شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په دې ورځ سارتر د نوبل له جایزې انکار وکړ

په دې ورځ سارتر د نوبل له جایزې انکار وکړ

تاند- له نن څخه ۵۹ کاله پخوا د ۱۹۶۴ د اکتوبر په ۲۲ مه فرانسوی فیلسوف او لیکوال ژان پال سارتر د نوبل د ادبي جایزې ګټونکی اعلان شو؛ خو ده ونه منله. سارتر لومړنی کس و چې د دې جایزې له منلوړ یې انکار وکړ.

سارتر د ۱۹۰۵ د جون په ۲۱ مه په یوه شتمنه کورنۍ کې وزېږېد. پلار یې د سمندري ځواک صاحب منصب و خو سارتر لا کوچنی و چې پلار یې مړ شو. ده په ماشومتو ب کې د یوې ناروغۍ له کبله د سترګو نظر تر ډېره له لاسه ورکړ او د عمر تر پایه یې په سترګې کې سپین داغ لیدل کېده.

ده په سوپریورا ښوونځي کې فلسفه ولوسته او اول نومره فارغ شو.

ژان پال سارتر په دوهمه نړیواله جګړه کې پوځي خدمت ته لاړ او د پوځ د هواپېژندنې په قطعه کې یې کار وکړ. هماغه مهال د یوه کال لپاره جنګي اسیر و او له خلاصېدو وروسته یې خپل لومړنی اثر «هستي او نېستي» وکیښ. له جګړې وروسته یې د (اګزیستانسیالیزم) کتاب خپور کړ.

سارتر ادبیات او فلسفه سره واخښل او لومړنۍ فلسفي کیسه یې په ۱۹۳۸ کې چاپ کړه.

د ژان سارتر په اند پردۍ ژبه کې زدکړې کول داسې دي لکه په شګو او خټو کې آس ځغلول.

سارتر وايي، پردۍ ژبه تاسو په تنهايي کې هم ازاد فکر کولو ته نه پرېږدي، او تل به ستا د اظهار پر وړاندې خنډ پېښوي.

ژان پال سارتر د افریقايي ژبو په باب په خپله لیکنه کې وايي، چې دغه ولس د اوږدې غلامۍ له کبله د فرانسې ژبې ویلو ته اړ کړل شوی دی چې د دې له کبله دغه ولس پراخ بشري علمي استعدادونه بایللي دي.

دی لیکي، کله چې یو ولس په پردۍ ژبې زدکړې کوي نو د وخت له تېرېدو سره یې اندونه، چوړتونه، سوچونه او فکرونه د پردۍ ژبې په ټکیو کې داسې ورک شې لکه په شګو کې وینه. غلام ولس د اظهار ژبه وبایلي، د الفاظو چوکاټ يې دومره راتنګ شي چې په خپله ژبه کې د نثر لیکلو وړ پاتې نشي او بیا له مجبورۍ خپل اظهار په شاعرۍ کې کوي.

د سارتر ښکلاپېژندنه – آزادي ښکلا ده

 ژباړن: محب الرحمن محب

د سارتر ښکلاپېژندنه د فلسفي مفاهيمو په رڼا کې معنا مومي. د هنر په اړه هغه په ټولو ويناوو کې که ادبيات دي، که شعر دی، که نقاشي ده او يا تياتر دی؛ تل په دې لټه کې دی څو خپل فلسفي اصول پکې ځای پر ځای کړي يا دا چې په کلي توګه هنر ته انسان د خپلې فلسفې له مخې وګوري. ځکه سارتر ويل، چې که ليکوال وغواړي او که ونه غواړي، بايد ژمن واوسي.

ادبيات د ناچارۍ له مخې خپل سرنوشت ته د اړتيا واقعيت ته په کتلو سره بدلون ورکوي او په دې نړۍ کې پر تحولاتو لاس پورې کوي. خو د څه لپاره ژمنتيا په کار ده؟ ليکوال ته بويه، چې يا ازادۍ ته ژمنتيا وټاکي او يا هم ستمګر نظم ته. سارتر هېڅکله له ازادۍ پرته ژمنه په نظر کې نه نيوله. يا په بله وينا ژمنه د هغه لپاره هماغه د ازادۍ غوښتنې خوی و او له همدې امله يې د ادبياتو جوهر ژمنه بلله. نو ادبيات، يا د سارتر په وينا متعهد ادبيات له يوه لوري د موجوده وضعې نفې کوونکي وو، چې د ليکوال له ژمنتيا سره يې نږدې اړيکې درلودې او له بل لوري د نوې نړۍ جوړوونکي وو.

په همدې تعبير هنري اثر د هغه لپاره  ځکه دوه چنده اهميت درلود، چې له خپله موقعيته يې د انسان پردی والی نفې کاوه او که به د هنري اثر سرچينه پنځونه وه، دا تخليق به له موجوده وضعې نه سر سري جاج و. «موږ مخ پر وړاندې شړل شوی وضعيت يو؛ څو د هستۍ ترمنځ خپل غبرګون په خپل تاريخي څرک کې ښکاره کړو. آيا هرڅوک هماغه دی، چې  خپله کړنه سرته رسوي؟ په اوسنۍ ټولنه کې، چې کار له ځانه پردی دی، هرڅوک له ځانه څه جوړوي؟ هرڅوک بايد څه سرته ورسوي؟ نن ورځ بايد کوم هدف ځان ته وټاکي؟ څنګه يې ترلاسه کړي؟ د کومو وسايلو پرمټ؟ پر تاوتريخوالي باندې ولاړه ټولنه کې د وسايلو او اهدافو ترمنځ اړيکه کومه ده؟ »

نو هنري تخليق د سارتر لپاره هماغه ازادي ده، چې په ناټاکل شويو اړينو، ټولنيزو او تاريخي حالتونو کې د انسان د شته والي د شرايطو انتخاب دی( ټاکنه ده) . د سارتر په اند هغه هنر د انسان لپاره د ازادۍ او عمل د وحدت تر ټولو غوره بڼه او له لوړ ارزښته برخمن دی، چې وکولای شي انسان له خپل وضعيته باخبره کړي.  له بل پلوه په ښکلاپېژندنه کې ساتر په دې باور دی، چې ښکلاپېژندونکې تجربه يا په بله وينا هنري اثر هم يوه واقعي کړنه ده او هم غير واقعي او خيالي کړنه. واقعي ځکه چې ښکلاپېژندونکی مفهوم عينيت يوه حاضره او د تجربې وړ مقوله ده. او غير واقعي او خيالي بيا په دې دليل، چې ښکلاپېژندونکی عينيت په يوه نه يوه بڼه له واقعي حالته وځي او د خياليتوب پر لور ځي.

هغه په دې باور دی، چې له ښکلاپېژندونکې تجربې نه خوند له دې نه سرچينه اخيستې، چې له ښکلاپېژندونکې تجربې نه اخيستل شوی خوند تر هرڅه مخکې يوه واقعي چاره ده، له داسې يوه څيز نه، چې په ټوله کې واقعي نه دی او تر ډېره د خيال او فکر د پنځونې حاصل دی. نو هنري اثر له ورځنۍ نړۍ او ژونده د خيالي نړۍ پر لور وتل دي.

