تاند (شنبه د تلې ـ میزان ۲۶مه) د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري وایي، روان وضعیت ښیي چې، د افغانستان له لاسه وتلې تر فرضي کرښې ها غاړه سیمې بېرته د افغانستان لاس ته راځي.
عمري دغه خبرې د خوست د نوي والي د معرفي په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دوی نه دی جوړ کړی او نه یې ملاتړ کوي.
هغه دغه راز ویلي چې د ملي ډیموکراټیک ګوند مشر محسن داوړ په څېر تر کرښې ها غاړې ته ځینو اشخاصو د ټي ټي پي او پاکستاني حکومت د سولې مخالفت وکړ.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې چې دوه کاله وړاندې یې د ټي ټي پي غوښتنې له پاکستاني حکومت سره شریکې کړې او هغوی هم منلې وې خو په خبره یې، د محسن داوړ په څېر ځینو اشخاصو د خپل محبوبیت د له منځه تللو له امله د دغې سولې سره مخالفت څرګند کړ.
عمري داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې دي او اوس د دې ترینګلي حالت د حل لپاره په دوحه کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې کېږي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرسیتال محمد نبي عمري پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونو ته په اشارې ویلي چې په خپله خوښه یې نه دي کړي.
عمري، په مصر کې ډانلډ ټرمپ ته د شهباز شریف د ستایونکو څرګندونو په اړه ویلي چې، “موږ خجالت شو چې کاش دی [شهباز شریف] مسلمان نه وی.”
هغه زیاته کړې چې پاکستاني طالبانو ته د افغانستان پناه نه ده ورکړې او هغوی په قبایلي سیمو کې مېشت دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال په خبره، که مجاهدین نه وی اوس به پاکستان هم روسانو نیولی وی.