عتیق امېد
سریزه
لکه څنګه چې ژبه د يوې ټولنې د باورونو، اند او فرهنګ ښکاروندوی ده، په هماغه اندازه په یوه ټولنه کې د ښځې او نر تر منځ ټولنیز رول، اړیکې او توپيرونه منعکسوي. مثلاً: د جملو د جوړښت، د کلمو د انتخاب او استعمال له مخې د ښځې او نر ژبه یوشان نه وي، د خبرو په وخت کې د دوی لوری ترې څرګند وي. دا توپير په وینګ او لیکلي دواړو حالتو کې څرګند وي. ټولنیزه ژبپوهنه په دې اړه موږ ته د ژبې له مخې خبرې کوي. خو دا چې څنګه د ژبې استعمال موږ ته په ټولنه کې د جنس حالت په لاس راکوي په دې د ژبې ټولنپوهنه بحث کوي.
جنسیت د سړي او ښځې له توپيره پیدا شوی، په درې ډوله دی. بېولوژیکي (sex)، بل ټولنیز جنسیت (Gender) دی چې د بېولوژیکي پر ځای په یوه ټولنه کې د فرهنګي توپیرونو زېږنده وي. درېیم ژبنی جوړښت دی چې په ګرامري جوړښتونو او مفاهیمو کې راښکاري(ښکلی، ۱۴۰۳: ۱).
د ښځې او نر تر منځ د ژبې د توپیرونو په اړه څېړنې ښيي چې په ډېرو ټولنو کې د دوی تر منځ توپيرونه شته او دا توپیرونه له کوچني جزوي نه نیولې د کلمو تر مختلفو بڼو هغو پورې وي. مثلاً د ژبپېژندنې ځينو څېړنو ښودلې چې په ځینو ټولنو کې نارینه یوه کلمه په یوه بڼه او ښځینه هماغه کلمه په بله بڼه کاروي. لکه د ویسټ انډيز په یوه جزیره کې ښځې باران ته کویو او نارینه کونوبو وایي (معینیان، ۱۳۹۵: ۸۳).
همدا شان د یو ويې معنا د ښځو تر منځ پراخه یا مشخصه وي او د نارینوو ترمنځ مالومه یا عامه او همدا ډول برعکس. لکه په پښتو کې د (دی) اشاروي ضمیر. دا ضمیر د مخاطب او غایب لپاره استعمالېږي خو د معلوم شخص لپاره. ښځې بیا دا ضمیر د ژبې پر مانا سربېره د نوم په ډول هم کاروي چې مانا یې مشخصه وي. دا ډول توپيرونه زیاتره د ژبې د رغنده توکو له مخې وي.
د ژبې د چاپیریال او د ویونکو د موقیعت له مخې بیا ژبه نور توپیرونه هم لري. مثلاً که چېري ستا خواښې ناسته وي او په یوه جدي موضوع خبرې کوئ نو ستا ژبه به یو ډول وي او د ښځې دې بل او د خواښې دې بل ډول. خو که چېرته ستا مور ناسته وي نو بیا به هم ستاسې او ستاسې د ښځې د ژبې د استعمال ترمنځ توپیر وي.
دا توپیرونه په ښځمن او نرینه چاپېریال کې هم شته. ښځې په خپلو منځونو کې په یو ډول ژبه او نارینه په بل ډول ژبه خبرې کوي. د نارینه و ترمنځ پرګماتیکي چاپیریال ډېر وي، قرینې او استعارې موجودې وي خو د ښځو تر منځ بیا تشریحي او د مباحثې ژبه وي. دا توپیرونه په ځینو ټولنو او ژبو کې زیات وي. په ځينو ټولنو کې خو تر دې اندازې وي چې دواړه نوږې له مختلفو کلمو استفاده کوي لکه د جاپان په ځينو ژبو کې. څېړنې دا هم ښیي چې په ځینو هېوادونو کې داسې ژبې هم شته چې یوازې یو جنس ترې استفاده کوي، لکه په چین کې د (نوشو) ژبه چې ښځو استعمالوله او تر څه وخت مخکې هم ژوندۍ وه (معینیان، ۱۳۹۵: ۸۷).
