Home+په اوسنۍ شاعرۍ کې د سمبولیکې دستګاه درېیم اړخ او تخنیکونه

په اوسنۍ شاعرۍ کې د سمبولیکې دستګاه درېیم اړخ او تخنیکونه

لیکنه: طالب منګل
ډېر کله د شعر لوستنې پر مهال له دې خبرې سره مخامخ کیږو، چې د شعر مانا له شاعر سره ده او هغه پوهیږي چې ددې شعر هدف او مانا څه ده، دې خبرې د شاعر کلکه ننګه کړي او ډېر وخت همدا توره( چې د شعر مانا د شعر په زړه کې ده) کارولې ده.
دا ددې مانا لري چې شعر له پوهې لوړ معرفي کړي او د شعر مانا په یو رمز بدلیږي، یا کله کله د شاعر د هغې ګډوډۍ او ژور ابهام له امله چې په غیرې ارادي او یا په قصدي توګه په کوم بیت او غزل کې پېښ شوی دی د پټولو یوه هڅه ده.
زه دا نه وایم چې د شعر زړه دې وتلل شي بلکې د شاعر شعر دې وتلل شي او هغه مانا چې له شاعر سره خوندي ده په راسپړلو او ښکاره کولو کې دې هغه شعري دستګاوې وکارول شي چې دا چاره اسانه کوي.
دا ادبي دستګاوې بیخي ډېرې دي چې یو شمېر یې زیاتې مشهورې او ځینې په اسانۍ د پوهیدو وړ نه دي، زه د همدې شعري دستګاو څخه یوه دستګاه چې سمبول دی سپېړم، خو په همدې دستګاه کې د شعر دریم اړخ تر بحث لاندې نیسو.
که ژوند باقي و بیا به همدا موضوع په نورو دستګاوو کې هم وڅیړو خو اوس یوازې  د سمبول د دریم اړخ تخنیکونه تر بحث لاندې نیسو او ګورو چې د شعر د مانا هغه لرې او پټ اړخ د سمبول د دریم اړخ له لارې پېژندلی شو او کنه.
ښاغلی پیر محمد کاروان وایي:
په زړه مې پروت برغولی وینې او که نه کاروانه
بس دومره ووایه چې وینمه خو بس نه وینم
که وګورو د کاروان صیب په دې بیت کې برغولی لفظ سمبول دی چې یاد سمبول درې اړخونه لري، لومړی یې ظاهري اړخ د یو لوښي مانا لري خو د سمبول دویم اړخ اشاري مانا یوازې لوښی نه دی، دا د درد، زخم، پټې وینې، داخلي ماتېدنې یوه نښه کیدلی شي.
خو د یاد سمبول دریم اړخ ژوره مانا لري، چې دا د نه ویل شویو غمونو نښه ده، دا هغه دردونه او خبرې دي چې له شاعر سره ورسره دي او دا شاید دومره زیات وي چې په ویلو یې د شاعر د عمر په څیر عمر تېر شي نو د سمبول دریم اړخ د یو لفظ په راوړلو سره اوږده سلسله په بر کې نیسي.
په بیت کې(وینمه خو بس نه وینم) هغه جمله ده چې د سمبول درېیم اړخ ته لاره پرانیزي، ځکه دلته لیدل یوازې ظاهري لیدل نه دي، احساس هم باید ورسره وي، یعنې درد شته، خو بشپړ درک یې د شعر لوستونکي ته اسانه نه دی.
په هغو بیتونو کې دریم اړخ ډېر په سخته په ګوته کیږي، چې ادبي توکو تخنیکونو شمېر یې زیات وي، ځکه هغه په یوه واحده مانا نه ودریږي او په خپله غیږه کې یو جهان موضوعات رانغاړي لکه د ښاغلی مصطفی سالک وایي:
کوم داغلي زړه قیامت شپېلۍ وهله
زړه مې جګ له هدیرې لکه ریدی شو
دا بیت د سمبولیکې دستګا تر څنګ نور تخنیکونه لکه  تلمیح، تضاد، تشبیه، تصویر جوړونه او ابهام هم کارول شوی دي.
