Home+د هغه نوم سینوهه و (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

د هغه نوم سینوهه و (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

اتم څپرکی

هغه قاتل، چې خپل مرګ یې ټاکلی و

د نوي فرعون د نوم نارې لا د آمون پهٔ معبد کې کړنګېدې، چې د هورم هب جسد یې د شاهي ماڼۍ پهٔ پټه دروازه د مړو کور ته یووړ. هماغه خلک، چې پرون د دهٔ مخ ته پهٔ سجدو پراتهٔ وو، نن یې د دهٔ د ځایناستي قصیدې ویلې.

لومړي رامسس د تاج تر رسمي مراسمو مخکې خپل لومړی فرمان صادر کړ: «د هورم هب جنازه به د یوهٔ اصلي فرعون پهٔ شان کیږي. نومونه او مجسمې به یې نهٔ ماتیږي او دهٔ ته ټاکلی قبر به یې پوره کیږي.»

دهٔ نهٔ غوښتل، چې خپل واک د هغه سړي پهٔ سپکاوي پېل کاندي، چې دهٔ ته یې واک ورکړی و.

ستي د معبد لهٔ انګړه د مړو کور ته بوتلم. هلته پتاحور د هورم هب د جسد انتظار کاوهٔ. پتاحور زما زوړ استا، چې زهٔ یې د یوهٔ بې نومه کاتب پهٔ نوم پېژندلم اوس یې زما مخې ته سر ټيټ کړ.

ما وویل: «کهٔ دې بیا را ته سر ټيټ کړ، نو زهٔ به کافر شم»

پتاحور د هورم هب جسد ته ورنږدې شو. د سرو زرو غاړکۍ، ګوتمې او نور قیمي شیان ترې لرې کړای شول. هغه ټول عمر د مصر پهٔ ځمکه راج وکړ، خو اوس د څلورو مومیایي کوونکیو پر مېز پروت و. پتاحور یې د پوزې لهٔ لارې د مغزو ایستلو وسایل برابر کړل، خو تر پېل دمخه یې ما ته وویل: «تهٔ کولای شې، چې ووځې»

زهٔ پاتې شؤم. غوښتل، مې پاچا ووینم، چې تر واک پرته څهٔ دی؟ د جسد د برابرؤلو پهٔ وخت کاهن د انوبیس نقاب اغوستی و او دعا یې کوله. بل سړي د مړي د بدن کیڼه خوا پرې کړه او دننني غړي یې ټول راوویستل.

د هورم هب د ښي لاس پر ورغوي، د یوهٔ ډېر زاړه داغ نښه وه. پهٔ لیدو مې یې سر وګرځېد. حافظه لکه غوټه کړی ګرد، چې پرانیزې او هوا ته پورته شي او وغوړيږي. ما ته را یاد شؤل… د آيي تر مرګ درې ورځې وروسته، پهٔ شاهي انګړ کې هورم هب زما لاس نیولی و. دهٔ پهٔ همدې داغ لرونکي لاس د دوستۍ قسم کړی و او ویلي یې وو، چې تر اخمیمه به مې خوندي رسوي. بیا مې دښتې، پهٔ ګاډۍ حمله، ماته ګاډۍ او پر سر ګوزار ولیدل.

ما پتاحور ته وویل: «هورم هب زما د سفر لهٔ کیسې خبر و. لهٔ دې هم خبر و، چې زموږ پهٔ ګاډۍ حمله شوې وه.»

هغه وویل: «ټول دربار خبر و، خو دهٔ ستا د ساتنې لوړه کړې وه»

پتاحور خپل وسایل پهٔ اور پاک کړل. د هورم هب مړوند ته مې فکر شو، یؤ تعویذ ته ورته شي ورپورې تړلی و. مومیايي کوونکیو هغه عادي تعویذ وګاڼه، خو ما د راموسه یوه وړه نښه پرې ولیده. هغه فی الحال ټوټې ته ورته شی ښکارېدهٔ. ټوټه مې پټه کړه، وروسته مې ولوسته. لیکلي يې وو: «اصلي لیک منف ته ځي. د سپین دېوال پهٔ ښار کې د زاړهٔ کاتب کور»

د مړو لهٔ کوره بهر میریت انتظار کاوهٔ. هغې ټوټه ولوسته او ویې ویل: «منف د نوي فرعون اصلي ښار دی.»

موږ د پارامسو ماڼۍ ته ورغلو، خو پارامسو هلته نهٔ و. د هغهٔ جامې، خادمان، نوم، کش وپش او دبدبه پهٔ یوه شپه کې شاهي شوي وو.

تاج جوړوونکیو د هورم هب د تاج اندازه د دهٔ سر ته بدلوله او د معبد استازو د تاج پهٔ بدل کې د ځمکو او نذرونو فرمانونه غوښتل.

ما پارامسو ته د راموسه نښه ور وښوده. رامسس وویل: «هغه کاتب د دولت محرم لیکونه غلا کړي دي. فرمان درکؤم، چې و یې نیسي او را یې ولي»

ما وویل: «کهٔ کوم لیک ستا د واک پر ضد وي؟»

دی لږ چوپ شو، بیا یې وویل: «بیا به یې تر لوستلو وروسته پرېکړه کوم.»

ما د دهٔ سترګو ته کتل، بیا یې وویل: «او کهٔ زما د پلار د قاتل نوم پکې وي؟»

رامسس را ته وکتل، بیا یې وویل: «کهٔ قاتل ژوندی وي، محاکمه به یې کړم. کهٔ مړ وي، تاریخ به یې نوم یاد کړي.»

میریت وخندل: «تاریخ د فرعون کاتب لیکي»

رامسس هغې ته وکتل، ویې ویل: «نو ځکه وایم، چې کاتب ژوندی راولئ، چې وواي، چې لیک یې د چا پهٔ امر لیکلی و؟»

ما پهٔ راموسه پسې د تګ اراده وکړه. شاهي عسکر مې و نهٔ غوښتل، ځکه که راموسه چېرته پټ وي، د ښار ټولو جاسوسانو به مو د ورتګ خبر ورکاوهٔ.

ستي د خپل پلار د تاج مراسم پرېښودل. زهٔ، میریت او ستي د غلو پهٔ یوه کښتۍ کې منف ته روان شوو.

منف ته سفر د سیند د بهیر لهٔ امله تېز و. د لارې پر غاړو کلي، کورونه، هدیرې او شنهٔ پټي تېرېدل. هر بندر ته د هورم هب د مرګ او د رامسس د واک کیسه بل-بل ډول رسېدلې وه. یوه کلي ویل، هورم هب پهٔ اسمان کې باز شوی دی، بل ویل، آمون پهٔ خوب کې پارامسو ته تاج ورکړی دی، درېيم ځای خلک لا نهٔ پوهېدل، چې پاچا بدل شوی دی. د فرعون فرمان پهٔ کښتۍ کې ځي، خو د مرګ خبر یې لکه هوا خپله چلیږي.

پهٔ کښتۍ کې ستي را ته وویل: «که لیک ثابته کړي، چې زما پلار د آيي پهٔ مرګ کې لاس درلود، څهٔ کوې؟»

ما وویل: «نهٔ پوهېږم؟»

هغه لږ پهٔ لوړ غږ وویل: «کهٔ زهٔ ستا پر ځای وای، پوهېدم!»

میریت د کښتۍ د بادبان رسۍ تړله. پهٔ زړه تنګۍ یې وویل: «د بدو وار پهٔ بدو اخیستل بشریت نابودوي.» موږ ټول غلي شوو.

د منف سپین دېوالونه د سهار پهٔ رڼا کې را ښکاره شؤل. ښار د طیبس پهٔ شان یوازې د معبدونو ښار نهٔ و، د ډېرو شیانو مرکز و. پهٔ بازارنو کې د نورو ځایونو لرګي، مس، خوشبویه لرګي، سره زر، مالګه او رخت خرڅېدهٔ.

د زاړهٔ کاتب کور د ښار د لوی معبد د عمومي دېوال شاته و. دروازه خلاصه وه. دننه د پوپاېرس پاڼې پر ځمکه خورې وې، د رنګ کاسې ماتې وې او وینو ته ورته څاڅکي پراتهٔ وو.

موږ راموسه هلته وموند. پهٔ سینه کې پهٔ چاړهٔ وهل شوی و او پر لوخو پروت و. خو لا ژوندی و. دهٔ د ستي پهٔ لیدلو هڅه وکړه، پاڼه څراغ ته ور وړندې کړي او ویې سوزوي، خو ما یې لاس ونیوهٔ.

راموسه وویل: «دا لیک، چې هر څوک ولوي، د رامسس تاج او واک به پهٔ وینه بدل شي.»

ستي وویل: «کهٔ زما پلار مجرم وي، زهٔ باید پوه شم»

هغه پهٔ زګېروو کې وویل: «تهٔ به پوه شې، خو عکس العمل به دې د زوی پهٔ توګه وي، نهٔ د یوه قاضي»

ما پوښتل: «آيي چا وواژهٔ؟»

راموسه پهٔ همدې حالت کې هم وخندل: «ټول عمر مې د پاچاهانو خبرې لیکلي دي. اوس چې خبرې ډېرې لرم، ساه راسره کمه ده»

میریت یې زخم وتاړه، بیا یې وویل: «پهٔ لنډه یې ووایه!»

هغه لیک ما ته را کړ: مهر یې د هورم هب و، خو دننه اعتراف پهٔ کې د آيي د پیالې ساتونکي و. ساتونکي لیکلي وو، چې زه د هورم هب لهٔ کمپ څخه نهٔ، د آمون د ستر کاهن لهٔ خوني راغلي وو، خو د زهرو ورکؤلو امر د یوهٔ داسې سړي پهٔ مهر و، چې هغه مهال د پوځ د فرمانونو واک ورسره و. پارامسو!

ستي رنګ وباېلهٔ: «دا جعل دی»

راموسه وویل:«ښايي. ځکه، چې هورم هب دوه نسخې جوړې کړې وې. پهٔ یوه کې د پارامسو نوم و او پهٔ بله هغه کې د آمون د ستر کاهن. دهٔ غوښتل، هر څوک چې تر ده وروسته واکمن کیږي، د اړتیا پر مهال یې پهٔ یوه لیک وډار کړي.»

ما لیک واړاوهٔ. د پاڼې تر شا د سینوهه پهٔ خط یوه جمله وه: «دواړه اعترافونه دروغ دي، آيي د زهرو راوړلو امر پخپله کړی و»

موږ درېواړه چوپ شوو.

راموسه پهٔ سخته ساه وویل: «آيي پوهېدهٔ، چې مري او هورم هب به نخت مین ووژني. دهٔ غوښتل مرګ یې د دربار ټول کسان یؤ پر بل شکمن کړي.»

زما پهٔ لاس کې لیک ولړزېدهٔ. ما کلونه د یوهٔ قاتل پهٔ لټه تېر کړي وو، خو پلار مې پخپله خپل قاتل و. دهٔ ځان وژلی و، د مینې لهٔ امله نهٔ، د ناچارۍ لهٔ امله نهٔ، د وېرې لهٔ امله نهٔ، بلکې د دې لپاره، چې زهٔ ژوندی پاتې شم.

ستي وویل: «نو زما پلار بې ګناه دی؟»

راموسه وویل: «شاید!»

لهٔ کوڅې د عسکرو د بوټانو اواز راغی. هغوی شاهي جامې اغوستې وې. دروازه را ماته شوه. د عسکرو مشر د رامسس نښه پورته کړه او ویې ویل: «د فرعون پهٔ امر، لیک او کاتب دواړه موږ ته حواله کړئ»

ستي د خپل پلار مهر وروښود. مشر و نهٔ منله.

میریت ورو وویل: «رامسس موږ د لیک د موندلو لپاره رالېږلي یو. خو نور یې پهٔ موږ پسې د څهٔ لپاره رالېږلي دي؟»

راموسه وروستۍ ساه واخیسته او د سینوهه پهٔ شان موسکی شو: «اوس پوه شوې نخت مینه؟ پاچاهان بدلیږي، خو د حقیقت وېره تاج لهٔ یوه سره بل هغهٔ ته لېږدوي»

هغه مړ شو. عسکرو خپلې تورې راوایستې. زما پهٔ یوهٔ لاس کې د آيي وروستی لیک و او پهٔ بل هغهٔ کې د سینوهه زنګ وهلی طبي چاقو. ما بهر د معبد لویې کړکۍ ته وکتل او پوهٔ شوم، چې د تېښتې یوازنۍ لاره د دغه معبد پهٔ منځ کې وتې ده.

تېره برخه

د هغه نوم سینوهه و (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...