عبدالباري جهاني
کله چي یوه مفکوره، پرته له دې چي څوک یې رد کړي او یا یې په باره کي فکر وکړي، کلونه کلونه تکرار سي نو بالآخره ټولو لوستونکو او اورېدونکو ته هغه یو حقیقت ښکاري. ځیني دغه راز مفکورې او نظریې په اصل کي صحیح نه وي او یا لږ ترلږه په غور ارزي خو په عام ذهنیت کي یې داسي ځای نیولی وي چي که یې څوک ردوي نو خلک یې سمدستي مخالفت کوي. دغه راز مفکورو ته په اصطلاح کي غلط مشهور وايی. یعني مفکوره صحیح نه وي خو په خلکو کي د منل سوي حقیقت په څېر سلوک ورسره کیږي.
یوه له دغو مفکورو څخه د رحمن بابا په باره کي دا مشهور نظر دی چي هرڅوک د رحمن بابا نوم یادوي نو هغه سمدستي صوفي شاعر بولي. رحمان بابا ښايی تصوف ته، چي په هغه زمانه کي یوه منلې مفکوره وه، میلان درلودلی وي او ښايی کوم وخت یې پیر هم درلودلی وي؛ خو موږ ته د هغه د نورو آثارو په باره کي، چي د هغه د صوفیانو افکارو ښکارندوی وي، نه معلومات او نه څرک سته. موږ یوازي د هغه دېوان په لاس کي لرو چي ټول ټال څه کم درې سوه پنځوس غزلي، چي دوې قصیدې هم پکښی شاملي دي، او یو مخمس دی. په دې غزلو کي یې البته کله کله صوفیانه افکار منعکس سوي دي خو دا کار ځکه یو څه عام دی چي په هغه وخت کي تصوف د شعر پر قلمرو باندي پاچاهي کوله. زموږ تقریباً ټولو پخوانیو شاعرانو سواد او لیک په فارسي ژبه کي زده کاوه او د مولنا مثنوي، د غزالي کیمیای سعادت، د سعدی ګلستان او بوستان او په وروسته کي ځیني نور دغه ډول کتابونه لوستل او کله چي به یې یو وخت پخپله په شعر لیکلو بناء وکړه نو په اشعارو کي به یې حتماً د تصوف رنګ څرګندېدی.
د خوشحال خان خټک له نامه سره ټول پښتانه آشنا دي. هغه یو شاعر، یو توریالی، یو خان او قومي مشر وو. د هغه په باره کي هیچا دا خبره نه ده کړې چي هغه به ګوندي صوفي وو او یا به یې په ټول ژوند کي یو صوفیانه بیت لیکلی وي. مګر څرنګه چي خوشحال خان هم د نورو لوستو پښتنو په څېر سواد او لوست په فارسي ژبه کي پیل کړی وو نو طبیعي خبره ده چي د همدغو افکارو تر اغېزې لاندي تللی دی. مګر په قطعي صورت ویلای سو چي نه د هغه نظر او نه عمل د صوفي وو خو دا غزل یې دونه صوفیانه رنګ لري چي د رحمن بابا په ټول دېوان کي په دومره صراحت تصوف نه لیده کیږي:
څوک په لوري د کعبې ځي په هی هی
څوک دېورې لره چلیږي په جی جی
دواړه توکه په معنی په حقیقت کښي
په هر لوري غورځوي واړه دی دی
عاشقان یې سل هزار یوه معشوقه
په هر لوري ورپسې دي په پی پی
څوک په کور دننه ناست ورسره کېل کا
څوک همېش ورپسي ګرځي په لی لی
میخانه یوه هزار پکښي خمونه
د مستانو یې نعرې دي چي می می
که همای دی که کجیر دی که کرګس دی
د هر چا یې خپل خپل شان دی خپل فی فی
هر څوک وسل د خپل اصل پسي غواړي
چي نارې د جدايی وهي نی نی
زه خوشحال چي د وحدت په میومست شوم
وایم دا چي کاووس کله وو کی کی
دا غزل له سره تر پایه صوفیانه رنګ لری او د نورو لویو صوفیانو په څېر کعبه او بتخانه دواړه د حق د تلاښ مرکزونه بولي. دا هغه عقیده ده چي اسلام په هیڅ صورت له هغه سره جوړه نه کوي ځکه چي په قرآن شریف کي یوازي اسلام غوره دین بلل سوی او نور ټول ادیان مردود ګڼل سوي دي. خوشحال خان د خپل غزل په وروستي بیت کي د وحدت له میو له جام څخه مستیږي او دا هغه شرعي وحدت نه دی چي په هغه کي حق متعال ته د واحد ذات خطاب کیږي بلکه هغه صوفیانه وحدت دی چي بنده د حق متعال په ذات کي فنا کیږي او بیا نو په دې نه پوهیږي چي کاووس څوک دی او کی له کومه ځایه راغلی وو. بنده ته د فنا په حالت کي ټول موجودات او بنده ګان یو ښکاري. دا به سړی څرنګه ومني چي هغه خوشحال چي تل به یې توره د غلیم په وینو سره وه کوم وخت صوفیانه فکر هم کړی وي.
د تورو په میدان کي چي سودا وي د سرونو
هغه زمان مي ګوره تل به سوري زما آس
په داسي حال کي چي صوفي هیڅ وخت د جنګ میدان ته نه وزي. د هغه ټول ژوند په خلوت کي له ځان او له خپل ګرېوان سره تیریږي. صوفیان معمولاً د ورور ګلوۍ، سولي او حتی د ټولو مذاهبو د یو کېدلو خبري کوي او د ټولو مذاهبو پیروان بالآخره د یوه خالق طالبان بولي.
دلته پر تصوف باندي د پراخ بحث لپاره ځای نه لرو خو په لنډ ډول باید ووایو چي د تصوف وروستی معراج په هرڅه کي حق لیدل او بالآخره هر څه حق لیدل، د حق متعال سره یو ځای کېدل او د هغه په ذات کي فنا کېدل دي. د تصوف معراج د طالب او مطلوب، ذاکر او مذکور او عاشق او معشوق یو ځای کېدل او په یوه بل کي ورکېدل دي.
من کیم لیلی و لیلی و کیست من
ما یکی روحیم اندر دوبدن
ترجمه: زه لیلی یم لیلی زه دی چي هستیږو
موږ یو روح په دوه بدنه کي اوسیږو
دا مطلب د تصوف له مقاماتو څخه، چي د صوفیانو په اکثرو کتابونو کي تقریباً یوه بل ته ورته ذکر سوي دي، هم راغلی دی. اووه مقامه شریعت، طریقت، معرفت، حقیقت، قربت، وحدت او وصلت دي. البته د بایزید روښان په مقاماتو کي لا یو بل هم، چي سکونت دی، ورباندي اضافه سوی دی او بایزید ځکه ځان مسکین باله چي ګویا دغه اتم مقام ته رسېدلی وو. دا هغه مفاهیم دي چي موږ یې، په پښتو ژبه کي، یوازي په روښاني ادبیاتو کي څرک لګولای سو.
په مقابل کي رحمن بابا، چي ټول ژوند یې په خوارۍ او ګمنامۍ کي تیر سوی او په صوفي مشهور وو، هیڅ بشپړه صوفیانه غزل نه لري بلکه دلته هلته یې داسي کلمات او یو نیم بیتونه ویلي دي چي صوفیانه رنګ لري. په هغه غزل کي چي زیاتره د ریاکارو زاهدانو غندلو ته متوجه دی یو ځل دی هم، د خوشحال خان په څېر، د مذهب د وحدت خبري کوي او وايي چي په مسجد او سومنات دواړو کي د ده د یار جلوه لیده کیږي. دا هغه خبره ده چي شریعت یې په هیڅ توګه نه مني ځکه چي سومنات خو د هندوانو معبد وو:
دا زما د یار جلوه ده چي لیده شي
لکه لمر په صومعه په سومنات
ترما لا په دلبرانو ډېر مین دی
چي خبري کا د کشف او کرامات
د ریا له زاهدانو مي توبه ده
چي یې کاندي څوک په رسم و په عادات
په ورځ پند او نصیت وايي وبل ته
په شپه ناست وي په مغان په خرابات
دین یې دام دی د دنیا په لار کي ایښی
پرې را اړوي وحشیان د مخلوقات
د هغوی په لور یې سترګي وي ختلي
چي په لاس یې سرسایه وي یا زکات
زه رحمان له هسي اهله پناه غواړم
هر چي لاف کا په خلاف د مقامات
د رحمان بابا کلام زیاتره دغه راز د نصیحت رنګ لري او په همدغه ساده ژبه یې خپل مطلب بیان کړی وي. رحمان بابا په یوه یا دوو غزلو کي په یوه بیت کي د تصوف وروستني مقام ته چي فاني فی الله دی ځان رسېدلی بولي. البته دا هم د هغه عصر د صوفیانه اشعارو په تېره بیا فارسي کلام اغېزه ده چي رحمان بابا به حتماً په جومات کي لوستلي وي:
تن مي څه کړې چي زړه یار راڅخه یووړ
بیهوده د خالي خوني نګهبان یم
لکه ګل چي په نارمات کړې آوېزان وي
زه هم هسي د ژوندو د مړو تر میان یم
کله ځان راته ولي کله عاصي شي
نه خبر په خپل کمال نه په نقصان یم
خپل جانان مي هسي نقش دی په زړه کي
نه پوهېږم چي رحمان یم که جانان یم
دا وروستی بیت یې د تصوف معراج دی. دا هغه مقام دی چي حسین بن منصور حلاج یې دعوه کړې وه او د انا الحق یا زه خدای یم ناره یې پورته کړه او د همدغي نارې په ګناه د دار سر ته پورته سو. خو حسین بن منصور حلاج، چي په ادبیاتو کي په منصور مشهور دی او په حقیقت کي منصور د ده نوم نه بلکه د پلار نوم یې دی، خپلي ټولي منظومي او منثوری لیکني همدغه فکر ته وقف کړي وې ځکه یې نو موږ د تصوف د مفکورې له علمبردارانو څخه بولو. په داسي حال کي چي دغه راز افکار او بیتونه د رحمان بابا په دیوان کي یوازي د ګوتو په شمېر دي او د د ه ټول فکر نه افاده کوي.
دغه راز د رحمان بابا په یوه بل غزل کي چي ۲۲ بیته ده یوازي یو بیت د تصوف د مفکورې او د صوفیانو د وروستي مقام افاده کوي. نو موږ نه سو کولای چي د همدغه یکی یوه بیت له امله هغه ته صوفي خطاب وکړو او یا یې دا غزل صوفیانه وبولو.
ته چي ما منعه کوې د یار له دره
کوم یو در له دغه دره بریالی دی
زه د یار میني په یار باندي شیدا کړم
که څوک ماګڼي زه نه یم واړه دی دی
چي وحشي مجنون یې ښهر لره راووست
د لیلا د زلفو هسي وړغندی دی
زرداران که اوبه څښی په جام د زرو
خوښ زما دا خپل د خاورو کنډولی دی
اورنګ زیب که د ډیلي په تخت نازیږي
خپل خونه هر ګدای لره ډیلی دی.
دلتنه موږ ګورو چي په دې اوږده غزل کي یوازي یو نیم بیتی چي وايی « که څوک ماګڼي زه نه یم واړه دی دی » د تصوف د عالي مقام افاده ده نور ټوله غزل د ده د نور کلام په څېر د دروېشی او قناعت بیان دی چي په ډیرو زیاتو غزلونو کي یې همدغه مضمون لیده کیږي. رحمان بابا د دروېشانو مخلص دی او نور خلک هم دغه اخلاص ته رابولي خو دی پخپله نه دروېش دی او نه یې د دروېشۍ ادعا کړی ده.
په یوه قدم تر عرشه پوري رسي
ما لیدلی دی رفتار د دروېشانو
هومره خلق بې زیارت کا پسله مرګه
چي بازار وي په مزار د دروېشانو
هر بهار لره خزان په جهان شته دی
خزان نه لري بهار د دروېشانو
درست دېوان د رحمان زار تر دا غزل شه
چي بیان یې کړ کردار د دروېشانو
نور نو رحمان بابا د خپل شعر زیاتره برخه د مجازي معشوق ستایلو، هجران او وصال او نازکخیالیو ته ورکړې ده. یوه برخه یې هم نصحیتونه دي او همدغه برخه یې په دومره ساده او ښایستو عباراتو او کلماتو افاده کړې ده چي د هغه شعر یې هم په خواصو او هم په عوامو کي محبوب کړی دی او له ده پرته له بل هیچا سره د بابا لقب خوند نه کوي. له ده څخه وروسته چي هر شاعر د پښتو شاعرانو ستایه کړې ده نو د رحمان بابا نوم یې معمولاً په سر کي یاد کړی وي. پیرمحمدکاکړ یې ډېر ښه حق ادا کړی دی:
که هر څه وايی نازک شاعران شعر
ولی دوی ګڼي معجز د رحمان شعر
سوز ګداز د محبت یې مګر زیات وو
چي سوزان یې هسی شان کړ بیان شعر
جوړ په شعر کي رحمان لسان الغیب دی
پدا څېر نسته هرګز د انسان شعر
تر مصراع یې جار شه لاړ د مرغلرو
په څه تار یې آویخته کړ یکسان شعر
د رحمان بابا د ژوند په باره کي معلومات نه لرو او څرنګه چي ډېر نېستمن وو نو ټول ژوند یې په ګمنامی کي تېر کړی دی. نه یوازي یې له کاروبار څخه خبر نه یو بلکه د دنیاداری او د دنیا د کاروبار په غندنه کی یې دوې قصیدې لیکلي دي او همدغه قصیدو او د قناعت توصیو او نصیحتونو ښايی په ټولنه کي په صوفي مشهور کړی وي چي تر اوسه هم د ادب په دنیا کي په صوفي مشهور دی.
هوښیار مه ګڼه هوښیار د دې دنیا
بی وقوف دی وقوفدار د دې دنیا
روښنايی په هغو زړونو ده حرامه
چي پرې کېني ګرد غبار د دې دنیا
پوچ ګويی ده چي یې اهل د دنیا کا
هر کلام او هر ګفتار د دې دنیا
د طفلانو په څېر واړه خاکبازي کا
هرچه کاندي کارو بار د دې دنیا
واړه ډکي خولې له پیو هلکان دي
کار دیده او پخته کار د دې دنیا . . . .
رحمان بابا د پښتو په ژبه کي یوازینی شاعر دی چي تر اوسه پوري یې پښتانه پر دیوان باندي فالونه ګوري او دا په اولس کي د ده د محبوبیت څرګنده نخښه ده. رحمان بابا زاهد او پرهېزګار سړی وو او شعر یې هم زیاتره اخلاقي مفاهیمو او نصیحت کولو ته وقف کړی دی؛ خو صوفي یې ځکه نه سو بللای چي که ده ته صوفي ووایو نو بیا خو، لکه څرنګه چي مو مخکي اشاره ورته وکړه خوشحال خان هم باید صوفي وبولو. په حقیقت کي د پښتو ادب او شعر ته تصوف له روښاني مفکورې سره راغلی دی او که چا په پښتو ادب کي تصوف کړی دی نو د همدغه مکتب پیرو شاعران او لیکوالان دي.
موږ به وروسته د روښاني ادب او شاعرانو په باره کي وږغیږو او هلته به وګورو چي د هغوی ټول کلام که نه وي نو د کلام زیاتره برخه یې تصوف ته وقف سوې ده. هغوی نه یوازي صوفیانه اشعار لیکلي دي بلکه په څرګنده د پیرروښان د تصوفي مکتب پیروان او په پیروي یې ویاړي. ځکه نو موږ پر هغوی باندي د صوفي شاعرانو حکم کولای سو.
په پښتو ژبه کي، د روښاني شاعرانو څخه پرته، عبدالقادرخان خټک تر نورو ټولو زیات صوفیانه شعرونه لیکلي او لا عملاً د شیخ سعدي په نوم یوه شیخ مرید هم وو. مګر هغه ته هیڅ وخت چا صوفي شاعر نه دی ویلی او ښايی علت یې هم دا وي چي ادب پوهان چاته په یوه یا دوو غزلو د صوفی خطاب نه کوي. کنه نو هغه بیخي مسلکي تصوف کړی دی او چي څه د تصوف افراطي مفکوره « وحدةالوجود» ایجابوي هغه یې ویلي دي:
چا موندلی دی نارې وهي هُوهُو
څوک طالب ځني پوښتنه کا کوکو؟
عرشیان یې پرسش کا له فرشیانو
فرشیان پسي هم ګرځي په سو سو
د دويی خبري مه کوه مطربه
په نغمه کښی یو یو وایه نه دو دو
چي راغلي له عدمه دې وجود ته
آواز یو تر بل کوي چي به ځو ځو
د ځوانۍ شاهین یاغي شو رابه نه شي
که فریاد عبدالقادرکوي قوقو
تر دې لا په یوه بله غزل کي د تصوف دونه ژور مفاهیم په ساده ژبه افاده کوي چي په پښتو ژبه کي چنداني د بل شاعر په شعر کي نه لیده کیږي. دی، د وحدةالوجود دپیروانو په رسم، چي ښايی پخپله به هم و دغي عقیدې ته معتقد وو، خودي Ego انانیت یا خپل وجود ته په موجودیت قایلېدل د لوی ذات سره د یو ځای کېدلو په مخ کي حجاب او خنډ بولي. دی د وجود اصلي هستي هغه وخت بولي چي وجود نیست سي او د ده په اصطلاح سیلاب له لوی بحر سره ګډ او پکښی ورک سي. عبدالقادر خان وايي ذره تر هغه وخته پوري ذره ده چي موجوده وي او کله چي محو سي پخپله آفتاب سي. دا هغه مفاهیم دي چي حتی د روښاني شاعرانو په شعرونو کي هم په دغه عمق او ښایست نه لیده کیږي:
چي په زړه باندي یې وا د عرفان باب شي
دا جهان به یې تر فهم د سراب شي
د وحدت دریاب به ویني کښته پورته
خپل وجود به ورښکاره لکه حباب شي
د خودیه باد چي وباسي له سره
د حباب نامه یې لاړه شي دریاب شي
څو وجود د ذرې شته هومره ذره ده
خو چي محو خپل وجود کاندي آفتاب شي
د هستیه نوم هاله ورباندي ښايي
آمېخته چي له محیط سره سېلاب شي
د عنصر د چار دېواله چي راووزي
اروېده لیده یې واړه بې حجاب شي
و هر لوري ته چي مخ کا نمونځ یې کیږي
چي قبله یې د یار مخ وروځي محراب شي
په ځنبل د سترګو ځي تر شرقه غربه
تر نظر د عارفانو تله شتاب شي
خپل به هاله د یارشې عبدالقادره
که په تا باندي یې یو مهر عتاب شي.
صوفیان معمولاً خالق ته د محبوب او معشوق خطاب کوي او د هغه په مینه کي مستي په بنګ او شرابو افاده کوي. عبدالقادرخان هم، د نورو صوفیانو په څېر، په هر څه کي د خپل دلبر مخ ویني. په تور، په سپین، په زلفو، په رخسار، په کلیسا په جومات کي او چي هري خواته مخ اړوي هلته د دلبر مخ ویني یا یې وجود احساسوي:
دلبر مخ را ته ښيي په هر آیین کښي
ګه په تور کښی جلوه ګر شي ګه په سپین کښي
ګه په زلفو کښی ځای وکا زړه را کاږي
ګه په سترګو په رخسار او په جبین کښي
کله کله په ترسا کښي مخ څرګند کا
د صنعان په دود یې وران کاندي په دین کښي
په څراغ کښی تجلا وکا پتنګ ته
بلبلانو ته ښکاره شي په نسرین کښي
نور او نار یې د جمال جلال اثر دی
قهر مهر یې په تریخ او په شیرین کښي
که اثر یې د لبانو پکښي نه وي
نه به وو هومره خواږه په انګبین کښي
په هر څه کښی ګوره یار عبدالقادره
که دي نشته شک ګمان پخپل یقین کښي.
او یا داچي:
کفر که ایمان دی و عارف وته یکسان دی
واروه که پوهېږې دا وینا زما مجمله
ستا فعل هرګز نه دی خالي له حکمتونو
ته هغه حکیم یې چي دي کار دی بې خلله
واړه موجودات ستا په هستی باندي دلیل دی
هم دي په توحید باندي تر میاشي تر جَمله
هرڅه ته چي ګورې ستا جمال به پکښي ویني
تا یې چي په زړه د معرفت ډېوه کړه بله. . . .
د حمید ماشوخېل په شاعري کي چنداني د تصوف څرک نه لګیږي. ده هم، د نورو پخوانیو شاعرانو په څېر، خپل ټول زور د رخسار او جمال ستایني ته وقف کړی دی. حمید ماشوخېل، یا په خپل ابتکار یا د فارسي ژبي د پخوانیو شاعرانو په تقلید او پبروی، د خط ستاینه، چي زه یې د خط بدرنګه کلمه بولم، شعر ته ورننه ایسته او په دې لاره کي یې د مبالغې تر سرحده پوري قلم وځغلاوه. د ده د قلم کمال لکه څرنګه چي د نیرنګ عشق او شاه وګدا د کیسو په ترجمه کي څرګند دی په هغه اندازه حتی د ده په خپل دېوان کي نه لیده کیږي. دا دواړي کیسې له مجازي میني څخه د حقیقي میني مقام ته د رسېدلو نکل دی او د دواړو نتیجه یوه ده او په حقیقت کي د صوفیانه عشق بیان دی. دا چي حمید مومند دا کیسې د هغوی له تصوفی اړخ سره د علاقې او که تش له نارینه معشوق سره د مینی له داستانونو سره د خپلي خاصي علاقې له مخي انتخاب کړي دي سړی، په قاطع توګه، څه نه سي ویلای. خبره چي هر ډول وي هغسي به وي خو دا دواړي کیسې نه یوازي د پښتو په منظوم ادب کي بې جوړې شاهکارونه دي بلکه، پښتنو لوستونکو ته، د صوفیانه میني د تشریح او معرفی په لاره کي یو لوی ګام دی.
پاته لري
څو وجود د ذرې شته هومره ذره ده
خو چي محو خپل وجود کاندي آفتاب شي
داشعر ډير پراخه فلسفي ليد او د شاعر د جهان بيني د پوهي شاهيدي ورکوي.
دالله رحمت د ورباندي وي
جهاني ساب له تاسو هم مننه روغ رمټ اوسی.