یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په دې ورځ حسني مبارک د مصر ولسمشر شو

په دې ورځ حسني مبارک د مصر ولسمشر شو

له نن څخه ۴۲ کاله پخوا د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر په ۱۳مه حسني مبارک د مصر د ولسمشرۍ پر چوکۍ کښېناست.

مبارک د ۱۹۲۸ د مې په ۴ مه زېږېدلی او د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۵ مړ شوی دی.

دی له ۱۹۸۱ تر ۲۰۱۱ پورې د مصر ولسمشر و خو د عربي پسرلي په نوم پاڅونونو د واک پرېښودو ته اړ کړ.

د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر پر شپږمه، محمد انور السادات په یوه پوځي پرېډ کې اسلامپالو پوځیانو په ډزو وویشت او مړ شو. د سادات له مړینې وروسته يوه اوونۍ وروسته د اوکتوبر په ۱۴ مه د مصر پارلمان حسني مبارک چې په ۱۹۷۵ کې سادات خپل مرستیال ټاکلی و، د دغه هېواد ولسمشر وټاکه.

دی د مصر څلورم ولسمشر و. حسني مبارک په ۱۹مه پېړۍ کې د محمد علي له واکمنۍ راهيسې د مصر تر ټولو اوږدمهاله واکمن پاتې شوی دی.

دی چې په يو خورا سخت وخت کې واک ته ورسېد، ډېرو د دې اټکل نه کاوه چې چارې دې کنټرول کړای شي او دومره اوږده موده دې په واک کې پاتې شي.

د مصر په قانون کې بايد حکومت د ازادو ټاکنو له مخې واک ته ورسېږي، خو هغه انتخابات چې د حسني مبارک د واکمنۍ په مهال شوي، استفتاء يا نظرپوښتنه بلل کېده، او تل د ښاغلي مبارک په ګټه شوې دي.

ولسمشر مبارک د خپلې واکمنۍ په اړه درې ځله دغه ډول (نظر پوښتنې) کړې دي. په ۲۰۰۵ کال کې چې دی د خپل عمر ۷۷ کلنۍ ته رسېدلی و، د مصر په ولسمشرۍ ټاکنو کې پنځم ځل هم پر خپله څوکۍ پاتې شو.

خو دا ځل د يو نوي ټاکنیز سېسټم له مخې لومړۍ ټاکنې وې چې څو کانديدانو په کې سره سيالي کولی شوه. په مخکينيو پړاوونو کې به مصريانو يوازې يوه کانديد ته د (هو) يا (نه) رايه ورکوله، چې د پارلمان له خوا به پېژندل کېده.

ولسمشر مبارک له لومړيو هڅه کوله چې د خپل سلف انور سادات پر پل پل کېږدي او د هغه د سياسي ميراث تر ټولو مهم اړخ نه کار واخلي چې له اسراييلو سره د سولې بهير و.

که څه هم د دغې ډول تګلارې خپلولو په نړيوال دريځ کې د څرګندېدو لار ورته پرانيسته خو، په کور دننه د توندلارو اسلامي ډلو له خوا د زورزياتي له ګواښ سره مخامخ و.

په ۲۰۰۵ کال کې چې په افريقايي سرمشريزه کې د ګډون لپاره “اديس بابا” ته تللی و، د وژنې هڅه يې وشوه. له اديس بابا نه په راستنېدو ولسمشر مبارک په قاهره کې خبريالانو ته وويل هغوی چې ترهګرو ته پنا ورکوي، بيه به يې ګرانه ورته پرېوزي.

ولسمشر مبارک د ازاد اقتصاد پلوی و، حکومت يې د اقتصادي اصلاحاتو ژمنې کولې. خو مصر بيا هم د بې کارۍ له زياتوالي او هم د ژوند ټيتې کچې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

د ولسمشر په توګه په خپله پنځمه دوره کې محمد حسني مبارک په کوردننه د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو لپاره له مخ په زياتېدونکي فشار سره مخامخ شو. دې فشارونو هغه وخت زور واخست چې په ۲۰۱۰ کال کې پارلماني ټاکنې وشوې او په پایله ې یې د ده ګوند (ملي ګوند) له نوي سلنه زیاتې څوکۍ خپلې کړې.

له دې وروسته ډراماتیک بدلونونو رامنځته شول او د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ میاشتې پر ۲۵ مه د مصر په لر او بر کې پراخ لاریونونو پيل شول. درې ورځې وروسته یانې د جنورۍ پر ۲۸ مه لاریونونه خپل اوج ته ورسېدل او دا ورځ چې د جمعې ورځ وه ( د غوسې جمعه ) ونومول شوه. د دې ورځې په پایله کې پر ګرځېدو بندیز ولګول شو او پوځ ته د هېواد امنیت وسپارل شو.

د همدې ورځې په ماښام ولسمشر مبارک تلویزیوني وینا وکړه او حکومت یې منحل کړ. یوه ورځ وروسته یې هغې غوښتنې ته غاړه کېښوده چې د درې لسېزو واکمنۍ پرمهال یې نه منله، دا غوښتنه د مرستیال ولسمشر ټاکل و. مبارک د استخباراتو مشر تورن جنرال عمر سلیمان د خپل مرستیال په توګه وټاکه او نوی حکومت یې رامنځت کړ.

دې هر څه لاریون کوونکي آرام نه کړل، خو ولسمشر یې غوښتنې هم نه منلې. پايله کې د فبرورۍ پر ۱۱ مه مرستیال ولسمشر اعلان وکړ چې حسني مبارک له واکه ګوښه شو او د هېواد چارې یې پوځي شورا ته وسپارلې.

دوه میاشتې وروسته د لاریون کوونکو د وژنې او د ملي شتمنیو پر لوټ تورن شو او د ده دوه زامنو او د کورنیو چارو د وزیر حبیب العادلي د ده د شپږو نږدې کسانو د محاکمې بهیر یې پیل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب