جان روان ځاځی
ځینې ډیپلوماتیکې لیدنې یوازې د سیاسي مشرانو ترمنځ عادي خبرې اترې نه وي، بلکې د نړیوال نظم د بدلون، د هېوادونو د راتلونکي او د میلیونونو انسانانو برخلیک ټاکونکي پړاوونه ګڼل کېږي. د چین، امریکا او روسیې د مشرانو درې اړخیزه ناسته هم له همداسې برخلیک ټاکونکو پېښو څخه ده، چې پایلې یې د دغو هېوادونو له جغرافیایي پولو اوړي او نېغ په نېغه د نړیوالې سولې، امنیت، اقتصاد او انرژۍ پر مسیر ژور اغېز پرېباسي.
د ۲۰۲۶م کال د نومبر په ۱۹مه، د چین د شېنجن ښار د یوې داسې تاریخي ناستې کوربه و چې د نړۍ پام یې ځان ته را واړاوه؛ په دې ورځ د چین دولت رئیس شي جین پینګ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه مېز پر سر راټول شول او پر مهمو نړيوالو مسئلو یې د نظر تبادلې وکړې.
دا لیدنه په داسې یوه پېچلي نړیوال وضعیت کې ترسره شوه، چې د سترو قدرتونو ترمنځ سیالۍ، سیمه ییزو شخړو، اقتصادي بې ثباتۍ او امنیتي اندېښنو نړیوال سیاست له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
د دغې ناستې اصلي ارزښت یوازې د درېیو زبرځواکونو د مشرانو په یوځای کېدو کې نه دی، بلکې اساسي اهمیت یې په دې کې نغښتی چې دغو مشرانو د نړیوالو اختلافاتو د حل، د ستراتیژیک ثبات د ساتلو او د نړیوالو ناورینونو د مخنیوي لپاره پر ډیپلوماسۍ او سیاسي تفاهم ټینګار کړی دی.
د غونډې مهم محورونه او پرېکړې:
د چين، امريکا او روسیې مشرانو شاوخوا ۹۰ دقیقې په خورا حساسو امنیتي موضوعاتو خبرې وکړې، چې تر ټولو مهمه برخه یې د اټومي وسلو کنټرول و.
شي جین پینګ او ډونالډ ټرمپ په ټینګار ويلي، چې چین، امریکا او روسیه د نړۍ د سترو اټومي ځواکونو په توګه د بشریت پر وړاندې ګډ مسولیت لري، څو د اټومي وسلو سیالي راکمه او د کارولو مخه یې ونیسي.
د اوکراین اوږده جګړه او د ایران اړوند ترینګلتیا د بحث بله مهمه برخه وه. ولادیمیر پوتین ويلي، چې درې واړه هېوادونه د اوکراین جګړې په سوله ییز حل کې ګډې ګټې لري.
د نوموړي دغه څرګندونه د راتلونکو سوله ییزو هڅو لپاره هیله بښونکی پیغام بلل کېږي.
د سړې جګړې له پای ته رسېدو راهیسې، نړۍ تر بل هر وخت ډېر د سترو قدرتونو ترمنځ تفاهم او مسوولانه چلند ته اړتیا لري.
د ناستې په پای کې «د شنجن ګډه سوله ييزه اعلامیه» خپره شوې، چې له مخې یې د درې واړو هېوادونو مشرانو ژمنه کړې، چې د نړیوال اقتصاد د پیاوړتیا لپاره به د انرژۍ باثباته جریان تضمینوي او په دې برخه کې به د هر ډول شخړو او خنډونو مخه نیسي.
۱. د ملګرو ملتونو اصلاحات:
چین، روسیه او امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه ژمنه کوي، چې د دغه نړیوال سازمان اړین اصلاحات به پرمخ بیايي، څو ملګري ملتونه له اوسنیو نړیوالو ننګونو سره اغېزمنه مقابله وکړي او د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو بنسټیزه دنده سمه ترسره کړي.
۲. د نړیوالې انرژۍ ثبات:
درې واړه هېوادونه پلان لري چې د نړۍ د بازارونو د اړتیاوو پوره کولو او د هېوادونو د ګټې اخیستنې په موخه لا زیات تصفیه شوي (پالش شوي) نفتي محصولات تولید او وړاندې کړي. دوی یو ځل بیا د انرژۍ پر باثباته او خوندي لېږد رالېږد ټینګار کړی دی.
۳. د دولتي حاکمیت او قضایي اصولو درناوی:
د درې واړو هېوادونو مشرانو د دولتونو د رضایت اصول ومنل او د دولتي چارواکو د قضایي معافیت پر درناوي یې ټینګار وکړ. دوی هوکړه وکړه، چې نړیواله جنایي محکمه او نور ورته بنسټونه باید له خپلو واکونو څخه ناوړه استفاده ونه کړي.
۴. د اټومي جګړې مخنیوی:
درې واړو مشرانو په کلکه ټینګار وکړ چې «اټومي جګړه هېڅ ګټونکی نه لري او هېڅکله باید پیل نه شي». چین، روسیه او امریکا به په راتلونکي کې د اټومي ګواښونو د کمولو او د اټومي وسلو د نه خپراوي په موخه خبرو ته دوام ورکړي.
د شنجن درې اړخیزه لیدنه که څه هم د ټولو اختلافاتو د سمدستي حل په مانا نه ده، خو دا پیغام خامخا نړۍ ته رسوي چې تر ټولو سخت سیالان هم کولی شي د ګډو ګواښونو د مخنیوي او د بشریت د ژغورنې لپاره د خبرو اترو لاره غوره کړي.
په دې لیدنه کې د چین ولسمشر شي جین پینګ د سترو قدرتونو ترمنځ د سوله ییز ګډ ژوند او سالمو اړیکو په موخه څلور فقره ییز وړاندیز کړی دی.
۱. متقابل درناوی او نه لاسوهنه:
لوی هېوادونه دې د یو بل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي نظام او کلیدي ګټو ته درناوی ولري، د نورو په کورنیو چارو کې دې له مداخلې ډډه وکړي، په حساسو مسئلو کې دې له احتیاط څخه کار واخلي او د یو بل له «سرو کرښو» دې پښې نه اړوي.
۲. سوله ییز ګډ ژوند او د نړیوال نظم ساتنه:
درې واړه هېوادونه دې د شخړو او د «توسیدیدس دام» (د قدرتونو ترمنځ د حتمي ټکر) د مخنیوي لپاره د همکارۍ لاره غوره کړي. دا هېوادونه چې د دویمې نړیوالې جګړې اصلي ګټونکي وو، د ملګرو ملتونو منشور ته ژمن پاتې شي او نړیوال نظم دې خوندي وساتي.
۳. پر ګډو ګټو ولاړه اقتصادي همکاري:
چین، امریکا او روسیه دې د سړې جګړې له ذهنيت څخه راووځي او خپلې اقتصادي وړتیاوې دې د یو بل د بشپړولو لپاره وکاروي. د اړیکو د پرېکون پر ځای دې سوداګریزې همکارۍ پیاوړې کړي او د ګډو ګټو لمن دې پراخه کړي.
۴. دوامداره خبرې اترې او د بحرانونو مخنیوی:
د نظر اختلاف طبیعي دی، خو د خبرو نشتوالی کوچنۍ ستونزې پر سترو ناورینونو بدلوي. درې واړه هېوادونه دې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ منظمې اړیکې او د ډیالوګ لارې پرانیستې وساتي، څو د بحرانونو مخه ونیول شي او اختلافات تر کنټرول لاندې پاتې شي.