Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد بیټ کاین ارزښت تر ۹۷ زره ډالرو واوښت

د بیټ کاین ارزښت تر ۹۷ زره ډالرو واوښت

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) د مجازي پیسو د بیټ‌کاین ارزښت نن (پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ په لومړۍ نېټه) ۴.۵ سلنه زیات او د ۹۷ زره او ۵۰۰ ډالرو ته ورسید چې یو ریکارډ دی.

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ د بري له اعلان راهیسې د بېلابېلو مجازي یا ډیجیټل اسعارو بیې په چټکه لوړې شوې دي، او د بیټ‌کاین ارزښت په دې موده کې ۴۵ سلنه (شاوخوا ۳۰ زره ډالره) زیات شوی دی.

شنونکی دا زیاتوالی د ټرمپ له بري سره تړلی ګڼي، ځکه هغه مخکې له دې د ډیجیټل اسعارو ملاتړ اعلان کړی و.

روانه اوونۍ معامله‌کوونکي د امریکا د منتخب ولسمشر له خوا د خزانې وزیر او د ونډو او بیپاڼو د کمیسیون د مشر ټاکلو ته انتظار باسي.

ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې پر مهال ژمنه کړې وه چې متحده ایالات به د نړۍ د ډیجیټل اسعارو پلازمېنه کړي او د بیټ‌کاین ملي خزانه به رامنځته کړي.

د امریکا د منتخب ولسمشر څرګندونې او کانګرس ته د ډیجیټل اسعارو د پلویانو د انتخابېدو اعلان د ډیجیټلي اسعارو په سوداګرۍ کې د ښه شرایطو د رامنځته کېدو هیله زیاته کړې او د اسعارو د ارزښت د چټکې زیاتېدا سبب شوې ده.

د ډیجیټلي اسعارو د سوداګرۍ ځانګړي ویب‌پاڼې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بیټ‌کاین سوداګرۍ حجم له ۹۰ میلیارد ډالرو پورته شوی، چې د تېرې ورځې په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بیټ‌کاین د نړیوال بازار ټولیز ارزښت هم یوې بې‌سابقې کچې ته، چې ۱.۹۳۰ ټریلیون ډالرو ته رسېږي، لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...