په دې بیت کې د قیامت د ورځې مذهبي تصور ته اشاره تلمیح دی، هدیره او قیامت دواړه ژور معنایي سمبولونه دي. دا چې شاعر درد مستقیم نه بیانوي او لوستونکی یې کشف کوي دا ابهام دی، له هدیرې نه د زړه پورته کېدل ډېر قوي ذهني تصویر جوړوي او مړینه بیا راژوندي کېدل او هدیره او جګېدل تضادونه جوړه وي او زړه د ریدي غوندې راپورته کیدل تشبیه ده.
په یو بیت کې د دومره تخنیکونو کارول شعر لوړ هنری مقام ته رسوي خو په دې بیت کې د سمبولیکې دستګاه او د سمبول درېیم اړخ ډېر ژور هنري کارول شوی دی.
که په دې بیت کې د سمبول ظاهري اړخ وګورو نو قیامت شپېلۍ ظاهرا د قیامت د ورځې د اعلان غږ ته اشاره ده. هدیره د قبرونو او مړو ځای دی.
ریدی چې پسرلي کې ژر شین کیږي او ګل نیسي د ناڅاپي پورته کېدونکي حالت څرګندوي، د سمبول بل اړخ اشاري مانا ده چې قیامت شپېلۍ ناڅاپي درد، سخت راپورته کیدل، هدیره مړ احساس او جګېدل بیا راژوندي کیدلو په مانا دي.
خو د سمبول درېیم اړخ کې د شعر ژوره فلسفه راڅرګندېږي او هغه دا چې شاعر وایي داسې یو درد، داسې یو غږ، داسې یو داخلي ټکان راغی چې مړ او خاموش زړه یې بیا راویښ کړ، هدیره د زړه لپاره د مړو هیلو او د پخوانیو ټپونو ځای ښودل شوی دی.
په دریم اړخ کې قوي برخه یې د هېر شوي عشق او درد دنیا ده چې یو قوی روحاني انقلاب دی چې دا شعر له عادي بیان څخه لوړ مقام ته رسوي. دا یو لوی داستان، پېښه او روحاني مقام ښودل دي چې سالک صیب د سموبلیکې دستګاه په دریم اړخ کې ځای په ځای کړي.
ښاغلی عبیدالله دروېش درانی وایي:
دښمن واهمه مګر وار مې په خپل سر لګیږي
دی وایي مه پرېږده ګزار دې برابر لګیږي
د دې بیت په اړه پوهنمل نجیب الله مخلص او پوهنیار محمد طاهر جار په یوه ګډه علمي څیړنیزه(د دروېش دراني د شاعرۍ سبکی او تخنیکي اړخونه ) مقاله کې ددې بیت لاندې لیکلي:( د بېلګې په ډول، دښمن وهل کېږي، خو ګوزار د ده پر سر لګېږي نو دا څنګه دښمن شو چې هم یې وهي او هم ورباندې خوږېږي؟ او يو بل در یمگړی (دوی) هم شته چې د دغې عمليي محرک ګڼل کېږي، نو دا څوک شو؟ په حقیقت کې دغه دښمن دی په خپله د ده د وجود غړی، د ده ورور او د ده دوطن بچی دی او دغه در یمګړی په اصل کې د ده او د ده د وطن د بچي تر مينځ نفاق اچوونکی او د بدبینیو رامینځته کوونکی دی.)