د مانا او شکل له مخې دا ډول توپیرونه په ټولو ژبنیو ټولنو کې زیات دي، چې د کلمو استعمال، د کلمو مانایي بار او د ژبې جوړښت په یوه ټولنه کې د ښځې او نر د اقتدار ښکارندوی دی.
پښتني ټولنه چې یوه سنتي او قبایلي ټولنه ده، په ژبه کې یې هم جنسیتي توپيرونه ډېر دي. پښتانه فرهنګ پاله خلک دي له همدې امله یې فرهنګ او ژبه هم ځانساتي دي. د تاریخي ژبپوهنې د څېړنو له مخې چې پښتو له خپلې مور ژبې رابېله شوې نو د خپلوانو ژبو په نسبت یې کم تغیر کړی دی. پښتو ژبې اوس هم ښځینه حالت ساتلی دی. د ژبې ټولنپوهنې د ټابو نظریه راته وایي چې په ژبه کې جنسیتي توپيرونه د ټولنیز جنسیتي وېش له امله دی، یو جنس نه غواړې د بل کلمې وکاروي. پښتو چې د جنسیت حالت ساتلی یو لامل یې دا هم دی چې نارینه نه غواړي ښځينه کلمې وکاروي. مثلاً نارینه نه وایي چې تږې یم. برعکس ښځې هم نه غواړي چې نرینه کلمې وکاروي.
که ټابو او د ټولنیز توپيرونو په اساس د جنسیت له مخې پښتو ژبه وڅېړو نو د نړۍ په هغو ژبو کې راځي چې دا توپیرونه پکې ډېر دي. مثلاً د کلمو د شدت له مخې د ښځو د کلمو شدت کم وي او د نارینه و زیات. سړی وایي: دا مړۍ پسې څه شوه؟ ښځه بیا وایي: سودا یې ناوخته راوړه. سړی نېغ معلول ته اشاره کوي، د مړۍ ناوخته کېدا خطا ورته ښکاري، په علت پسې نه ګرځي، نه وایی چې مړۍ ولې ناوخته شوه. دی چې هر وخت ځان واکمن حس کوي نه وایي چې علت څه دی، خو دا چې معلول یې ښه ندی نو د کلمو شدت یې ډېر وي. ښځې بیا د خپل برات لپاره په اطمینان ورکوونکو کلمو په خبري ډول علت بیانوي او وایي؛ سودا یې ناوخته راوړه.
په دې مقاله کې مو هڅه کړې چې په پښتني ټولنه کې د جنسیت له مخې د ژبې توپيرونه وځيرو. د ژبې د رغښتي ځانګړنو له مخې جنسیتي وېش د ګرامر په کتابونو کې بیان شوی، له همدې امله په دې مقاله کې له منځپانګیز پلوه د ژبې په جنیستي توپیر ډېر بحث شوی.
په ژبه کې جنسیتي توپیرونه
د جنسیت له مخې د ژبې توپیرونه هم د ژبې په ډېرو باریکو او تلفظي برخو کې پیدا کولی شو او هم په ډېر مالومدار ډول په لاس راځي. د کلمو او جملو انتخاب، د جملې اهنګ، د غږ لوړوالی، د کلمو ادا کولو شدت او سبک کې دا توپیرونه ښه پلټلی شو.
د کرامر په اند ښځې نسبت نارینه وو ته ډېر تاکید نه کوي. دوی ډېری وصفي جملې کاروي: لکه وایي دا یوازې زما نظر و، یا جملې ته سوالي بڼه ورکوي او د استاد ښکلي په وینا ټګ کویسچن کاروي؛ دغسې نده؟ ته موافق نه یې؟(معینیان، ۱۳۹۵: ۸۸). په پښتني چاپېریال کې چې ښځې په مشورو او نظر ور کولو کې ډېره برخه نلري، د سړو په نسبت یې تاکید کم دی. ښځې وایي؛ داسې به د ورته ویلي و. سړي بیا وایي؛ داسې ورته ووایه.
همدا ډول ښځې غیرمحترمانه کلمې کمې کاروي، خو له کنایې او طعنو ډکې جملې کاروي. په پښتني ټولنه کې چې نارینه د مطلق ملکیت خاواندان دي، کلمې یې هم پوړېزې دي او ښځو ته ډېرې محترمانه کلمې نه کاروي. د نصیراحمد احمدي په یو ناول کې یوه صحنه ده چې خسر خپلې نګور ته غږ کوي:
««- بلا و بلا
ښځې په رېږدېدلي غږ وویل:
څه وایې ملک لالا؟
په کړاسي پام کوه.»»
د ښځو ژبه بیا له طعنو ډکه وي. دوی چې زور نلري او د مستقیم ویلو توان یې نشته نو استعاري ژبه کاروي. لکه لمر له کومې خوا راوخوت، ایله له تا…او داسې نورې کلمې کاروي.
په پښتني ټولنه کې ښځې د ژبې د رغښت له مخې ټينګاري کړولونه ډېر کاروي. نارینه وایي: په تا یې یې ډېر سلامونه ویل. خو ښځې بیا وایي: ډېر زیات مې یادېدې، دومره خو یې یادولې چې مه کوه پوښتنه. بیخي یې زړه درپسې اچولی.
ښځې د نارینه وو په پرتله ډېره هڅه کوي چې عاطفي وغږېږي او خواخوږې وي. د دوی خواخوږي په ژبه کې څرکنده وي. په پښتني ټولنه کې چې ښځې له بهرني چاپیریال سره ډېرې په اړیکه کې نه وي، بهرني حقیقتونه پوره نشي درک کولی او یا یې له مسایلو تحلیل کم وي نو د نارینوو په نسبت د دوی عاطفي چلند ډېر دی. ښځې برات ورکوي: وی قربان، اجار، ښه بلا دې را وګرځه. خو نارینه بیا پړه اچوي: نه به ورسره ګرځېدې، یوې بلا هم نه یې وهلی، دغسې ښه یې.
نارینه چې له بهرنیو مسایلو سره په جدي برخورد مکلف دي نو په حل لارو پسې ګرځي. خو ښځې يوزاې خواخوږي ښیي؛ خدای مهربانه دی وبه شي.
ښځې له ستایونکو کلمو ډېره استفاده کوي. خو نارینه بیا داسې کلمې کمې کاروي. پښتني ټولنه کې چې نارینه د عمل کس دی او بلفعل نقش لري نو د ستاینې په ځای په عملي کار پسې ځي خو ښځې بیا د عمل پر ځای په ستاینه کې مخکې وي. همدا ډول د ژبې د رغښت او ټولنیز موقیعت له مخې ښځې ستایونکې کلمې او غونډونه ډېر کاروي. که ښځې د خپلې خورلڼې اولاد وویني نو ډېر په هیجان وایي: دا څنګه ښایسته دی. خو سړي که د ملګري اولاد وویني نو وایي: تر تا ښه دی. په دې اساس د ښځو ستایونکی دريځ قوي دی او د نارینه وو د پرتلې دريځ.
د ټولنیز ځای او غوښتنو پر اساس د ښځې او نر د ژبې توپیر
د دې نظریې ویونکي وایي چې نر او ښځه ټولنیز موجودات دي، دا یې زده کړي دې چې په مختلفو شیوو عمل وکړي. ژبنی چلند طبعا ټولنیز چلند دی او په ژبني لحاظ نارینه زده کوي چې نارینه اوسي او ښځې زده کوي چې ښځي اوسي. ټولنه د دې لامل کېږي چې دوی د ژوند متفاوتې تجربې زده کړي یعنې د ژوند په کولو کې متفاوت وي. دا تفاوت د دوی ژبنی لوری هم ټاکي. مثلا ښځې وایي اورم یې، خو نر وایي منم یې یا یې نه منم.
ښځې او نر د ټولنیز قرارداد له مخې ژبټولنیز قوانین جوړوي. د مالتز او بوکر په اند له همدې امله ده چې زیاتره نارینه په دې اند دي چې ښځې تل د دوی له خبرو سره موافقې دي او له همدې امله دوی د دې په اړه فکر نه کوي چې ښځې د څه په اړه فکر کوي. دوی دا وایي چې ښځې او نر د خبرو په وخت کې له متفاوتو قواعدو پیروي کوي(صفري او نور، ۱۳۹۴: ۷).
استاد اجمل ښکلي د ماستري په لکچر نوټ کې د ټولنیزو توپيرونو په اساس د ښځې او نر د ژبې توپيرونه په لاندې ډول بیان کړي دي:
- سړی تر ښځو په خبرو برلاسی وي: ښځې د تاید لپاره ټينګاري پوښتنې کوي، یعنې له سړو تایید، باور او مشوره غواړي، مشوره نشي ورکولی: ډوډۍ ښه وه کنه؟ راځې که نه؟
- سړی دريځ وړاندې کوي او ښځه ورسره د همغږۍ نقش لوبوي: سړی؛ سبا لوبیا پخه کړه. ښځه: خپه مالومېږې.
- لارښوونه د پوهېدو په وړاندې: سړی حل مومي او ښځه ورسره خواخوږي ښیي. ښځه: غم مه کوه حل به یې کړو.
- مالومات د انګېرنو پر وړاندې: سړی مالومات وړاندې کوي. لکه په سیاست او حالاتو خبرې کوي، خو ښځې خپلې انګېرنې ښیي.
- امر د وړاندیز په وړاندې: سړی د ټولنیز ځواک له مخې امر کوي او امریه جملې کاروي لکه چای راوړه. خو ښځه مودبه وي، چای درته راوړم، جامې درته اوتو کړم.
- ټکر د جوړجاړي پر وړاندې: سړی ټکر کوي او ښځه جوړجاړی کوي. سړی: هغه کار څنګه شو؟ ښځه: خیر و به یې کړم.
- خپلواکي د صمیمت پر وړاندې: سړی: زه خوښ یم چې تنها یم. ښځه: تا سره ډېر خوښ یم.
له دې سره سره د ښځو او نارینه و د خبرو د سبک تر منځ هم توپیرونه شته. استاد اجمل ښکلی دا توپیرونه داسې بیانوي: ښځې پر ارتباط تمرکز وي نارینه پر مالوماتو، ښځې د عاطفي خبرو سبک لري نارینه د راپوري خبرو سبک، ښځې د کیسې پر سبک غږېږي او نارینه په رسمي بڼه، ښځې پوښتنې کول غواړي نارینه په ځوابونو پوهېدل غواړي(ښکلی، ۱۴۰۳: ۲).
د جیمز او دراکېچ (معینیان، ۱۳۹۵: ۸۹) په نظر له ښځو دا تمه وي چې په ژبه کې د شخصي اړیکو د جوړولو او ساتلو لپاره کار واخلي. خو نارینه بیا له خبرو د تعامل ساتلو لپاره استفاده کوي. د ښځو په دوستي کې چې څه ډېر اهمیت لري هغه دا دي چې د خبرو له لارې په احساساتو کې ور ګډېدل دي، اعتماد جوړول دي او ډاډ ورکول دي. خو د نارینه وو په دوستي کې په کار او فعالیت کې ګډېدل اړین او مهم دي. په پښتني ټولنه کې چې ښځې عملي مرسته نشي کولی نو دوی په احساساتو کې خپل ګډون څرګندوي. دوی وایي: خدای به خیر کړي. حل لاره نشي ټاکلی، خو سړي بیا وایي: خدای دې خیر کړي. د سړو په خبره پسې د عمل راتګ وینو.
له دې څخه پوهېږو چې په ژبه کې د جنسیتي ډول پیدا کېدل په ټولنیزو عواملو پورې تړلي دي. ژبه د ټولنیزو کړو وړو او باورونو سره په یوه پوله پرته ده. ټولنه نر او ښځې ته متفاوت نقشونه ټاکي او له دوی د مختلفو نقشونو د ادا او رول هیله لري. ژبه دا واقیعتونه منعکسوي. د ښځې او نر د ژبې په وینګ کې چې کوم توپیرونه موجود دي کولی شو په اساني د ښځې او نر د ټولنیزې ودې په څرنګوالي کې چې د دوی تر منځ موجود دی وپلټو.
د تابو نظریه
تابو هغو خبرو، باورونو او عملونو ته ویل کېږي چې د مذهبي یا ټولنیزو دودونو په اساس یې کول منع یا یې کول ښه نه ګڼل کېږي. د ټابو په حوزه کې ځينې کلمې یو ډلې یا نوږې ته ځانګړې وي او یا مشخصاً په یو څه پورې تړاو لري. په ژبه کې د ټابو له مخې نارینه او ښځې د خپل مخالف جنس له وییزو او رغښتي ځانګړنو ډډه کوي (ښکلی، ۱۴۰۳: ۲). په پښتني ټولنه کې د دې مفهوم اوېجه پراخه ده. ښځه د خپل خاوند او برعکس خاوند د ښځې نوم نشي اخیستلی. خاوند ښځه د وړو مور، د پلاني لور، ورېندار دې او په داسې نورو نومونو یادوي. ښځه بیا عموماً خاوند ته (دی) وایي. ښځه او خاوند چې په پښتنې ټولنه کې ټابو دی د دوی په اړه خبرې کول مختلف سبکونه او ترمینالوژي لري چې د دواړو په ژبه کې توپیر لري. همدا ډول هغه رفتارونه، کلمې او غونډونه چې په ژبه کې د یو جینس لپاره کارول کېږي بل جنس یې د ځان لپاره کارول شرم ګڼي. مثلاً نارینه د غوسې په وخت کې فزیکي برخورد کوي خو ښځې چې کمزورې دي نو ښېرا کوي. نو په پښتني ټولنه کې ښېرا د کمزوري کار دی او نارینه له دې کار څخه ځان ساتي. یا نارینه چې د کار خلک دي نو د دعوې پر ځای د مسلې په حل پسې ګرځي او ښځې بیا پر بحث او دعوو تکیه کوي. نو ښېرا او دعوې کول د پښتني ټولنې د ژبې په ښځمنه اوېجه کې راځي او د نارینه و لپاره یې کارول شرم ګڼل کېږي.
د ژبې د رغښتي ځانګړنو له مخې هم د ټابو حوزه مالومه ده. نارینه نه وایي: درغلې وم. یا ښځې دا غونډلې نه کاروي: غرمه سخت ویده شوی وم.
قدرت او ملکیت
په پښتڼي ټولنه کې ژبنی چلند د نرینه سلطنت ښکارندوی دی. ټولنیزې تجربې راته وایي چې نارینه هڅه کوي په نورو، ځانګړي ډول په ښځو تسلط ولري. کوشش کوي چې وضع یې په کنترول کې وي، موضوع مشخص کړي، د نورو خبرې پرې کړي. نو له همدې امله معتبره ژبه کاروي. د ژبټولنیزو خواصو له جملې یو دا هم دی چې مخنث کلمې زیاتره په نرینه نومونو او اوصافو یادېږي. نارینه چې واګې په لاس کې لري نو نوم یې له برم ډک ښکاري خو ښځینه نومونه بیا ساده ادا کېږي. که مخنث جنس نارینه نوم ولري یو ډول دروندوالی راته پکې ښکاري. خو ښځینه نوم بیا اسانه او سپک؛ لکه: دېوال او ونه.
په ژبو کې د ورته ځانګړنو لپاره چې د ښځې او نارینه لپاره کوم نومونه ټاکل شوي وي په ضمني مانا کې یې ډېر توپیر دی. دا توپير په پښتني ټولنه کې ډېر واضح دي. مثلا د لوفر او بدکارې کلمې. بدکاره تر لوفر ډېر بده مانا لري. ډم او ډمه. که چاته لوفر ووایو ممکن په هغه کې د ټولنیزو نورمونو او قوانیونو له ماتولو نه نيولې د والدینو او ټولنې تر نافرماني ټول را ونغاړي. خو که ښځې ته بیا په دې ځانګړنو بدکاره وایو نو مانا یې کاملاً بدلېږي. که کوم سړي ته هماغه ځانګړنې ورکړو کوم چې د بدکاره نوم تر مفهوم لاندې یې ښځې ته ور کوو نو ممکن سړي ته عیاش ووایو خو ښځې ته بیا رنډۍ. یا مین او معشوقه در واخلئ؛ مین چې نارینه دی نو قوي او زغمونکی برېښي او په کار کې یې شجاعت وینو. خو معشوقه بیا کمزورې ده، د خپلو جنسي خدمتو له امله د مین لخوا حمایت او ستایل کېږي، تر هغې ځان قربانوي. دا توپیر موږ د ټولنې په ژبه او ولسي ادب کې پلټلی شو، لنډۍ کې موږ وایو:
اخر به ما په چړو مړ کړي
ته چې دا سپينې سینې ږدې په دېوالونه
خو سړی چې زورور او واکمن دی نو د خپل برم له مخې ستایل کېږي. معشوقې ځکه ځان ترې قربانوي چې توریالی او په ننګ ولاړ دی:
تر دا بوړي ټوپک دې جارشم
پر اوږه ستا دی کږه زه له خیاله ځمه
د ښځمنو کلمو ضمني منفي مانا په اصل کې جنسي ماهیت لري. مثلا هغه کلمې چې د ښځو لپاره کارول کېږي نو کمزورې بلل کېږي. کونډه د ښځې صفت دی، که نارینه سړي ته کونډ وایو یو ډول معصومیت او کمزوري پکې احساسو او سړی د مرستې وړ ګڼو.
لکاف وایي چې په ژبه کې جنسیتي توپیرونه نشته، دا هرڅه په ټولنه کې دي. ژبه هغه څه منعکسوي چې په ټولنه کې دي نو په واقیعت کې دا یوازې ښکارندوی دی نه علت. دی په دې باور دی چې په ټولنه کې د جنسیتي توپیرونو په تغیر سره په ژبه کې هم دا هرڅه بدلېږي (معینیان، ۱۳۹۵: ۹۳).
د ژبې تاریخي څېړنو ثابته کړې ده چې د پښتو مورینې ژبې په رغښت کې جنسیتي توپيرونه لرل چې دا توپیرونه یې بیا لوړنو ژبو ته پاتې شول. د پښتو خوېندو ژبو کرار کرار دا توپير له منځه یووړ. خو پښتو چې د پښتنو ژبه ده او پښتنو لا هم په خپله ټولنیزه اوېجه کې دا توپيرونه ساتلي له همدې امله یې ژبې هم ساتلي دي. د استاد ښکلي په وینا په پښتو کې په ګرامري او منځپانګیزه اوېجه کې د جنسیت توپیر پاتې دی. په پښتو ګرامر کې دا توپير د شمېر نوم او شمېرلي، ستاینوم او ستایلي په سمون او په تېر مهال کې پاتې دی خو په محتوایي برخه کې ډېر دی. په پښتو ژبه کې د جنسیت د توپير څه برخه بېلوژیکي جنس او نور ټول ټولنیز جنسیت دی. مثلا که د حیواناتو او انسانانو نر او ښځې ته اشاره کوي ورسره لفظي جنس هم لري. په پښتو کې ژبني نارینه او ژبني ښځينه جنسونه پر ښکارندو د سړي او ښځمنې ټولنیز جنسیت تحمیلوي. مثلا اسمان د پلار غوندې، شپه دمور غوندې، سپوږمۍ د محبوبې غوندې ځکه ښکاري چې ژبې او ټولنيز جنسیت زموږ لاشعور ته لاره کړې ده. او موږ که لفظي مونث لکه ونه واورو هم مو ذهن د ښځمنې فکر ورته کوي او که باران واورو د سړيتوب لورې ته مو ذهن ځي(ښکلی، ۱۴۰۳: ۲).
