Homeخبرونهروسیه: د افغانستان ثبات د منځنۍ اسیا پر امنیت مستقیم اغېز لري

روسیه: د افغانستان ثبات د منځنۍ اسیا پر امنیت مستقیم اغېز لري

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۸ مه)د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې په افغانستان کې کورنی ثبات د منځنۍ اسیا پر امنیتي وضعیت مستقیم اغېز لري او له کابل سره رغنده همکاري د امنیت، اقتصاد او سیمه‌ییز پرمختګ په برخو کې د ګډو ستونزو د حل لپاره ضروري ده.

شویګو د خپلواکو هېوادونو د ګډې ټولنې د غړو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په څوارلسمه کلنۍ غونډه کې د منځنۍ اسیا د نسبي ثبات یادونه وکړه، خو ویې ویل چې دا سیمه لا هم له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ ده. د هغه په وینا، د نړیوالې ترهګرۍ، افراطیت او د نشه‌يي توکو د قاچاق پراختیا د دغو ګواښونو له ډلې دي.

د روسیې د امنیت شورا منشي ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا پر امنیتي شرایطو یو مهم اغېزمن عامل دی. له همدې امله، مسکو له کابل سره د ګډو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې او د اقتصادي او سیمه‌ییزو پرمختیايي پروګرامونو د پرمخ وړلو لپاره پر همکارۍ ټینګار کوي.

شویګو تر دې مخکې هم له کابل سره د روسیې د بشپړې ملګرتیا د رامنځته کولو خبره کړې وه. هغه ویلي و چې د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د مسکو عملي خبرې اترې د امنیت، سوداګرۍ، کلتور او بشري مرستو برخې رانغاړي.

نوموړي همداراز ویلي و چې روسیه چمتو ده، له کابل سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې له لارې د افغانستان د وضعیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.

هغه د اقتصادي او بشري اړیکو پر پیاوړتیا او په سیمه‌ییزو جوړښتونو او بنسټونو کې د افغانستان پر ورګډېدو هم ټینګار کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...