شپه پخه شوه. ماښام پیل شوی باران لاپسې ګڼ شو.له توپاني باد سره مله څاڅکي یې پر کړکیو په شرپ لګېدل.
ناوې ډکې بهیدې او اوبه یې په شرنګي سره له کلا بهر وتلې چرۍ ته تویدې.
ټول کلی په تیاره کې ډوب و، کله کله به له تالندې سره د برېښنا څړیکه په ټیټو خټینو بامونو چټکه تېره شوه.
خو په نوې برجوره کلا کې بیا دوه، درې ځایه د لالټینو تته رڼا کښته-پورته کېده. وروسته یوه رڼا برج ته وخته.
په تور پټو کې نغښتی سپین ږیری سړی د برج پرانیستې کړکۍ ته ودرېد. څراغ یې ټیټ ونیو، پر غولي دوه-درې پاولي او ځونډي پراته وو.
سر یې له کړکۍ بهر وایست. د باد او باران څپه یې پر مخ داسې ولګېده، لکه چا کلکه څپېړه وهلی وي، سست تړلی پټکی یې ړنګ شو.
د برېښنا په رڼا کې یې د کړکۍ په لرګي پورې غوټه شوی پړی ولید، چې په لندو نکریزو ککړ و او تر ځمکې پورې رسېدلی و.
۱۹ فبروري
۲۰۲۶