Homeخبرونهلاوروف: له سیمې بهر هېوادونه د افغانستان د ستونزې په هواري کې...

لاوروف: له سیمې بهر هېوادونه د افغانستان د ستونزې په هواري کې اغېزمن رول نه شي لوبولی

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۱۳ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سیمې په چارو کې د بهرنیو لوریو پر لاسوهنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له سیمې بهر هېوادونه د افغانستان د ستونزې په هواري کې اغېزمنه مرسته نه شي کولی.

لاوروف د اوراسیا د امنیت په اړه د مینسک په څلورمه نړیواله غونډه کې وویل، بهرني لوري د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره د لارو چارو په جوړولو او پلي کولو کې هم مرسته نه شي کولی؛ لکه څنګه چې تر اوسه یې په دې برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

څرګنده نه ده چې د افغانستان له ستونزې د لاروف منظور کومه ستونزه ده. روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت پېژني.

  هغه د افغانستان د موضوع په اړه د سیمه‌ییزو جوړښتونو رول ته په اشارې وویل، د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کولو لپاره د مسکو مشورتي بهیر تر ټولو پراخ او استازندوی چوکاټ دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د دې بهیر اتمه غونډه شاوخوا یوه میاشت مخکې په مسکو کې جوړه شوې وه او د طالبانو د حکومت یوه لوړپوړي رسمي پلاوي هم پکې ګډون کړی و.

لاوروف د لوېدیځې اسیا د وروستیو بدلونونو په اړه وویل، د دې سیمې تجربو ښودلې چې د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې او د هغوی د پوځي اډو شتون نه یوازې امنیت نه شي تضمینولی، بلکې امنیتي ګواښونه لا زیاتوي.

هغه همداراز په اوراسیا کې د یوه ټول‌ګډونه امنیتي جوړښت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا جوړښت باید د هېوادونو د ملي واکمنۍ، برابرۍ او د امنیت د نه وېشل کېدو پر اصلونو ولاړ وي.

د لاوروف په وینا، د سیمه‌ییزو شخړو د هواري لپاره باید د هغو اساسي عواملو ته پام وشي او له سیمې بهر هېوادونه باید په دې بهیر کې ویجاړوونکې لاسوهنه ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...