کړکۍ پرانيزم. د سهار سوړ او پوست شمال مې تېر ته ستنوي.
څه ګورم! زموږ د کلا جنوب ختیځې برخې ته مخامخ په لږ څه لرې پرته غونډۍ نوې جوړه شوې کلا کې په زیات شمېر موټر او خلک مالومېږي.
تېره ورځ مې مشر ورور کیسه کوله چې دا کلا د ډېر مالدار کس وه.
نوی نوی دلته راغلی و. تقریباً د کلا له ځمکې سربېره يې شپېته جرېبه نوره ځمکه هم اخیستې وه.
زوی یې نکل کاوه چې پلار مې د کلیوالي ژوند ډېر ارمانجن او تږی و. هر وخت به يې د اطرافي سیمو او خلکو په کيسو ماغزه را ډډ کړل.
بلاخره مو دلته ورته د نوموړي په خوښه ځمکه واخیسته.
کلا رسېدلې وه، خو په منځ کې یې کوټې او تعمیرونه لا پاتې وو.
د کلا څښتن يې تېره ورځ لیدو ته راغلی و. ساعت دوه به نه وو وتلي چې سړی بوڅ راواوښت.
خلکو يې د مرګ مختلف لاملونه ښودل، چا وېل له ډېرې خوشحالۍ مړ شو، بل به وېل د زیاتو پیسو مصرف يې زړه وخوړ، ځینو خو به لا دا هم ویل چې د ډېر شيانو شوق سړی رنځوروي… دا سړی په مادیاتو بېخي زیات مين و، دا ځمکه یې هم د دې لپاره اخیسته چې ذخیره يې په دوهم شوق ولګېږي، هسې بې ځایه خو به نه ځي…
د مور غږ له چورتونو راوایستم.
– خیر خو به وي؟ شل چيغې خو مې درته وکړې. هغه د غنمو په ډکه بوجۍ مې زور نه رسېږي، راسره پورته يې کړه.
– درغلم، مور….
پای