Home+د دخول خروج او مخنیوي شعبه | اسدالله بلهار

د دخول خروج او مخنیوي شعبه | اسدالله بلهار

    « زه نه کږې خبرې کوم او نه مې له کږواو پیچلو خبرو سره جوړه ده. کلیوال سړی یم. صفا او سپینې خبرې مې خوښیږي. هغه د چا خبره، سپین خدای سپین یې میړونه.»پورتنۍ خبرې زموږ د نوي رئیس صاحب له خولې راووتي.

زموږ نوی رئیس صاحب  خورا جدي سړی دی. دا خبره مې د ده له راتګ څخه وړاندې هم اوریدلي وه.

بله تر ټوله خوندوره خبره یې لا داده چې  نوموړی ډیر ابتکاري یا نوښتګر سړی هم دی. له بلې خوا یوه ښیکړه يي دا هم ده چې تر خپله وسه پورئ هڅه کوي د هغوو مدیریتونو، شعبو او د فترنو نومونه هم په خپله سوچه ژبه باندې ونوموي چې یا یې نومونه په انګلیسي دي او یا یې هم د خلکو له پاره یې د نومونو په پوهیدو کې ستونزه وي.
پرون یې د اونۍ اداري غونډې کې برخه واخیسته. کومه غونډه چې هره اونۍ به د دوشنبې په ورځ جوړیده. هغه لومړی د رسیبشن یا معلوماتو د شعبې د نوم په اړه هر اړخیزه وینا وکړه بیا يي وویل: له دې وروسته به دا شعبه د ټولو هغوو کسانو نومونه او پوره شهرت، د تلیفون شمیرې د کور او کلي ادرس او زیږیدو نیټې لیکي کوم چې له بهر څخه داخل ته راځي. دا چې له چا سره ګوري د هغه شخص نوم به هم لیکل کیږي. دوهمه مهمه خبره یې دا هم وکړه چې په دغه کار سره به دا هم روښانه شي چې په یوه اونۍ، میاشت او کال کې زموږ ریاست د راغلو کسانو شمیرڅومره دی؟. بل دا چې زموږ له ریاست څخه بهر ته څومره کسان وزي او دوئ په بهر کې له چا سره لیده کاته کوي. ده وویل: زما هیله داده چې په دغه کار سره موږ په دې وتوانیږو چې خپل مامورین هم کنترول کړو او بل د هغوو کسانو مخه هم ونیسو چې هسي د مامورینو وخت ضایعه کوي او په خبره یې سر نه خلاصیږي.

په غونډه کې ټولو ګډون کوونکي ورته لاسونه وپړیکول، د رئیس صاحب تندی هم وغوړیده. بیا یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويي ویل: د دې له پاره چې خلکو ته لا اسانتیاوې برابرې کړای شو نواړینه ګڼم چې د همدې شعبې نوم هم (د دخول، خروج او مخنیوي شعبه) شي. ځکه دا نوم د همدې شعبې له کار کړنو سره سم مطلب افاده کولای شي. یعني هغوئ چې داخلیږي، هغوئ چې وزي او د هغوئ چې مخنیوي یې کیږي. په غونډه کې ناستو مامورینو بیا لاسونه وتړپول، ادارې مدیر په میزد تیشو کاغذ ته لاس ور اوږد کړ. دوه درۍ کاغذونه يي ترې را ویاستل او د رئیس صاحب په تندي راغلې خولې یې پرې ور وچې کړي.

رئیس د لاس په اشاره نور د مخ وچیدو کاغذونه هم وغوښتل چې په بیړه سره د حاضري مامور صاحب ورته وړاندې کړل. رئیس د مخ خولې وچې او پوزه یې ورباندې داسې پاکه کړه، لکه ډاکتر صاحب عبدالله چې د انتخاباتو په مهال د یوه سړي له لاسه همدا کاغذ واخیست او پزه یې پرې پاکه کړه او هغه کاغذ یې هم بیرته هغه سړي ته وینو. زموږ رئیس صاحب هم د حاضرې مامور سره همداسې چلند وکړ. ما او نورو مامورینو دا هرڅه په سترګو لیدل. نوښتګر رئیس صاحب وویل: – زه جدي سړی یم. نوښت مې خوښیږي، هیله ده تاسو هم نوښتونه وکړئ. خو ظالم نه یم، د چا له خولې ګوله نه باسم. خو کارغواړم. هر هغه څوک چې له لسو نمرو کمې رانه ترلاسه کړي، ښه به وي چې په هغې ورځ استفاوې راته وړاندې. همدا نن چې زه دا غونډه ارزوم. یوازې د ادارې مدیر صاحب او د حاضرې مدیر صاحب د لسو نمرو مستحق دي.

رئیس صاحب یوه شیبه غلی شو، شاوخواته يي وکتل.
د اسنادواو ارتباط مدیرته چې ځان ناکام ښکاره شو. نو يي په تلواره د اوبو د بوتل سر خلاص کړ او په دواړو لاسونو کې ورته ډالۍ کړ. بیا یې وویل: جنابه! لږ اوبه وڅيښئ تاسو دومره ډیر ځان مه ستړي کوئ. زموږ تر شا په چوکۍ کې ناست د ریاست تحویلدار هم موقع موندله او په یوه ساه يي ځان د رئیس صاحب د میز خواته ور ورساوه، په ستړي سا يي ورته وویل: دروند او قدرمن رئیس صاحب! قربان مو شمه، زما له پاره لازمه هم نه ده چې ستاسو په مخ کې خبرې کوم، خو ښه به دا وي چې یو څه استراحت وکړي. رئیس وویل: زه هم د تحویلدار صاحب له دغه وړاندیز سره موافق یم. د اوس له پاره غونډه ختمه ده. خو یوازې څلور نفره کامیاب راته ښکاریږي دا نور دې کوښښ وکړي تر بلې غونډې پورې دا وړتیا پیدا کړي چې لس نمرې واخلي. او د نوي شعبې نوم هم په مکتوبونو کې همداسې ولیکئ
د دخول، خروج او مخنیوي شعبه…

دا چې غونډه پای ته ورسیده. موږه ټولو د خوښئ احساس وکړ. تر بلې اونۍ پورې خو وخت شته. ګوندې موږ هم کامیاب شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...