پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهامریکا: طالبان د زور له لارې ځان واک ته نه شي رسولی

امریکا: طالبان د زور له لارې ځان واک ته نه شي رسولی

تاند ( سې شنبه، د جوزا ۲۵ مه ) امریکا یو ځل بیا ویلي چې وسله وال طالبان نه شي کولی ځان د زور له لارې واک ته ورسوي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په تازه مرکه کې ویلي دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او په ځلونو یې طالبانو ته دا واضح کړې چې واک ته د رسېدو او جګړو د ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې یوې پایلې ته رسول دي.

دده په خبره که طالبان هڅه کوي چې د جګړو له لارې واک ته ورسېږي نو ښایي جګړه دوام وکړي او افغان ځواکونه به له خپل حکومت دفاع کوي.

هغه ټینګار کړی چې طالبان باید پر ژمنو عمل وکړي، جګړې ودروي او تاوتریخوالی کم کړي.

ویلسن همدا راز ویلي چې امریکا د راتلونکي کال په دفاعي بودیجه کې افغان حکومت ته هم مرستې ځانګړې کړې دي او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.

ورته مهال بیا ځینې امریکايي نظامي چارواکي وایي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته له افغان ځواکونو سره هوایي مرستې نه کېږي.

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي، د دوی نظامي تجهیزات ترمیموي، خو په هوایي برخه کې یې ملاتړ نه کوي.

نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد عملیات هم محدودېږي او یوازې هغه وخت به بریدونه کېږي چې امریکا او د امریکا پر متحدینو په افغانستان کې برید وشي او یا دوی ته ګواښ متوجه وي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي نور د افغان ځواکونو مسوولیت دی چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي او شته خطرونه له منځه یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب