جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهسپینه ماڼۍ وايي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له کبله د...

سپینه ماڼۍ وايي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له کبله د امریکا ملي امنیت کمزوری شوی

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۹ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په یوه لنډ بیان کې چې په ایکسپاڼه کې خپور شوی، ټینګار کړی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له کبله د امریکا ملي امنیت کمزوری شوی او د هغه په وینا، د امریکا د هماغه مهال ولسمشر جو بایډن د دې وضعیت بشپړ مسوول دی.

د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ ادعا کړې چې د ځواکونو وتل افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو د فعالیت لپاره په “ګرم مرکز” بدل کړی دی.

په بیان کې ویل شوي چې له وتلو وروسته افغانستان بیا د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د داعش خراسان او القاعدې لپاره په پناه‌ځای بدل شوی دی.

ټرمپ له هر فرصت څخه د خپل سیال دیموکرات ګوند او پخواني ولسمشر جو بایډن پر ضد استفاده کوي.

سپینې ماڼۍ څو ځله هغه تحقیقي راپور ته حواله ورکړې چې د امریکا د استازو جرګې د جمهوري‌پالو غړو له لوري د مایکل مک‌کال په مشرۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه جوړ شوی و. د دې تحقیق موندنې ښيي چې د بایډن اداره پرېکړه کړې وه چې له افغانستانه ووځي، حتی که د دوحې له تړون سره سم عمل هم ونه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې تړون د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شوی و.

ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي و چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې غوښتل د بګرام هوایي اډه وساتي، ځکه هغه دا اډه د چین په مقابل کې د ځواک د توازن لپاره ضروري بلله.

خو د طالبانو حکومت چارواکو د بګرام هوايي اډې ته سپارلو په اړه د ډونالډ ټرمپ غوښتنه څو ځلې رد کړې ده. هغوی ټینګار کړی چې هېڅ بهرنۍ قوې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان پر خاوره پښه کښېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب