جمعه, اپریل 26, 2024
Home+لعنت پر اروپا / عبدالوکیل سوله مل

لعنت پر اروپا / عبدالوکیل سوله مل

 د ښځې سترګې په تلویزیون کې ښخې دي، د مشهور ترکي سریال (حرم سلطان) په ننداره کې ډوبه ده.

مېړه یې د کړکۍ شاته برنډه کې پر توشک بالښت ته ډډه لګولې ده، تسپې اړوي او دباندي ګوري.

پر وړاندې يې په پلې لار یوه پېغله، چې لنډه لمن یې اغوستې او نیمايي لوې تیونه یې له ورایه ښکاري، راڅرګنده شي.

د ده چې څنګه سترګې پرې ولګیږي، غونی یې ته وا برېښنا ونیو زیږشي، سترګو ته لاسونه ونیسي، بېرته يې پرانیزي، پېغله يې له مخې په درنګ شېبه کې تېره شي، دی له شا ورپسې وګوري، له غوسې له دوهم پوړه لاړې تو کړي، په لوړ غږ له ځانه سره ووايي:

– تو لعنت پر شیطان شه!

شاته وګوري، په ورته بڼه د نورو نجونو کتار راښکاره شي، چټک راپاڅي، د ناستې خونې ته ننوځي، ښځې ته وروګوري، بیا په المارۍ کې ایښي قران شریف ته سترګې واړوي. له ښځې لږ څه لیرې په لوی کوچ کې ډډه ولګوي، مخامخ لوی ښیښه يي چوکاټ کې چې د ایت الکرسۍ صورت په کې له لیرې ښکاري، سترګې خښي کړي.

میرمن ته بیا ښه شیبه په ځیر وروګوري، له ځانه سره غلی څه ووايي، ناببره راپورته شي، ښځې ته نږدې ودریږي ـ خو ښځه ېې داسې د تلویزیون په ننداره کې ډوبه وي، چې هډو پوه نشي څوک ېې په وړاندې ولاړ دی. د ده تندی ګونځې شي، د میرمن په مټ لاس کیږدي، میرمن ېې لکه ویده چې وي ټکان وخوري، وبیریږي، په زړه لاس کیږدي  مخ وروګرځوي، بړچ وهي:

ـ څه خبره ده زړه دې رانه وویست؟

دی په لوړ آواز ووایی:

ـ اخرت دې هیر دې؟

ـ ولې؟

دی تلویزیون ته لاس ونیسي:

ـ څنګه ولې، ته ېې او شپه ورځ دا پدرلعنتی سریالونه

ـ نوڅه وکړم؟

ـ ولې د دې په ځای عبادت نه کوې؟

ـ کوم لمونځ رانه قضا شوی دی.

دی ېې وننګوي :

ـ عبادت یوازې لمونځ دی څه، هغه هم له هغې ورځ چې په دې لعنتي سریالونو روږدې شوې ېې، هر وخت درنه قضا وي؟

ښځه ځان ځواب ته جوړوي چې ناببره پر میز له ایښي موبایله

د مازیګر اذان واوریدل شي. سړی لکه له خوبه چې راکښېني، له ځایه راپورته شي، شونډي ېې د خدای په کوم کلام ویلو سره وښوري.

پر دېوال راځوړنده مصله راواخلي، د قبلې لورته يې وغوړوي، ښځه لکه هېڅ چې ېې نه وي اوریدلي، هیڅ غبرګون نه ښيي، بیرته سترګې په تلویزیون کې ښخې کړي. د سړي تندی ګونځې شي، برګ وروګوري:

– نه ګورې چې اذان دی !؟

ښځه مخ ورواړوي، خبره يې بابېزه وګڼي:

–  نوڅه وکړم؟

د سړي غږ لوړ شي:

ـ  څنګه څه وکړې؟ تلویزیون ګل کړه.

ښځه زانګه وانګه له ځایه راولټیږي، پر مېز ایښی ریمونت کنټرول راواخلي. خو لا یې د ګول کیدو بټن ته ګوته نه وي وروړې چې اذان ودریږي، ریموټ پخپل ځای بېرته کېږدي، سړي ته بې پروا ورګوري، دوباره پخپل ځای تلویزیون ته نږدې راشي، کېني، تلویزیون ته سترګې سیخې ونیسي. د سړي چې په مصله ولاړ دی، د مخ ګونځې نورې هم زیاتې شي، غږ یې پورته شي:

ـ  ولې يې نه ګولوې، د احمق لورې؟

ښځه هم ببره شي:

–  ولې څه خبره ده؟

سړی لا له غوسې سور او شین شي:

–  څنګه څه خبره ده؟ نه وینې چې په مصله ولاړیم، لمونځ کوم.

–  خو ځه هغې بلې کوټې ته لاړشه، زه نو نشم کولی چې په هر لمانځه کې تلویزیون مړ کړم.

د سړي تندی تریو شي:

–  ولې؟

ښځه ځواب ورکړي:

–  دا ځکه چې له ما د لیدلي فلم تسلسل خرابیږي.

سړي لاسونه ومروړي، سر يې بې واکه لاړ او راشي:

–  عجیب وختونه دی، څنګه دینداران له دینه تښتي …

ښځه يې خبره په نیمایي کې ونیسي، موسکۍ شي، خبره يې وربشپړه کړي:

–  او پخواني بې دینه بیا په دین داسې مین شي چې له کورونو جوماتونه جوړ کړي.

د سړي ولي وښوري، سترګې يې بقې راووځي، پخپل ټټر لاس کیږدي:

–  څه معنا؟ یانې زه بې دینه وم او اوس نوی مسلمان شوم؟

ښځه معناداره خندا وکړي:

ـ ولې هیر دې دي؟

سړي ټکان وخوري:

 –  څه ؟

ـ چې په لمانځه به ودریدم او تا به په راډیو کې ګډه سندره نوره هم جګه کړه.

د سړي سترګې وځلیږې:

ـ  ته اوس غواړې له ما غچ واخلې؟

–  زه له تا غچ نه اخلم، غواړم ستا هغه بې دیني اوننۍ دینداري درپه زړه کړم… په یاد دی دي چې څنګه دی یوه ورځ په نشه کې نه یوازې له لمانځه راوګرځولم، لا دې پورې هم وهلم چې ژر ډوډۍ تیاره کړم… په یاد دی دي چې سر مې درته سر تور کړ، که په درواغو هم وي کله کله د مور او پلارپه خاطرپه لمانځه دریږه. ما هغوی لیدل چې څنګه ستا په بې لمانځۍ ځوریدل!

سړي په دیوال کې راځوړندې ایت الکرسي ته وکتل، سترګې ېې بقې راووتې، غږ يې لوړ شو:

–  دا څه چټیات وایې، ته نه پوهیږې چې زه د درواغو سړی نه یم؟

ښځې ته نوره خندا هم ورغله، په ملنډو يې وویل:

–  سیاستمدار خو وې!

د سړي اوږې وښوریدې:

 – ولې چې ساستمدار وم!

–  سیاست بې له درواغو کیږي؟!

ده هم وخندل:

–  ښه نوته ځکه د ښځو د سازمان غړې نه شوې؟

لکه نور چې بې ځوابه او پړ شوي وي:

 – ته اوس څه له ما سره هرڅه شاربې؟

  – زه شاربل نه کوم، ستا پرونۍ بې دینۍ او ننۍ ټینګې مسلمانۍ ته حیرانه یم، پخوا دې نه یوازې ټکی لمونځ نه کاوه او ټول عمر دې په حقه روژه کې په ما ډوډۍ پخوله…

ښځه غلې شوه، لکه ژبه ېې چې ونښلي اویا خبره ترې هېره شي. خو ده تر هغې پرېنښوده چې خبره ېې بشپړه کړي نه وي:

–  چې یانې څه؟

–  یانې دا چې په ډېرو لمونځ کوونکو دی د خپل حکومت د دښمن ګومان هم راغلی دی.

سړی لکه اعتراف چې وکړي:

–  غواړې ووايې چې د اخواني او اشرار په نوم مو ډېری لمونځ کوونکي بندیان کړي هم دي!

ښځې سروښوراوه:

ـ بس نور نو پخپله پوهیږې.

سړی لکه د یو څارنوال په پوښتنو کې چې راګیروي او په پای کې په کړې ګناه اعتراف وکړي او یا د قاضي په وړاندې بخښنه وغواړي، ووايي:

– هو دا کارونه شوي دي، خو هلته یو نظام و، ایډیالوژي وه،ګوند و، داسې تېروتنې ډېرې شوې دي. نو دهغوي تېروتنې په ما پورې څه اړه لري؟

ښځه بې واکه ریموټ کنټرول راپورته کړي، دده خوا ته يې ونیسي:

– خوته د هماغه ګونداو نظام غړی وې!

سړی غاړه پورته کړي:

– وم، دا رښتیا ده، منکر نه یم چې لمونځ مې نه کاوه او روژه مې هم نه نیوه، خو نور مې هیڅکله له لمانځه نه دي راګرځولي.

ښځې وخندل:

– هغه زه چې دې څو ځله راګرځولې یم! په یاددی نه دي چې څنګه دې یوه ورځ په زور راباندې روژه وخوړه؟

سړي وخندل:

– نشه به وم لیونۍ، اوس نه یوازې یو وخت لمونځ او روژه نه قضا کوم، چې نشه مې هم د خدای په فضل او کرم پریښې ده.

– خو اوس چې ددین په نشه کې غرق ېې !

ده بیا پورته ایت الکرسي ته سترګې ونیوې، ټنډه يې وغوړیده:

– یوه هغه نشه وي چې سړی په کې له خدایه لیرې کیږي او یوه هغه نشه ده چې انسان په کې له خدای سره وصلیږي، اوس زه دغه نشه کوم چې خدای ته ورنږدې شم.

