انسانان د خپلو مهمو حادثو او وقایعو د ثبتولو لپاره څلور معتبر تاریخونه استعمالوي لکه (هجري تاریخ – میلادي تاریخ – هجري شمسي تاریخ – چېنایې تاریخ)، د دغو هر یو جوړېدا خپله فلسفه او داستان لري، دلته موږ یوازې اسلامي هجري تاریخ څېړو:
د امیر المؤمنین عمر بن الخطاب د خلافت په دوران کې د عراق بصرې د ښار والي أبو موسی الأشعري، امیر المؤمنین عمر بن الخطاب ته یو مکتوب ولیږه، مکتوب کې یې داسي لیکلې ؤ:
أمیر المؤمنينه: ستا مکتوبونه چې راشي تاريخ ورباندې نه وي لیکل شوي، موږ نه پوهیږو چې دا مكتوب د کوم كال دی، آيا دا د روان کال دی که د تېر کال؟
عمر “رضی الله عنه” صحابه راټول کړه او د تاریخ جوړيدولو غوښتنه یې ترې وکړه، صحابه درې ډلې شول: یوې ډلې وویل: تاریخ به شروع کړو د نبي علیه السلام د پېداېښت له ورځې څخه.
دویمي ډلې وویل: تاریخ به پېل کړو د نبي علیه السلام د وفات له ورځې.
او نورو صحابو بیا وویل: تاریخ به پېل کړو البته د هغې ورځې څخه چې نبي علیه السلام د مکې مکرمي نه مدینې منورې ته هجرت کړی دی”.
د دې لپاره چې درېیمه ډله صحابه ډیر وو نو توافق په په همدې راغی او د نبي علیه السلام د مکې مکرمې نه د هجرت له ورځې اسلامي هجري تاریخ شروع شو، ځکه ورته هجري تاریخ وایی چې نبي علیه د هجرت د ورځې څخه شروع شوی دی.
هجري تاریخ بیا دوه ډوله دی: هجري قمري او هجري شمسي.
دویم: هجري شمسي تاریخ دی:
هجري قمري کال هم ۱۲ میاشتې دی چې لومړی میاشت یې محرم، ورپسې صفر، ربيع الأول، ربيع الآخر، جمادى الأولى، جمادى الآخرة، رجب، شعبان، رمضان، شوال، ذو القعدة، او آخرنۍ یې ذو الحجة ده.
سرچینې: العربیة نت. جامعة العین. ویکبیډیا.
ذبیح الله ساپی.
۱۲/جون/ ۲۰۲۱ م.
قمري تاریخ کارول بی گټې او فضول دی!