رڼا د ستورو چښم خیال ویښوم
یـــو لاروی د تــــنهايۍ لـــټوم
په پښتو کي ډېر کم لیکل سوي منظوم او منثور کلامونه یا اثار لرو؛ چي د سوژې له مخي پر ساینس فیکشن، فانتزي، فلسفې او یا هم د متافیزیکي موضوعاتو څخه ډک وي. دا برخه او پوښتنه سړی لا هم دې ته هڅوي، چي دقیق او کره تحقیق غواړي؛ خو داسي هم نه ده، چي په پښتو کي دي د ساینس فیکشن او فانتزۍ برخه افغانانو پخپله ژبه او ادب کي هېره کړې وي، بلکي په یو ډول نه یو ډول ئې اشاره ورته کړې ده. تر هر څه وړاندي دا غوره نمونې په پښتو لنډۍ کي وینو چي:
اسمان ته لار د ختو نسته = لیلا مجنون په عاشقۍ ختلي دینه،
زه د جانان دیدن ته ځمه = خداي دي رالنډ کړي دا د مځکي تناوونه،
اسمان کي ستوری سوې ځليږې = نه د رختی سم نه می زړه صبر کوينه،
…
د پښتو مخکښ او نابغه حضرت خوشحال بابا تر هر بل شاعر دې برخي ته پام سوی دی، او د پښتو منځنۍ دورې را وروسته بیا په معاصره دوره کي معاصرو لیکوالو او شاعرانو لږ پام ورته کړی دئ. څو نمونې ئې د بېلګي په ډول راوړو، چي اصلي موضوع سره تړاو لري:
خوشحال بابا وايي:
هنر جوهر راوړه د لويۍ ستوری – که دادې نسته، ته يې کمزوری
د ارواښاد الفت اشاره:
که يو په ځمکه بل اسمان کښې اوسي – ځمکې ته ستوری د اسمان راولي
غني خان وايي:
ستوری اؤ نمر اؤ رڼا اؤ هوا – هر يو ئې لاس کښې نيولے دے
ملنګ جان بیا داسي اشاره کړې ده:
… تاسې ګورئ دې دنیا او دې جهان ته
دې کوښښ او دې غیرت او دې وجدان ته
خیال لري چې په سپوږمۍ کې وداني کا
همداسي د ملي هینداري په نکلونو کي د زبزباني شاپيرۍ، د جلات خان او محبوبا یا هم خپله د فتح خان او رابیا نکل کي هند ته له هلمند څخه د غښو ویښتلو صحنه سازي، ځیني نور نکلونه،… په ناولونو کي د نیمه خوا ارواښاد نصیراحمد احمدي جوجو، رنګه غوږونه، او تازه د نوموتي شاعر او لیکوال پيرمحمد کاروان (شنه غمي والاجلکۍ)،… او تازه په تازه د یوه بل ځوان (محمداحسان علي) لنډه کیسه، چي عنوان دی (۲۰۵۰) ،… دا او دې ته ورته بېلګي ښايي نوري هم پيدا سي؛ خو ما ئې یادي لوستي او لیدلي دي، چي د ساینس فیکشن او په ځینو کي د فانتزۍ څرکونه سته.
هر انقلاب په خاص ډول د ساینس او صنعت انقلابونو د انسان شعور، هنر، ادب او فکر ویښ کړی دئ، چي په دې سره فکري او ذهني سطحه لوړه سوه. خیال او فکر ته ئې د اسمان د ختلو او هلته ګرځېدلو ذوق او تنده پيدا کړه، چي په دې سره نه یوازي د نړۍ ادب بلکي پښتو ته ئې هم لاره وکړه، چي په دې سره د ادبیاتو د معاصري دورې د اووښتون د پړاو شاعري “پروین ملال” ملا وتړله او په شعرونو کي دا طلسم اغلې پروین ملال مات کړی دئ، راځئ چي څو مثالونه ئې بیان، تحلیل و تفسیر کړو. لومړۍ نمونه ئې:
په کوم یو ستوري کې قدم وهي؟
چې اسمان شین شو
مات وزرې مرغۍ
کړکۍ ته راغله خپل زخمونه د کړکۍ د ښیښې
په انعکاس کې ګوري
پر وړو سترګو یې د درد درنې څپې راځي
اوریځې واغونده
د باران څاڅکو ته
تړم ملهم ورکړه
مځکه خوږیږي مرغۍ تنده ګالي
ګلونه ټول بې رنګه شوي دي
د رنګ او نګهت، رنګینه ساه غواړي
په کوم یو ستوري کې قدم وهي؟
چې ږغ مې اورې که نه؟
خیال دې راولیږه
چې ورځې د سپېدو په ګلابي سیند کې
د څپو شونډې ښکل کړي
د بڼ انګور خواږه شي
د تاک شنې لپې
د حیات د اوبو ډکې شي
شراب راوړي
د انار شونډې خونابې شي
د بڼ ټولو څانګو، څانګو باندې
د کلي ټول ماشومان
د پاڼو، پاڼو په شان
خپلو لاسونو ته کیسې د سرو غمیو وکړي
نجونې پر شونډو د انارو د بڼ
سره، نمکین، خواږه خوبونه نقش کړي
بابا خوشحال شي
څو خواږه، خواږه لفظونه
د ابۍ د سیوري، څنګ ته تیر شي
بنجارۍ راشي پلنډه ډکه
د لونګ او سرو مرجانو راوړي
د رنګریز خم کې رنګیني
د وصل خوب وویني
په کوم یو ستوري کې قدم وهي؟
د اسمان سیند دې وړانګې، وړانګې
د څپو بیړۍ کې سمندري ښاپیرۍ
درومي مزلونه وهي
ډکه ټوکرۍ د سپینو، سپیو مرغلرو
او الماسو راوړه
شهسوارانو نجونو د سپینو وړانګو په لټون
ځنګل کې لار ورکه کړه
لارې کنګل نیولي
د غرني بادامو ونې
د بهار په انتظار ستړي شوي
په کوم یو ستوري کې قدم وهي؟
په کوم یو ستوري کې قدم وهي؟
۲۰۲۵ / ۱۱ / ۱۰
په لوړ شعر کي؛ په کوم یو ستوري کي قدم وهي؟ د اسطورو یا له طبعیت څخه د لوړ خیال په څرګندولو سره شاعري ته په ستورکي قدم وهل ولي ساده ایسي؟ ځکه کله چي انا یا هم مور ماشومانو ته د شپې تیاره کي کیسې او نکلونه وايي، نو یو ماشوم د ستوري پوښتنه کوي چي دا چیري دي او څنګه داسي ځلېږي، د انا یا مور یا هم بل چا غیری شعوري جواب دا وي: څوک چي مړ سي نو هلته لیري په اسمان کي ستوری سي، او نور هلته ژوند کوي. داسي سوالونه په ذهن کي ځای نیسي او د دې لپاره چي هلته ستوري ته په یو چا پسي ولاړ سي او یا یې دیدن وکړي؛ نو اسمان ته لار د ختلو نه وي او یا هم له خدایه د مځکي د لنډېدو دعا کېږي او یا هم … داچي هر څه مخکي نه ول اوس ساینس او صنعت دغه لاري خورا لنډي کړي او ممکن کړي ئې هم دي، هر څه ممکن دي، هم قدم په ستوري کي وهل او هم له هغه ځایه خیال رالېږل.
د پروین ملال یو څوک چي البته ډېر پخوا اسمان ته پورته سوی او هلته اوس ژوندی دئ، یا داسي دا شاعره احساسوي، چي هلته ګرځي او قدم وهي، البته هغه د باران په سمبول کي راڅرګندوي؛ خو دا چي احساس او روح ورکوي او د اورېدو او لېدلو حس ورکوي دا جالبه او په زړه پوري ده. په کوم یو ستوري کي قدم وهي؟
پروین غواړي چي ددې اواز، البته هغه د زړه ږغ هغه قدم وهونکی شخص واوري، هغه خپل خیال ورته راولیږي او دا خپل خیال او تصویر په لوړ شعر کي ورته انځوروي او لیږي. په ذهن کي اول انځور تر فکر مخکي راځي؛ نو شاعره د سمندري شاپيرۍ په واسطه دا حال تر ستوري تر هغه قدم وهونکي پوري رسوي. د خپل انساني درد لپاره چي دې درد شاعره ئې په فکري کشمکش کي اچولې ده، غواړي لټون وکړي او دا پرلپسې جستوجو کول ئې په هغه ورکي پسي دئ. چي نه ئې خیال ویني، نه ئې ږغ اوري او نه د شاعري ږغ ور رسيږي؛ نو هغه عناصر انتخابوي، لکه په شفاهي ادبیاتو کي چي ښځینه شاعرانو په لنډیو کي انتخاب کړي دي.
په پښتو کي لنډۍ اکثریت د ښځو له لوري د بې وسۍ، ناانډولۍ، بې عدالتۍ او بې کسۍ څخه ویل سوي دي، چي د هغه پټ درد بیان ئې د لنډیو، کاکړیو او نارو کي کړی دئ، ځکه لنډۍ د پښتني ټولني او په خاص ډول د ښځینه وو د ژوند هغه رښتینې هینداره او د ویلو ستره وسیله ده، چي له دې څخه قیاس خورا اسانه کېدای سي، چي ښځینه قشر په دې نرواکي ټولني کي څومره د مطلومیت، عدم استقلالیت او پښتني غیرت نمونې دي؛ نو په همدې اساس په لوړ شعر کي د زخمي مرغۍ ټپونه د انسان د داخلي زخمونو استازیتوب کوي. شاعر د درد او انکار پر ځای د هغه پر معرفت ټینګار کوي او خپل ځان د زحمي مرغۍ په څېر ښيي، دلته نو هغه د خپلي بې وسۍ لکه په لنډیو کي چي ښځينهوو خپل پټ دردونه، حالونه او احساس و عاطفه بیان کړې ده، شاعره له همهغه سي ښځینهوو څخه یوه ده.
په ذکر سوي شعر کي شاعري عجب خوندور سمبولونه او رنګونه کار کړيدي: مرغۍ، ښاپیرۍ، کړکۍ، باران، شهسواران، اسماني سیند او سپیني مرغلري…، چي هر سمبول ئې له ستوري سره د ارتباط خورا جالب تناسب بیانوي، مرغۍ هم له اسطورو رانیولې تر معاصري شاعرۍ د پیغام رسوونکې وسیله او د تماس نیولو سمبول دی، ښاپیرۍ خو مو نه یوازي په مذهبي کیسو کي د پیغام راوړونکی مخلوق بلل سوی دئ، بلکي له کوشنیوالي مو په ذهن کي دا ثبت سوې مسئله ده، چي یوازي همدا مخلوق هلته تللای او راتللای سي.
سپوږمۍ وه ما لیدل راځنځېدله په کړکۍ کي
ما غېږ کي رانیوله خندېدله په کړکۍ کي
د کړکۍ څخه د هغه ځای ننداره یا د هغه ځای سره خبري او یا د خیال لېږولو او اروېدلو هېنداره ده، چي تماس کي له اسمان یا ستوري سره نیول کېږي؛ نو له پټ ځای څخه باید داسي ځای وي، چي ستا تمرکز زیات کړي. باران له همهغه ځایه تر مځکي رارسېږي او د دې ځای له مخلوق سره تماس نیسي هم له ځان سره احساس، الهام، یادونه او تصویرونه او هم په مانوي لحاظ زخم ته ملهم او کرني ته وده راوړلای سي-(په باران مځکه ابادېږي – نادانه یاره زه په تا اباده یمه).
اسماني سیند او سپيني مرغلري بیا د شاعر داسي سمبول دئ، چي په ځینو سیارو او ستورو کي د اوبو څرکونه ساینسپوهانو موندلي دي. مرغلري، صدف یا جواهرات زموږ له اسطورې رانیولې بیا تر افسانو کیسو او شاعرۍ، چي د ماهي په نس یا هم سمندرونو کي د مرغلرو په لټه هڅي کېږي.[چي غوټې پسې وهې په لاس به درسي چا ویل چي په دریاب کي ګوهر نسته.] شاعري په هر سمبول یو داسي کار کړی دئ، چي د ستوري او مځکي انسانانو تماس همیشه فعال او خورا چټک، اسانه او د هر چا لپاره وي، شاعري نه یوازي په تناسبوالي بلکي په ښایستوالي او تاریخوالي سره هم ښه منظم او سم سمبولونه راوړي دي-ممکن هر څه په راتلونکي کي نور هم ممکن سي.
