چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبد کونډې لیدلوری/ نورمحمد سعید

د کونډې لیدلوری/ نورمحمد سعید

شپاړس کلن زلمی د برنډې په بر سر کې پر یوازینۍ پرتې نیالۍ ناست و. کله یې پر پټکي ګوتې وهلې او کله یې هم واسکټ سماوه. دوې کشرانې خوېندې یې پر تش غولې ورته ناستې وې او د هلک خبرې یې په غور اورېدې.

مشرې خور یې د زاړه ټیکري د پلو په پیڅه توره چای جوشه پورته کړه او د زلمي مخې ته ایښی ګلاس یې له چایو ډک کړ. زلمي د کلي حجره کې د تربورانو د زورګويي پر وړاندې د خپل جراات کېسې کولې. کونډه مور یې څنګ ته پټه خوله او ځوړند سر د هغو کالیو په ګنډلو بوخته وه، چې یوې کلیوالې د مزد په بدل کې جوړولو ته ورکړي وو. کله نا کله به یې سر راپورته کړ، خو هر ځلې به یې یوازې د زوی د پاسنۍ شونډې پر سر د بریتو تورې نرۍ کرښې ته کتل.

1 COMMENT

  1. خدای د پښتانه لدې کثیف کلتوره پخیر خلاص کړي.
    تربګینت او زورګويي.

    د پښتنو ټولنیز ژوند سم د چارپایانو دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب