له هغه وخته چې شاعر نه وم هم خراب شعر مې نه خوښېده او نه مې خراب شعر لوسته، نه پوهېږم دا عادت مې ښه دى که بد؟ خو له پخوا نه همداسې عادت شوى يم او ما دا تجربه کړې ده چې کله مې هم د چا ښه شعر لوستى دى سملاسي مې زده شوى دى.
همدا لامل دى چې تراوسه مې د ډېرو شاعرانو شعرونه له يادو زده دي. زه په شاعرۍ کې يوازې غزل خوښوم نه مې قصيده خوښه ده، نه مې نظم، نه مې سپين شعر، نه مې کوم بل… په خپله هم يوازې غزل ليکم او که د بل چا شاعري لولم نو هم غزل ترې لولم، خداى شته هغه شاعران چې ډېر شعرونه ليکي هم شعر يې خوند نه راکوي ځکه زه په خپله يو غزل څو مياشتې وروسته ليکم او په څو اوونيو کې بشپړېږي زه د هغو شاعرانو سپکه نه کوم د هغوى شان ته په پوره درناوي دا خبره کوم. زه داسې نه وايم څوک چې ډېر شعر ليکي، هغوى ښه شعر نه ليکي، هغوى چې ډېر ليکي هغومره يې خيالونه هم لوړ دي، هماغومره له غزله ډک دي هماغومره شاعرانه دي. زه چې په خپله ډېر غزل نه شم ليکلى دا به زما کمزوري وي يا به مې مزاج شاعرانه نه وي، خو دا خبره هم موږ په پښتو کې لرو ((چې ډېر شي ګنډېر شي)) ځينې شاعران بيا سره له دې چې ډېر شعر ليکي ښه شعر ليکي څومره چې ډېر وي هماغومره خوږ وي.
په دې ډول شاعرانو کې يو هم زموږ د اوسني دور يو سنجيده ، خوله ور، خوږ ژبى، ډېر خوندور او مزيدار شاعر ګران جلال امرخېل دى، جلال رښتيا هم ډېره شاعري کوي او زه نه پوهېږم دا بلاوهلى دا دومره الهام له څه نه اخلي؟ سم د شاعرۍ ګوډى دى، بس چې ساعت تېرېږي پر فيسبوک يې شعر راشي؛ خو د ده په شاعرۍ کې يوه ښه ځانګړنه داده چې هر شعر يې جلا موضوع لري، جلا خوند لري، جلا موسيقيت په کې وي، بو بېل انداز يې وي ځانګړې قافيې چې هېڅ ورته د چا پام نه وي دى ترې استفاده کوي د ده په شاعرۍ کې به تکراري قافيه او رديف ډېر کم وي ….
جلال په ډېر هنر د کايناتو رنګونه را اخلي او د شعر په ژبه يې په خپلو مينه والو وېشي زما په فکر دا چې جلال ډېره شاعري کوي ډېر شاعرانه پاتې شوى دى، په شاعرۍ کې يې لطافت، موسيقيت، نزاکت، مستي او معنويت هر څه شته دي. جلال د جلال شاعرۍ لکه د ستورو وځلوه، هغه په ډېره لږه موده کې د ښې شاعرۍ په زور د زرګونو خلکو په زړونو کې ځاى پيدا کړ او همدا لامل دى چې اوس لکه د خيال محمد غوندې مشهور دى.
د جلال شاعري داسې نه ده چې ګنې څوک دې پرې پوى نه شي داسې شاعري يې ده چې کله يې خلک لولي نو فکر کوي چې که دا بيت جلال نه واى ليکلى نو ما ليکه او همدې ته ښه او خوندور شعر هم وايي چې خلک ووايي دا خبره خو زما هم زده ده، که ده نه واى کړې ما هم په شعر کې کولاى شوه.
که له حقيقته سترګې پټې نه کړو نو جلال په نوي رنګ او نوي انداز شاعري کړې ده، د نوموړي د شاعرۍ په مانا او مضمون کې کوم مغلقيت نه وي خو د ده د شاعرۍ کيفيت او جذبې شورانګېزې وي، لوستونکي دې ته واداره کوي چې سملاسي يې د ده په شعر سر خلاص شي او بيا بيا يې لوستلو ته مجبوروي.
د جلال شخصيت او شاعري چې هرڅوک په ځان مين کړي دوه لامله يې دي چې يو يې خودي ده يا خود داري داسې چې په ټوله شاعرۍ کې يې تراوسه دربار ته شعر ونه ليکه او نه يې کوم خان، نواب، وزير يا بادشاه ته شعرونه وويل، او دويم دا چې جلال ډېر قانع انسان دى او همدې قناعت دې مرتبې ته رسولى دى چې اوس د لوى وړوکي په خوله د جلال شعر او د جلال صفت دى. جلال له حساس طبيعتۍ سره سره د الفاظو د انتخاب، د لهجې د ښکلا، خوږې ژبې، شفافې لهجې او د زړونو د زر رام کولو له هنر څخه هم برخمن دى مانا له دوه درېو خبرو وروسته دې مريد کوي بيا دې نر بولم چې دى دې وشړي او ته ترې لاړ شې.
جلال د ښايسته الفاظو په کارولو سره خپل جذبات تصويروي او د خپلو همسياله شاعرانو په کتار کې يې ښه نوم ګټلى دى، الفاظ يې داسې تابع کړي دي چې څه ترې وغواړي جوړوي يې ترې، زه کله کله دا وايم چې د پېښوريو شاعرانو د شاعرۍ خوند په دې کې دى چې ډېره بې تکلفه شاعري کوي هېڅ سر نه ورسره خوږوي، ساده الفاظ سره يو ځاى کړي او ډېر خوندور بيتونه ترې جوړ کړي چې دا کمال زموږ په جلال کې هم شته او اوس يې شعر لکه د خوشبو هر لور ته خپور شوى او ټول خلک يې په ولکه کې دي.
جلال په لږ عمر کې ډېر مزل وکړ، دهغه همعصره شاعران که څه هم د شاعرانه عظمت له مخې قابل قدر دي خو دى په کې يو ځانګړى مقام لري. جلال نه يوازې دا چې شاعري يې په جمالياتي احساس سينګار کړه بلکې له معنوي پلوه يې هم داسې مظبوطه کړه چې د وخت له غوښتنو او هماهنګۍ علاوه د ماضي له رواياتو او د مستقبل له خوبونو سره يو ځاى مزل کوي.
د شاعر د کلام يو لوړ معيار د هغه د کلام تاثير دى که همدغه معيار ته وګورو نو د جلال شاعري بيا د نورو شاعرانو سره يو ځانګړى فرق لري.ځکه د ښاغلي جلال په شاعرۍ کې سوز دى، سرور دى، خوند دى چې د ده له خولې راووځي د خلکو زړونو ته پرېوځي او په دې اړه يې په خپله هم ويلي دي چې:
جلاله ماپه خپل غزل زړونوکې ځاى جوړکړ
نور څه جادو او څه منتر خو راته نه راته
خو زه يې دلته يو څو هغه شهکار بيتونه چې کابل ته يې ليکلي دي هم ستاسو مخې ته ږدم:
کابل پښتون کړئ پردى کېږي چې پښتون نه شي
په سوداګرو به خرڅېږي چې پښتون نه شي
وران شو او لا پسې ورانېږي چې پښتون نه شي
په رغېدو خو نه رغېږي چې پښتون نه شي
د زړه پرهر به يې شړېږي چې پښتون نه شي
په وينو سترګو به ژړېږي چې پښتون نه شي
لکه د ګل به ورژېږي چې پښتون نه شي
بس خو وجود يې محوه کېږي چې پښتون نه شي
ورځ يې تر بلې بدترېږي چې پښتون نه شي
او تر هغې نه ابادېږي چې پښتون نه شي
په دې کې کوم داسې څه نشته دي چې موږ يې اوس تاسو ته وضاحت وکړو کوم مضمون يا کومه بله داسې پېچلې خبره يا بيت په کې نشته خو څومره له درده ډک شعر دى په ويلو سره يې د زړه غوني ځېږه شي، ما ورته يوه ورځ په چټ کې هم وويل چې ستا هغه د (کابل پښتون کړئ) نظم مې ډېر خوښ دى اګر که زه نه نظم ليکم او نه مې خوښ دى خو تا په يو بېل انداز ليکلى دى نوى رنګ دې ورکړى دى د کابل د زړه خبرې دې په خپله ژبه کړي دي جملې يې ډېرې له درده ډکې جوړې کړي دي داسې چې سړي يې په لوستلو په خپل وجود کې له کابل سره د شويو ظلمونو درد احساسوي.
جلال په شاعرۍ کې هغه مقام ته ورسېده او هغه مقام يې خپل کړ چې د ډېرو قامتونه ورته ګوته په غاښ پاتې شول او همدالامل دى چې ډېرى خلک يې اوس زغملى هم نه شي او نه ورپسې ځانونه رسولى شي هغه د مير تقي مير خبره:
نہ ہوا پر نہ ہوا ميرؔ کا انداز نصيب
ذوقؔ ياروں نے بہت زور غزل ميں مارا
او جلال په خپله هم ويلي دي چې:
جلاله ! تاته څه ضرورچې ته ځواب وايې
حاسدان پريږده،دوى به خپله وجدان مات مات کړي
او جلال چې ترڅو د وخت له هر جبر او هر ګوزار خوړلو وروسته بيا هم په خپل قوت او جرائت سره ودرېږي لکه چې وايي:
زه چې له هرګذارنه پس داسې ژوندى درېږم
خلک مجبوردي چې خپل تېراوکمان مات مات کړي
جلال پر داسې مهال د شعور سترګې پرانېستلې او شاعرۍ ته يې مخه کړه چې وطن سور اور و او ځلميتوب يې هم څه په مهاجرت وخوړ او څه په مساپرۍ خو د وطن مينه يې هېره نه کړه هماغسې يې وپالـله او لاتراوسه ورته په درنښت قايل دى هغه وايي :
مونږه خوغوښتې وه دوه درې سترګې رڼاپه وطن
دا د تيارو لښکرې راوستلې چا په وطن
ځئ مئېنانو چې مونږهم خپله جنډه پورته کړو
ترڅوبه ناست يو قوماندې ته د پاچا په وطن
مورې په سرباندې مې لاس او قران دواړه تېرکړه
ځم روانېږمه چې وکړمه غزا په وطن
سينه به سپر غشو ته نيسو چې راپرېنه وځي
داورنګزيب د پښو ګرد د خوشالا په وطن
د جنتي حورو کيسو سره به وروسته ګورو
اول ژغورل د لوپټو په کار زما په وطن
د خپل وجود، خپلې پښتواو خپل شناخت په نامه
يوه ناره د لااله الاالله په وطن
جلاله ! توره راويستل هم ضروري وګڼه
کله چې شپه ورځ خطره وي دبلا، په وطن
جلال که د وطن په حواله شعر وايي نو بيا هغه څه وايي چې د وطن له حيثيت سره برابر وي که د وطن له عظمته لوړې خبرې ونه کړې نو ټيټې نه کوي، د وطن په اړه يې پورتنى شعر د مشت نمونه خروار په توګه وګورئ، چې د فني او فکري ځانګړتياوو په درلودلو سره په ښکلو او ساده الفاظو سينګار دي.
جلال د پښتو شاعرۍ ټول خصوصيات په خپل فن کې رانغښتي دي نوموړى يو سنجيده شاعر دي او په خپل فن ښه حاکم دى دغه ټولې خبرې دا په ډاګه کوي چې د جلال شاعري د يوه داسې شخصيت شاعري ده چې په خبرو کولو، احساس کولو او فکر کولو پوهېږي.دا خبره مې ځکه وکړه چې په ډېرو شاعرانو کې د فکر کولو قوت نه وي، يا هم احساس نه لري او که دا دواړه ولري نو د غږېدلو يا اواز جرائت په کې نه وي خو د جلال په شاعرۍ کې بيا دا هرڅه شته دي چې کله د هغه شعر لولئ يا يې له بل چا اورئ نو زړه او دماغ دواړه به مو د ځان په لور بيايي او دغه خوند موږ کېداى شي د ډېرو لږو شاعرانو له شاعرۍ واخلو.
د پښتو شاعرۍ مينه وال به ترډېره پورې د جلال د شاعرۍ په سرمايه مالامال وي، جلال د زړه په زور شاعري نه ده کړې، جلال په وچ زور غزل نه دى ليکلى، جلال د زړه له درده شعر ليکلى،جلال د پښتو ژبې د نوي کهول په شاعرانو کې پښتو شعر هغه مقام ته ورسوه چې که اوس په نوي ځوانو شاعرانو کې څوک تر جلال ښه شعر ونه ليکي نو خراب به هم نه ليکي.
تر کومه چې د نازک مزاجۍ خبره ده نو د جلال مزاج ډېر نازکه ده، مانا نه د اوبو غوندې نرم دى او نه د کاڼي په څېر سخت. معتدل مزاجه سړى دى، جلال غواړي خپل نيمګړي خوبونه مکمل کړي. جلال دومره حساس انسان دى چې کله نا کله ورته محبت هم تکليف رسوونکى وي او کله نا کله له نفرته هم خوند اخلي. جلال چې څومره بد دى له هغې څو چنده بيا ښه هم دى، ځينې ملګري يې چې پر ځينو خويونو نيوکه کوي، لامل يې دا دى چې هغوى يې هنر او شخصيت يو ځاى کې نه ګوري، هنر يې تر څادر لاندې کوي او شخصيت يې په تله کې اچوي، چې فکر کوم دا له جلال سره ظلم دى، استاد اسماعيل يون وايي چې يو څوک په عين حال کې ښه سړى او د کار سړى نه شي کېداى، زياتره د کار خلک ښه خلک نه وي، له (ښه خلک) نه د استاد موخه دا ده چې هغه څوک چې کار کوي، هغه د خلکو زړونه نه شي ساتلى، د خلکو غوښتنې نه شي پوره کولاى، له خلکو سره راشه درشه نه شي کولاى، مړى ژوندى او … چې دا ټول زموږ په ټولنه کې د ښه سړيتوب معيارونه دي، که له دې زاويې ګران جلال ته وګورو نو زه به يې پاکه کليواله ووايم چې جلال ښه سړى نه دى خو ښه شاعر ضرور دى ههههه
له شاعرۍ پرته په کې د ښه مجلس کولو ذوق هم شته بد خوى يې دا دى چې ته به مجلس کې ناست يې او دا به درنه ويده شي چې زما داسې سړي ته ډېر قار راځي.
زه نور د جلال پر شاعرۍ څه ويل نه غواړم او نه راسره نور الفاظ شته چې د جلال فن پرې تاسو ته در تعريف کړم يا زه خوندور الفاظ پيدا کړم او د هغه د شاعرۍ ښکلا پرې لا زياته کړم د جلال شاعرۍ ته د صفت کولو اړتيا نشته، ګوړه چې له هرې ډډې وڅکې خوږه وي… که څوک پرې ليکنه وکړي يا ونه کړي که څوک يې وستايي که ونه ستايي د جلال شاعري شاعري ده او له دې حقيقته سترګې پټول زما په فکر ښه کار نه دى.
دا چې زما د جلال شاعري ډېره خوښه ده نو ځکه مې وغوښتل هغه خبرې چې زما په زړه کې دي او غواړم د جلال شاعرۍ ته يې نذرانه کړم ومې کړې زه د خبرو او ليکنو کولو ډېر مېړنى نه يم او نه مې د ليکنې هنر زده دى او نه دومره خوندور الفاظ په ليکنه کې کارولى شم چې ګوندې لوستونکي خپلې ليکنې ته تم کړم چې ترپايه يې ولولي بس دا برګ سبز تحفه ى دروېش ومنئ.
جلال ته په اخره کې همدومره وايم چې خداى دې وکړي ستا حق ادا شوى وي که کومه خبره مې توره سپوره کړې وي جلال به پرې راته د بښنې ډبره ږدي او تاسو به مې هم بښئ هغه د شاعر خبره چې:
هر سړى تر خپله وسه ملامت دى
زما اخلاص او ستا قسمت دواړه حاضر دي
جلاله زه تر خپله وسه ملامت يم څه چې مې له وسه ول هغه مې وکړل ستا پر ما ډېر حق دى ځکه ښه شعر ليکل او ښه نثر ليکل دواړو ته اړتيا ده او ته دا دواړه هنرونه لرې خو زما دې شاعري ډېره خوښه ده او دا دى څو کرښې مې پرې تورې کړې زما له ليکنې سره کېداى شي ډېر خلک موافق نه وي او يا يې خوښه نه شي له هغو مې هيله همدا ده چې زما په ليکنه پسې به د کره کتنې غلبيل نه را اخلئ او نه ګوره زما ادبي جنګونه له لاسه کېږي. ګورئ دا زما خپل نظر دى چې د جلال په شاعرۍ مې ورکړى دى ضروري نه ده چې پر تاسو يې په زور ومنم ستاسو خپله خوښه خو زما په نزد جلال همداسې دى. په پاى کې د جلال د جلالي او جمالي شاعرۍ د لا خړوبېدا په هيله او دا بيتونه يې تاسو ټولو ته ډالۍ کوم چې:
دومره مې وژړل دا ستا د بېلتانه له درده
سترګې چې پټې کړم خوږيږي مې باڼه له درده
لکه د پاڼې که خداى ژيړه کړلې ته له درده
لکه د ونې يې په ملا مات کړمه زه له درده
ته رانه مه پوښته چې ولې مې خوبونه نشته
ته راته ووايه څوک څنګه شي ويده له درده
ستا تګ نه پس هم چې ساه اخلم نو ريښتيا به وي چې
نه څوک د چا له غمه مري، جانه او نه له درده
که ځې زما په خاطر هره چهار شنبه زيارت ته
ما دې همدې لپاره هم نه کړي، خداى ښه له درده
جلاله! مينه به بدنامه شي په ټوله دونيا
په ډک محفل کې په زړه لاس مه ږده د زړه له درده
د دغه باغيانه فطرت شاعر د لا غوړېدا او لا ډېرو ډېرو برياوو په هيله
په زښته ډېره مينه او مننه
ستاسو
سعدالله خان فطرت
جلالکوټ، بهسود کرايي کور
د سرطان ۲۲ مه ۱۳۹۲ ل کال د روژې ۴ مه شنبې ورځ
د تاند پاڼي لیدونکو او چلونکو ته سلامونه او نیکي لوریني.
ښاغلی فطرت! درې کاله وړاندي د جلال امرخېل له شاعرۍ سره اشنایي سوم او ډیر وخت نه وو تېر سوی چي دا اشنايي په مینه بدله سوه ځکه چي ما د جلال په شعر کي هغه څه ولوستل چي زما د فکر، احساس، خیالونو او غوښتنو سره یې نیغ تړاو درلود. جلال که هر څومره ډېره شاعري کړې، هره ورځ يې راته نوی شعر لیکلی یايې په ورځ کي دوه درې شعرونه لیکلي نه یوازي دا چي پر موږ غمېدلي یا بوج سوي نه دي بلکه په هغومره لوړه کچه مو مینه ورسره نوره زیاته سوې ده، او بیا بیا مي په تکرار لکه بې صبره ملنګ ترې نوی او نوی شعر غوښتی او په څنګ کي مي یې هغه زوړ شعر په زړه او دماغ کي ځای کړی.لکه تاسي چي یې یادونه وکړه زما په فکر ما او تاسي غوندي د جلال د شاعرۍ ډیر مینوال به داسي پیدا سي چي د جلال بلا ډیر شعرونه یې په یاد زده وي ځکه چي د جلال په شاعرۍ کي هغه د ښه شعر ځانګړنه سته چي د لوستونکي او اورېدونکي زړده ته لاره کوي او تر ډیره یې پر ژبه جاري پاته کیږي.
جلال مي د نیټ له لاري پیژندل، مطالعه کړی او د یاراني په برخه کي مي تجربه کړی. ډير خوږ، زړه سوانده، مهربانه او یار ځوان دی. کله کله جلال په دې زوریږي چي ولي ځني کسانو پسي راخیستي او بیا ځایه او غیري معقولي نیوکي ورباندي کوي خو زه چي هر کله ورسره مخ سوی یم همدا خبره مي ورته کړې چي جلاله! که غواړي زړونه لاس ته رواړې ښه شاعري وکړه. که غواړې رقیبان وسوځوې ښه شعر ولیکه، که غواړې د خلکو پر ژبو پاته سې ، ښه شعر ولیکه، او که غواړي شاعري دي ژوندۍ پاته سي همداسي او تر دې نوره ښه شاعري وکړه ځکه چي الله د شعر استعداد درکړی یوازي یې په کارولو کي ټمبلي مه کوه او د حاسدانو بې ځایه نیوکو ته سر ټیټی مه کوه د لاتحزن) اندېښنه مه کوئ.لیکوال: ډاکټر عائض القرني.ژباړن: عبدالغفور پېروز) کتاب څخه هغه جملې در یادي کړه چي وایي” ځيني ناپوهان خو الله جل جلاله ته چي د هر څه خالق ، مالک او پالونکی دئ هم بد وايي. هغه ټولو ته روزي ورکوي او له ده پرته بل معبود نه شته ، نو زموږ او ستاسو به چي ګناهکاران يو او تېروتنې کوو څه قدر وي؟. موږ به د خلګو له بې ځايه سپکو ، سپورو او تنقيد سره مخامخ کېږو ، موږ ته به د له منځه وړلو دسيسې جوړېږي او په قصدي ډول به مو سپکاوی کېږي. تر څو چي ته ورکړه کوې ، يو شی جوړوې ، اغېز لرې او پرمختګ کوې تر هغه وخته به خلګ پر تا له نيوکو لاس وانه خلي مګر نه په هغه حالت کي چي ته يا په ځمکه ننوزې او يا اسمان ته په ختلو د دوئ له نظرونو پټ شې، تر څو چي د دوئ په منځ کي يې ته به ازارېږې ، اوښکې به تويوې او خوب به دي الوتی وي ، څوک چي پر ځمکه ناست وي هغه نه لوېږي.
يو شعر دئ:
” د جګړې په ډګر کي سرتېری له اسه غورځي.”
خلګ به له دې کبله تا نه خوښوي چي ته په پوهه ، وړتيا ، اخلاقو او يا دنيا کي تر دوئ پر مخ يې ، دوئ تا تر هغو نه بخښي چي وړتياوې دي له منځه نه وي تللې ، د الله نعمتونه يې درڅخه اخيستي نه وي او له ټولو خوښيو و ښېګڼو دي لمن نه وي خالي شوې او خيرن ، ناپوه ، بې کاره او صفر شوی نه يې. دوئ همدا غواړي له همدې کبله به ته د دوئ بې ځايه نيوکې ، ناروا خبرې او سپکاوی زغمې ، د احد د غره په څېر به کلک درېږې ، له ځانه به داسي ډبره جوړوې چي باران پرې اورېږي او ښوييږي خو دا پر خپل ځای کلکه ولاړه وي. که دي د خلګو نيوکو ته اهميت ورکړ نو ستا د ژوند ګډوډولو او د دوئ د خولې هدف دي پوره کړ، له همدې کبله له زغمه کار اخله ، دوئ پرېږده او خبرو ته يې پام مه کوه! ، د دوئ په بې ځايه خبرو به دي درجه لوړه شي ، څومره چي ستا وزن لوړ وي پر خلاف به دي شور او هنګامه هم ډېره وي. ته به د چا خوله وتړې؟ خو که ته دوئ ته پاملرنه ونه کړې ، پر خپل حال يې پرېږدې نو له بې ځايه نيوکو ځان خلاصولای شې.
] قُلْ مُوۡتُوۡا بِغَیۡظِكُمْ ؕ [ ( آل عمران : ۱۱۹ )
ژباړه: ووايه! په خپله غوسه مړه شئ.
يوازي دا نه بلکي ته د خپلو ښېګڼو او نېکيو په زياتولو د خپلو نيمګړتياوو د لرې کولو او د هغوئ ژبې ته قلف اچولای شې خو که ته دا وغواړې چي د نړۍ په وړاندي له ټولو نيمګړتياوو پاک شې او ټول خلګ مينه درسره وکړي نو
دا يوه ناشونې هيله ده او يو نه ترسره کېدونکی اميد.”
په تلو تلو کي د جلال امرخېل دا یوه غزل درته ډالۍ ده.
شرنګولې په کوڅو کې د دې ښار دي زولنې ما
د پرهر په شور لیکلې ، د فکرونو ترانې ما
چې دا ستا د مخ له اوره ، په خپل زړه نه سوځیدله
څه ګیله خو به کوله خاماخا له ائینې ما
تا که زه یم پیدا کړی ، ما خو هم ته راپیدا کړې
زه خو تا منم خاونده ، ته به هم ګوره منې ما
نه مې وینې ، نه مې اورې ، نه فریاد زما په درد کړې
ته ړنده کړې ، که کڼه کړې ، که ګونګۍ کړې زمانې ما
چې اړخ په اړخ اوړم ، په ازغو مې زخم لګي
دا په خپله په ځان وکړې ، محبته دا کانې ما
سمندر شوم ، شمال نه شوم چې مې خاورې پر سر باد کړم
ستا له تګ نه پس کړې ورانې ، ستا د پلونو نښانې ما
دا د کوم ارمان تکل و ، د کوم درد زور و جلاله !
له غزل سره چې وکړې، په دې عمر دا نخرې ما