دا ددې بیت ښکلې تشریح ده، چې د لومړي  اړخ له مخې شوې خو دا چې زما موضوع د دریم اړخ په ګوته کول دي نو لومړی ددې بیت نور تخنیکونه په ګوته کوو ځکه د نورو تخنیکونو څیړل موږ ته ددې فرصت راکوي چې په سمه توګه د سمبولیکې دستګا دریم اړخ وپیژنو. شاعر وایي:
دښمن واهمه مګر وار مې په خپل سر لګیږي
دی وایي مه پرېږده ګزار دې برابر لګیږي
په دې بیت کې د سمبول درېیم اړخ ډېر ژور او انتقادي رنګ لري، کله چې د رنګ خبره شوه نو بیت داخلي طنز هم لري لکه هغه چې وایي(دی وایي مه پرېږده) کې یو پټ طنز شته، ځکه هماغه څوک چې زیان رسوي، د انصاف دعوه هم کوي. خو په دې بیت کې څلور نور توکي تضاد، ابهام، کنایه او ټولنیز سمبول هم شته.
راځو دریم اړخ ته خو له دې مخکې یې  دویم اړخ اشاري مانا را اخلو چې د بیت په فضا کې جګړه په فزیکي توګه موجوده نه ده او دا فکري جګړه، ټولنیز ظلم، خپلمنځي خیانت فضا جوړه وي او په دویم اړخ کې شاعر فکر کوي چې دښمن به بهر وي، خو ضربه پرې له خپل چاپېریاله راځي.
د سمبول درېیم اړخ کې دښمن یو مخالف کس استازیتوب نه کوي، دا د خپل ناپوه خلکو، د باور له منځه تلل، داخلي خیانت په ګوته کوي، یا هغه ځواک چې د دوست په څېره کې زیان رسوي. هدف دا دی چې ټولنیز بحران اکثره له داخل پیدا کیږي او ددې بیت دریم اړخ لوستونکی دې ته اړ باسي چې د دښمن اصلي څېره له سره وپیژني.
ښاغلی عبدالله صداقت وايي:
موږ پرې واړولې خاورې ترېنه راغلو
دا مو ځکه په وطن کې څلي ډېر دي
په دې بیت کې د سمبولیکې دستګاه او د سمبول درېیم اړخ ډېر ژور تاریخي او فکري رنګ لري، په ظاهره توګه قبرونو او د قبرونو په سر جوړولو شویو څلو ته اشاره ده او اشاري مانا یې د تاریخ د تېر درد نښه ده، به بیت کې څلي د غم او ویاړ استازیتوب کوي، یعنې شاعر د قربانیو خبره کوي.
خو که دریم اړخ یې راسپېړو نو خاورې یوازې خاوره نه ده، دا  د نسلونو قرباني، له جګړو پاتې ناخوالې، او خاموشي ده او څلي بیا د قربانۍ تاریخ دی، ځکه دا د وطن د نه ختمېدونکي درد اسنادونه دي.
په بیت کې د سمبول تر څنګ ابهام، تاریخي اشاره، تصویر جوړونه او فلسفي ژور تیا شته، چې ابهام لوستونکی له تاریخ درک کوي، تاریخي اشاره یې د تاریخ قربانیو او جګړو پټه یادونه ده، او د تصویر په برخه کې وطن له څلو او خاورو سره یو قوي تصویر جوړه وي.
په دې بیت کې شاعر د وطن د تاریخ لنډه فلسفه ښودلې ده، چې خاورې د قربانیو حافظه ده خکه هدیره همدا مانا لري او څلي د هغې ژوندي اسنادونه دي، خو دلته دریم اړخ شعر له شخصي احساسه پورته وړي او د وطن په هویت بدلیږي.
په ازاد شعر کې هم د سمبولونو دریم اړخ پیاوړی دی، ښاغلی عبدالغفور لیوال د (مانا) ازاد شعر کې وايي:
ژوند
د ستړي مزل رنځ دی.
یوه دمه په ‌کې شته،
چې مرګ نومیږي.
لا د مینې په خوب سترګې خوږې نه ‌وي،
چې غږ وشي:
«نورڅه نه ‌شته!»
