Homeخبرونهیونیسف: په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې له څلور میلیونو...

یونیسف: په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې له څلور میلیونو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲۳ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې له څلور میلیونو ډېر ماشومان د سختې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.

یونیسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بېوزلي، بېکاري، وچکالي او د خوړو نه‌خوندي وضعیت د دې سبب شوي چې کورنۍ په افغانستان کې کافي او ګټورو خوړو ته لاسرسی ونه لري.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او یو میلیون او ۶۵۰ زره نور ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.

یونیسف د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ زیاتېدا هم په افغانستان کې د خوړو د نه‌خوندي وضعیت د خرابېدو له مهمو لاملونو ګڼلي دي.

په همدې حال کې، نړیوالو مرستندویو بنسټونو او د روغتیا برخې رضاکارانو په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې او بېوزلي او د عاید د سرچینو نشتوالی یې د دې وضعیت مهم عوامل بللي دي.

د دغو بنسټونو په وینا، ډېرې کورنۍ یا هېڅ عاید نه لري او یا یې عاید د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. له همدې امله نه شي کولی خپلو ماشومانو ته مناسب او ګټور خواړه برابر کړي.

ډاکټران هم وايي چې خوارځواکي په افغانستان کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده. د هغوی په وینا، د خوړو کمښت، د هاضمې د سیستم ناروغۍ، د چاپېریال شرایط او د ماشومانو د بېلابېلو عمرونو د غذایي اړتیاوو په اړه د والدینو د پوهاوي نشتوالی د دې ستونزې په رامنځته کېدو کې ونډه لري.

خو په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د بېوزلۍ او سختو اقتصادي شرایطو له امله د خپلو ماشومانو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې هم له جدي ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د یونیسف دفتر ویلي چې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره هغوی ته نغدي مرستې ورکوي، څو وکولی شي ګټور خواړه او نورې اړینې اړتیاوې برابرې کړي او روغتیايي او درملیزو خدمتونو ته ښه لاسرسی ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...