شنبه, اپریل 27, 2024
Home+په دې ورځ د لوېدیځ برلین محاصره پای ته ورســېده

په دې ورځ د لوېدیځ برلین محاصره پای ته ورســېده

تاند – له نن څخه ۷۴ کاله پخوا د ۱۹۴۹ ع کال د مې په دوولسمه شوروي اتحاد له ۳۲۲ ورځو وروسته د لوېدیځ برلین محاصره پای ته ورسوله.

په ۱۹۴۵ ع کال کې د یالتا تړون پر اساس جرمني او برلین ښار په څلورو سیمو ووېشل شو او د هرې سیمې اداره او کنټرول امریکا، شوروي، بریتانیا او فرانسوي په غاړه واخیسته.

ختیځ برلین د شوروي تر کنټرول لاندې راغله او د دې ښار لوېدیځه برخه د فرانسې، بریتانیا او امریکا تر څارنې لاندې شوه.

لوېدیځو ځواکونو په ۱۹۴۸ کې دویچې مارک د جرمني د اشغال شوې سیمې پولي واحد وټاکه.

د شوروي اتحاد زورواک مشر جوزیف ستالین دا اقدام د جرمنیانو لپاره د یوه هیواد جوړېدا وانګېرله او په ځواب کې یې لوېدیځ برلین ته تلونکي سړکونه بند کړل او ختیځه برخه یې پوره کلابنده کړه.

د ۱۹۴۸ ع کال د جون په پنځلسمه لوېدیځ برلین ته ټولې تللې لارې، چې د شوروي اتحاد د اشغالي سیمو په زړه کې وې، وتړل شوې او له خارج سره یې هر راز اړیکې پرې شوې. دا کار سبب شو چې څلور اړخیزې همکارۍ او همداراز د جرمني او برلین یووالی ختم شي.

خو د لوېدیځ برلین محاصره د شوروي لپاره یوه لویه ناکامي وه، ځکه چې امریکايي ځواکونو د دې ښار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هوا له لارې پراخ ګامونه اخیستي وو.

د لوېدیځ برلین د محاصرې په ۳۲۲ ورځو کې امریکايي ځواکونو په ۲۱۲۰۰۰ پروازونو یوملیون او اووه لکه ټنه وسایل، خوراکي او سونګ مواد لوېدیځ برلین ته ورسول.

په دې ډول د ۱۹۴۹ع کال د مې په دولسمه ورځ شوروي اتحاد پوی شو چې د لوېدیځ برلین محاصره ګټه نه لري او له دې کاره یې لاس واخیست.

خو کړکېچ سبب شو چې لوېدیځ هیوادونه د ۱۹۴۹ ع کال د سپټمبر په  دولسمه فدرالي جرمني جوړ کړي او یوه میاشت وروسته یې شوروي اتحاد د جرمني په هغو سیمو کې، چې د شورویانو تر کنټرول لاندې وې، د جرمني دیموکراتیک جمهوریت تاسیس کړي.

په دوو هیوادونو د جرمني تجزیې تر ۱۹۸۹ پوري دوام وکړ .په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو له ماتې  او د شوروي له دړې وړې کېدو وروسته د ختیځ برلین اوسېدونکو د برلین دېوال مات کړ او دوه جرمنیان سره یو شول.

جرمني (لوېدیځ) تراوسه پوري په سلګونو ملیارد یورو لګولي چې د ختیځ جرمني سویه له ځان سره برابره کړي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    آلمان او افغان په ډیرو وجوهاتو یوشانوالی لري.
    هتلر د اصل آریايي نسل د امپراطورۍ جوړولو په خیال کښې و؛مګر دا چې د لویو امپریالیستي هیوادونو لکه انګلیس؛روس،فرانس او…. ورته یو لاس شول او بلاخره د امریکې په ډالري مرستو دا نور وتوانیدل هتلر ته ماتې ورکړي ؛البته د لسهاوو ملیونه انسانانو په مړینو .همدغه نشنلستی غیرت او پر ۵۰۰۰ کلن آریايي تاریخ پښتانه او سیمه کې نور قومونه هم نازېږي!. دوی هم زما په فکر اصلي آریایان دي. آرء= په تورکي کښې صاف او خالص؛پیور ته وايي!
    -بل ورته والی د همدې برلین دیوال او د ډیورڼډ تورې کرښې کښل دي څې دواړه د (ډیوایډ اند روول) په ابلیسي فورمول عملي شوي دي-
    قصې او تاریخي خبرې خو ېې ډیرې دي ؛ د لوستونکو سر به نه په دردوم.مهمه دا چې د شوروي اتحاد په پاشلو آلمانیانو له فرصته ګټه واخیسته او د برلین دیوال ې ړنګ کړ او لویدیځ او ختیځ جرمنی بیرته یو شو او د نړۍ جي۷ له قوتونو یو شو مګر لاکن افسوس او سل افسوس څې افغان/ پښتون ،د څو ځلي موقع برابریدلو سره سره د لر او بر یوځای کیدلو باندې ونه توانیدل او له ۱۳۰کاله تر اوسه لا د رنجیت سنګه د اولادې او د مار تمر ډیوراڼډ د پوڼډونو تر یوغ لاندې دل کیږي او څه وخت به یو کیږي .ګنې ورکیژي!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب