Homeخبرونهپه ننګرهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان د بې پېلوټه...

په ننګرهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان د بې پېلوټه الوتکو بریدونه

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۳ مه) راپورونه وايي چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو نن شپه د پکتیکا پر برمل او اورګون ولسوالیو او همداراز د ننګرهار او خوست ولایتونو په خینو سیمو بریدونه کړي دي.

د ننګرهار په خوګیاڼو، غني خېلو او بهسود ولسوالیو کې بریدونه شوي دي.

د طالبانو حکومت په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي خو د امربالمعروف وزارت ویلي چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو په برمل ولسوالي کې پر یوې مدرسې بمباري کړې ده.

د  دغه وزارت ویندوی سیف الاسلام خیبر په ایکسپاڼه کې کښلي چې پاکستان د تل په شان یو وار بیا پر ملکیانو بریدونه کړي دي. او په دې ډول یې خپل وحشیانه ماهیت ثابت کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...