تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د ماشومانو د نړیوالې ورځې په درشل کې د ټولو ماشومانو د زدهکړو پر حق ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې کابو پنځه کاله کېږي چې له زدهکړو بېبرخې دي.
یونیسف پر خپله ایکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې زدهکړې د هر ماشوم حق دی. په دغه پیغام کې د بلخ د نهه کلنې زدهکوونکې خدیجې له قوله راغلي چې هغه هیله لري په راتلونکي کې ډاکټره شي.
خو په افغانستان کې نجونې یوازې د شپږم ټولګي تر پای پورې د زدهکړو اجازه لري او تر هغه وروسته ښوونځیو ته له تګ څخه منع کېږي.
طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې تر بیا واک ته رسېدو وروسته، لومړی د نجونو پر مخ د منځنیو او لېسو دروازې وتړلې او وروسته یې دا محدودیتونه د طبي زدهکړو د مرکزونو په ګډون پوهنتونونو او نورو ښوونیزو بنسټونو ته پراخ کړل.
سره له دې چې ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو په وار وار پر طالبانو نیوکې کړې او د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه یې کړې، خو طالبانو تر اوسه د ښځو او نجونو د زدهکړو په اړه خپله تګلاره نه ده بدله کړې.
له زدهکړو د نجونو محرومول، د ښوونیزو او ټولنیزو پایلو ترڅنګ، د افغانستان د روغتیايي نظام د راتلونکي په اړه هم اندېښنې راپارولې دي.
د دغو محدودیتونو یوه پایله د ښځینه متخصصانو، په ځانګړي ډول د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د روزنې او زدهکړو د فرصتونو کمېدل دي. اوس مهال د افغانستان روغتیايي نظام د ښځینه ډاکټرانو له شدید کمښت سره مخ دی.