د هرات ښار د درب ملک واټ ته یې په بیړه بیړه ځان را ورساوه، ساه نیولی د هرات- کابل – کندهار- او… لارې د موټرو یوه دفتر ته ور پورته شو. د میز شا ته ولاړ ځوان وپوښت! ووایه وروره!
– غزني ته ځمه یو ټکیټ راته راکړه!
– یوه شیبه کې، له کتابچې څخه د یوې پاڼه د پرې کیدو څرهاری پورته شو. ځوان د پطلون له جیبه پیسې راویاستې ویې ګڼلې کرایه یې ورته ونیوه پاته یې بیرته خپل جیب کې ومنډلي. ټیکټ یې تر نظر تیر کړ، شپاړسم نمبر چوکۍ وه، د تګ مهال هم د مازیګر پینځه بجې ښودل شوی و. د لاس کړۍ ته یې وکتل، د تګ وخت ته یو ساعت پاته و. بکس یې ورسره راکښاوه له ځانه سره وویل: – د غه مخامخ هوټل کې به یوه پیاله چای وڅیښم، لږدمه به هم جوړه کړم. ناڅاپه یې د شا له خوا یو چا په دواړو سترګو لاسونه کیښودل.
– کوم یو یې؟
له دې پوښتنې سره یې نه یوازې ځواب وانه وریده. بلکې سترګې یې لا ور ټینګې کړې. سترګو یې یو څه درد وکړ.
– سترګې مې دي خوږ کړي. کوم یو یې؟
– بیا یې هم کومه خبره وانه وریده، ځوان هڅه وکړه چې ځان وژغوري، سر یې تاوو کړ. خو بریالی نه شو. په غوسه یې ورته وویل: سترګې دي را خوږ کړي. لاسونه دي مات شه! له دې سره یې له سترګو لاسونه لیرې شول، اکرم و. ده او اکرم په یوه لیسه کې درسونه لوستي وو. همدا چې سترګې یې پرې ولیګیدې غیږه یې پرې تاوو کړه. اکرمه یاره ته له کومې خوا؟
خو اکرم په بړوسو شونډو ورته وویل: یاره! داسې بده خبره نو څوک چا ته کوي؟
– بښنه غواړم.
– زړه مې دی را مات کړ.
– بیا هم بښنه غواړم خو باور وکړه سترګې دي را وخوږولي. بل دا چې زه نو په هرات کې کوم شناخته لرمه چې ويي پیژنمه، له کومې خوا؟
– یاره! محموده، زه خو یې بیګاه له ایرانه را واړوم او ته چیرته روان یې؟
– زه یې هم بیګاه را واړولم اوس مې ټکیټ وکړ په خیر غزني ته.
– زه هم غزني ته ځم خو ملګري مې لا نه دي را رسیدلي هغوو ته به پاته شم. یوه دوه ورځي وروسته به در پسي درشوو.
درۍ ورځي وروسته سهار وختی محمود په فیسبوکپاڼه کې ولوستل، د زابل ولایت سپینه غبرګه سیمه کې چې پرون موټرونه ټکر شوي وو او څلورویشت مساپر په کې مړه وو. په کې د برکلي اکرم هم و. د شاوخوا کلیو سپین ږیري او ځوانان یې جنازې ته ځانونه را ورسوئ. محمود ساړه واوسیلل او تندی ته یې ټس څپیره ورکړه. الله دې وبښه، اکرمه یاره ما وبښه!!!