 يا په بل عبارت هنري اثر له واقعيت نه د نوي درک، فهم او واقعيت پنځېدل دي. نو په دې توګه سارتر ته د ادبياتو په نسبت د هنر بله هېڅ يوه نوع د لوړ ارزښت او اهميت درلودونکې نه ده. په حقيقت کې هغه ادبيات يا د هغه په وينا « ژمن ادبيات» د هنري پنځونو تر ټولو لوړه ګټه ګوري بلله. هغه په ټوليزه توګه ادبيات د تلې په يوه پله کې اېښودل او نور هنرونه په بله پله کې. همداراز ادبياتو ورته د يو ډول نښو او سېمبولونو پېژندونکی نظم ښکارېده او د ژبنيز نظام په دايره کې يې وجود درلود. هغه څه چې اړين دي، د مفاهيمو په وسيله د سوژې او ژبنيز نظام مستقيمې اړيکې دي؛ خو د هنر نور ډولونه به يې د يوه څيز محوره ماهيت درلودونکي بلل، په دې معنا، چې هغه له ژبنيز نظام پرته هم ښکاره او د پېژندلو وړ دي، نو ځکه هغه دا پايله راباسي، دا چې ادبيات د سېمبولونو پر نظام ولاړ دي او پر خپل ژبنيز محور د راڅرخېدو له مخې د ارتباط لرلو ماهيت لري، ټولنيزه ګټنه او کارونه يې هم حتمي ده؛ خو د هنر د نورو بڼو لپاره دا مفاهيم بې معنا دي؛ نو ځکه هنر تر ډېره يوه شخصي چاره ګرځي. هنر د هماغو زړو څيزونو پر مټ نړۍ بيا ترميموي؛ خو ادبيات بيا نوې نړۍ تخليقوي، نو ويلای شو، چې د ازادۍ او يا هم د تعهد او ژمنې مفاهيم تر ډېره د هنر په پرتله په ادبياتو کې کارېږي او د سارتر سياسي او ټولنيزو تمايلاتو ته په کتلو سره دا په زبات رسېږي، چې هغه د بشر په ورځني ژوند کې د ادبياتو رول ډېر رنګین باله او په همدې دليل د ليکوال رول هم همداسې درواخله. اوس دې پايلې ته رسېږو، چې ليکوال د هنرمند پر خلاف له معاني سره کار لري؛ خو هنرمند بيا د معنا لرونکو سېمبولونو او نښانو په نظام پسې سر نه ګرځوي. هغه د څيزونو په تخليق او پنځونه کې د هغه څيز له وجوده پر بېروني څه پسې نه ګرځي او يوازې د څيز پر تخليق لاس پورې کوي.

د ښکلاپېژندنې په اړه د سارتر نظر که هرڅو د يوې ټاکلې برخې د کليت او انسجام درلودونکی نه دی؛ خو بيا هم ځينې قوي دلايل يې تراشلي دي. د هنر په اړه د هغه د هرې نظريې څېړنه او پلټنه د هغه د اګزيستانيالېستۍ يا د سېمبولونو او نښو نښانو د وړاندې کولو له نظريې پرته سخته او بالاخره ناشونې ده. هغه که هرڅو ښکلاپېژندنه په منظمه توګه تعقيب نه کړه؛ خو هېڅکله د بشر له ښکلاپېژندونکو کړنو او غبرګونونو څخه بې خبره نه و.

 کولای شو ښکلاپېژندنه هم د هغه لخوا د بشر د ازادۍ او له ټولنيز او تاريخي موقف نه د هغوی د خبراوي په لاره کې يو ګام وبلل شي. سارتر په دې اړه هېڅکله تر دې افراطي ليدلوري ونه رسېد، چې هنر دې يوازې يوه تجملي او بې لګښته مقوله وبولي، بلکې همېشه د هنر لپاره د پنځونې او تخليق په ارزښت قايل و او هنر ته يې په نړۍ کې د انسان هستي پېژندونکی شتون د هنر له برکته باله.

د ژان پل سارتر پنځوس پخې خبرې

ژباړه او را ټولونه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ تر ټولو غمجن هغه څوک دی، چې تر ټولو ډېر خاندي .

۲ ـــ د ناخبرۍ شېبه بسنه کوي، تر څو هر څه له لاسه ورکړې او ناڅاپه هرڅه دې چې په هڅه او زیار تر لاسه کړي، بربادېږي او له لاسه ځي .

