تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) د اسیا د کرکټ د نولس کلونو جام سیالیو په بي ګروپ کې نن د افغانستان تر نولس کلونو کشرې لوبډلې مالیزیايي سیالانو ته تاریخي ماتې ورکړه.
د افغانستان لوبډلې د مالیزیا ټول لوبغاړي په دوه ویشتم اور او درېیم توپ په داسي حال کې وسوځول چې هغوی یوازې ۴۲ منډې کړې وې.
د مالیزیا یوازې یوه لوبغاړي دوه عددي (۲۰) منډې وکړې.
د افغانستان تېز باولر نورعلي نیازي ۶ لوبغاړي وسوځول. ۲ میرحمزه او یو بلال سلېمانېخل وسوځول.
د مالیزیا له لوري د ۴۳ منډو هدف یوازې عبدالله نادرجان او فریدالله احساس په درو اورونو کې پوره کړ او په دې توګه افغانستان دا سیالي په ۱۰ ویکټونو او ۲۸۲ اضافي توپونو وګټله.
د اسیا د کرکټ د نولس کلونو د بي ګروپ بله سیالي د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ روانه ده.
حاضردمه افغانستان د خپل ګروپ د جدول په سر کې دی.
افغانستان تر دې وړاندې بنګله دېش ته هم په ډېر توپیر ماتې ورکړې وه. ټاکل شوې ده چې د افغانستان بله سیالي به له سریلانکا سره وي.