پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهعراقچي: ایران او امریکا د جمعې په ورځ په عمان کې خبرې...

عراقچي: ایران او امریکا د جمعې په ورځ په عمان کې خبرې کوي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۶ مه) د ایران او امریکا د مذاکراتو د لغوه کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون (چهارشنبه) په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به د جمعې په ورځ، د سلواغې ۱۷مه، د سهار په ۱۰ بجو د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.

همداراز، رویټرز خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله تایید کړې چې د امریکا او ایران خبرې به د جمعې په ورځ په عمان کې وشي.

اکسيوس امریکايي ویبپاڼې تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې امریکایي چارواکو د ایران هغه غوښتنه رد کړې وه چې د جمعې لپاره پلان شوې مذاکرات دې خپل ځای بدل کړي. ټاکل شوې وه چې دا خبرې په لومړي سر کې د ترکیې په استانبول ښار کې وشي.

اکسیوس د دوو امریکایي چارواکو په حواله لیکلي و چې واشنګټن پرېکړه کړې وه چې ټاکل شوی ځای بدل نه کړي، او که ایران اصرار وکړي د خبرو د لغوه کېدو نښه به یې وبولي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر له اعلان وروسته، د اکسيوس خبریال باراک راوید وویل چې لږ تر لږه د سیمې ۹ هېوادونو د ډونالډ ټرمپ له حکومت څخه غوښتي وو چې د جمعې ورځې مذاکرات لغوه نه کړي، او واشنګټن هم له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده.

ټرمپ: د ایران د اسلامي جمهوریت مشر باید ډېر اندېښمن وي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې (دلوې) ۱۵مه، وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر «باید ډېر اندېښمن وي».

هغه له این‌بي‌سي نیوز شبکې سره په مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران رهبر باید اندېښنه ولري، وویل:
«زه وایم هو، هغه باید ډېر اندېښمن وي، حتماً باید اندېښمن وي. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، هغوی دا مهال له موږ سره په خبرو بوخت دي.»

ښاغلي ټرمپ همدارنګه وویل چې ایران د امریکا له بریدونو وروسته د یوه نوي اتومي سایټ د جوړولو لټه پیل کړې وه.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه:
«هغوی غوښتل د هېواد په بله برخه کې یو نوی سایټ فعال کړي. موږ له دې موضوع خبر شوو، او ما وویل که تاسو دا کار وکړئ، نو موږ به له تاسو سره ډېر بد کارونه وکړو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...