Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او ازبکستان خصوصي سکتورونو د ۱۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت...

د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکتورونو د ۱۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز قراردادونه لاسلیک کړل

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور استازو په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۵۱ میلیون او ۱۶۰ زره ډالرو په ارزښت لسګونه سوداګریز قراردادونه لاسلیک کړي دي.

دا قراردادونه د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۸۰ شرکتونو د استازو له خوا په بېلابېلو اقتصادي او تجارتي برخو کې لاسلیک شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مجیب‌الرحمن شیرزاد په دې غونډه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو لپاره مهمه بللې ده.

هغه ویلي چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د دولتي او خصوصي سکتورونو د پلاوو د تګ راتګ زیاتوالي د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو او همکارۍ زمینه برابره کړې ده.

په همدې حال کې، د ازبکستان د صادرونکو ټولنې مشر یرقین مالیکوف ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پام وړ پراخه شوې ده.

د هغه په وینا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دوه‌اړخیزه سوداګري چې پخوا شاوخوا ۸۰ میلیون ډالره وه، اوس له ۱.۸ میلیارد ډالرو اوښتې ده.

مالیکوف د سوداګرۍ دغه وده د دواړو هېوادونو د اړیکو له پیاوړتیا او د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ د متقابل باور له زیاتېدو سره تړلې بللې ده.

هغه زیاته کړې چې ازبک پانګه‌وال او سوداګر په افغانستان کې د پانګونې او ګډو شرکتونو د جوړولو فرصتونه ارزوي.

دا قراردادونو په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو افغان پلاوی د شنبې په ورځ ازبکستان ته تللی دی. ټاکل شوې دا پلاوی له ازبک چارواکو سره په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې د دوه‌اړخیزې همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...