تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) د یوې نوې څېړنې له مخې، د الزایمر ناروغۍ لومړنۍ نښې ښايي د حافظې له څرګندې کمزوري کېدو څو کاله مخکې د بدن په یوه مهمه برخه، یعنې غوږونو کې، راڅرګندې شي.
د «وېلز آنلاین» د راپور له مخې، د اولو او ختیځ فنلنډ پوهنتونونو څېړونکو دا څېړنه کړې، چې د «الزایمر او ډیمېنشیا» په طبي مجله کې خپره شوې ده.
څېړنه ښيي چې له ۶۵ کلنۍ مخکې په الزایمر اخته کېدونکو کسانو کې د ناروغۍ له رسمي تشخیص څخه تر ۱۵ کلونو مخکې بېلابېلې روغتیايي ستونزې څرګندېدای شي.
څېړونکو د اورېدو ستونزې، په ځانګړې ډول په غوږونو کې د پرلهپسې زنګونو یا وزوز احساس او د عصبي ستونزو له امله د اورېدو کمزوري کېدل، د ناروغۍ له احتمالي لومړنیو نښو څخه بللي دي.
د څېړنې له مخې، د الزایمر له تشخیص څخه ۶ تر ۱۰ کاله مخکې، په احتمالي ناروغانو کې د غوږونو اړوند د دغو ستونزو د څرګندېدو احتمال د نورو خلکو پرتله تر دوه برابره زیات وي. په داسې حال کې چې په دې پړاو کې د حافظې او ذهني وړتیاوو څرګند کمښت نه وي لیدل شوی.
متخصصان وايي، د دې یوه احتمالي وجه دا کېدای شي چې په مغز کې د پروټینونو لومړنۍ زېرمې د اورېدو اړوند برخې په اغېزمنولو پیل وکړي. بل احتمال دا دی چې مغز د غږونو د درک او تفسیر لپاره ډېرې انرژۍ ته اړتیا پیدا کوي، چې له امله یې نورې ذهني وړتیاوې اغېزمنېږي.
امریکايي طبي څېړونکي (نیل کې شاه) په یوټیوب کې د یوې ویډیو له لارې د څېړنې پایلې تشریح کړې دي. هغه وايي، د الزایمر له تشخیص څخه ۶ تر ۱۰ کاله مخکې، په څېړنه کې له ۲۳ ډوله طبي ستونزو څخه یوازې د غوږ، پزې او ستوني اړوند ناروغیو د پام وړ نښې څرګندې شوې وې.
د هغه په وینا، په دغو ستونزو کې په غوږونو کې د پرلهپسې زنګونو احساس او په دواړو غوږونو کې د عصبي اختلال له امله د اورېدو کمزوري کېدل شامل دي.
د څېړنې د شمېرو له مخې، د الزایمر له تشخیص څخه ۶ تر ۱۰ کاله مخکې، دغه ستونزې د احتمالي ناروغانو په ۴.۷ سلنه او د کنټرول ډلې په ۲.۱ سلنه کسانو کې لیدل شوې وې.
د تشخیص له وروستیو پنځو کلونو مخکې، دغه کچه په احتمالي ناروغانو کې ۵.۲ سلنه او په کنټرول ډلې کې ۲.۹ سلنه وه.
یادونه: دا مقاله د لوستونکو د معلوماتو لپاره خپره شوې ده. حتمي نه ده چې په غوږونو کې بنګا یا هر ډول شور له الزایمر سره تړاو ولري. د روغتیايي مسایلو په اړه د خپل ډاکټر مشورې ته پام وکړئ.