تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۱ مه) د وینې د کولېسټرول ډېر لوړوالی معمولاً د اوږدې مودې لپاره هېڅ ښکاره نښې نه لري، خو ځینې نښې شته چې د خبرداري زنګ بلل کېږي.
د پوستکي نښې
د لوړ کولېسټرول تر ټولو څرګنده نښه د پوستکي زانتېلاسما (Xanthelasma) ده. دا کوچنۍ، ژېړې، هوارې یا لږ څه پورته داغونه وي چې ډېری وخت د سترګو د ځېږمو پر سر، په ځانګړي ډول د سترګو د داخلي کونج ترڅنګ څرګندېږي.
همدارراز، زانتوما (Xanthoma) هم رامنځته کېدای شي. دا تر پوستکي لاندې ژېړ رنګه غوټې یا پړسوبونه وي چې په لاندې ځایونو کې لیدل کېدای شي:
- څنګلۍ
- زنګونونه
- لاسونه
- او په ځانګړي ډول په پوندو (Achilles) کې
یو بل ډول یې فوراني زانتوما (Eruptive Xanthomas) دي، چې د کوچنیو ژېړو یا سرو غوټو په بڼه ناڅاپه او په ډلو ډلو راڅرګندېږي. دا عموماً په بدن کې د ټرایګلیسریډ د ډېر لوړوالي نښه وي.
دا غوټې عادي «د کلېسټرول دانې» نه دي چې وچول وشي، بلکې د پوستکي او نسجونو دننه د غوړو رسوبات دي.
د سترګو نښې
د سترګو یوه مهمه نښه د قرنیې حلقه (Corneal Arcus) ده، چې د سترګې د قرنیې شاوخوا د سپین، خړ یا شینخړ رنګ د یوې حلقې په بڼه ښکاري.
دا داغونه او غوټې څه معنا لري؟
دا نښې یوازې د کلېسټرول د تشخیص لپاره بسنه نه کوي، خو ډاکټر ته دا شک پیدا کوي چې ښايي د وینې د غوړو په اندازه کې ستونزه موجوده وي.
زانتوما د غوړو (لیپیدونو) ځایي رسوبات دي او ښایي د وینې د غوړو د ازموینې غیرطبیعي پایلې وښيي. دا حالت د زړه او رګونو د ناروغیو د خطر ارزونې ته اړتیا لري.
زانتېلاسما او د قرنیې حلقه ډېری وخت د ټول کلېسټرول او LDL (بد کولېسټرول) له لوړوالي سره تړاو لري، که څه هم ځینې کسان دا نښې لري، خو د وینې ازموینې یې ډېرې غیرطبیعي نه وي.
- ټول کولېسټرول: په وینه کې د ټولو کولېسټرولو مجموعه ده.
- LDL یا بد کولېسټرول: هغه ډول کولېسټرول دی چې د رګونو په دیوالونو کې د غوړو د زېرمه کېدو لامل کېږي او د زړه ناروغیو خطر زیاتوي.
که دا نښې په ځوان عمر کې راڅرګندې شي، یا ډېرې شي، او یا هم په کورنۍ کې د ځوانۍ د زړه حملې، مغزي سکتې یا ډېر لوړ کولېسټرول سابقه موجوده وي، نو ښایي د ارثي لوړ کولېسټرول (Familial Hypercholesterolemia) نښه وي.
ایا ستړیا، سر ګرځېدل او د بدن ګرمېدل د لوړ کلېسټرول نښې دي؟
په ډېرو مواردو کې نه.
لوړ کولېسټرول عموماً په مستقیم ډول د لاندې ستونزو نه سبب کېږي:
- ستړیا
- خارښت
- سر درد
- د بدن ناڅاپي ګرمېدل (ګرګرفتګي)
کله چې نښې پیدا کېږي، ډېری وخت د رګونو د تنګېدو (Atherosclerosis) له امله وي؛ یعنې هغه حالت چې د غوړو د زېرمو له کبله رګونه تنګېږي.
د خطر مهمې نښې
که لاندې نښې ولرئ، ژر تر ژره طبي ارزونې ته اړتیا ده:
- د فعالیت پر مهال د سینې درد
- غیرعادي ساه لنډېدل
- د تګ پر مهال د پښو د ساق درد
- ناڅاپي کمزوري یا بېحالي
- د بدن د یوې خوا ناڅاپي فلج یا کمزوري
- د خبرو کولو ستونزه
دا نښې د زړه یا دماغ د جدي ناروغیو خبرداری ورکوي او باید بېړنۍ طبي پاملرنه ورته وشي.
که فکر کوئ د کولېسټرول غوټې لرئ، څه وکړئ؟
لومړی باید د کورني ډاکټر، د پوستکي متخصص یا د سترګو متخصص ته مراجعه وکړئ، په ځانګړي ډول که غوټه د سترګو شاوخوا وي.
ډاکټر به د معاینې ترڅنګ د وینې ازموینې هم وغواړي، چې پکې دا شامل وي:
- ټول کلېسټرول
- LDL (بد کولېسټرول)
- HDL (ښه کولېسټرول، چې اضافي کولېسټرول له وینې وباسي او د رګونو ساتنه کوي)
- ټرایګلیسریډونه
او په ځینو مواردو کې:
- د وینې شکر
- د تایرایډ فعالیت
- د ځیګر ازموینې
د لوړ کولېسټرول درملنه
که کولېسټرول ډېر لوړ وي، درملنه لومړی د ژوند د طرز په بدلولو پیل کېږي، لکه:
- د مشبوع غوړو (Saturated fats) کمول
- د فایبر لرونکو خوړو زیاتول
- د سبزیجاتو، لوبیاوو او بشپړو غلو زیات استعمال
- د غوړ لرونکو کبانو خوړل
- منظم فزیکي فعالیت
- سګرېټ پرېښودل
- د الکولو محدودول
که د زړه او رګونو د ناروغۍ خطر لوړ وي، ډاکټر ښایي د سټاټین (Statins) یا نورو د وینې د غوړو کموونکو درملو سپارښتنه هم وکړي.