عزیز خان هوتک
افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د برېښنا کمښت، د صنعتي زیربناوو محدودیت، پر وارداتو تکیه، د کاري فرصتونو نشتوالی او د روغتیايي خدمتونو کمزورتیا هغه ستونزې دي چې د هېواد اقتصادي وده یې اغېزمنه کړې ده. د دغو ستونزو د حل لپاره افغانستان پراخو، دوامداره او بنسټیزو پانګونو ته اړتیا لری.
په داسې شرایطو کې د عزیزي ګروپ له لوري په افغانستان کې د پانګونې پراختیا د هېواد د اقتصادي راتلونکي لپاره د پام وړ فرصت ګڼل کېږي. عزیزي ګروپ د یوه افغان پانګوال په مشرۍ یو نړیوال اعتباري سوداګریز او پانګیز بنسټ دی چې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې فعالیت لري. په ځانګړي ډول د برېښنا تولید، د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو د سرچینو پراختیا او روغتیايي سکټور ته یې پاملرنه د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د هر هېواد د اقتصادي پرمختګ اساسي بنسټ تولید او صنعت دی. صنعت د کارموندنې، د وارداتو د کمښت، د کورنیو محصولاتو د پراختیا او د صادراتو د زیاتوالي مهمه وسیله ده؛ خو د صنعت د ودې لپاره تر ټولو لومړنۍ اړتیا دوامداره او باوري برېښنا ده.
په افغانستان کې د برېښنا کمښت د صنعتي فعالیتونو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دی. د برېښنا د نشتوالي او پرلهپسې پرې کېدو له امله ګڼې تولیدي فابریکې له ستونزو سره مخ دي، د تولید لګښتونه لوړېږي او کورني محصولات د بهرنیو محصولاتو پر وړاندې د سیالۍ وړتیا له لاسه ورکوي.
د عزیزي ګروپ له لوري د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه د همدې اساسي ستونزې د حل لپاره مهم فرصت رامنځته کوي. که دغه پروژې په بریالیتوب عملي شي، د هېواد د برېښنا تولیدي ظرفیت به پیاوړی او د صنعتي فابریکو لپاره به د دوامدارې انرژۍ د تأمین زمینه برابره شي.
د برېښنا تولید باید یوازې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو په توګه ونه ارزول شي، بلکې د صنعت د ودې لپاره د بنسټیزې پانګونې په توګه ورته وکتل شي. کله چې فابریکې باوري برېښنا ترلاسه کړي، د تولید ظرفیت یې لوړېږي، لګښتونه یې راکمېږي، نوي صنعتي فعالیتونه رامنځته کېږي او د کورنیو تولیداتو بازار پراخېږي.
د برېښنا د تولید ترڅنګ، د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو په برخه کې د عزیزي ګروپ وروستۍ پانګیزه پاملرنه هم ځانګړی اقتصادي اهمیت لري. افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه بډای هېواد دی، خو د دغو سرچینو د استخراج او اقتصادي استفادې لپاره پانګې، تخنیکي امکاناتو او مسلکي مدیریت ته اړتیا لري.
د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو په برخه کې پانګونه کولای شي د برېښنا د تولید لپاره د کورنیو انرژۍ سرچینو د تأمین زمینه برابره کړي. دا چاره به د وارداتي انرژۍ پر اړتیا د فشار کمولو ترڅنګ د کانونو، ترانسپورټ او نورو اړوندو اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لامل هم شي.
د دغو سرچینو ارزښت یوازې په استخراج کې نه دی، بلکې مهمه دا ده چې د هېواد د تولیدي او صنعتي اړتیاوو لپاره په کور دننه وکارول شي. که طبیعي سرچینې په مسلکي، شفاف او د چاپېریال ساتنې له معیارونو سره سمې مدیریت شي، د افغانستان د اقتصادي ځانبسیاینې لپاره به مهمه وسیله وګرځي.
د عزیزي ګروپ د پانګونې بل مهم اړخ روغتیايي سکټور دی. روغتیا د ټولنې د هوساینې ترڅنګ د اقتصادي پرمختګ اساسي برخه ده. افغانستان د معیاري روغتیايي مرکزونو، تخصصي طبي خدماتو او پرمختللو درملنیزو امکاناتو په برخه کې پراخو پانګونو ته اړتیا لري.
د روغتیا په برخه کې د عزیزي ګروپ پانګونه کولای شي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو، د طبي امکاناتو په پراختیا او د خلکو د درملنې په اسانتیا کې مرسته وکړي. د معیاري روغتیايي مرکزونو پراختیا به د ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو لپاره هم د کار او مسلکي ودې زمینه برابره کړي او بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره د خلکو د تګ اړتیا راکمه کړي.
د دغو پانګونو بله مهمه ګټه د کاري فرصتونو رامنځته کېدل او د افغان کاري ځواک روزنه ده. د لویو اقتصادي پروژو عملي کېدل د انجینرانو، متخصصینو، تخنیکي کارکوونکو او کارګرانو لپاره د کار زمینه برابروي. همدارنګه، د تخنیکي پوهې لېږد او د کورنیو شرکتونو ګډون د هېواد د اقتصادي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
البته، د دې پانګونو د اغېزمنتیا لپاره اړینه ده چې پروژې په ټاکلي وخت، شفاف مدیریت او مسلکي معیارونو سره عملي شي. د افغان کاري ځواک روزنه، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د چاپېریال ساتنه او د پانګونې د اقتصادي پایلو دوامداره ارزونه باید د دغو پروژو مهمې برخې وي.
په پایله کې، د عزیزي ګروپ پانګونه یوازې د یوه خصوصي اقتصادي بنسټ سوداګریز فعالیت نه دی، بلکې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د یوه مهم فرصت په توګه ارزول کېدای شي. د برېښنا تولید د صنعت د ودې لپاره بنسټ برابروي، د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو پراختیا د انرژۍ د کورنیو سرچینو د فعالولو زمینه رامنځته کوي او د روغتیا په برخه کې پانګونه د ټولنې د بشري ظرفیت په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
افغانستان هغه وخت د اقتصادي ځانبسیاینې پر لور حرکت کولای شي چې پانګونه په تولید، انرژي په صنعت، طبیعي سرچینې په ملي شتمنۍ او اقتصادي فرصتونه د خلکو په هوساینې بدل شي. د عزیزي ګروپ په څېر د نړیوال اعتبار لرونکي افغان پانګیز بنسټونو نوښتونه د دې اقتصادي بدلون لپاره مهم فرصتونه رامنځته کوي.