښت ورته ومې ويل؛ کاکا لاړ بيا دې نه راځي. څرنگه دې نه راځي لېونۍ شوې؟ تره مې پسې لاړ ما مې له غاړې د ده د ملگري د مچې لندوالى پاک کړ . کاش مې دى پاکولاى شواى.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

واوره

د کړکۍ هينداره تېره اوونۍ ماته شوه. ورور مې په لیندۍ مرغۍ ویشته، هغه خطا شوه، له ونې والوته، ډبره په هینداره ولګېده. هېنداره یې ماته کړه. مور مې غوسه وه. ورور مې منکر و، ما یې هم پلوي وکړه ویل مې نه یم خبر څوک و.

اوس مو په هینداره پلاستیک مېخ کړی. واوره ورېدلې. د ونې څانګې په واورو درنې دي. د حویلۍ د خټینو دېوالونو په سر هم یوه لوېشت واوره پرته ده. د چرګانو د ګوډلي مخته ځای مې مور پاک کړی. له لیرې تک تور ښکاري نوره حویلۍ سپينه ده. زړه مې غواړي ورشم په کې ورغړم.

 دباندې مو نه پرېږدي وايي ناروغه به شو. له دننه ډېر څه نه ښکاري. ورور مې له وېښتو کشوي، ده ته ساعتیری دی، ما خوږوي.  که څه وایم مور و پلار وايي کړپ مه کوئ لوی شوئ خو سړي نه شوئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوږ

راپسې و. لار مې چپه کړه پسې راغى دوکان ته ننوتم دباندې منتظر شو. مخ مې چادرۍ کې پټ کړ گامونه مې گړندې کړل . دى هم چابک شو د کوڅې په يوه کونج کې پټه شوم ده منډې کړې ها خوا دې خوا يې وکتل زه يې ونه ليدم کنځلې يې وکړې په شا رهي شو لا يې هم هيله وه چې وبه مې وينې پښه يې قات شوه ولويد اخ يې کړل،بې اختياره مې له خولې ووتل
اه لالا خوږ خو نه شوې؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

باور

ټکنده غرمه، اوږده دښته، مساپر له موټروانه وپوښتل

-اوبه نه لرې؟

-شته هغه دې دروایې خله

-لږ دي.

-تر تا یې جار

-ته به څه کوې.؟

-اوس تږی نه یم.

سپرلۍ اوبه وڅښلې ټولې یې په سر واړولې. په زړه کې وروګرځېدل ، موټروان سخي نه دی په دې لاره بلد دی حتمآ یې ښې اوبه مخته لیدلي چې دا تودې یې په ما پېرزو کړې. ویې پوښت:

-دلته په لار کې څاه شته

-نه

-رستورانت

-نه

-نو اوبه دې ولې ما ته راکړې؟

-ته تږی وې.

ـــــــــــــــ

په دې تقریبا ټولو کیسو کې ښځه راته غږېدلې. د خپل احساس، چاپېریال، خلکو حال یې راکړی.دا کیسې د ټولو ښځو ژوند دی، ځکه هره ښځه په یو ډول نه یو ډول د نرواکۍ، ټولنې او رواجونو ښکار ده.ډېرو ښځو د نارینه وو په لاس جوړو شویو بتانو ته ګونډې وهلې.د ډېرو ښځو غږ،مخ او خبرې تر څلورو دېوالونو محدودې شوې. ډېرې کمې ښځې د نر په ضد رالټېدلې او د ټولنې له رواجونو یې پښه اړولې.

په« عمر» کیسه کې ښځه له کمکیتوبه تر زړبودۍ د نرواکۍ ښکار ده.په «مخ» کیسه کې د ښځې مخ د نر هویت دی.په «تېر وخت » کیسه کې ښځه ټولنیزو دودونو را ایساره ده.«نظر» کیسه ښځه جادوګره معرفي کوي.«زمانه »کیسه د ښځو له خوا پر نورو ښځو سنتي او منفي فکر دی ایلیف شفق وايي:ښځې د یو بل پر وړانډې ډېر بې رحمه او سختګیره چلن کوي،«بل څوک» کیسه هم د ښځو له خوا بېرته پر ښځو رخه او انتقاد دی، کارا الویل لیبا لیکي:«لومړی باید دا ذهنیت هېر کړو چې ګواکې د بلې نجلۍ یا ښځې پرمختګ  زموږ د ماتې په مانا دی.»

 له بده مرغه په ځینو ښځو او نجونو کې دا فکر شته، دوی د بل بریا خپله ماتې ګڼي. سوفیا نېلسن وايي:«داسې ښځه واوسه چې نورې ښځې درسره پرمختګ وکړي او راپورته شي.»

په «شرافت» کیسه کې واده تر یارۍ مقدس ګڼل شوی.په«خاموشي» او «انتخاب» کیسه کې ښځه د پټې خولې قرباني ده.د خبرې او تصمیم وړ نه ده. شفیقه خپلواک یې «یاغي نجلۍ» شعر کې لیکي:

زه به نو څه یمه چې پرېکړه کوم

له کوره ووځم که په غولي ګېنده؟

په خپلو وچو هیلو اور بلوم

که پسرلی،که لمر زما یې پرې څه؟

«ډارنه» نومي کیسه کې ښځه ډارنه،بې زړه او ضعیفه راته معرفي کوي،لکه مرغه د انسان په وحشي جېل کې بندیوانه!ښځه عاطفي،ډارنه او بې زړه نه پیدا کېږي بلکې عاطفي،ډارنه او بې زړه روزل کېږي.جین ایر لیکي: له ښځو تمه کېږي چې مقاومت ونه کړي،دوی دې چوپې،بې حرکته  او کونج کې ایسارې واوسي.خو دوی هم د نارینه وو غوندې احساسات لري،باید فکر وپالي.»

«پام» کیسه کې ښځه د مېړه رعیت ګڼل شوې.«واوره» نومي کیسه کې نجلۍ ته هره ساه مرګ ده.د کوټې په څلورو کونجو او تړلیو کړکیو کې ایساره،یوه کونج ته غلې! اصلآ خو د ښځو ټول ژوند ایسار دی او دې بند کې نارینه لوی لاس لري! ایرانۍ فېمینسټه شاعره فروغ فرخزاد یې یوه شعر کې وايي:

بیا ای مرد! ای موجود خود خواه

بیا بګشای درهای قفس را

اګر عمری به زندانم کشیدی

رها کن دیګرم،این یک نفس را

ایمل پسرلي په پورته فلش فېکشن کیسو کې د ښځو د ژوند او عواطفو خورا دقیق او رښتینی انځور  وړاندې کړی.دلته یې دا نه دي ویلي چې نارینه او ښځې د ګډ دوښمن ښکار دي بلکې دا راښيي چې د ښځو واک او ځواک  نارینه وو،ټولنې او دودونو سلب کړی.

غواړم خپله موضوع مې په دې راټوله کړم چې ښځو ولې دا هر څه منلي؟او ایا دا باور سم دی که نه چې ګواکې ښځې خوراځاکې دي؟

ښځه له فزیکي اړخه نسبت نر ته لږ کولای شي خپل عصبي او حسي سیستم کابو کړي خو دا ځواک که فزیکي وي، یا حسي او عصبي ترې اخیستل شوی،سیمون دیبووار وايي هېڅ داسې څېړنې نه ده ثابته کړې چې ګواکې ښځې دې تر نر کمزورې وزېږي، ښځه پیدا کېږي نه، ښځه ترې جوړېږي!

 په دې هر څه کې د هغې ښوونې روزنې،چاپېریال او نارینه وو لاس دی.له ښځې یې ځواک اخیستی او واک یې ترې سلب کړی.ښځه په نر تسلط نه لري ،ځکه تجربه یې نه لري چې منطق او دیالکتیک وکاروي.

ښځې نه غواړي تر نارینه وو مقدمې او اغېزمنې وګڼل شي.فیمینزم وايي پلار سرې ټولنې د نر په فایده کار کوي او د نر ګټې تر نورو مقدمې ګڼي نو نتیجه دا ده چې جنسیتي توپیر د ټولنې غلطي ده او پلار سرې ټولنې په ښځو ظلم کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب