تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۸ مه) د قرغیزستان د احصایې د ملي کمېټې رسمي شمېرې ښيي چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې په دغه هېواد کې د مستقیمو پانګونو له پلوه تر امریکا، بریتانیا او جرمني مخکې شوی دی.
د دغو شمېرو له مخې، افغانستان د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر جون پورې په قرغیزستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیون ډالره مستقیمه پانګونه کړې، په داسې حال کې چې په همدې موده کې د امریکا مستقیمې پانګونې یوازې ۱.۵ میلیون ډالرو ته رسېدې.
په قرغیزستان کې د افغانستان مستقیمې پانګونې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۵۹ سلنه زیاتې شوې دي. د افغانستان پانګونې د جنوبي کوریا او جاپان د ګډو پانګونو تر اندازې هم لوړې شوې دي.
د پانګوالو هېوادونو په ډله کې اردن هم د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په قرغیزستان کې ۶.۴ میلیون ډالره مستقیمه پانګونه کړې ده. دا اندازه په دغه هېواد کې د امریکا، بریتانیا او جرمني تر ټولو ګډو پانګونو زیاته ده.
د قرغیزستان د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې په ټوله کې ۷۰۹.۹ میلیون ډالره بهرنۍ پانګونه جذب کړې ده.
چین او روسیې د ټولو بهرنيو پانګونو ۵۴.۵ سلنه برخه لرله او په دې توګه یې په قرغیزستان کې د بهرنیو پانګونو تر ټولو لویه ونډه خپله کړې ده.
په مقابل کې، د اووه سترو صنعتي هېوادونو ډلې (جي۷) د غړو هېوادونو، یعنې امریکا، کاناډا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان، ګډه ونډه د قرغیزستان د ټولو بهرنيو پانګونو یوازې ۱.۳ سلنه وه.