بل لوري ته شاعري طبیعت ته د انسان روح ور دننه کړې ده، تاسو وګورئ-( د مځکي خوږېدل) دا مانا چي مځکه هم خوږېږي هم رنځېږي او هم مځکه یو وخت پيدا سوې او یو وخت به مري، جالبه نقطه نه ده؟ ښايي د ټولو دا پياد وي، چي مور او یا هم اناګانو به ویل چي پخوا هرشي خبري کولې، غرونو، حیوانانو او نباتاتو؛ نو د مځکي خوږېدا یا خوږېدل، نه یوازي موږ د هغه اسطورو او افسانو سره تړي، بلکي مځکي ته روح ورکول، احساس ورکول، د یو فنکار کار دئ، چي شاعري دا کار خورا په هنریت او شعریت کړی دئ.
شاعري نه یوازي د پټو رمزونو او کوډونو ټولګه دلته بیان کړې ده، بلکي د رنګونو جالبه دسته او تناسب ئې هم جوړکړی دئ، سره رنګونه ئې عجب سره پېیلي دي، سور انار، سره مرجان او سور غمی یا هم شراب، او بیا وینه، مینه ژوند او خوږوالی ئې سره تړلی او غوټه کړی دئ، یا د شنه رنګ عناصر لکه د تاک رنګ، د اسمان رنګ بیا د هیلي، ودي یا نمو او ژوند کولو په مانا تعبیروي. همداسي بیا سپین رنګ څخه سپیني مرغلري، سپيني وړانګي او سپيني ښاپیرۍ تعبیر بیا د پاک ژوند، د خپل معصومیت، سادګۍ یا ګوشهنیشنۍ او روح سره تړي، چي په دغه استعارې، تشبیې، کنایې او تصویرونو و رنګونو باندي د یوه بل ستوري مخلوق ته د خپل ستوري یا سیارې کیسه په سمبولونو، رمزونو او کډونو سره بیانوي.
ښايي ځينو شاعرانو ته هوا، وریځ، باران، واوره، غر، چینه یا ګودر او اوبه، یا هم د پسرلی او خزان رنګونه او موسمونه الهام، پرواز او څه ویلو او لیکلو ته هڅوي؛ خو د ستورو سره د تماس شاعره باران او د باران څاڅکي له یادونو او الهامونو سره تړي او ښايي د شاعري د ژوند ډېر وختونه هلته تېر کړي وي، چیري چي باران وي، او د باران څاڅکي له آسمان سره د تماس احساس را ژوندی او ګړندی کوي. په دې سیر نه پوهېږم؛ خو د شاعري په څو نورو شعرونو کي باران، اسمان او ستوري داسي بیان سوي دي، ممکن زه ئې د شاعري موتیپونه وبولم:
په (کور ته راستون سه) شعر کي:
غروب د شپې سندري
د ځوان ماښام په مدرسه کي لولي
سپوږمۍ او ستورو، واړه
د لاجوردي اسمان په سپینو چېنو، شونډي ایښي
د تېري ورځي د لمرین جام،
وروستي څاڅکي زبېښي
یو څوک سندره وايي
ږغ ئې د ځوان ماښام تبجني وږمې
پخپل وزرو اخلي
بیا ئې د لويي بیدیا غېږ ته سپاري
شعر ترپایه،
له ستورو سره سروکار، خوبونه او خیالونه او یا تماس او احساس داسي یو حالت زېږوي، چي د هغه سیارې او خپلي سیارې وختونو ته لا هم پام اوړي او فانتزۍ یا د ټایم ټراولر یادونه او څرګندونه هم کوي، او وايي که دلته وي زمان تم سوی. مانا دا چي زمان تم وي او ته بیرته راسې او زه ټول څه خوب وګڼم او ستا د تګ او اوږدې مودې داسي احساس وکړم، لکه د یوه خوب، د یوه ګړي، د یوې شیبې په څېر. چي کلونه کېږي نه دی ږغ اورم او نه دي خوږه وږمه احساسوم، ګوندي ستا ږغ او تصویر دلته دواړه په یوه کونج کي پاته وي، شاعره بیرته دلته بیا ساینس فیکشن ته ننوزي او وايي چي ستا د ږغ ستا د ښکالو او ستا د نغمو وږم راټول کړم. څه وخت مخکي ساینس پوهانو پر دې موضوع کار کاوه، چي ټول ږغونه د ټولو انسانانو په فضا کي ثبت پراته او خپاره دي، ښآيي یو وخت هر څه ثابت سي او د تصویر خبره د ساینس فیکشن برخه ګڼم ممکن ددې پیړۍ وروستیو کي دا هڅه هم وسي یا نه؛ خو د شاعري وړاندوینه په رمز او کوډ کي جالبه ده، تاسو ئې لاندي شعر ټول ولولئ:
که چیري دلته په کوم ګوټ کي وي
زمان تم سوی
که چیري دلته وي شمال شل سوی
که چیري دلته
ستا د ږغ ستا د ښکالو
نرمي نغمې وي پاته که چیري دلته ستا د خوږ وږم وږمې وي پاته
ټول شعر ترپایه
٭٭٭
ځيني بیتونو کي د ستورو سره د تماس او احساس نمونې:
د ستورو کاڼي مي مینځل بڼو کي
ګرېوان ته لار نه کېده چاره نه وه
غزل تر پاته
٭٭٭
خپور په خیال کي مي د ستورو تبسم دئ
که پولۍ مي د زړهګي رڼې ماښام دئ
غزل تر پایه
٭٭٭
د اسمان ستوري سول رخصت برايي
چي زما اوښکو ګرېوان تر ونیوئ
٭٭٭
په دې تنکیو ګوتو کي مي ستوري په نڅا دي
چي ستا د لاسو نقش مي د لاسو پر سر ښکاره سو
٭٭٭
ستا د خیالو یوه ادا چي سوه د ستورو لپي
موږ په تڼاکو رخسارونو تر آسمانه درومو
٭٭٭
ته د ستورو شهنشاه ئې زموږ شپې دي سوې مینځیاني
د سپوږمۍ پياله په شونډو د تیارو پر څوکو پل ږدو
٭٭٭
په دې تنکیو ګوتو کي مي ستوري په نڅا دي
چي ستا د لاسو نقش مي د لاسو پر سر ښکاره سو
٭٭٭
سپوږمۍ تبجنه ستوري نه موسېږي
وچي وریځي په کرار تمي دي
د جدايي کلونه شعر ئې همداسي یوه زبردسته نمونه ده،
په ټوله کي ویلای سو، چي د شاعري لوړ شعرونه د پښتو د معاصر آزاد نظمونه او غزلي د خونده ډکي او قوي بېلګي دي، چي پکښي د درد او وصل فلسفه پرته ده، چي پکښي د طبیعت رنګونه او خوندونه مالامال دي، چي پکښي د اسطورو او افسانو کیسه بیان سوې ده، چي پکښي د روحاني جستوجو عناصر په یو ډېر ښایسته انځوریز نظام کي سره نښلول سوي او اوډل سوي دي، چي د ترکیبونو ازادي، د سمبولونو کثرت او په حسن تکرار سره ئې موسيقي رامنځته کړې ده. او شاعري د خیال عمق یا ژورلید او پورته د ځینو کوډونو او رمزونو استعمال او کارونه ئې زما په نظر د شاعري ځانګړی سبک بللای سو، لکه ټاګور چي د (ګیتانجلي) کي د یو روانتیک او روحانیت یادونه او لټون یادوي یا راوړي. پروین همداسي په لوړ شعر کي د یوې هستۍ په لټون پسي راوتلې ده، او ژور لید ئې او فکر ئې لوړ معیار ته اماده کړې ده، یا په بل عبارت چي پروین د طبیعت د پټو رمزونو لکه د بیدل د ستوري، باران، ښاپيریو، آسماني سمندرونو، د تاک او انګور له رنګونو، د شرابو او انارو له خوندونو مانا پيداکوي او تولیدوي.
د معاصري او ژوندۍ شاعري پروین ملال شعرونو کي داسي ډېر کوډونه او رمزونه خورا په پېخر پټ دي، چي شنل، چڼل او میزان و بیان غواړي، د زمان او مکان سره تناسب او محاسبه غواړي، ځوان کره کتونکي او محصلان ئې د معاصرو شاعرانو او لیکوالو پر ځانګړنو، سبکونو او فکر و خیال خورا درنې څېړني او دروېږني کېدای سي. شاعره په ستورو کي قدم وهي او د ستورو سره نه یوازي د ځان تماس جاري ساتي بلکي دا نړۍ او هغه نړۍ سره پېيي زموږ خیال، فکر او احساس له ستورو او هغه مخلوق سره تړي؛ نو دا شاعره دي وي او کلام دي ئې جاري وي.
شپه ده او زه یمه سپوږمۍ لټوم
ستوري مي غېږ کي دي کوکۍ لټوم
رڼا د ستورو چښم خیال ویښوم
یو لاروی د تنهایۍ لټوم