د انسان د بدن نورماله مرکزي تودوخه (Core Body Temperature) تقریباً ۳۷°C ده. بدن هڅه کوي چې خپله تودوخه په یوه مناسبه اندازه کې وساتي. که د بدن تودوخه ډېره ټیټه شي، دې حالت ته Hypothermia (هایپوترمیا – د بدن د تودوخې غیرنورمال کمښت یا یخ وهل) وایي، او که د بدن تودوخه له نورمال حد څخه زیاته لوړه شي، دې حالت ته Hyperthermia (هایپرترمیا – د بدن د تودوخې غیرنورمال زیاتوالی یا ډېر ګرمېدل) وایي.
دا دواړه خطرناک طبي حالتونه دي، خو د رامنځته کېدو لاملونه، نښې، اختلاطات او درملنه یې له یو بل سره توپیر لري.
لومړی: Hypothermia (هایپوترمیا – د بدن یخ وهل):
۱. تعریف (Definition :
Hypothermia هغه طبي حالت دی چې د انسان د بدن مرکزي تودوخه (Core Body Temperature) له ۳۵ درجې سانتي ګراد (35°C) څخه ټیټه شي.
په دې حالت کې بدن د هغې اندازې په پرتله ډېره تودوخه له لاسه ورکوي چې تولیدوي یې، نو د بدن حیاتي فعالیتونه ورو کېږي.
د بېلګې په توګه:
نورماله تودوخه: ۳۶.۵–۳۷.۵°C
د هایپوترمیا تودوخه: له ۳۵°C څخه کمه.
د Hypothermia درجې (Classification) :
درجه د بدن مرکزي تودوخه شدت
خفیفه (Mild) ۳۲–۳۵°C لږ یخ وهل
منځنۍ (Moderate) ۲۸–۳۲°C منځنی یخ وهل
شدیده (Severe) له ۲۸°C څخه کمه ډېر خطرناک یخ وهل .
۲. لاملونه (Causes – لاملونه)
Hypothermia هغه وخت رامنځته کېږي چې بدن خپله تودوخه له لاسه ورکړي.
مهم لاملونه یې عبارت دي له:
۱. د ډېرې سړې هوا سره مخ کېدل (Cold Exposure):
په ژمي کې په سړه هوا کې اوږد وخت پاتې کېدل.
د مناسبو ګرمو جامو نه اغوستل.
په واوره او یخ کې بند پاتې کېدل.
۲. په سړو اوبو کې پاتې کېدل (Cold Water Immersion):
په یخو اوبو کې لوېدل.
په سړو سیندونو او جهیلونو کې لامبو وهل.
د لمدو جامو اغوستل په سړه هوا کې.
۳. د بدن د تودوخې د تولید کمښت (Decreased Heat Production):
خوارځواکي (Malnutrition).
د وینې د شکر ټیټوالی (Hypoglycemia).
د تایرایډ غدې کمکاري (Hypothyroidism).
زوړ عمر او کمزوری بدن.
۴. د الکولو او نشهيي موادو استعمال (Alcohol and Drug Use):
الکول د پوستکي د وینې رګونه پراخوي او د تودوخې ضایع کېدل زیاتوي.
ځینې نشهيي او اراموونکي درمل د بدن د تودوخې تنظیم ګډوډوي.
۵. ځینې ناروغۍ (Medical Conditions):
Sepsis (سیپسس – په بدن کې د انتان له امله د غړو خطرناک اختلال).
Diabetes Mellitus (شکر ناروغي).
د دماغ ځینې ناروغۍ.
د تایرایډ او ادرینال غدو اختلالات.
۳. نښې او علایم (Signs and Symptoms – :
د Hypothermia نښې د ناروغۍ د شدت له مخې توپیر لري.
الف: د خفیفې هایپوترمیا نښې :
Shivering (رېږدېدل).
Cold Skin (د پوستکي یخېدل).
Pale Skin (د پوستکي سپین یا ژېړبخن کېدل).
Fatigue (ستړیا).
Hunger (لوږه).
Tachycardia (د زړه د ضربان چټکېدل).
Tachypnea (د تنفس چټکېدل).
ب: د منځنۍ هایپوترمیا نښې :
Confusion (ذهني ګډوډي).
Slurred Speech (د خبرو کولو ګډوډي یا درنې خبرې).
Drowsiness (خوبولي).
Poor Coordination (د حرکاتو همغږي له لاسه ورکول).
Bradycardia (د زړه د ضربان ورو کېدل).
Slow Breathing (ورو تنفس).
ج: د شدیدې هایپوترمیا نښې
Loss of Consciousness (بېهوښي).
Severe Bradycardia (د زړه د ضربان ډېر ورو کېدل).
Respiratory Depression (د تنفس کمزوري کېدل).
Absence of Shivering (د رېږدېدو درېدل).
Cardiac Arrest (د زړه درېدل).
مهم ټکی: په شدید یخ وهلو کې د رېږدېدو درېدل د ښه کېدو نښه نه ده؛ بلکې د حالت د خرابېدو نښه کېدای شي.
۴. اختلاطات (Complications – اختلاطات)
که Hypothermia په وخت درملنه نه شي، لاندې اختلاطات رامنځته کولای شي:
Cardiac Arrhythmia (د زړه د ضربان بېنظمي).
Ventricular Fibrillation (د زړه د بطینونو ګډوډ او بېاغېزې رپېدل).
Cardiac Arrest (د زړه درېدل).
Respiratory Failure (د تنفس ناکامي).
Coagulopathy (د وینې د ټینګېدو د سیستم اختلال).
Acute Kidney Injury (د پښتورګو حاد زیان).
Coma (کوما یا اوږدمهاله بېهوښي).
Death (مړینه).
۵. مخنیوی (Prevention – مخنیوی)
د Hypothermia د مخنیوي لپاره لاندې تدابیر مهم دي:
په سړه هوا کې ګرمې جامې اغوستل.
د سر، لاسونو او پښو ښه ساتنه.
د لمدو جامو ژر بدلول.
په سړه هوا کې د اوږدې مودې له پاتې کېدو ډډه کول.
د یخو اوبو سره له اوږده تماس څخه ډډه کول.
کافي او مناسب خواړه خوړل.
د زړو کسانو، ماشومانو او ناروغانو ځانګړې پاملرنه.
په ژمي کې د کور مناسبه تودوخه ساتل.
۶. درملنه (Treatment – درملنه):
