تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۱۴ مه) یوې پاکستانۍ رسنۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې له چین څخه په صنعتي توکو بار رېلګاډی د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان ته رسېدلی چې دا چاره د افغانستان لپاره د سوداګریزو توکو د لېږد یوه بله لار پرانیزي او د پاکستان له لارې د افغان سوداګرۍ د ترانزیټ راتلونکي ته یې پوښتنې راپورته کړې دي.
دغه اورګاډی د چین د شاندونګ ولایت له مرکز څخه حرکت کړی، د قزاقستان له لارې د خُرګوس له سرحدي بندر څخه تېر شوی، بیا یې ازبکستان ته سفر کړی او شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته د افغانستان حیرتان بندر ته رسېدلی دی.
په دې رېلګاډي کې د شاوخوا ۱.۲ میلیون ډالرو په ارزښت ټوکر، کیمیاوي مواد، وسایل او د ودانیزو چارو ماشینونه لېږدول شوي دي.
د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، افغانستان تر دې مخکې د چین ډېری وارداتي توکي د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې ترلاسه کول. دغه توکي د پاکستان له سړکونو څخه د پېښور او بیا د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل. دې لارې پاکستان ته د بندري خدمتونو، ترانسپورټ، ګودامونو او نورو سوداګریزو فعالیتونو له کبله د پام وړ عاید برابراوه.
خو د منځنۍ اسیا له لارې د رېلګاډي نوې لار ښايي په تدریجي ډول د پاکستان پر ترانزیټي لارو د افغانستان تکیه راکمه کړي؛ په ځانګړي ډول که د لېږد لګښت، د توکو د رسېدو وخت او د خدمتونو د ډاډمنتیا له پلوه سیالي وکړی شي.
د راپور له مخې، د رېلګاډي دغه سفر شاوخوا ۲۰ ورځې وخت نیولی، خو دا چې دغه لار به په پراخه کچه د پاکستان د دودیزې لارې بدیل شي که نه، د لېږد پر لګښتونو، سرحدي کړنلارو او د رېلګاډي د خدمتونو پر منظم دوام پورې اړه لري.
راپور زیاتوي چې یوازې د یوه اورګاډي رسېدل د دې ښکارندويي نه شي کولی چې دا لار به په لویه کچه د سوداګرۍ لپاره وکارول شي؛ بلکې د هغې ارزښت به هغه مهال څرګند شي چې ورته ارېلګاډي په منظم ډول تګ راتګ وکړي او د سوداګریزو توکو د زیات حجم د لېږد وړتیا ولري.
د راپور پر اساس، پاکستان د کراچۍ بندر او افغانستان ته د ترانسپورتي لارو له امله لا هم مهم جغرافیایي او سوداګریز امتیاز لري، خو یوازې جغرافیایي موقعیت د دې تضمین نه شي کولی چې سوداګر به د دې هېواد له لارې د خپلو تجارتي مالونو وړلو ته دوام ورکړي.
په راپور کې ویل شوي چې پاکستان باید د خپلو بندري خدمتونو، ګمرکي چارو او سرحدي تګ راتګ بهیر چټک او اسانه کړي، د لېږد لګښتونه راکم کړي او د افغانستان له سوداګرو سره د سوداګرۍ په برخه کې ډاډمنې او روښانه کړنلارې رامنځته کړي.
راپور ټینګار کوي چې د چین او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا د سیمې د سوداګرۍ په بڼه کې د بدلون نښه ده. د افغانستان لپاره د ترانزیت د بدیلو لارو شتون نه یوازې پر یوه مسیر تکیه راکموي، بلکې سوداګرو ته د لګښتونو او شرایطو په اړه د غوره انتخاب زمینه هم برابروي.
د راپور په پای کې ویل شوي چې د چین او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا په صورت کې پاکستان اړ دی چې خپل جغرافیایي امتیاز په عملي اقتصادي ګټه بدل کړي؛ ځکه په سیمه کې سوداګریزې لارې یوازې د موقعیت له مخې نه، بلکې د لېږد د لګښت، چټکتیا او باوري خدمتونو له مخې ټاکل کېږي.