شنبه, اپریل 20, 2024
Home+تش دوکان (لنډه کیسه) لیکوال: محب الله زغم

تش دوکان (لنډه کیسه) لیکوال: محب الله زغم

نه پوهېږم چې د هر چا خوبونه دغسې ګډوډ وي که یوازې زما.

خوب مې لیده چې په ښار کې ګڼه ګوڼه ده. یو څوک د ښار په چوک کې درګرده په ترنم نارې وهي: د هر درد دوا لرمه، د هر زخم ښه مرهم! سختې به آسانې کړمه، بندې به کړم خلاصې! د هر غم چاره کومه، هره غوټه پرانیزمه! هلئ! راشئ! هلئ! راشئ! هر څه مفت، هر څه وړیا دي!

ښار د اوسنیو ښارونو غوندې نه دی. یو شپږ ـ اوه دوکانه یوه خوا شپږ ـ اوه بلې خوا ته کتار تر منځ یې خامه سړک تېر شوی. بیا همدغه چوک دی او د چوک څلورو خواوو ته همدغسې د یو پوړیزو خټینو دوکانونو لنډ لنډ کتارونه. پر سړک نه موټر شته، نه سایکل. خلکو پر خرو، کچرو او اوښانو شیان بار کړي دي. د خلکو جامې هم اوسنۍ نه دي. چا د هندوانو غوندې یوازې لنګ وهلی او تر نامه پورته بدن یې لوڅ دی، چا د وزې پوستکی اغوستی، چا د افریقا د ځنګلي بني‌آدمانو غوندې په ملا پورې د ونو پاڼې ځوړندې دي او یوازې یې خپل عورت پټ کړی. خو ښځې بیا سر تر نوکه پورې په خړو ټوکرو پټې او ماشومان او ماشومانې بیا لوڅ لپړ ګرځي.

سخت ټېل ما ټېل او شور ما شور دی. هر څوک هڅه کوي چې زر ځان ور ورسوي. زه اول سر کې لږ لرې درېږم خو وروسته ګورم چې د خلکو په منځ کې ولاړ یم او سوکه سوکه د چوک خوا ته پورې وهل کېږم. ښۍ خوا ته مې یو ځوان ولاړ دی. ببر سر، لمر سوځولی مخ، خوار بدن، خیرنې له پیوندو ډکې جامې، چاودې پوندې. هغه د ګېډې غم په مخه کړی دی. وايي: «څومره خوند به وکي چې د نیستۍ چاره مې وکي. لکه هغه بل به مې ګېډه په ښو خوراکونو ډکه وي، نوې جامې او سور سپین مخ به مې وي. د ولور غم به مې نه وي، دومره پیسې به راسره وي چې د یوې پر ځای دوې درې وکم. هی هی! عجب خوند به وکي. بیا به مې نو د هېڅ شي غم نه وي.»

بیا وايي: «خو زه هغه بل دله ته حیران یم. هغه نو ولې په دې ټېل ماټېل کې ولاړ دی؟ نور نو څه شی غواړي؟ ته خو ورته ګوره! له موږ نه هغه لا زیات تلوار کوي.»

هغه ځوان خبرې نه کوي خو زه یې خبرې اورم. دغه خبرې د هغه په زړه کې تېرېدې خو ما اورېدلې. حیران په دې یم چې هغه بل سړي ته ولې غوسه دی، ولې یې دله بولي.

بل اړخ ته مې په عمر پوخ، په غوښو پټ، سور سپین سړی ولاړ دی. هماغه کس چې هغه نیستمن ځوان یې د ژوند ارمان کوي. ده بیا ویل، نه ده نه ویل بلکې ما لیدل چې په سر کې یې دغه خبرې تاوېږې: «چې د وینې فشار مې ختم کي او د شکرې علاج مې وکي چې هر څه وخوړای شم نو عجب خوند به وکي. دې پرهېزونو خو له پښو غورځولی یم. فشار او شکره هم په بلا وهم خو چې د دې بل شي غمه مې وکي. درې ښځې را ته ناستې دي خو یوې ته مې هم خوا نه کېږي. دی خو وايي چې د هر مرض دوا لرم نو زه به ورنه د مردانه کمزورۍ علاج وغواړم. لکه په ځوانۍ کې چې تکړه وم، چې هماغسې بیا تکړه شم او هره شپه په درې واړو وار تېر کم نو ایله به د ژوند په خوند وپوهېږم.»

له شا نه مې په لینګي پوري کوم څه لګېږي او مخې خوا ته مې پورې وهي. ګورم چې ماشومان دي. هلکان او نجونې د غټانو په منځ کې ځان ته لاره کوي او وړاندې ځي. یو هلک بل نه پوښتنه کوي چې ته ور نه څه شی غواړې. هغه وايي: «ورته وایم چې د کونګري پښه مې جوړه کي.» بل وايي: «خو زه ورته وایم چې میره مې مړه کي. هغه مې هر وخت وهي.»  خو دواړه دروغ وايي. زه یې په زړه پوهېږم. هغه چې د کونګري د پښې د رغېدو خبره کوي، په زړه کې غواړي چې د ورور پښه یې ماته شي ځکه چې هغه کونګری په تیږه ویشتلی دی. هغه بل چې د میرې مرګ غواړي، په زړه کې وايي: «کاش پلار مې مړ شي چې زه له میرې سره واده وکم.» ځان سره وایم چې خلک هسې ماشومان معصوم بولي، څومره حرامیتوب چې په لویانو کې دی، په ماشومانو کې هم شته. دروغ، کرکه، رخه دا هر څه له ماشومتوبه شروع کېږي.

دې وخت کې په تورو جامو کې یوه پټه ښځه هغه ډنګر غریب ځوان ته ځان رسوي او لاس یې ټینګوي. لاس د هغه ټینګوي خو احساسوم یې زه، لکه زما لاس یې چې ټینګ کړی وي. ځوان مخ ور اړوي. ښځه پر شونډو ښکلوي. خو دغه صحنه یوازې زه وینم. نور یې نه ویني. لیدل څه چې ان د دې مچکې خوند احساسوم. لکه ما چې ښکل کړې وي. ځوان خو ویل چې د ولور پیسې نه لري نو دا ښځه څوک ده چې دی یې ښکلوي. ګورم چې هغه ځوان او ښځه د خلکو له منځه ناڅاپه ورک کېږي. هغه ښځه څوک وه؟ د د دې بل په عمر پوخ سړي درېیمه ښځه وه.

په ټېل ما ټېل کې د ښار د چوک خوا ته پورې وهل کېږم. یو وخت مې پام شي چې دا وګړي چې زما شاوخوا ته ولاړ دي، ټول اوبه دي او له هرې خوا راباندې زور کوي. اوبه د کړۍ غوندې تاوېږي لکه ګرداب. او څومره چې وړاندې راځي، کړۍ لا پسې کوچنۍ کېږي او د ګرداب د مرکز خوا ته لا چټکې درومي. ساه مې ډوبېږي. هرې خوا ته لاس او پښې غورځوم خو ګټه نه کوي. اوبو اخیستی یم. غواړم چیغې وکړم خو له ستوني مې غږ نه راوځي. غږ مې تربت دی.

د ګرداب تل ته چې رسېږم، ساه مې بېرته سمېږي. ګورم چې هماغه د ښار چوک دی. د چوک په منځ کې یو خټین مربع شکله دوکان دی چې دوې دروازې لري. یوه یې زموږ خوا ته ده، بله یې مخامخ په بله خوا کې. هر څوک له دې دروازې ورننوځي او له هغې بلې بېرته راوځي. هر څوک چې له هغې خوا راوځي، یو بار ورسره وي. چا په سر باندې پنډه نیولې وي، د چا په لاس کې کڅوړه، چا د مکتبي هلکانو غوندې بیکونه په شا کړي وي او د چا په لاس کې د ټېرونو والا سفري بکسونه وي.

جالبه دا ده چې دې خوا ته نارینه په هماغه ځنګلي او لرغونو جامو کې دي خو له هغې خوا چې راوځي، عصري کالي یې په تن وي: دریشۍ، کمیس پرتوګ او واسکټ، شورټ او ټي شرټ … دې خوا ته ښځې سر تر نوکه پټې دي خو هغې خوا ته بیا په هر ډول جامو کې ښکاري. چا چادرۍ په سر کړې دي، چا تور حجاب کړی دی. د چا پر سر لوی او د چا پر سر کوچنی ټیکری پروت دی. د ځینو سرونه سرتور دي او ځینې بیا پتلونونه اغوستي. هر څوک د کړې سودا په خاطر خوښ ښکاري. هغه ځوان او هغه ښځه چې سره ورک شوي وو، بیا را پیدا کېږي. وینم چې لاس په لاس له بلې دروازې راوځي. هلک جېنس پتلون له کمیس سره اغوستی او ښځه په شورټ او ټي شرټ کې ده. هغه بل په عمر پوخ سړی هم ورسره جوړه روان دی. حیران یم چې څنګه خپلې ښځې ته څه نه وايي چې له بل سره لاس په لاس ګرځي. خو ښځه وايي: «دی مې پلار دی، ته غلط پوه شوی وې.»

خو ماشومان له هغې خوا بېرته نه راوځي. ماشومان چې دوکان ته ننوځي، هماغلته پسې ورک شي. نه، ورک کېږي نه، له هغې خوا چې راوځي، لوی شوي وي. هغه ځوان چې له هغې ښځې سره لاس په لاس ګرځي، هماغه هلک دی چې د میرې مرګ یې غوښت او هغه ښځه چې ورسره ده، هماغه یې میره ده.

بیا ګورم چې د دوکان په منځ کې یم. د دوکاندار مخ نه ښکاري خو غږ یې اورم. هر څوک خپل رنځ او خپله ستونزه ورته وايي او هغه ورته یوه پنډه، یا کڅوړه، یا بکس ورکوي چې علاج دې په همدې کې دی. دوی هر چا ته یو شی ورکوي خو دوکان تش تور دی. په دوکان کې هېڅ شی نشته، ان دوکاندار هم په کې نشته.

14.10.2022

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب