د افغانستان او پاکستان تر مینځ وورستۍ پېښې او شخړې چې ځیني بهرمیشت مکتبي افغانان یې په دوو متخاصمو ډلو سره جلا کړي دي د پاکستان او افغانستان په تاریخ او د دوی پخپلمنځي اړیکو کې کومه نوې خبره نه ده او د هغه لامل د پاکستان د نظامي چارواکو په «استراتیژیک عمق» او د افغانستان نه د یو غلام هېواد په حیث د استعمالولو په تگلاره کې معنی او مفهوم پیدا کولای شي.
پاکستان نه یوازې د یو مضبوط او پیاوړي افغانستان سره ذاتي دښمني لري، بلکې د خپلې بقا لهپاره زموږ د هېواد په ټول سیاسي، اقتصادي، مادي – تخنیکي او ترانزیتي امکاناتو او شتمنيو باندې د بلاقیدوشرط تسلط ناوړه اراده او نیت لري. په ۸۰مو او ۹۰مو میلادي کلونو کې په افغانستان کې د «جهاد» تر پردې لاندې د افغانستان د «جهادي تنظیمونو او «جهادي» رهبرانو په سخاوت، «همت» او «مېړانه» د پاکستان سیاسي – استخباراتي نفوذ او حضور زموږ په هېواد کې د ننه پیاوړی او تر بېسارې کچې پورې ورسول شو. د افغانستان د «جهاد» د تاریخ په تور کتاب کې د «جهادي» مشرانو څېرې او افغاني ضد کړنې او د افغانستان د ملي گټو پر خلاف د هغوی پاکستانمشربه وجدان په ټول تفصیل ثبت او بربنډ دی. د افغانستان د پیاوړیو او غښتلیو وسلهوالو ځواکونو پاشل او د هغه د تخنیکي او مسلکي بڼسټونو وېجاړول او په پاکستان باندې د افغانستان د اردو د وسلو او نظامي زېرمو پلورل د برهانالدین رباني په څلور کلنه پادشاهي کې پېښ شول. دا «جهادیان» و چې پر افغانانو باندې یې د پاکستان او پاکستاني استعمار سیوری خپور کړ او نن یې د افغانستان حاکمیت، ارضي تمامیت او استقلال ته د گواښونو او نظامي تیري ملا تړلې ده.
د آزاد او مستقل افغانستان پر ضد د پاکستان نظامي روان تېری په هیڅبڼه په افغانستان کې د نظام او دولت په شکل او مضمون پورې اړه نه لري. د نظام مسأله د افغانانو داخلي مسأله ده او پاکستان حق نه لري چې افغانانو ته د دولتجوړونې او د دولت د مدیریت چارې ورزده کړي. پاکستان به د خپل ضد افغاني ذات او سرشت په تقصیر هیڅکله د افغانستان د خلکو سره د ښهگاونډیتوب رسم او سنت ته غاړه کېنهږدي. پاکستان په روښانه او صریحه توگه د افغانستان د بربادۍ او تجزیې سیاست پلی کوي. پاکستاني نظامي چارواکي یو غلام افغانستان ته په تمه دي. د هغوی نیت لا د حامد کرزي او محمد اشرف غني د جمهوریت په دوران کې په لاندینیو ناروا غوښتنو کې داسې انعکاس درلود:
۱- د افغانستان او پاکستان تر مینځ د پولې په رسمیتپېژندل(افغانستان دې د دیورند د کرښې پر ځای د پولې کلمه وکاروي)، د پولې د پیاوړتیا او مدیریت په موخه دې د افغانستان او پاکستان تر منځ یو مشترک کمیسیون جوړ شي؛
۲- د ډیورند د کرښې د آخوا خلکو سره د افغانستان د اړیکو پرېکېدنه. د ډیورند د کرښې نه آخوا پښتانه باید اسلامآباد خپله قبله وگڼي او د ډیورند د کرښې دېخوا پښتانه کابل خپله قبله وگڼي. د افغانستان دولت د ډیورند آخوا له سیاسي مشرانو سره د اړیکو او افغانستان ته د پاکستان له اجازې پرته د هغوی د بلنې نه ډډه وکړي. پاکستان به هم د افغانستان د حکومت د اجازې پرته د افغانستان د سیاسیونو د بلنې څخه ډډه کوي.
۳- افغانستان باید له پاکستان سره د کنړ د اوبو د وېش یوه معاهده لاسلیک کړي؛
۴- افغانستان دې د خپلو قوتونو کم تر کمه ۳۰ سلنه(د اردو افسرانو، پولیسو او ملي امنیت په شمول) د روزنې لهپاره پاکستان ته ولېږي؛
۵- افغانستان د امریکا او نورو هیوادو سره د ستراتیژیکو تړونونو لاسلیک ته اړتیا نهلري. د دوی پر ځای دې له پاکستان او چین سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي؛
۶- د افغانستان د زېرمو د استخراج په موخه د افغانستان، پاکستان او چین یو کنسرسیوم او یا کمپنۍ جوړه شي او د انحصار حق دې ولري؛
۷-د پاکستان او افغانستان تر مینځ د امنیتي همکارۍ یو تړون دې لاسلیک شي؛
۸- په افغانستان کې د هند ديپلوماتیک حضور په کابل محدود شي؛
۹- په افغانستان کې هندي شرکتونو ته د اقتصادي فعالیت اجازه ورنهکړل شي؛
۱۰- د افغانستان دولت باید د پاکستان پر ضد د افرادو او رسنیو د تبلیغاتو مخه ونیسي؛
۱۱- افغانستان باید منځني آسیا ته د پاکستاني اموالو ترانزیت په یواړخیزه توگه تسهیل کړي. پاکستان هند ته د افغانستان د اموالو د ترانزیت اجازه نه ورکوي.
دا به لویه تېروتنه وي چې د اسلامي امارت د نواقصو او ستونزو په پلمه د پاکستان ښکاره تجاوز زموږ پر سپېڅلې خاورې باندې توجیه کړو او د بېوطنو «جهادي» تښتېدليو خاینینو او د هغوی د دوهم او دریم نسل وطنپلورونکو د داردار او چرندیاتو ښکار شو. پاکستان په وروستۍ نیمه پېړۍ کې په ډاگه وښودله چې شاهي، جمهوري او اماراتي او یا تشپهنامه فدرالي حاکمیتونه په افغانستان کې دوی ته بېتوپیره دي او په افغانستان کې د هر ډول حاکمیت سره یوازې د خپل استعماري «استرتیژیک عمق» د سیاست د پليکولو او معاملو پر بڼسټ چلند کوي.
بغلان
د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکټوبر ۱۵مه نېټه
د جومه خان سوپي غوندی خاینان چی وی دافغانستان ورځ نه ښه کیږی. دی خانیانو د افغانستان بهترین نعمتونه وخوړل له دی ځایه یی نجونی هم بوتلی او واده یی کړی او دا دی دا څلویښت کاله دا وطن ورانوی. شرم دی وی په جومه حان سوپی او ای. اس. ای.