تاند-ارتور شوپنهاور نه یوازې د جرمني بلکې د اروپا او نړۍ یو ستر فیلسوف او د هنر، ادبیاتو او ارواپوهنې په څانګو کې د تاریخ یو خورا اغېزمن فیلسوف دی.
دی د ۱۷۸۸ د فبرورۍ په ۲۲ مه د پروس (Prussia) په ګدانسک Gdańsk کې (چې اوس د پولنډ برخه دی) زېږېدلی. پلار یې هالنډی او مور یې جرمنۍ وه. سره له دې چې دوی دواړه پروتستانت مسیحیان وو خو یو هم مذهبي نه و. پلار یې شتمن سوداګر و خو ده د پلار خلاف له سوداګرۍ سره لېوالتیا نه لرله او د سوداګرۍ پر ځای یې له زده کړو سره مینه لرله.
شوبنهاور به لا ۱۷ کلن نه و چې پلار یې ځان وواژه. له دې پېښې وروسته د ده مور وایمار ته لاړه. د شوپهاور مور لیکواله وه خو له خپل زوی سره یې چندان مینه نه کوله له همدې کبله دوی ژر سره جلا شول.
ده د مور د مینې خوند نه و لیدلی او دې چارې د ده پر عقایدو اغېز درلود. او له همدې کبله ډیر باور لري چې د ښځو په اړه د شوپنهاور عقاید پوره حقیقي نه دي. دی د خپلې مور له بیا ځلي واده سره هم مخالف و.
شوپنهاور په پوهنتون کې لومړی طب پیل کړ خو وروسته یې طبیعي علومو ته مخه کړه. ورپسې یې فلسفه ولوسته. په ۱۸۱۳ م کال یې په فلسفه کې رساله وکښله او له (ینا) پوهنتونه یې دوکتورا واخیسته.
شوپنهاور د دې لپاره زده کړې نه کولې چې په وسیله به یې ډیرې پیسې وګټي بلکې ده غوښتل چې شهرت ترلاسه کړي.
شوپنهاور ډیر نارامه او څپڅپانده طبیعت درلود. ژر غوسه کېده او په هر څه یې شک کاوه.
ده په لومړیو کې وغوښتل چې معلمي وکړي خو په کومه برخه کې چې ده زده کړې کړې وې، په هغې کې کار نه پیدا کېده. په دېرش کلنۍ کې (۱۸۱۸) یې خپل مشهور کتاب «نړۍ د ارادې او ننداره په توګه» (The World as Will and Representation) چاپ کړ. خو دا کتاب هماغه وخت د خلکو پام چندان ځان ته وانه ړاوه. له دې کبله شوپنهاور د خپل وخت له لوستو خلکو ګیله من شو.
۱۶ کاله وروسته شوپنهاور ته وویل شول چې د ده د کتاب اکثره نسخې د ردي کاغذونو په توګه پلورل شوي چې دوکانداران ورڅخه په پوړیو کې کار واخلي.
ځو نور کتابونه یې هم ولیکل چې هغه هم د خلکو په طبعه چندان برابر نه وو. د عمر په وروستیو کلونو کې یې څه نا څه شهرت وموند خو له مړینې وروسته لا ډېر مشهور شو.
پر هر شي او هر چا د شک لرلو له کبله ده تر پایه واده ونه کړ او یوازې واوسېد.
شوپنهاور له دوو سترو شخصیتونو؛ جرمني ګویتې او هېګل سره معاصره و. له ګویتې سره ملګری هم و.
په ۱۸۲۲ برلین پوهنتون بلنه ورکړه چې هلته د اسیستانت پروفیسر په توګه کار وکړي. ده د بلنې له منلو وروسته هیګل د تدریس لپاره غوره کړ، خو دا کار د دې سبب شو چې محصلان ټولګي ته حاضر نه شي. له همدې کبله شوپنهاور استعفا ورکړه.