تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۹مه) د امریکا کورنیو چارو وزارت فاکس نیوز ته ویلي، د تېرې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ یې د محمد داوود الکوزي په نوم یو بل افغان کډوال هم نیولی دی.
سرچینې ویلي چې، هغه یې پر ټیک ټاک خواله رسنۍ د هغې ویډیو د خپرولو له امله نیولی چې، پکې وایي، “بم یې جوړ کړی او غواړي د امریکا په ټګزاس ښار کې برید وکړي.”
د فاکس نیوز د راپور له مخې، داوو الکوزی د ترهګریز ګواښ رامنځته کولو په جرم محکوم شوی دی.
راپور کې راغلي چې نوموړی هم ۲۰۲۱ زېږیز کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال دغه هېواد ته کډوال شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د رحمن الله لکڼوال په نوم یو افغان کډوال واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د برید په تور نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې لکڼوال د امریکا پر ملي ګارد برید کې شوي ټپیانو څخه یو وژل شوې او یو لاهم سخت ټپي دی.