پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د مصطفی  سالک په شعر کې د مونث خطاب زاویه او تخنیک|طالب...

د مصطفی  سالک په شعر کې د مونث خطاب زاویه او تخنیک|طالب منګل

 طالب منګل
د مصطفی سالک په شاعرۍ کې د هغه تخلص اکثره د مونث د خطاب په توګه راځي، د هغه ټول هغه بیتونه چې شاعر په همدې زاویه کې کارولي ډېر مشور هم دي.
دا کار ډېر پخوانی، پېژندل شوی او نړیوال ادبي تخنیک دی. سالک چې د ښځې له غږه، د ښځې د بیان په زاویه کې شعر وايي، دا یوازې پښتو کې نه، بلکې په نړۍ کې د ادبیاتو یوه پراخه دودیزه طریقه ده.
په پښتو ژبه کې تر اوسه په دې اړه د پام وړ تشریح نه ده شوې، سره له دې چې د سالک صیب یو شمېر برخې تشریح شوې دي خو د هغه د شاعرۍ په اړه لیکنو او مقالو کې دا برخه هېره شوې او یا تر پام لاندې نه ده نیول شوې.
 مخکې له دې چې ددې زاویې داخل ته ورشو٬ باید یادونه وکړم چې د ښځې د غږ کارونه یوازې د سالک یا پښتو ادب ځانګړنه نه ده، بلکې دا په انګلیسي ادب کې شکسپیر د ښځینه کرکټرونو له ژبې ژور انساني احساسات وړاندې کړي دي او همداشان په فارسي ادب کې حافظ، سعدي او بیدل دا تخنیک کارولي دی، که اردو ادب ته راشو نو غالب  او یو څو نورو مشهورو شاعرانونو نومونه د یادولو وړ دي.
په پښتو ژبه کې حمزه شینواری، غني خان او یو شمېر نور شاعران هم شته چې د ښځې د غږ زاویه یې کارولې ده، خو په معاصره شاعرۍ کې مصطفی سالک هم دا تخنیک بیخي په مشهوره توګه کارولی دی.
که نړیوال ادبیات وګورو په دې تخنیک کې شاعر د خپل ځان پر ځای د بل چا غږ خپلوي، دا غږ کیدای شي ښځه وي، ماشوم وي، وفات شوی کس وي او  یا یو  خیالي شخصیت وي.
کولی شو، چې دې تخنیک ته په پښتو کې د بیان د زاویې بدلون یا د شاعرانه نقش کې د بل کردار غږ خپلول ورته ووایو خو یو شی ډېر مهم دی، چې پرې پوه شو او هغه دا دی، چې په دې تخنیک کې شاعر خپل جنس نه بدلوي بلکې هنري رول بدلوي.
شاعر غواړي په دې سره په خپل بیان کې ژور احساس رامنځته کړي،  یو هنري تصویر جوړ کړي، خپل درد په سمه توګه بل ته ورسوي او یا یوه کیسه او پېښه په کې وړاندې کړي، دا ځکه چې د غزل د فضا لپاره د معشوقې ژبه کارول ‌ډېر مهم دي، ښه مثال یې د سالک یو شمېر بیتونه دي، چې ډېر مشور دي.
یوه بله خبره هم مهمه ده، هغه دا چې په غزل کې خو هسې هم تل محبوب او یا محبوبه د غږ یوه برخه وي، خو شاعر کله نا کله د همدې محبوبې په غږ غږېږي.
ددې موضوع د روښانه کولو لپاره په پښتو کې سالک ښه شاعر دی، نو په دې لیکنه کې به له یوې خوا د سالک د مونث خطاب زاویه وڅیړو او له بلې خوا به دا مهم تخنیک هم یو څه روښانه شي.
سالک صیب وايي:
د بام په سر په ناسته، ناسته ځمه
سالکه زلفې ټولوه راپسې
ــ
د سیند سندرې ته ځنګل ناڅي
سالکه دلته مې تصویر واخله
ـــ
سالکه تا خو زما نه منله
راته نکرېزې ږدي واده مې کېږي
ـــ
هغه شاعر ته مې سلام یوسه
چې جوړه کړې یې له خیاله یمه
زما او ستا کیسه د مینې نه ده
سالکه زه دې مینواله یمه
د سالک صیب پورته بیتونو ته که وګورو نو د هغه د بیان ټوله اړیکه له ښځې سره ده، چې له داخلي احساس سره یو ځای روانه ده، لکه (راته نکریزې ږدي واده مې کیږي)، دا یو طبعي ډول دی او د ښځې د غږ جمله ده، خو همدا جمله یو ټولنیز دود، زیاتی او د ناوړه رواجونو یو مظلومیت هم دی، چې سالک صیب په ډېر ښکلي تخنیک سره خپله ذاتي غزلانه ژبه په یو خیالي ښځینه کردار کې ځای پر ځای کوي.
پورته درې  بیتونه باید د جنسیت د بدلون یا ابهام له زاویې ونه کتل شي، بلکې دا د شاعر د هنري مهارت، تخیل او ادبي پوخوالي نښه ده. سالک دلته د یوې خیالي ښځینه څېرې له ژبې خبرې کوي او د هغې احساسات، غوښتنې او حالتونه په شاعرانه ژبه انځوروي.
یا لکه:
د بام په سر په ناسته، ناسته ځمه
 سالکه زلفې ټولوه راپسې
ـــ
خپل کلي کې څه کوي
دلته دې راځي سالک
ستا خبره بېله ده
ما پسې خو مري سالک
راغی خو خفه یمه
بېرته به هم ځي سالک
نور دې غزل نه لیکي
ما رسوا کوي سالک
زه یې دلته ولیدم
چرته به اوس ځي سالک
ماته اینې ووې
تا به خوښوي سالک
ـــ
بلي جینـۍ ستــرګې درواړولي
له زړه مې ووته ګـولۍ سالکه
ـــــ
په پورته بیتونو کې د وینا وروستۍ نقطه د شاعر په تخلص (سالک) ختمېږي، خو د احساس، غوښتنې او حالت ژبه په څرګنده توګه مونثه ده. په دې بیتونو کې شاعر  د شعر د هنري فضا لپاره د بیان زاویه بدلوي.
سالک په دې بیتونو کې د ښځې له ژبې د ټولنیز مجبوریت، حسرت او نه پوره شوې مینې یو ژور انځور هم وړاندې کوي، چې د دوی غږ یې پورته کړی او یو استازی یې ګڼلی شو، ځکه دا ادبي موخې دي او سالک هڅه کوي، چې په دې بیتونو کې د احساس ژوروالي، ټولنیز انعکاس، او تصویر قوت لپاره له دې تخنیک څخه کار واخلي چې تر ډېره بریالی او پر ځای یې کارولی دی.
په ټوله کې د سالک په شعر کې د مونث خطاب زاویه یو شعوري، هنري او نړیوال ادبي تخنیک دی. شاعر نه خپل هویت بدلوي او نه خپل تخلص؛ بلکې د شعر د ښکلا، اغېز او عاطفي ژورتیا لپاره د بیان زاویه بدلوي. دا کار د غزل د جمالیاتو یوه مهمه برخه ده او د سالک د شاعرانه وړتیاوو څرګند ثبوت ګڼل کېږي او دا تخنیک د پښتو معاصر غزل د هنري تنوع یو ارزښتناک اړخ بلل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...