۳ ـــ هېڅوک نه پوهېږي، چې په بحراني وختونو کې وفاداري کوم لور ته مخ اړوي .

۴ ـــ ټول وخت ته اړتیا لري، سړی نباید مخکې تر دې چې پوه شي څه وایي، پایله واخلي .

۵ ـــ کله چې کوم څه له لاسه ځي، نور نه شو کولای چې بېرته یې تر لاسه کړو .

۶ ـــ داسې هوډونه شتون لري، چې نباید هېڅوک یې نیولو ته لا چاره شي .

۷ ـــ ترڅو چې ډاډمن نشم، خپله هیله له لاسه نه ورکوم .

۸ ـــ هېڅکله دروازه مه ټکوه، مګر دا چې پوه شې، هغې خواته یې څه تېرېږي .

۹ ـــ دا چې کوم څه چېرته وویل شي، توپیر نه کوي، دا چې هغه څه لومړی وویل شي، دویم وي یا دویم ورپسې .

۱۰ ـــ ټول ښکلي څیزونه چې وینې، نو ذهن ته یې وسپاره، ترڅو تل له تا سره وي، حتا په هغو وختونو کې، چې نه شې کولای وې وینې .

۱۱ ـــ هر ځل چې داسې ګڼې، د پوښتنې ځواب دې پیدا کړی، پوهېږې چې هغه پوښتنه هېڅ مفهوم نه لري .

۱۲ ـــ هر څوک دوستانو ته اړتیا لري .

۱۳ ـــ خلک له هر څه څخه خبرې کوي، په ځانګړې توګه له هغه څه څخه، چې په اړه یې هېڅ نه پوهېږي .

۱۴ ـــ د بې عدالتۍ نړۍ ده، که چېرې وې منې، په جرم کې ور ګډېږې او که چېرې وغواړې بدله یې کړې، نو جلاد
کېږې .

۱۵ ـــ کله چې یوازې یو، په دوست پسې ګرځو، کله مو چې پیدا کړ، په عیبونو پسې یې ګرځو او کله مو چې له لاسه ورکړ، نو په یوازېتوب کې په خاطرو پسې یې ګرځو . په زړونو پام کوئ، هېڅ څیز د زړه په پرتله ژر نه ماتېږي .

۱۶ ـــ خلک د خپلو نیمګړتیاوو په کچه نور ځوروي .

۱۷ ـــ کله وخت باید خپلې شاوخوا ته د یوازېتوب دېوال جوړ کړې، د دې له پاره نه چې له نورو لرې شې، بلکې وګورې چې څوک ستا د لیدلو له پاره دېوال ورانوي .

۱۸ ـــ زه هېڅ پوه نه شوم، چې ځواني یانې څه ؟ زه له هلکتوب څخه نېغ په نېغه زړښت ته ورسېدم .

۱۹ ـــ هغه وخت چې د هېڅ کار د نه ترسره کولو له پاره یې ځانګړی کوې، ډېری وخت پایله یې د ډېرو کارونو ترسره کېدل کېږي، مګر نه پوهېږم، رښتیا څه ډول ؟

۲۰ ـــ ښایي تر ټولو ستره ستونزه همدا وي، هغه ژوند چې موږ پېژانده پای ته رسېدلی دی، مګر تر اوسه داسې څوک نه شته، چې وپوهېږي څه څیز یې ځای نیولی دی .

۲۱ ـــ هېڅ څیز د زړه په پرتله آسانه نه ماتېږي .

۲۲ ـــ که چېرې وغواړې، چې د منډې وهلو له لارې ځان وژنه وکړې، نو لومړی باید ښې منډې وهل زده کړې .

۲۳ ـــ کله چې هیله مري، کله چې ګورې د هیله من کېدلو ډېر لږ امکان دې هم له لاسه ورکړی، نو تشه فضا په خوبونو، د هلکتوب په کوچنیو فکرونو او کیسو ډکوې، تر څو وکولای شې، ژوند ته دوام ورکړې .

۲۴ ـــ مه پرېږدئ چې هلکان وژاړي، ځکه چې باران هم د ګلانو غنچې تباه کوي .

۲۵ ـــ تاریخ یو اتوماتیک او بې چلوونکي ماشین نه دی او په یوازېتوب کې خپلواکي نه لري، بلکې تاریخ به هماغه شي، چې موږ یې غواړو .

۲۶ ـــ نبوغ د سوچ او فکر جوهر دی .

۲۷ ـــ لاچاره د انسان نن به په پرون بدله شي، مګر امکان لري، چې ستاسو سبا به هېڅکله نن نه شي .

۲۸ ـــ انسان د هغه څه ټولګه نه ده، چې لري یې، بلکې د هغه څه ټولګه ده، چې تر اوسه یې نه لري، مګر کولای شي، چې وې لري .

۲۹ ـــ بشر د ارزښتونو پیدا کوونکی دی .

۳۰ ـــ یوازې هغه کسان چې بیل نه وهي، د کښتۍ د ښورولو فرصت لري .

۳۱ ـــ په مینه کې یو کس جمع یو کس مساوي یو دی .

۳۲ انسان محکوم دی، چې آزاد وي، ځکه چې نړۍ ته تر راتګ وروسته د خپلو کارونو مسوؤل دی .

۳۳ ـــ هر څه کشف شوي دي، مګر څه ډول ژوند کول .

۳۴ ـــ کله چې شتمن جګړه را منځته کوي، دا بېوزلان دي، چې مري .

۳۵ ـــ کله چې ته، تل اوسېدل له لاسه ورکړې، نو ژوند هم خپله مانا له لاسه ورکوي .

۳۶ ـــ بشر هېڅ نه دی، مګر هغه څه چې له ځانه یې جوړوي .

۳۷ ـــ هېڅ څیز نه شي کولای، چې زموږ له پاره ښه وي، مګر هغه چې د ټولو له پاره ښه وي .

۳۸ ـــ زما کتابونه د یوه ماشوم د لوږې په وړاندې هېڅ ارزښت نه لري .

۳۹ ـــ حقیقت شتون نه لري، مګر په عمل کې .

۴۰ ـــ هغه څه چې انسان بې غیرته کوي، تېښته یا تسلمېدل دي .

۴۱ ـــ تل باید اخلاق را منځته او نوي یې کړو .

۴۲ ـــ ارزښت څه نه دی، له هغې مانا پرته، چې تاسو یې ورته ټاکئ .

۴۳ ـــ د ژوندي پاتې کېدلو له پاره باید ځان له دننه څخه ووژنې، له دې امله ډیری کسانو هر څه پرېښي دي، ځکه چې پوهېږي، که هرڅومره هڅه وکړي، نو په پایله کې یې بایلي  او کله چې دې ټکي ته ورسېدې، هر ډول مبارزه بې ګټې ده .

۴۴ ـــ هغه څه چې انسان ته د ژوند امکان ورکوي، یوازې عمل دی .

۴۵ ـــ زه تل کولای شم، چې په آزاد ډول ټاکنه وکړم، خو باید پوه شم که چېرې ټاکنه ونه کړم، بیا مې هم ټاکنه کړې ده .

۴۶ ـــ اتل شخص خپل ځان او خپل شخصیت اتلوي .

۴۷ ـــ هېڅوک نه شي کولای خپله آزادي خپله موخه وګرځوي، مګر دا چې د نورو آزادي هم په هماغه ډول خپله موخه وګرځوي .۴۸ ـــ تورې خټې د اوبو زجر دی .

۴۹ ـــ زما په اند د ژوند په اړه چې په هرڅه پوهېږم، له کتابونو مې زده کړي دي .

۵۰ ـــ زه یم، زه شتون لرم، فکر کووم، نو یم؛ زه یم، ځکه چې فکر کووم، ولې فکر کوم؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب