د اسد څلور ويشتمه د يک شنبې ورځ
د شپې دوولس بجې دي. ټولنيزي رسنۍ په پر له پسې خبرونو ډکي دي. پلچرخي زندان د طالبانو لاس ته ولوېدی. زندانيان پر سړکونو دي، څو ډزي وسوې. دفعتاً د لومړي مرستيال له ټويټره وليکل سول، چي پلچرخي زندان کي زندانيانو بغاوت کړی وو؛ خاموش سو. خو وروسته په پرله پسې توګه ويډيوګاني او عکسونه خپرېدل، چي د پلچرخي زندان مکمل خالی سوی. د طيارو ږغ ټول کابل پر سر اخيستی. يوه ناارامه شپه ده. په فيسبوک کي ليکل کېږي، د پغمان د سقوط خبر خپرېږي. د ميدان ښار کمربند مات سو او مخالفين تر کمپنۍ را ورسېدل او سهار ته په رسنيو کي جمهور رئيس ته د تر ټولو نږدې کس عکسونه خپريږي، چي د ننګرهار د ولايت په مقام کي هر څه ډېر په خوشحالۍ بې ټک او ټوکه طالبانو ته سپاري.
CCC
جمهور رئيس او بي بي ګل په حرم سرای کي يواځي ناست دي. جمهور رئيس وويل، چي ټولو لاس يو کړی، مګر زه دا هر څه داسي نه ور پرېږدم. همداسي بې حله او سرخلاصي بايد پاته سي، چي حل لاره و نه لري. قانوني انتقال نه تر سره کوم. اماده ګي ونيسه، چي اوږد سفر لرو. همدا لنډه مکالمه وسوه.
وروسته د امنيت د شورا سلاکار ته ږغ کوي، چي مېلمه کله راځي. هغه وايي: راغلی دئ، تاسي ته منتظر دئ. وروسته دوی درې يوځای د حرم سرای په چمن کي کښېني او اوږدې خبري کوي او هيڅوک نه پوهيږي، چي څه ئې ويل.
کابل کي ګډوډ او هرج او مرج اوج ته رسيږي. د کابل ښار لوچګان او لنډغر د موقع څخه په استفاده غلاوو ته لاس اچوي او تر ماځيګره د خلکو وارخطايي اوج ته رسيږي. ماځيګر پخوانی ولسمشر له خپلو څلورو لوڼو سره په يوه ويډيو کي راښکاره کيږي او خلک ارامۍ او سکون ته رابولي. ماښام ته بله ويډيو خپروي، چي دی او د سولي مشر دواړه ولاړ دي او د کابل خلک ارامتيا ته رابولي او د جمهور رئيس او ډلي د هيواد پرېښولو خبرو ټولو هيوادوالو ته رسماً تائيدوي.
وروسته دا خبري تائيديږي، چي جمهور رئيس د پلان سره سم هوايي ميدان ته تللی، مګر د احتياط له مخي په هغه هليکوپترو کي، چي له مخکي اماده او تياري کړل سوي وې؛ د ازبکستان په لور ځي او له هغه ځايه بيا د متحده امارتو په لور ځي. مسلح قوا قانوني افغانستان له نخشې، سياست، سيالۍ او هر څه غورځول کيږي او يو نوی روزل سوی نسل بيا د تاريخي ورکي پر لور رهي سو.
خو طوفان دلته و نه درېد، بلکي لا په غرغنډو سو.
له طوفانه ګټمن
په جي ايچ کيو کي سخت جشن روان وو. جامونه ډکېدل او تشېدل. جنرال د امنيت رئيس ته وويل: دغسي د نر بچيه، سخته لوبه مو وکړل. زه سخت په تشويش وم، مګر کارونه ټوله سم ښکاري.
د امنيت رئيس وويل: کابل محاصره دئ. هره دقيقه چي وغواړم، زما په لاس کي دئ. ته نور څه غواړې. زموږ لابي دونه کار وکړی، چي د هيچا لوبه جوړه نه سوه پاته؛ ټولو ته مو کشت مات ورکړی.
جنرال پر اوږه لاس ور کښېښوی. ول ته درځه، هلته بايد يو څه وږغېږو او يو څه تصميمونه هم ونيسو. د امنيت رئيس ورسره روان سو.
جنرال ورته وويل: اوله خبره خو دا ده، چي کابل په خپل لاس کي واخلې، چي هر رکم کيږي. زما په نظر هغه د پخواني مجاهد کورنۍ او ډله به ډېره مفيده تمامه سي. هغه تيار کابل ته ور څېرمه دي او بل دلته ئې هم کولمې ګرو دي. کاروبارونه ئې دلته دي او بل هغه عرب ماماګان ئې هم زموږ سره ښه دي او بل دا لږ له غروره خلاص دي. له کندهاريانو سره مو وړ نه وځي. له يوې خوا مغروره دي، له بلي خوا پر خپله خبره ولاړ دي او بلي خبري، چي زه په تشويش کي کړی يم؛ هغه د مذاکراتي ټيم او د قطر دفتر د رئيس خبره ده؛ دا سړی هم قومي بېس لري او هم زموږ سره جدي ستونزي لري. کوښښ بايد وسي، چي د رهبر په توګه يو داسي څوک وي، چي تکيې ته اړتيا لري. قوم موم و نه لري او ږغ ئې تر موږه پوري وي.
د امنيت رئيس وويل: اوس خو موږ درې څلور ډلي لرو. يوه دا د پکتيا او خوست ډله ده. دا خو له څلوېښتو کالو زموږ خپل خلک دي؛ تشويش نه ځني لرو. دا خو دلته اوسېدلي، زېږېدلي او غټ سوي دي. دوهمه ډله دا د کندهار ده، چي اکثره ئې زموږ سره مخالف دي. مګر يو څو تاجران ئې، چي ښه نفوذ لري؛ هم زموږ سره بلک مېل دي، هم ئې کورنۍ زموږ سره ضمانت دي او هم ئې تجارتونه دلته دي. پاته سو د مشرتوب له پاره د وخت ما پر يوه ارام، بې قومه او خاموشه سړي فکر کړی دئ. قوم به ئې لس کوره هم نه وي، مګر پخوانی ئې د ښو او بدو سړی دئ، خو يو څوک مي د وخته په پوست ور ننه ايستلی دئ. هغه مي هم په کابينه کي پر يوه ښه ځای ټاکلی، چي ښه کار هم راته وکړي. کابل مو بشپړ تر کنټرول لاندي دئ. امريکا خو نه غواړي، چي کابل ونيول سي، خو ما ځيني ګروپونه تيار کړي دي، چي بايد سبا په کابل کي ځای پر ځای سي.
وروسته ئې د کابينې جوړ کړی ليست جنرال ته ور وښوی. هغه ورسره تائيد کړی او يو څه تغيرات ئې هم ورته وښول. وروسته ئې يوه عسکر ته ور ږغ کړه، ول: هغه غټسری راوله.
هغه ول: صاحبه، څوک يادوی؟
جنرال ورته وويل: خورغودې، ته تر اوس غټسری نه پېژنې؟ هغه د بهرنيو چارو وزير هلته له هغو دوو نجونو سره مست دئ، هغه راوله.
وروسته د بهرنيو چارو وزير زنګېدلی راغلی. جنرال ورته وويل: هر وخت چي د دوی کارونه سم سوه، تاسي به دواړه ته او د امنيت رئيس کابل ته ځی او د کابينې د اعلان په ورځ به د رسنيو و مخ ته راځی، چي نړۍ پوه سي؛ افغانستان نور پنځمه صوبه ده او وزيره د افغانستان اړوند هره موضوع کي بايد حد اقل د ورځي يوه بيانيه ورکړې. که هغوی اجازه درکوي، که نه؛ بايد هره موضوع کي راښکاره سئ او هغه چمچلی مو، هغه لنډی څه نوميږي؛ په کابل کي زموږ سفير هغه بايد هره ورځ پر رسنيو وي او ملاقاتونه کوي، چي نړۍ قانع سي، چي افغانستان نور زموږ دئ.
بيا ئې د امنيت رئيس ته وويل: د اسلحو د رانيولو له پاره پيسې درکوم، چي څونه کولای سې؛ نظامي تسهيلات رانيسئ او ذخيره ئې کړئ، چي قوي اسلحه او شی هلته پاته نه سي.
پام مو اوسه، چي قوي خلک مقرر نه کړی. موږ ته د دوی قوي حکومتونه ضرر لري. سبا ته مو هغه پخواني مجاهدين ټول راغوښتي؛ وزيره ستا مېلمانه دي، ورسره ووينه. وئې ساته، چي بيا که مو له دې نوو سره کړپه راتله، هغوی مو بايد تيار په لاس کي وي.
له دې ځايه مو مدرسې مدرسې در ټولوئ. نور هر څه ډلي او ګروپونه هلته تنظيم کړئ او رشتيا چي هېر مي نه سي؛ انټرنيټ او ټول مخابراتي سيسټم تر هر څه وړاندي په لاس کي واخلئ. له چين، روسيې او امريکا سره هغونه سر ښوروئ، چي تعادل نه ماتيږي.
بیا ئې وزير ته وويل: دا کرکيټر دي پوه کړه، چي ډېر دي نه کړتيږي. د دې لوبي امپاير زه يم. پر نو بال ئې هم کېچ او هم اوټوم. هغومره دي ږغېږي، چي پاکستان ته ضرر و نه رسوي او دلته د ضرر او نه ضرر فيصله زه کوم.
د فوج مشر نوري زياتي لارښووني هم وکړې او افغانستان ئې رسماً خپله صوبه وبلل او هر څه ئې خپل وبلل. مګر د امنيت رئيس له ځان سره شکمن وو، ځکه هغه پوهېدی، چي طالبان اوس د دوی تر سويې لوړ دي او مستقيم له اصلي بادار سره په خبرو او ارتباط کي دي. هغوی لويه برخه، چي مشري ئې د دوی د سرسخته دښمن اروزګاني ملا په لاس کي ده او دوی امريکا ته ولچک او زولانه په لاس ورکړی وو. اوس د دوی پر خلاف دي، مګر بيا هم په دې ډاډمن وو، چي يوه بله قوي برخه او څو بلک مېل سياسي او تجارتي ملايان ئې تر اودم لاندي دي او امريکا لا په بشپړه توګه انډيوالي نه ده ورسره شکولې.
افغانستان بالاخره پسله شل کاله دوی ته بې دښمنه ور ازاد سوی وو او دا دوی ته کم فرصت نه وو.