دا شعر څلور ټوټې لري، په اصل کې هره ټوټه ځانګړی احساس لري، خو که دریم اړخ یې وګورو نو وجودي رنګ د شعر له پایله او پایه ملګری دی. ددې شعر په ظاهري شننه کې ژوند (د انسان د اوسېدو موده)، مزل (سفر)، دمه (استراحت)، مرګ (د ژوند پای) او خوب د ارام او هیلې په توګه راغلي ، خو په اشاري مانا کې مزل د ژوند د ستونزو او ستړیا نښه ده، دمه د کم ارام لپاره او د مینې خوب بیا د هیلو او غوښتنو او ارمانونو استازیتوب کوي، چې نیمګړي دي.
خو ددې شعر اصلي مانا په دریم اړخ کې ده، چې د مینې خوب یوازې عشق نه دی ښودل شوی دا یو خوږ انتظار ښودل شوی، چې بشپړیدو ته نه رسیږي.
په دې بیت کې پنځه تخنیکونه کارول شوي دي، چې یو یې ( ژوند، مرګ، مزل او خوب) ټول وجودي او ژور فلسفي سمبولونه دي او لویې ماناوې په دریم اړخ کې ځایوي، چې د شننې له دایرې وځي.
ژوند او مرګ، خوب او پای، هیله او ختمیدل تضادونه دي، او ابهام یې دا دی، چې شاعر مستقیمه نتیجه نه وړاندې کوي، دا کار یې لوستونکي ته پرېښودی دی. ددې شعر الفاظ پسته رواني چاپېریال لري خو یوه خاموشه اشاره هم په کې راغلي(نور څه نه ‌شته) چې تر ټولو قوي خاموشه ضربه ده، ځکه لږ لفظونه، ډېره مانا لري.
ښاغلی رحمت شاه سایل وايي:
‏د ګمانونو د غارونو په شا ژوند نه  کوم
‏زه  د  يقين  پـه  ګړنګونو  الوتل  غواړم
 ددې بیت اشاري مانا کې د ګمان غارونه  د (شک، وهم)، د یقین ګړنګونه( د حقیقت، خطر، جرات او روښانه پرېکړه لپاره) او الوتل د( ازادي او معنوي لوړوالي) لپاره کارول شوي. یعنې د شک پر ځای د یقین سخت مګر رښتینی سفر غواړي خو دریم اړخ کې غارونه یوازې تیاره ځای نه دی، دا د ذهني زندان، د ویرې سمڅې او نیمګړي نړۍ ښودلی شوې.
په تضادونو کې ګمان د (یقین)، غار د (کړنګ) او( بندښت) د الوتنې سره مخامخ دي، چې دا شعر ته قوت ورکوي، خو غار، کړنګ، او الوتنه درې واړه فکري سمبولونه دي. سایل صیب وجودي جرات کوي ځکه هغه په بیت کې د ژوند د انتخاب فلسفه وړاندې کوي چې د شک او یقین تر منځ د انسان داخلي مبارزه انځوروي.
ښاغلی شرر ساپی وايي:
ما ولیدلې ستا په اننګو را څڅیدې
ما ویلې په دې ګلو به شبنم کیږي که نه؟!!
دا کفر ښکلا ګوره او زما ټيټې لیمې
اوس خيال دې په شرر د محترم کیږي که نه؟
د یو بیت وروسته د شاعر لخوا د (؟!!) نښو لګول یوازې د پوهولو هڅه ده، خو زه فکر کوم چې دا ډول نښې په شعرونو کې هم قوت لري، دا په دې مانا چې شاعر هڅه کوي، چې د نښو په لګولو سره هغه څه چې دی یې په فکر کې لري، د لوستونکي لپاره د مانا مسیر بدل او یا سم کړي. په هر صورت په دې بیت کې استعاري سمبول کارول شوی چې اننګي د ګلونو په بڼه او اوښکې د شبنم په بڼه وړاندې شوې دي، ابهام یې دا دی، چې په اوښکو او شبنم کې لوستونکی په خپله مانا لټوي.
دا بیت عاطفي کوډ (رمز) هم لري، ځکه احساس مستقیم نه دی بلکې په رمز کې ویل شوی دی، بل دا بیت استفهامي ژورتیا هم لري لکه (کیږي که نه؟ ).
په دویم بیت کې (کفر ښکلا) د داسې حسن نښه ده چې عقل حیران کړي او ټيټې لیمې د ادب، شرم او درناوي سمبول دی خو ددې بیت دریم اړخ کې کفر ښکلا یوازې حسن نه دی، دا هغه جذبه ده چې عقل ماتوي، یا د انسان له کنټرول وتلی کشش دی، او ټیټې سترګې بیا د شرم په مانا نه بلکې د عشق ادب په مانا ښودلی شوي. دا بیتونه تضاد او ابهام هم لري، خو عشق ډېر پټ او په درنه ژبه ښودل شوی چې دا په دریم اړخ کې ښه څرګندیلی شي.
ځینې وخت د دریم اړخ پوهیدنه یو څه ترخه وي، ځکه د دریم اړخ له پوهیدو مخکې یو داسې لفظ راغلی وي، چې د شاعر سره رشتوي اړیکه په ګوته کوي، دا حالت د لوستونکي سکروټو ته تر هغې پوکی ورکوي تر څو یې چې زړه پرې وریت نه شي.
اغلې عابده سپوږمۍ وايي:
تا چې پل ايښى دى په هغې ځمکه
سږکال به شنه شي هديره کې ګلان
ما مخکې د یو لفظ یادونه وکړه، په دې شعر کې یاد لفظ (تا) دی چې د شعر سوخت د هغو لپاره چې د ګرانښت وجودونه ترې فنا شوي سخت تمامیږي خو دا بیت یوه ژوره تسلي هم لري، خو مخکې د شعر تخنیکونه ګورو.
ددې بیت ظاهري مانا واضحه ده، ځکه پل اېښودل، د تګ، ځمکه خاورې او ځای، هدیره د مړو ځای او ګلان بیا نبتات دي خو د سمبول په دریم اړخ کې (هدیره) د احساساتو ځای، د غم ځای او  د روح مړاوي نړۍ خو (ګلان)نوې هیلې او د عشق بیا راژوندي کېدل د سمبول غوره اړخونه دي، شاعره وايي ستا حضور دومره ژوندی او روښانه دی چې حتی زما د غم هدیره هم د امید په ښکلا بدلېږي، که هم هغه لفظ (تا) چې مخکې مو یادونه وکړه په دې شعر کې یې موجودیت وګور نو بیا شاعره وايي: ستا حضور دومره لوړ دی، چې د روح له وتلو وروسته ستا وجود په هدیره کې هم خوښي راوسته.
ددې لیکنې پایله ډېره واضحه ده یو دا چې په بیتونو کې یو شمېر کلمې (برغولی، وینې، قیامت شپېلۍ، هدیره، دښمن، وار  او ګزار، څلي، مزل، دمه، خوب، غارونه، الوتل… )کلمې او (کفر ښکلا، ټیټې لیمې، پل ایښودل…) ترکیبونه راغلي چې یوازې مانا نه ورکوي او د سمبول دستګاه هم فعاله کوي ځکه تر شاه یې ډېرې خبرې دي، نو په بیتونو کې د داسې کلمو او ترکیبونو راوړل اوچت ځای لري ځکه دا شعر له عادي بیان پورته کوي او مانا څو پوړیزه کوي. او دویم دا چې  د سمبول له درېیم اړخ سره ابهام تل ملګری وي، ځکه درېیم اړخ اکثره مستقیم نه بیانېږي او د لفظونو تر شا پټې خبرې او موضوعات وي، چې دا ډول تشریح په لیکنه کې سخته تمامیږي. د سمبول درېیم اړخ لوستونکی دې ته اړ باسي چې د شعر تر ظاهري مانا هاخوا فکر وکړي او پټې ماناوې ومومي. په دې برخه کې ابهام، تضاد، تلمیح، تصویر جوړونه او نور ادبي تخنیکونه مهم رول لرلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...