Homeخبرونهپه بنو کې پر یوې پوستې په برید کې لږترلږه ۱۵ پولیس...

په بنو کې پر یوې پوستې په برید کې لږترلږه ۱۵ پولیس وژل شوي

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۰ مه) د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په فتح‌خېل سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د موټربم او وسله‌وال برید له امله لږترلږه ۱۵ پولیس وژل شوي دي.

د بنو د طبي زدکړو روغتون ویاند نعمان خان تایید کړې چې له پېښې وروسته روغتون ته د ۱۵ وژل شویو جسدونه او درې ټپیان وروړل شوي دي. د هغه په وینا، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.

ځايي چارواکي وايي، د پېښې ټول قربانیان د پولیسو سرتېري دي.

تر دې وړاندې د بنو د پولیسو د مشر سجاد خان دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د فتح‌خېل پوستې د نړېدلې ودانۍ له کنډوالو څخه د ۱۲ پولیسو مړي او درې ټپیان ایستل شوي وو.

رویټرز خبري اژانس د یوه پولیس چارواکي له قوله راپور ورکړی چې وسله‌والو غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو مرکز ته ننه‌باسي، خو پولیسو پرې ډزې وکړې.

د هغه په وینا، د برید له امله د پولیسو پوسته په بشپړه ویجاړه شوې ده.

یو بل پولیس چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې بریدګرو لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې مخې ته وچاوداوه، او وروسته څو وسله‌وال د پوستې انګړ ته ننوتل او پر پولیسو یې ډزې پیل کړې.

د دې برید مسوولیت د اتحاد المجاهدین په نوم ډلې په غاړه اخیستی دی.

پرون د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي و چې په لکي مروت کې یې د پولیسو پر یوې ګزمې د برید مخه ونیوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...