خوښځه د خپل دریځ په ننګه کلکه ودریده، دخاوند استدلال يې فکر ونه ګرځاوه:

ـ زه دانشه نه بولم، زه دې ته افراط وایم!

سړي ټوپ کړ، سترګې ېې بقې راووتې، غوږونو ته يې لاس کړ:

– توبه، توبه، دا څه غول دې له خولې بادیږي!؟

ښځه نوره هم پخپله خبره کلکه ودریده:

– هو دا افراط دی، خدای ته دنږدې کیدو لاریوازې دا نه ده چې هرکال دې عمرې ته لاړ شې او په مریض ځان دې هم د ډاکټر له مشورې پرته روژه ونیسې.

سړي ېې خبره پرې کړه:

– خوته چې له کوره هم راباندې شاهدي راکوې، که داسې و نه کړم، تېر ګناهونه به مې څنګه جبیره کړم، وه لیونۍ!؟

شېبه غلی شو اوږده سا ه يې وایسته، بیا يې ورو شان وویل:

– ته لا څه خبره ېې چې نور به مې څومره ګناوې او خطاوې کړي وي! په ورځ د قیامت به څنګه حساب ورکوم؟

له ځایه راپورته شو، د قران شریف ترڅنګ ایښی کوچنی کتاب يې راواخیست، مېرمنې ته ېې ونیو:

ـ تا د قبر د عذاب په باب لوستي دي؟

غوسه يې راوپاریږي، غامبوري يې سره راواوړي ،شړک شي، مېز ووهي:

– لعنت په اروپا کړې، څنګه عقیدې سستوي.

ښځه ېې بیا په مقابل کې ودریږي:

ـ دا اروپا نه ده چې دینداري خرابوي…

سړی چیغه کړي، له خولې يې ناړې وبهیږي:

– چې دا بربنډه اروپا نه ده، نو څوک ده؟

ښځه د خپلې خبرې په پخلي ووایی:

ـ دا هماغه مسلمانان دي چې پخپلو اوږدو ږیرو او پرله پسې حجونو خپل ګناهونه پټوي، دا نورې بلاګانې خو لا پریږده چې د دین په نامه ېې زموږ په هېواد کې څه غوبل جوړ کړی دی او څومره مسلمانان يې قتل عام کړل.

غلې شوه، سر يې ټيټ ونیو، بېرته يې مېړه ته مخ ورواړاوه:

ـ پوهیږې کماله، زه چې هره ورځ دا اوږدې څڼې او اوږدې ږيرې ګورم چې د دین په نامه انسانان وژني، څه راباندې کیږې؟!

سړي حیران وروګوري:

– څه؟

– نږدې ده چې له دین نه واوړم او بې دینه شم.

سړی پخپله اوږده ږیره لاس راکاږي:

– ښه ښه، اوس پوه شوم چې غواړې له ما د څه شي غچ واخلې؟

ـ د څه شي غچ؟

دی په دواړو لاسونوکې ږیره کلکه ونیسي:

ـ د دې مبارکې!

ښځه غوږونو ته لاسونه پورته کړي:

– خدای دې بخښنه راته وکړي، ږیره خو مې په رښتیا ښه نه راځي، خو دا دې خپل کار دی، مختار یې، پوهیږې له څه مې بد راځي؟

– له څه؟

ښځه په سر را خپور زړوکي سم کړي:

– له دې چې کله مې په دې زاړه ځان وخت او ناوخت د زړوکي په سرولو مجبوروې.

سړی وخاندي:

– لیونۍ، په تا يې نه اغوندم، زه وایم که ته يې واغوندې، لورانې به دې په پل قدم واخلي، لیونۍ موږ د هغوی په بې حجابۍ هم ګنهکاریږو.

ښځه بیا زاړه رازونه او یادونه راوسپړي:

ـ هغه ورځ دی په یاد ده چې ادارې ته تلم او زړوکی دی رانه لیرې وغورځاوه، ودې ویل چې ملګري راپورې مه خندوه.

سړي لکه په بحث کې چې پوره پړ شي او نور د ویلو لپاره هیڅ و نه لري، ورو وویل:

– له تا سره نور نه کیږي، ته هسې کفر بادوې.

 ژر یې مصله راټوله کړه، بلې خونې ته لاړ او په لمانځه ودرید. ښځې وخندل او په بې غمه زړه بېرته د تلویزیون په ننداره شوه.

لندن ــ انګلستان

د۲۰۲۱میلادی کال د جولای ۱۶

1 COMMENT

  1. ټوله مې ولوسته، د یوې شیبې لپاره مې فکر کاوه، چې دا صحنه په خپلو سترګو هلته وینم.
    په زړه پورې !
    بس نور اوربند او سوله په دې هیواد کې غواړو، ګینې موږ به هم دغه اروپا ته کډوالیږو، او یا به د اوږدو ناخوالو ښکاریږو.. خو ناهیلې نه یو ! هیله من ډیر یو. الله مهربانه باچا دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب