Homeخبرونهنایکي به د اروپا د ۲۰۲۷ د اتلانو لیګ د توپونو رسمي...

نایکي به د اروپا د ۲۰۲۷ د اتلانو لیګ د توپونو رسمي چمتوکوونکې وي

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) د اروپا د فوټبال اتحادیې (یوفا) د نومبر په ۱۶مه، دوشنبه، اعلان وکړ چې امریکايي شرکت نایکي به د ۲۰۲۷ـ۲۰۲۸ فصل له پیل څخه د اډیډاس پر ځای د اروپا د اتلانو لیګ د سیالیو رسمي توپونه برابروي.

دا تړون د جرمني شرکت اډیډاس ۲۶ کلنه همکاري له دې سیالیو سره پای ته رسوي.

نوی قرارداد تر ۲۰۳۱ کال پورې اعتبار لري او د اتلانو لیګ ترڅنګ، د اروپا لیګ، د کنفرانس لیګ، د اروپا سوپر جام، د یوفا د ځوانانو لیګ او د اروپا د فوټسال اتلانو لیګ سیالۍ هم رانغاړي.

د دې قرارداد له پلي کېدو سره به په لومړي ځل د یوفا د نارینه‌وو د درې واړو مهمو کلبونو سیالۍ د یوه شرکت له خوا جوړ شوي توپونه وکاروي.

«اتلتیک» خپرونې د خبرو سرچینو په  قول د دې قرارداد ارزښت په کال کې شاوخوا ۴۵ میلیون ډالره ښودلی دی. خو یوفا او نایکي تر اوسه په رسمي ډول د قرارداد مالي ارزښت نه دی اعلان کړی.

دا قرارداد د یوې سیالۍ‌محورې داوطلبۍ له لارې شوی دی. داوطلبي د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې د «UC3» شرکت له خوا پیل شوې وه، چې د یوفا او د اروپا د فوټبال کلبونو د ادارې ګډه سوداګریزه مجموعه ده. په دې بهیر کې د «ریلېونټ فوټبال پارټنرز» ادارې هم همکاري کړې وه.

اډیډاس له ۲۰۰۱ کال راهیسې د اروپا د اتلانو لیګ د رسمي توپونو د برابرولو مسوولیت درلود. د ستورو په بڼه د دغو توپونو مشهوره طرحه د اروپا د فوټبال په یوه پېژندل شوي سمبول بدله شوې وه.

بل لور ته، نایکي چې د اډیډاس له همکارۍ وړاندې یې هم د اتلانو لیګ لپاره توپونه برابرول، له څه باندې دوو لسیزو وروسته بېرته دې سیالیو ته راستنېږي.

د نایکي د فوټبال څانګې مرستیال مشر او عمومي مدیر کامیلو اندرادې د دې قرارداد هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه شرکت د اتلانو لیګ ته پر بېرته راستنېدو خوښ دی. نوموړي زیاته کړې چې نایکي غواړي د نوښت، کیفیت او د لوبغاړو اړتیاوو ته په پام، د دغو سیالیو دود او اعتبار هم وساتي.

د UC3 شرکت یوه اجرايي مشر جې لوران اپسټین هم ویلي چې له نایکي سره همکاري د اروپا د کلبونو په فوټبال کې د کیفیت او نوښت د لوړولو لپاره نوی فرصت برابروي.

دا قرارداد په داسې حال کې شوی چې نایکي د پلور د ودې له کمښت او د خپلو محصولاتو د نوښت د ورووالي له امله له نیوکو سره مخامخ و.

ځینې شنونکي باور لري چې له یوفا سره دا همکاري د نایکي سوداګریز دریځ پیاوړی کولی شي، خو یوازې دا قرارداد به د دغه شرکت ټولې اساسي ستونزې حل نه کړي.

یوفا ویلي چې د نویو توپونو د طرحو او بڼې جزئیات به په راتلونکي کې اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...