په پښتني ټولنه کې چې د نورو ټولنو په شان نارینه قوي دی نو د خطاب په وخت کې له تصغیري نومونو استفاده کوي. د ښځې او مېړه تر منځ چې د کورنۍ د جوړښتونو خبره ده او ښځه باید له مېړه وېره ولري، مېړه ځان قوي وښيي نو ښځې ته له خپل نوم په ټيټ نوم اواز کوي. اوو د پلاني لورې. خو ښځې چې له یوې خوا کمزورې او له بلې خوا د ټابو تر اغېز لاندې وي نو نه د مېړه خپل نوم اخیستلی شي نه په ستایونکي نوم غږ کولی شي. نو له ضمیرونو کار اخلي؛ اې، ته، تا…
همدا ډول په پښتو ژبه کې د ځينو کلمو نسبت یو جنس ته وي. د غیرت ستاینوم د نارینه لپاره کارول کېږي، او ښځو ته دا ستاینوم هغه وخت ور کوو چې په ټولنیزو کارونو کې د سړي برابري وکړای شي. مکاره، ډارنه، فېشني، نرښځی او داسې نورې کلمې جنسیتي لوری لري.
ځينې کلمې د یو جنس له لورې ډېرې استفاده کېږي. ښځې ډېر قسم کوي. زوی چې تر لور په پښتني ټولنه کې ډېر اهمیت لري نو د هغه په نوم او سر ډېر قسم خوړل کېږي. همدارنګه نارینه چې د ملکیت خاوندان دي نو ملکي ضمیرونه د نارینه لپاره ډېر استعمالېږي. خو اضافي ترکیبونه بیا دواړه جنسه یو د بل لپاره کاروي.
پښتو چې د توکم ژبه ده نو پښتني رنګ پکې ډېر دی، ټولنیز نومونه، القاب او صفتونه یې هم وېشلي دي: ښاغلی، اغلې، ډاکتره او ډاکتر، ګل او ګلالۍ…
پایله
په پښتني ټولنه کې جنسیتي توپيرونه هم د ژبې په رغښتي ځانګړنو کې شته هم په منځپانګیزه اوېجه کې. پښتو ژبه چې د توکم ژبه ده ډېرې هغه ځانګړنې یې په ځان کې ساتلې دي چې په ټولنیز جنسیتي وېش کې شته.
د ښځې او نر د ژبې د توپيرونو په اړه پوهانو مختلفې نظریې وړاندې کړې دي. یسپرسن تابو د دې بدلون اساسي لامل کڼي. د دې نظریې په اساس د کلمو او جملو توپیر او د ادا ډول یې زیاتره د هغه دلایلو په اساس ده چې ښځې د ځينو کلمو ادا کول او یا نارینه د ښځمنو کلمو ادا کول مناسب نه ګڼي. نو له همدې امله ده چې د دې کلمو ادا او نه ادا کول د ژبې تر غږیز نظام هم رسېږي. په پښتو کې ډېرې داسې کلمې شته چې ښځې يا نارینه یې د ځان لپاره استعمالول شرم ګڼي.
بله ډله بیا په دې باور ده چې د ښځې او نر ژبنی توپیر د ټولنیز نقش او موقیعت له امله دی. د لیکاف په نظر د ښځې او نر د ژبنی توپير په ټولنه کې د ټولنیزو نا برابریو له امله ده. په پښتني ټولنې کې چې ښځې کمزورې دي نو ژبنی دریځ یې هم کمزوری دی. د ښځو خبرې په سطحي موضوعاتو، غیر جدي، په ځانګړې موضوع کې په شخصي علاقې پورې مربوط وي. لیکاف وایي ښځې د هغو نارینه وو له مخې چې دوی ور پورې تړاو لري، تعریفېږي.
ماخذونه
- ابراهیم ظاهري، ډاکتر جهانګیر صفري او ډاکتر مسعود رحیمي. ۱۳۹۴. برسی چګونګی نمود جنسیت در زبان فارسی: مجموعه مقاله های دهمین همایش بین المللی ترویج زبان و ادب فارسی دانشګاه محقق اربیلی.
- ښکلی، اجمل. ۱۴۰۳. د ماسترۍ لکچر نوټ: کابل پوهنتون.
- معینیان، نرمینه. ۱۳۹۵. مطالعات جامعه شناسی، سال نهم، شماره سی و سوم. نشریه تهران.