تاند ( دوشنبه د لیندۍـ قوس ۱۰مه) د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د یکشنبې ورځې راپور له مخې د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۰۵۳ افغان کډوالې کورنۍ او ۴۸۳۴ تنه، په جبري توګه راستانه کړای شوي دي.
راپور کې راغلي چې دغو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي.
د راپور له مخې، دغه افغان کډول د هرات د اسلامکلا، د کندهار د سپينبولدک له لارې ، د ننګرهار د تورخم له لارې او د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
په راپور کې ويل شوي، له دې ډلې ۱۱۶۰ کورنۍ چې ۶۵۶۶ تنه کېږي په منظمه توګه خپلو سيمو ته لېږدول شوي، ۷۸۵ کورنیو ته مرستې رسېدلې او ۸۷۲ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
همدارنګه په کابل مرکز کې ۶۰۳ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له هغوی سره ۲.۳ میلیونه افغانۍ د کرایې په برخه کې مرسته شوې ده.
دغه کډوال داسې مهال راستنېږي چې پر هېواد د ژمي د سړې څپې څادر خپور دی او دلته راغلي کډوال د سرپناه د نشتون له امله د ګڼو ستونزو یادونه کوي.