غالبا دریم ټولګي کې به وم چې له ښوونځي ور ها خوا مې د نورو کتابونو مطالعې ته لاس کړ.
زموږ په کور کې زما دوه نورو وړو خو له ما مشرانو کاکا لورګانو کتابونه ډېر لوستل او د هغوی په لیدو زه هم وهڅېدم چې مطالعه وکړم او لومړنی کتاب چې زما لاس ته راغی د نصیر احمد احمدي صیب د رڼا ناول وو.
په کم عمر کې د ماشومانو ذهن ډېر موارد نه شي درک کولی خو ولې د رڼا ناول دغسې نه وو لیکل شوی چې زما په عمر ماشومانو ته یې خوند او د درک ظرفیت نه وی ورکړی.
اوس مې هم یاد شي هغه کتاب چې ما لوسته د ښوونځي رخصتۍ وې او سخته ګرمي وه، د نورو ماشومانو په څېر زه هم د ښوونځي رخصتیو ته خوشالېدم، ځکه تر بل هر وخت مې ډېر له ملګرو سره لوبو او نانځکو ته وخت پیدا کاوه، خو پر دې کال مې د ښوونځي رخصتي له مطالعې قربان کړه. او د رڼا ناول پر لوست مې پیل وکړ. ما ورته یوه پښه په بله اړولې وه او توري توري مې یې لوستل. ما داسې نه احساسوله چې زه دې د جلال اباد ښار په یوه کوچني کور او یو لویه خونه کې اوسم، ځان مې کټ مټ په غزني کې لیده.
موږ پښتانه په خپل منځ کې دا اصطلاح لرو چې پېریانو ته غزني څه دی؟
زه وایم د احمدي صیب د ناولونو په لوست سره انسانانو ته غزني څه دی؟ که له ما څوک وپوښتې غزني دې لیدلی؟ وایم هوو؛ د احمدي صیب په ناولونو کې.
راځم خپلې پاتې کیسې ته.
د کتاب پیل مې هم لږ لږ یاد شي چې په یوه هواره دښته کې یوې ماشومې نجلۍ له یو برابر هلک سره رمه پېوله. د کتاب له پیل سره مې سم ځان غزني او بیا هغې دښتې ته رسولی وو او ټولې صحنې مې په خپلو سترګو لیدلې. کله کله خو مې وجود د هغې لمرینې دښتې ګرمه هوا هم حس کوله او خاورو او ګردونو مې د صحنو له لیدلو سترګو ته مزاحمت کاوه.
د احمدي صیب د رڼا ناول دومره راباندې اغېز کاوه چې کله به مې ځان د رڼا په لور پاڼه کې جوړاوه، ځکه د پاڼې معصومیت بیخي زما د ماشومتوب معصومیت ته ورته وو. او کله کله به مې ذهن زه رڼا جوړه کړې وم او ځان به مې د ناروغۍ په بستر پرته رڼا ګڼله چې د ناکامې مینې درد یې اوس هم د وجود رګونه او هډوکي خوږول.
ما د ناول له دې دوو کرېکټرونو سره ژوره خواخوږي خپله کړې وه، یو لامل خو یې دا وو چې دا دواړه ښځینه وې او په دې کیسه کې تر ټولو ډېر درد همدې دواړو ته رسېدلی وو ځکه مې پرې زړه ډېر سوځېده. بل د احمدي صیب د کرېکټر کښۍ ځانګړی او اغېزمن سبک وو چې زما دنني احساسات یې را ژوندي کړي وو او زما دویم ځان یې کله پاڼه او کله رڼا راته جوړاوه.
دا زما د مطالعې کمال نه وو، دا د احمدي صیب د ناول او د هغې د سبک کمال وو چې زه یې له موټر پرته غزني ته وړې وم، صحنې یې راته ژوندۍ کړې وې او هر څه یې په خپلو سترګو را ښودل.
ما ته د کتاب لوست دومره خوند راکړی وو چې دوه ورځو کې مې بشپړ کړ خو د کتاب له خلاصېدو وروسته هم زما ذهن او فکر څو ورځې غزني کې وو چې دومره یې زما ذهن تسخیر کړی وو.
دا کتاب یې ما دویم ځل بیا ولوست.د احمدي صیب دې کتاب ما ته د نورو کتابونو د لوست لېوالتیا هم راکړه او د همدې کتاب په مینه ما نور ډېر کتابونه هم ولوستل.
د احمدي صیب یوازې رڼا ناول نه بلکې د ټولو ناولونو او کیسه ایزو کتابونو سبک یې پر لوستونکو همداسې اغېز کوي، هر کتاب یې خپل جلا اغېز او پیغام لري. خو د رڼا ناول یې ما ځکه یاد کړی چې هغه لومړنی کتاب وو چې ما په ډېر ماشومتوب لوستی وو او څومره تاثیر یې راباندې کړی وو.
ارواښاد احمدي صیب زموږ د ټولنې په نبض، نیمګړتیاوو، اړتیاوو او غوښتنو ډېر ښه پوه وو، دا او دې ته ورته موارد یې ډېر ښه پوښښ کول.
که موږ د پښتو ادبیاتو منظومه او منثوره برخه له خوشال خان خټک پرته هېڅ ګڼو نو همداسې پښتو داستاني ادب هم د ارواښاد احمدي صیب له اثارو او خدمتونو پرته فلج ګڼلی شو.
درېغه چې خدای ژر ځان ته نه وی بللی او د پښتو ادبیاتو داستاني برخه پرې نه وی خواره شوې.
د احمدي صیب د کتابونو ټول تورې یې شافع او ورته دعا ویوونکې دې شي.
یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوی وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د احمدي صاحب په یاد جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.