جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهخلیلزاد، دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

خلیلزاد، دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۷مه) د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ پر اوربند د کړې هوکړې هرکلی کړی دی.

خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د قطر او ترکيې په منځګړتوب افغانستان او پاکستان يوې هوکړې ته رسېدلي دي.

دا اوربند پر ډېورنډ کرښه د څو ورځو نښتو او د پاکستان له لوري پر کابل او ځېنو نورو ولايتونو له هوايي بريدونو وروسته رامنځته شوی، چې درنه مرګ ژوبله يې هم درلوده.

ويل کېږي چې د دواړو لورو پلاوي به د اکتوبر په ۲۵مه نېټه بيا په استانبول کې سره وويني، څو د تاوتريخوالي د کمولو او د سولې د خبرو بهير ته دوام ورکړي.

دغې هوکړې پر خواله رسنیو هم بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...