تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر یې د بنو د ځانمرګي برید په تړاو وربللی او ورته یې «سخت احتجاج» سپارلی دی. په دغه برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د افغانستان شارژدافیر نن د بهرنیو چارو وزارت ته وروبلل شو، څو د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د فتحخېل د پولیسو پر پوستې د موټربمي برید په اړه سخت احتجاج ورته وسپارل شي.
د مې په ۹مه د دې برید مسوولیت د اتحاد المجاهدین په نوم ډلې په غاړه واخیست چې ویل کېږي د پاکستاني طالبانو یوه له بېلابېلو ډلو څخه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې د څېړنو، راټولو شویو شواهدو او تخنیکي استخباراتي معلوماتو له مخې څرګندېږي چې دا برید په افغانستان کې مېشتو وسلهوالو طرحه کړی و.
پاکستان تر دې وړاندې هم په خپله خاوره کې تقریباً د ټولو حملو پړه په افغانستان اچولې او د اکثرو بریدونو عاملان هم افغانان بولي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «پاکستان یو ځل بیا خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کېږي، او افغان لوري ته ټینګار وشو چې پاکستان د دې وحشیانه برید د عاملانو پر ضد د قاطع اقدام حق لري.»
پاکستاني چارواکو همداراز ویلي چې د افغانستان په خاوره کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو موجودیت او د هغوی لپاره د فعالیت زمینه، د ملګرو ملتونو د څار ډلې او نورو نړیوالو بنسټونو په راپورونو کې هم ثبت شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «د ترهګرۍ پر ضد مبارزه ګډ مسوولیت دی، او افغان طالبان باید پر خپلې هغې ژمنې ودرېږي چې اجازه به نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.»
د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې تازه څرګندونو او د شارژدافېر د احضارېدو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې تل د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي او ویلي چې دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي او پاکستان هم باید خپلې کورنۍ ستونزه په خپله خاوره کې پهخپله جل کړي.
څومره منافق او رذیل ګاونډی د افغانستان په نصیب شویدی.
ټولو نړیوالو ته معلومه ده ، چې چټلستان د ټولو تروریستو او ترهګرو ډلو ځاله ده ، همدا پنجاب کې روزل شوي ترهګر دې چې د هند ، سنکیانګ ، تاجیکستان ، ازبکستان ، ایران او حتی روسیې پر ضد فعالیت کوي . د سیمې امنیت یې ګډوډ کړی دی ، دوی نه پرېږدي چې منځنی آسیا ، روسیه ، ایران ، چین او هند په خپلو منځونو کې نورمال او عادي اړیکې ولري. سیمه کې ثبات راشي او اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي .
د منافقستان ډنډوره چیان هرچېرته د افغانستان پرضد دا نژدې پنځوس کاله زهجن تبلیغات کوي . دوی کله افغانان د تروریست ، کله د کافر ، کله د کمونست او … په نومونو یادوي. له افغانستان نه مخکې هلته د ذوالفقار علي بوټو په مشرۍ د « پیپلز ګوند ، چې په پښتو همغه د خلک ګوند دی » په هغه هېواد حاکم و. لور یې بینظیرې دوه دورې او د هغې مېړه آصف علي زرداري هم دا اوس د دغه هېواد ولسمشر دی. دا هېواد د تاسیس له ورځې سیکولر ، په غیر اسلامي قوانیونو ولاړ او د مارشالانو یا نظامیانو له خوا اداره کیږي . د رنجیت سنګهه په لاس جوړه شوې « هیرا منډوی » په لاهور کې چې د پنجاب اصلي اداري مرکز دی ، رسما او علنا فعالیت کوي .
اصلا همدا تروریستان « پاکستان » یوه داسې شیطاني پروژه ده ، چې د دوی په وسیله باید د ټولو اسلامي هېوادونو ترمنځ نفاق او بدبیني خپره او تبلیغ شي.
خو اوس د دې وخت دی چې افغانان په مجموع کې ، زمونږ نور ګاونډیان او د سیمې هېوادونه باید لاس سره یو کړي او دا د سرطان دانه داسې جراحي کړي ،چې ټول نړیوال د تل لپاره له دغو منافقو اوشریروچاپلوسانو او شریرو نظامیانو نه خلاص شي .
پنجابستان خو شپږ لکه پوج لري ، نو په دې دومره لوی پوج سره ولې نه شي کولای د خپل هېواد امنیت وساتي ؟
که دوی رښتیا هم په خپل امنیت کې پاته راغلي وي ، بیا د خپل لنګونو واغوندي ، ټول د پنجاب ته ستانه شي ، د خپلو مستعمرو لکه خیبر پختونخوا ، بلوچستان ، سند او کشمیر امنیت دې افغانانو ته تسلیم کړي . ابۍ مړه ، تبه یې شکېدلې ، مونږ پوه شه او دسیمې امنیت. د پنجابیانو دا تور مخ د نور هم تور وي .
زه دې ته حیران یم چې په پاکستان کې هر برید وشي پړه یې په افغانستان اچوي خو ایا پاکستان پدې پوهیږي که افغانان په داسې بریدونو کې ښکیل ګڼۍ او یقین هم لرئ چې دوی پکې لاس لري نو بیا خو افغانان کیدی شي ډیر زر تاسو له مینځه یوسي او پنجاب هم په نښه کړي. هسې بوس مه بادوئ هغه وختونه لاړل چې نړۍ ستاسو په دروغو باور درلود اوس ټولې نړۍ پیژندلي یاست چې تاسو دراوغجن، منافق، مفسد او لعین خلک یاست او هیڅ هیواد درباندې باور نکوي. هر څوک پوهیږي چې حملې د ډرامې په شان طرحه کوئ او پړه په بل چا اچوئ.