تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۱۴ مه) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په ترڅ کې د کورمې په شالوزان سیمه کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
پاکستان ابزور ورځپاڼې لیکلي، ویل کېږي چې افغان طالبانو د پاکستان پر امنیتي پوستو ډزې کړي او پاکستاني ځواکونو یې په ځواب کې له درنو وسلو کار اخیستی او د طالبانو پر مورچو یې بریدونه کړي دي.
ابزور وايي، د راپورونو له مخې، نښته هغه مهال پیل شوه چې د افغان طالبانو ځواکونو د پاکستان پر سرحدي تاسیساتو بېدلیله ډزې وکړې. پاکستاني ځواکونو سمدستي په درنو وسلو ځواب ورکړ او هغه ځایونه یې په نښه کړل چې ګومان کېده ډزې ترې شوې وې. ویل کېږي چې په ځوابي بریدونو کې د افغان طالبانو څو پوستې زیانمنې شوې دي.
خو دغو پوستو ته د اوښتو زیانونو اندازه او د احتمالي مرګژوبلې په اړه لا خپلواکه سرچینو څه نه دي تایید کړي. د راپورونو له مخې، دا نښته د یوې ډلې چې شک کېږي د پاکستاني طالبانو (TTP) غړي وو، له کرښې د اوښتو له هڅې وروسته شوې ده.
پاکستاني ځواکونو د دغو وسلهوالو د اوښتو هڅه تر ډزو مخکې کشف او شنډه کړې ده. تر اوسه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) د شالوزان د وروستۍ نښتې په اړه څه نه دي ویلي. خو د پاکستان پوځ او استخبارات عموماً خپلې خبرې خپلو رسنیو ته کوي او هغوی یې د بې نوم او نښانه سرچینو په نوم خپروي.
د افغانستان دفاع وزارت هم تر دې دمه د پاکستاني رسنیو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو ورځو کې په دې سیمه، په تېره بیا د کورمې په برنۍ برخه کې، ناامني زیاته شوې او د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله کېږي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې هغه مهال زیات شو چې پاکستان پوځي د کابل په شمول د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه وکړل او له کبله یې سلګونه ملکیان ووژل شول.